محمد اسماعيل يون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد اسماعيل يون

محمد اسمعيل يون د افغانستان نوميالى شاعر، ليكوال او سياستوال دی. هغه د محمد خان زوی د ۱۳۴۶ لمريز كال د کب په ۱۸ مه د لغمان وﻻيت د الينگار ولسوالۍ د الوخېل په سيمه کې زيږيدلی دى .

زده کړې

زده کړې يې د سلينگار لومړنی ښوونځی ( لغمان )، خوشال خان لېسه ( کابل ) ، د کابل پوهنتون د ژبې او ادبياتو پوهنځي پښتو څانگه تر ماسټرۍ پورې ، ترسره کړي دي .

دندې

ښاغلي يون د پوهنتون د استاد په حيث پښتو ډیپارټمنټ کې دندې ترسره کړي او د کرزي او جنگسالارانو په دولت کې په پینځم کال يانې ۲۰۰۶م زېږدي کې د هغوی په پلوۍ دننه په دولت کې بېلابېلې دندې ترسره کړې او د جون ۲۰۱۳م زېږدي کال پورې د کرزي فرهنگي او امنيتي صلاحکار او مشاور پاتې شو چې وروسته یې د جنگسالارانود سیاسي او استخباراتي فشار له کبله د کرزي ملاتړ پرېښود.

  1. له ۱۳۷۰ کال راهيسې د کابل پوهنتون د پښتو څانگې د کدر غړی دی
  2. د تيرو شلو کالونو په بهير کې د يو شمېر هېواد مېشتو او بهر مېشتو افغاني کلتوري ټولنو غړی او استازی
  3. د شمشاد ، هيلې او کابل پوهنتون مجلو کتونکی ، د قلموال جريدې مؤسس او د يو شمېر نورو مجلو د کتونکې ډلې غړی
  4. په ختيځو وﻻيتونو کې د بېړنۍ لويې جرگې لپاره د انتخاباتي چارو مسؤل
  5. د بېړنۍ لويې جرگې لومړنی انتخابي منشي
  6. په ختيځو وﻻيتونو کې د اساسي قانون د تدوين او تدقيق د کميسيون د داراﻻنشا غړی
  7. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت شورا دفتر کې د فرهنگي چارو رئيس
  8. د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې گډه جرگه کې د برهان الدین رباني په ملاتړ د افغانستان له لوري منشي
  9. د ملي تحریک په نوم د سیاسي گوند مشر
  10. د تيرو شلو کلونو په بهير کې د لسگونو علمي ، ادبي ، ټولنيزو او سياسي سيمينارونو ، ورکشاپونو ، مشاعرو او غونډو جوړول
  11. په سلگونو کورنيو او نړيوالو ورکشاپونو ، سيمينارونو کې گډون او ويناوې ؛
  12. په سلگونو راډيويي ، تلويزيوني او انټرنيټي بحثونو کې گډون او سیاسي تبصرې .
  13. د يو شمېر نورو افغان فرهنگيانو په ملگرتيا په افغانستان کې په شخصي توگه د کتابونو د چاپ دودول .
  14. د ژوندون په نامه ټلویزيون بنسټگر

پدې وروستيو دیارلسو کالونو کې له وخت او کرزي حکومت لوړ مقام څخه په استفادې ۳۳ کتابونه چاپ کړل او لدې پخوا په ۱۹۹۰مو زېږدي کالونو کې هم ځینې سياسي کتابونه په مستعار نومونو پېښور او نورو سیمو کې چاپ کړي دي چې دوه مشهوره کتابونه یې لومړۍ او دوهمه سقاوي نومېږي .

چاپ شوي اثار

  1. دوهمه سقاوي
  2. پښتو کتابښود
  3. په اورونو کې

اخځونه

  1. http://www.youtube.com/watch?v=t_W7Kqe2Gok
  2. http://rohi.af/weekperson.php?id=81 Archived 2010-08-20 at the Wayback Machine.