صفيه حليم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خبرياله ، لیکواله صفيه حلیم

صفيه حليم (۱۹۵۱ زېږدیز کال پېښور) د پښتو ژبې ليکواله، څېړونکې او ژباړونکې ده.


مخينه او کورنۍ

صفيه حليم په خټه مومنده په مومندو کې خلیل ټبر پورې اړه لري. دا په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې په پېښور کې زيږېدلې ده. د دې پلار عبدالحليم نومېږي. د آغلې صفیه حلیم پلار هم د پښتو ژبې ليکوال وو. د دې مشرې خور ذکيه حليم علي د پېښور راډيو لپاره پښتو ډرامې ليکلې او اوسمهال د پوهنتون استاده ده.

آغلې صفیه حلیم خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپلې سیمې پېښور کې ترسره کړې دي. لوړې زده کړې يې له پېښور پوهنتون څخه د روزنپوهنې ښوونې په څانگه کې د لیسانس تر کچې کړې دي. د روزنپوهنې پر بریلیک سربېره یې د انگرېزي ژبې ادبياتو څانگه کې ماسټري اخيستې ده. نورې لوړې زدکړې يې د سکاټلینډ د اېډنبرا پوهنتون څخه د ژبپوهنې په څانگه کې کړې دي.

صفیه حلیم په پښتو او انگرېزي ژبو کې د لیکوالۍ تر څنگ د بي بي سي راډيو د پښتو څانگې ژورناليسټه پاتې شوې. د بي بي سي راډيو پښتو څانگه کې د خبرو اترو په نوم خپرونې کوربنه وه او د بي بي سي د پښتو څانگې څخه وړاندې ښوونکې وه. اوسمهال تقاعد ده او برسېره پر کورناستۍ د خپلې انټرنېټي وېبپاڼې له لارې پښتو ژبې ته چوپړ کوي او يو شمېر څېړنیز، تاریخي، ادبي او ټولنیز مالومات خپروي.

دندې

د پوهنتون د سبق پر مهال صفيه حليم د پېښور راډيو سره اشنا وه او په پښتو څانگه کې يې د ميرمنو او ماشومانو لپاره خپرونې وړاندې کولې. ددې تر څنگ يې د پېښور راډيو په ډرامو کې هم برخه اخيسته. په ۱۹۷۷ ز. کال کې دا د ښوونکې په توگه د پېښور پوهنتون په سیمه کې يوه ښوونځي کې، چې نوم یې يونيورسټي پبلک سکول وو، په درس ورکولو بوخته شوه. په ۱۹۸۴ .ز کې د انگلستان د ناټينگهم په ښار کې د ښوونکو د روزنې په تکل يوه کورس ته واستول شوه، ورپسې يې هم مهاله په اسلام اباد، کراچۍاو پېښور کې د استادانو د روزنې کوروسونه دايرول. دوه کاله وروسته يې د برټش کونسل لخوا يو بورس (سکالرشپ) تر لاسه کړ چې په اېډنبرا کې يې پوست گرېجويټ زده کړې(نورې لامخکې زده کړې) تر سره کړې. له سبق څخه وروسته دا بيرته پېښور ته ولاړه او د زدکړې کار ته يې دوام ورکړ. هماغه مهال د مېرمن حلیم لومړی کتاب په انگلستان کې په انگرېزي ژبې چاپ شو چې د انگرېزي ژبې د ښوونکو لپاره د لارښود درسونه ول. په ۱۹۸۷ ز کال کې د لنډ وخت لپاره په لندناو پېښور کې د بي بي سي لپاره ځينې پروگرامونه جوړ کړل او دوه کاله وروسته يې د پروډيوسرې په توگه لندن کې دنده پېل کړه. څو کاله وروسته یې د بي بي سي پښتو څانگې مشره وټاکل شوه.

لیکوالي، رسمي او څېړنیزې دندې

صفيه حليم له ماشومتوبه راهيسې له خپلې کورنۍ سره د ليرې سفرونو کيسې پخپل قلم ليکلې، چې څو يې د هغه وخت په مجلو کې هم چاپ شوې دي. په ۱۹۹۱ زېږديز کال کې يې کابل او هند ته د سفرونو حال او پېښې په راډيوي پروگرامونو کې خپرې کړې. د دې په پښتو ژبې لومړی کتاب د «سند باد اووه سفرونه» نومېږي چې په ۱۹۹۳ ز کال کې پېښور کې چاپ شوی دی. د اغلې حلیم د رسمي سفرونو په لړ کې د اروپايي هېوادونو د تورکيې ،د آسيايي او افريقايي هېوادونو څخه د ايران، چين، مصر، سوېلي افريقا همدارنگه د عربو هيوادونو ځينې يون ليکونه په بېلا بېلو مجلو کې هم خپاره کړي دي.

د صفيه حليم لیکوالي کېدای شي چې په دوو یرخو ووېشل شي، چې يوه برخه يې ادبي اثار او بله يې څېړنيز اثار دي. د نوموړې د ليکوالۍ د ادبي اثارو برخه په پښتو ژبه کې لنډې کيسې او ناولونه دي، چې په لړ کې يې د نړېوالو ادبياتو څخه هم څو کلاسيک ناولونه ژباړلي دي. د نړېوالو ولسي کيسو ټولگه يې هم خپره شوې ده. د ښکلي کتاب په نامه يې د نثرونو يوه ټولگه هم خپره شوې چې د لیکوالې په خپل لاس جوړ شوي انځورونه هم لري.

د اغلې حليم د لیکوالۍ د څېړنيزو اثارو برخه په ټوله کې تاريخي اثار دي. نوموړې په ۲۰۰۳ ز کال کې د هند د پښتنو په اړه د څېړنو او پلټنو لپاره نوموړي هېواد ته ولاړه. د اغلې د مالوماتو پر بنسټ، د بي بي سي پښتو راډيويي خپرونو څخه وروسته هغې دا توکي راټول او د کتاب په بڼه يې وپسولل چې اوس د پينځو کتابونو په شاوخوا بازار ته راوتلي دي. د ۲۰۰۴ ز څخه تر ۲۰۰۵ ز کاله پورې د ژورناليسټانو د يوې روزنيزې پروژې لپاره په افغانستان کې وه. هغې د يو کال په بهير کې بيلا بيلو ولايتونو ته د سفر په ترځ کې د افغانستان د هرې سیمې نوموتي او لرغونې ودانۍ وليدې او د نوموړو د تاريخ په اړه يې پلټنې پېل او ولیکلې. دا هم د راډيويي خپرونو په بڼه خپاره شوي اثار دي چې د تاريخ او ژوند په نوم خپرونې په لړ کې خپرېدې. برسېره پر دې هغې په سوونو علمي او څېړنيز مقالې ليکلې چې په بيلا بېلو مجلو او ويبپاڼو کې خپرې شوې دي.

شخصي ژوند

صفيه حليم واده ده او خاوند يې ډاکټر عدلي الهواري نومېږي چې د اردن اوسيدونکی دی.

چاپ شوي اثار

  1. د سندباد اووه سفرونه (د ماشومانو ادبيات)ـ ۱۹۹۳م.زېږديز
  2. نیمگړی انځور (لنډې کیسې)ـ ۱۹۹۹م. زېږديز
  3. ښکلی کتاب (نثر)ـ ۲۰۰۱ م.زېږديز
  4. زبېښاک (ناول)ـ ۲۰۰۲ م.زېږديز
  5. د ډيوې په غېږ کې (لنډې کیسې)ـ۲۰۰۳ م زېږديز
  6. د نړۍ ولسي کیسې (نړېوال ادبيات)ـ ۲۰۰۵ م.زېږديز
  7. د نړۍ ولسي کیسې (نړېوال ادبيات)ـ ۲۰۰۵ م.زېږديز
  8. دنيا (ناول)ـ ۲۰۰۵م.زېږديز
  9. ښايست (لنډې کیسې) ـ ۲۰۰۷م.زېږديز
  10. بهوپال د هندوستان پښتانه (څېړنیز)۲۰۰۸ م.زېږديز
  11. د هندوستان پښتانه (مالير کوټله) (څېړنيز) ـ ۲۰۰۹م.زېږديز
  12. هندوستان پښتانه (بهوپال) (څېړنیز)۲۰۰۸ م.زېږديز
  13. د هندوستان پښتانه (مالير کوټله) (څېړنيز) ـ ۲۰۰۹م.زېږديز
  14. د هندوستان پښتانه (بهار) (څېړنيز) ـ ۲۰۱۰ م.زېږديز
  15. د هندوستان پښتانه (بهار) (څېړنيز) ـ ۲۰۱۰ م.زېږديز
  16. د هندوستان پښتانه (باره بستي) (څېړنیز) ـ ۲۰۱۱م.زېږديز
  17. ژورنالیزم (پوهنیز)ـ چاپکال ـ ۲۰۱۳م.زېږديز
  18. سواستو (ناول) ـ ۲۰۱۳ م.زېږديز
  19. د هندوستان پښتانه ( روهېلکهنډ) ( څېړنيز) ۲۰۱۴ م.زېږديز

ناچاپ اثار

  1. دوه کتابونه ( لنډې کيسې)
  2. ټېپو سلطان او شاه زمان (تاريخ)
  3. عجب خان اپريدی (تاريخ)
  4. دويم زبېښاک ( ناول)
  5. د افغانستان لرغونی تاريخ (څېړنه)

ستاينیزې

نوموړې د گڼو نړېوالو روزنيزو او ښوونیزو مرکزونو لخوا په ستاینیزو او نېکو پېرزوینو ستایل شوې .

سرچينې