روزنپوهنه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

روزنپوهنه (انگريزي: Pedagogy) د زده کړې هنر ، د ماشوم د پوهنيزې روزنې او پوهنې ته وايي. روزنپوهنه يا پېداگوژي د گڼپوهنیز ډگر د پوهنې هنر دی . د دغه ډگر چاپېريال د هر اړخ بشپړې ودې څخه نیولې تر د انسانانو د څانگولۍ تر پولې اړتياوې پوره کولو ته ځانگړې کېږي . د بېلگې په توگه : د پاولو فرير لارې چارې د تنقیدي روزنپوهنې چې له مخې يې داسې يوه فلسفه رامنځته کړه چې باید زده کړې داسې تنظيم شي چې د هر زده کوونکي وړتياوې بېلابېلې د هغه د زده کړې له مخينې سره وڅېړل شي او بيا چاپېريال ورته د زده کړې برابر شي . چې په دې توگه يو زده کوونکی هم دېته اړکېږي چې د زده کړې په لارې چارې کې خپله ونډه واخلي . يوه بېلگه یې هم د سقراط د فکر د ښوونځي ده .

وی آرپوهنه

د روزنپوهنې د ويي آر له لرغوني يوناني ژبې څخه راولاړ شوی چې په هغه ژبه کې ورته παιδαγωγέω (paidagōgeō); παῖς (país, genitive παιδός, paidos) پېداگوگيو وايي يا هم پېدوس ، گېگي چې مانا يې ده . پېدوس يانې ماشوم ، گېگيو يانې روزنه . د ماشوم روزنه .

لوستيزه (تیوري) او ورسره عملي کار

د روزنې د مضمون په توگه روزنپوهنه هم عملي د ستاژ اړخ لري هم د لوستيزې تجربې اړخ . په لوستيزې توگه (تيوري ډول) د روزنې په هکله بحث د لوست له لارې د ښې ودې ورکولواو ښوونيزې او پوهنیزې زده کړې باندې رڼا اچول کېږي چې د لکچر په مرسته د عملي چارې د سمبالښت څخه دمخه په فردي توگه او د ټولنې سره د سمون په برخه کې د کولتوري اړیکو زده کړې سره سم عيارېږي ، چې لوی بحث او څېړنې ته مخ کوي. د همدې زده کړې په ستاژي (عملي ) اړخ کې بيا د يو ماشوم د روزنې او پالنې د عملي ودې په توگه په عمل کې لوستيزه پوهنه په کار اچول کېږي چې له مخې يې د زده کړې عملي بڼه د ماشوم د ذهني وړتيا په مطابق چې يو ماشوم ورسره عيار کړي ترسره کېږي . دغه د پوهنې بڼې د جسمي وړتيا ، ذهني بلوغ ، نورمونه (کړه وړه) ، ارزښتونه او د انسان د هراړخ سړيتوب (شخصيت) په پام کې نیولو سره ترسره کېږي . د لوستيزې او عملي بڼې چارو ته په روزنپوهنه کې داسې کتل کېږي لکه عمده لومړنی همغږی گام د دواړو بڼو په مرسته سمبال . چې له مخې يې په دوه اړخیزه پوهنې باندې يو ښوونکی هم د ښوونيزې اغېزې له پلوه هم له عملي پلوه له بشپړې پوهنې سره چمتو کېږي او د روزنې چاره په ښه توگه سمبالولی شي .


د روزنپوهنې پېښلیک

د ۱۸۰۰م زېږدي پېر په پای کې روزنپوهنه د مذهبي او فلسفي اړخ د اغېزو څخه په لوېديځ کې پاکه شوه او د يوې ځانگړې پوهنیزې زده کړې په مضمون واووښته . په لوېديځ کې نن روزنپوهنه هم څرگنده تشریحي پېژندنې باندې سمباله ده او هم د کړووړو له مخې څخه يې په څېړنيزه زبات څرگندېږي .

د روزنپوهنې سکالوگانې

د يو مسلک او مضمون په توگه روزنپوهنه په څو روزنيزو او څېړنيزو څانگو وېشل کېږي . ځینې يې د نورو پوهنو سره د نژدو اړیکو په توگه اړیکې لري. دغه نژدې پوهنیزې څانگې پدې ډول دي . روزنپوهنيزه ساپوهنه (Pedagogical Psychology) ، روزنپوهنيزه ټولنپوهنه (Pedagogical Sosiology) ، روزنپوهنیزه فلسفه (Pedagogical Philosophy) . همدا رنگه نور زده کړنيز دسيپلینونه يا د زده کړې مضامين چې رونپوهنه يې د اړتيا له مخې په ناڅاپي ضروري توگه نژدې رانغاړلې ده پدې توگه يادېږي . د روزنپوهنې دغه ضروري مضامین د ښوونې لوستیزه چاره (didactic method) او د روزنپالنې لوستيزه (theory Child development) يادېږي چې له مخې يې گام د ژورې څېړنې په ملتيا د يوې منظمې تگلور (غونډال، سيستم) پلور اخیستل کېږي چې د روزنپوهنې روښانه بڼه څرگندوي . د دغې زده کړې څخه موخه داده چې هاغو لومړنيو پرنسيپونو (چلندلارو) او د ودې د تگ لارې په عمل کې په پام کې ونیول شي چې روزنه په عمل کې بنسټيزه پرمخ ولاړه شي .

د روزنپوهنې څانگې زده کړې

زده کړې د روزنپوهنې په څانگې کې دننه په دوه تگلورو وېشل شوي دي . مسلکي (تخصصي) زده کړې او اکادميکه پوړنیزې زده کړې .

مسلکي يا تخصصي زده کړې :

  • د ښوونې او روزنې مسلکي پوهنیزه زده کړې
  • د وړکتون ښوونې او روزنې مسلکي پوهنیزې زده کړې
  • عملي ـ روزنپوهنیزې زده کړې

د لومړني ښوونځي د ښوونکو لپاره او د لومړني ښوونځي څخه دمخه وړکتون لپاره د ښوونې او روزنې مسلکي پوهنیزې زده کړې د ښوونکو فاکولتې يا دارلمعلمین يا هم د ښوونکو لپاره ځانگړي پوهنتون په کچه زده کړې هماغه ځای کې ورکول کېږي ، خو عملي ـ روزنپوهنیزه زده کړې بيا برسېره پر نورو زده کړو د لا ډېرو تجربو لپاره بېلې زده کړې دي چې د ځانگړو شرايېطو له مخې د لوړو مسلکي روتبو درلودلو څخه وروسته ترسره کېږي . دغه عملي ـ روزنپوهنیزې زده کړې يو کس ته د ځانگړي متخصص په توگه په يوه ښوونځي يا زده کړنځای کې د ښوونې د چارو ځانگړی حق په ځانگړي تخصص کې ورکوي .

اکادمیکه (پوړنیزې ) زده کړې :

اکادمیکه زده کړې بيا د لسانس او يا هم د ماسټرۍ تر کچې پرمخ ځي او د روزنپوهنې په څانگه کې اکادميکه زده کړې بيا په پوهنتونونو کې او دارلمعلمین غوندې زده کړنځايونو کې پرمخ ځي چې د کدر وړ کسان روزي . په دغو کې اهمه توپیر دادی چې ډېری خلک د اکادمیکې زده کړې په موخه تر سند پورې زده کړې کوي خو تخصص او مسلکي پوهنېزې تجربې له پامه غورځوي ، خو په مسلکي تخصصي پوهنیزو زده کړو کې بيا تجربه ډېره په پام کې نیول کېږي . د زده کړو سمبالښت له پوهنتون څخه بل پوهنتون پورې توپیر لري .

سرچينې

https://en.wikipedia.org/wiki/Pedagogy https://no.wikipedia.org/wiki/Pedagogikk http://dictionary.cambridge.org/dictionary/british/pedagogy?q=pedagogy