زلمی خليلزاد

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
زلمی خليلزاد

زلمی خليلزاد (22 د مارچ، 1951 ز. - ) (په انگرېزي: Zalmay Khalīlzad) په ستراتيژيک او نړېوالو زده کړو کې يو سلاکار او د خليلزاد اېسوسيشن، په واشنگټن ډي سي کې د سوداگرۍ يو سلاکاره شرکت، مشر دی. خليلزاد د جورج بوش د واکمنۍ په وخت کې په ملگرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير و. همداراز هغه د ۱۹۸۰ کالونو راپدېخوا په سپينه ماڼۍ، سټېټ ډيپارټمېنټ او پېنټاگون کې د امريکا د تگلارې جوړولو د ډلې غړی هم پاتې شوی او د امريکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش[1] د حکومتولۍ په وخت کې د امريکا د متحده ايالاتو په مسلمانانو کې تر ټولو لوړپوړی مسلمان چارواکی پاتې شوی چې تر ټولو لوړې دندې يې د افغانستان او عراق لپاره د امريکا د متحده ايالتونو د سفير او په ملگرو ملتونو کې د امريکا د سفير په توگه دندې د يادولو وړ دي. همدا رنگه یې د اووه طرحو پر بنسټ افغانستان پر وړاندې د جورج بوش لخوا يرغل ډېر مبتدي لارښودی ياد شوی . پدغه طرحه جوړونې کې ورسره برېزنسکي هم شامل و چې د کورنيو چارو امنیت څانگې کې یې دندې درلودې .

کورنۍ مخینه

زلمی خلیلزاد د بلخ ولایت په مزار شريف کې زېږېدلی . د پلار لخوا د لغمان ښودل شوی او په لغمان کې پښتون بلل شوی خو د دې خبرې اصلیت لا پورې ندی څرگند ځکه چې امریکا خپل د گټو ساتلو لپاره د انسانانو اکر هم بدلوي رابدلوي . همدارنگه يې په انگرېزي ويکيپېډيا کې د پلار په هکله یې کښلي چې د محمد ظاهر شاه په وخت کې يو پوځي جگپوړی غړی ؤ . خلیلزاد په انگرېزي ، پښتو ، پاړسي او عربي کې روان غږېدای شي . خلیلزاد يوې اوتريشۍ سیاستوالې او لیکوالې سره په کال ۱۹۷۲م زېږدي کې واده وکړ د خلیلزاد د ماندینې نوم شېرل بنارډ ده او دواړو په يوه پوهنتون کې زده کړې پر مخ وړي . د دوی دوه ماشومان دي چې يو يې الکسندر نومېږي چې زوی دې او لور يې ماکسیمیلين نومېږي .

زده کړې

خلیلزاد خپلې لومړنۍ زده کړې له غازي لېسې څخه په کابل کې پیل کړې ، بيا یې وروسته د کېلفورنيا ايالت منځنۍ زده کړو ښوونځي ته د AFS اې اېف اېس لخوا چې د بین الکولتوري تبادله ييز بهیر لړۍ ده ورڅخه مخخه کړه . خلیلزاد د لبنان په امریکايي پوهنتون کې خپله د لسانس او ماسترۍ زده کړه ترسره کړه . همدارنگه یې خپله دوکتورا په سياسي علومو کې د شیکاگو پوهنتون څخه په بري ترسره کړې .

سياسي مخینه

خلیلزاد له ۱۹۷۹م زېږدي څخه تر ۱۹۸۹م زېږدي پورې د کولمبيا پوهنتون په نړېوال ښوونځي کې د عامه اړیکو زده کړو څانگې کې مرستيال پروفیسر و . په هماغه پېر کې ده د جیمي کارټر په اداره کې د زبېگنيو برېژنسکي سره يوځای کار کاوه . د جېمي کارټر اداره د افغان مجاهدينو د پاليسي چوکاټ جوړوونکي ول چې د پخواني متحدې روسيې په مقابل يې مقاؤمتي جگړه پیل کړې وه . په ۱۹۸۴م زېږدي کې خلیلزاد د يو کال قونسلي مشاور دنده د بهرنيو اړیکو څانگې کې ومنله او د امریکې سټېټ ډيپارټمنټ ( کورنيو چارو دولتي اداره ) سره د منځیني ختيځ او سوېلي اسيا په هکله د مشاور په توگه دنده د ريچارډ مرفي تر مشرۍ لاندې درلوده . له ۱۹۸۵م زېږدي تر ۱۹۸۹م زېږدي پورې خلیلزاد د رونالډ رېگن په اداره کې د سټېټ ډيپارټمنټ لخوا د متحدې روسيې په مقابل جگپوړي مشاور او لارښود دنده درلوده همدارنگه يې د ايران او عراق جگړو پر مهال هم مشاور و . په همدې مهال دی د سټېټ ډيپارټمنټ لخوا افغانستان لپاره د پالیسي او پلان جوړوونې ادارې ځانگړی استازی او د همدې ادارې د پازوال مايکل ـ اېچ ـ آرمکوسټ مرستيال سکرتر و . د دغې دندې موخه دا وه چې مجاهدینو لپاره نړېواله مرسته راټوله کړي او د مجاهدینو شهرت د متحدې روسيې په خلاف جگړه کې په نړېواله کچه ورزيات کړي . له ۱۹۹۰م زېږدي ـ ۱۹۹۲م زېږدي پورې خلیلزاد د جورج ـ اېچ ـ ډبليو ـ بوش په ادارې د دفاع په وزارت کې د تگلارې د پلان مرستيال سکرتر مقرر شو .

اووه طرحې او افغانستان اشغالول

مخکې لدې چې امریکا په افغانستان برید وکړي ، زلمي خلیلزاد په ۱۹۹۸م زېږدي کې د بل کلنټن په ادارې نیوکې پیل کړي وې چې ولې په افغانستان کې په طالبانو برید نه کوي . په هماغه کال کې بل کلنټن د خوست په ولایت يو څو بالیستک مزايله وتوغول خو د هوايي برید امر یې ورنکړ . د زلمي خلیلزاد سره يوځای د پاول ولفوېچ چې د امنیت ادارې مشر و دلیلونه پدې روان و چې په تنزانيا او نورو افریقايي او آسيايي سیمو کې د امریکا په سفارتخانو بریدونه وشول د طالبانو د ملاتړي اسامه بن لادن لخوا تنظيم شوي ول. همدې سره يې پدې ټينگار درلود چې دوی په منځيني ختيځ کې په سوډان ، سوماليه او افغانستان کې تره گريزه کمپونه پرانیستي چې وگړي سختدريځۍ ته روزي. په همدې پیر کې ښاغلي خلیلزاد د نظار شورا مشر احمدشاه مسعود سره څو ځلې ولیدل او سلامشورې ورسره شریکولې . وروسته چې کله د جورج بوش اداره واک ته ورسېده نو ښاغلي بېمن او خلیلزاد د پاول ولفويچ او زبېگنیو برېژنسکي سره يوځای همدې ادارې ته ورننوتل او خپل د تېرو نیوکو لپاره يې ښه فرصت د ۲۰۰۱م زېږدي کال د ۱۱ م سپتمبر بریدونو کې ولید . په همدې مهال برهاند الدین رباني هم د خلیلزاد لپاره ځینې سپارښتنې درلودلي چې وروسته یې د امنیت ادارې (رېنډ کورپس)د يو کارکوونکي ډینيل بېمن سره يوځای منځيني ختیځ ته صدام او ټولې نړۍ ته يې اسامه بن لادن خطرونه بلل . دواړو د واشنگټن کوارټرلي په يوې ژمني گڼې کې يوه لويه لیکنه په ۲۰۰۰م زېږدي کې چمتو کړې وه چې سرلیک ېې داسې دی (Afghanistan consolidation of a Rougue State) . په همدې لیکنه کې يې په خانگړي توگه افغانستان ته د اووه ترحو په وړاندې کولو د بوش په ادارې ټينگار کړی و چې وخت رارسېدلی چې افغانستان د تره گرۍ ځالې څخه وژغوري . او يوه ځای کې يې نغوته داسې کړې وه چې (ولې باید موږ فکر وکړو؟)دېته په کتلو دواړو خلیلزاد او بېمن داسې لیکلي و چې د متحدې امریکې د وگړو لپاره هر ځای په بهر کې او دننه امریکا لپاره هم ډېر لوی گواښ په مخکې شته چې په تېروخت کې بل کلنټن ورته پام نه ؤ کړی خو اوس د بوش اداره باید دېته پام وکړي او پرته له پوځي برید څخه ناشونې ده چې په منځني اسيا کې د ترهگرو ځالې ته د پای ټکی کېښودل شي . د بوش لپاره د ښاغلي خلیلزاد او ډينيل بېمن اووه ترحې داسې وې :

  1. د واک په موازنې کې بدلون! خليلزاد او بېمن دواړواستدلال کاوه چې دوی طالبان بې واکه کولی شي او دا کار د شمالي ټلوالې په ملاتړ شونې ده او بيا بېرته د حاکمو قبائيلي پښتنوځينې غړي په مقابل د طالبانوکې درول پکار دي . دا هاغه پښتانه باید وي چې د طالبانو څخه ځپل شوي وي. ترحه ليکونکو امريکې ته د قناعت ورکولو سره سم ويئل چې امريکا بايد د طالبانو پر ضد د روسيې ، چين، او ايران سره هماهنگي وکړي. او د خپلو غيرمتحدينو سره دې خپله گټه ملگرې کړي تر دې چې د طالبانيزم د تگلارې د تبليغ خپراوی بند شي او دوی بې واکه شي.
  2. د طالبانو د تگلارې او نظرياتو مخالفت ! خليلزاد او بېمن سلا ( مشوره) ورکوي چې د امريکا غږ راډيو خپرونه دې افغانستان لپاره وغځوي او لدې لارې اسلامي ماډرېټان او نور د طالبانو مخالفين دې د طالبانو په مقابل چمتو او راوچت کړي.
  3. پاکستان د فشارلاندې نيول تر څو د طالبانو ملاتړ پرېږدي! پاکستان د طالبانو تر ټولو مهم ملاتړی دی. د ليکوالانو د ليکلو څخه چې يې وېلې ؛ پاکستان خپل د دې ناوړي عمل مسئوليت په غاړه لري او کولی شي چې د طالبانو د حکومت په نسکوريدو کې يو ځانگړی رول ولوبوي . دې سره د پاکستان امریکا ته دا مشوره وه چې دوی دې د هند د پاکستان په لورې تگلارې باندې لگ څه فشار واچوي چې مخه بلې خواته کړي .
  4. طالب_ځپلو خلکو سره مرسته! خليلزاد او بېمن دااستدلال کاوه چې بشري مرستې د طالبانو د کمزورۍ لپاره يوه بله ذريعه ده.
  5. د ماډرېټو ملاتړ ! لکه څنگه چې دايوه برخه د دغو هڅو بلل کېده نو ترحه ليکونکيو په خپلومشوروکې داسې څرگندوله : چې د يوې لويې غونډې يا دوديزه ټولي يادول، چې لويه جرگه نومېږي اړینه ده. دا يوه عنعنوي د قبائيلود دود ټولنيزه بڼه ده او مجلس دی .لويه جرگه دې د افغانستان پخواني تښتېدلي پاچا، ظاهر شاهتر څارنې لاندې راوغواړي .
  6. د افغانستان اهميت پخپله کوروالو ته په وټه ورلوړول ! خليلزاد او بېمن ليکي، ؛؛روان غفلت يا د بې پروايۍ يواځينی لامل د گډوډۍ او د تشدد مانا ورکوي او دغه روانه بې پروايي چې د امريکې د گټو لپاره به گواښ اود ناراحتۍ سبب حتمي وگرځي. نو ځکه بايد په بېړه خپل اقدامات وکړي او د امریکايي دخل د ملاتړ لپاره په وټه ييزو مرستو د سیمې ولږي خلک دېته چمتو کوي چې د هېواد اهميت ورته په امریکايي ملاتړ کې څرگند شي.
  7. د سختدريځه کړیو په مقابل نړیوال راپارول ! دواړو بېمن او خلیلزاد دنړېوالو مرسته په پوځي او بشري اړخونو کې يوه اهمه وروسته له ماموريته مهمه بلله .

د خليلزاد په دغه نرمې مقالې کې چې سپارښتنې شوې وې د تورکيې د بهرنيو چارو د وزارت يوې انگرېزي مجلې کې خپرې شوې وې چې نه يوازې د سپارښتنې لخوا پزړه پورې او د يادونې وړ خبرې وې ، په هماغه وخت کې د بوش ادارې غړو د يوولسم د سپتمبر د غميزې لپاره يو څه د خواخوږۍ غږ او پېغمبرانه کتنه بلله . د همدې پر بنسټ د بوش اداره د افغانستان په خوا ميدان ته راووتله اود خلیلزاد او بېمن ټینگار یې خپل د لارې او تگلارې يوه نژدې لاره وگڼله .[2]

په عراق کې د امریکې استازی

د زلمي خلیلزاد په هکله د نظر خاوندانو څرگندونې

٫٫ افغانستان د پرمختگ په لور روان دی او ډېر روښانه پرمختگونه د وسایلو او پیسو کارولو لخوا چې افغانستان ته یې ځانگړې کړل د يادولو وړ دي ،،(خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکې استازی ۲۰۰۴م زېږديز) ـ د خلیلزاد دغو څرگندونو ته په نغوته يوې مشهورې خبريالې کيرا کوشيلاینک دا گڼي چې د زلمي خلیلزاد دغه څرگندونې يوازې دا په ډاگه کوي چې ښاغلی خلیلزاد پرمختگ د پیسو او دوی ته د سهولتونو د ورکړې ته وايي او د ځمکني حقایقو څخه سترگې پټوي چې له ۲۰۰۱م زېږدي څخه تر ۲۰۰۳م زېږدي پورې يې ډېر بشري تېروتنې ترسره شوې چې د خلکو مرگ ژوبلې باندې وواؤښتلې . همدارنگه خبرياله وړاندې د ۱۰ بیليونه ډالرو يادونه کوي چې يوازې د امریکې لخوا لگول شوي او د برلین په ښار کې د مرستو لپاره غونډې ته اشاره کوي وايي : چې د اپرېل لومړۍ ۲۰۰۴م زېږدي کې په برلین کانفرانس کې د ۸.۲ بیليونه ژمنه وشوه چې لومړیو کالونو کې به ۴.۵ بيليونه به سمدستي په افغانستان کې لگول کېږي ، خو له هماغه راهیسې وینو چې تر اوسه د افغانستان لپاره دغسې ژمنو والا پيسې د امریکا په پوځ لگول شوي چې د اسامه بن لادن په درک پسې گرځېدل خو د افغانستان په وگړو يوه ايکۍ هم نده لگول شوې او ډېری وگړي اوزگاره دي کارونه ورته نشته ټولنه ویجاړه پرته د څو گوتو په شمار ودانیو او يو څو سرتړلیو موټرونو نور هېڅ کوم پرمختگ ندی شوی او خلکو کې خوارځواکي رامنځته شوې نو پرمختگ د چا لپاره؟ . امریک چې په افغانستان کې ۷م د اکتوبر ۲۰۰۱م زېږدي جگړه پیل کړې يقينآ چې پایته نده رسېدلې او پر ځای يې نورې بدمرغۍ هم له ځان سره راوړي لکه د اتمي بمونو (کلستر بمونه) کارول ، مينونه خښول ، د کاناډا هېواد د ناټو غړی هم ورپسې کاږل او يو بېکاره دولت ملاورتړل چې په خلکو کې ناوړه لاسپوڅی بلل کېږي او هېڅ د ښو شهرت نلري . په لومړیو دؤو کالونو کې د لومړنیو مرستو څرک هم نه لگېږي چې لمخې یې خلکو ته نه ښوونځي ودان شوي نه يې خلکو ته کورونه ورجوړ کړي او پخپله افغان حکومت ددې توان نلري چې ښه څانگواله کدرونه ولري چې لمخې یې بدمرغي له نېکمرغي لا ډېره شوې . همدارنگه د ښځو او ماشومانو په ورځيني ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون ندی ښکاره شوی ، د بېلگې په توگه د فراح يه ولایت کې هره ورځ يوه ښځه او څو ماشومان مړه کېږي ، د نظیر شاه بېلگه د يادولو ده چې د ۲۶ کلنې ښځې پلار دی وايي لور يې له ډېرې بدبختۍ او لاچارۍ څخه ځانته اور واچاؤه . د خلیلزاد پشان صفیرانو وراشې د امریکا ، کاناډا ، انگلستان ، اروپايي ټولنو او ناټو هېوادونو همدارنگه د پرمختگ ويناوې او خبرونه يوازې پدې موخه خپرېږي چې د نړۍ خلک په دغې جگړې ډاډمن کړي او د خلکو سترگو کې خاورې وشيندي . افغانان وروسته له فلسطینيانو څخه دوهمه لويه د کډوالو او خوروورو لادرکه خلکو ډله ده .[3]

د خلیلزاد شرکت

سرچينې

په کومونز ویکی کی د زلمی خليلزاد په باره کی فایلونه موجود دی.
  1. International House at the University of Chicago – Alumni In The News, Ambassador Zalmay M. Khalilzad, PhD '79
  2. د گوربت مجله د ۲۰۰۲م ز. کال گڼه
  3. http://www.firethistime.net/newspapers/ftt14_web.pdf