اسامه بن لادن

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د القاعدي مشر
Osama bin Laden portrait.jpg
نوم اسامه بن لادن
زېږېدنه ۱۰ وری ۱۹۵۲
مړينه ۲ مې ۲۰۱۱
Osama bin Laden hideout.jpg

د اسامه بن لادین کور


اسامه بن لادن (په عربی: أسامة بن لادن)، ( زېږېدنه۱۰ وری ۱۹۵۲ ریاض، سعودي عربستان – مړینه ۲ مې ۲۰۱۱ ایبټ آباد، پاکستان) د اسامه بن محمد د ۵۲ اولادونو له ډلې ۱۷م و او د القاعدې د شبکې مشر وو.

مخينه[سمول]

اسامه بن لادن په ۱۹۵۲ کال کې په ریاض کی پیدا شو. پلار یی یمنی وو او مور یی د سوريې وه. کله چی اسامه بن لادن په سعودی عربستان کی د جدّه په پوهنتون کی زده کړه کوله نو د الإخوانو المسلمونو غړی وو. اسامه بن لادن په ۱۷ کلنۍ کې لومړی واده وکړ. د ده لومړنۍ ښځه د سوريې هېواد څخه وه چې نوم ېې نجوا غنم و او د لادن سره د واده کولو پر مهال د ۱۵ کلو عمر کې وه. داسې وېل کېږي چې د لومړنۍ ښځې څخه ېې لس ماشومان راوړي دي او څو ورځې مخکې د ۱۱ د سپټمبر د ۲۰۰۱ م ز کال په امريکايي ودانيو د بريد څخه ېې ښځې ترې طلاق واخيست او د افغانستان څخه بېرته پلرني ټاټوبي ته ولاړه.

زده کړې[سمول]

د افغانستان په جهاد کې ېې ونډه[سمول]

د افغانستان د جهاد په کلونو کې اسامه رول درلود، خو د طالبانو له رژيم سره يې همکاري زياته وه.

افغانستان او د القاعدې تاسیسول[سمول]

په ۱۹۷۹ کال کی شوروی پوځ پر افغانستان یرغل وکړ نو اسامه بن لادن افغانستان ته ولاړ. هغه مجاهدینو ته پیسې او وسلې ورکولې او د شوروي سره پوځ په مقابل یی جګړه کووله. په نوموړي پير کې ېې د القاعدې تنظیم جوړ کړ. په ۱۹۹۱ ز کال کې د خلیج جګړه پېل شوه او شاوخوا ۳۰۰زره امريکايي ځواکونه چې ښځې هم په کې وې په سعودي عربستان کې چې د مسلمانانو دوه ډېر سپېڅلي ځايونه په کې دي ځای پر ځای شول. د امريکا دې کار دی لا زيات د لويديځ په مقابل کې کرکجن کړ او ده دا کار اسلامي مقدساتو ته سپکاوی باله. په ۱۹۹۱ کال کی اسامه بن لادین مجبور شو چې د سعودی عربستان څخه سوډان ته ولاړ شي او د ۱۹۹۶ز کال په جنورۍ مياشت کې اسامه بن لادن بيا افغانستانته د برهاندالدين رباني او څو نورو پخوانيو جهادوالو په بلنه ورمخه کړه . په ۱۹۹۶ ز کال کې افغانستان د طالبانو لاس ته ورنغی نو اسامه بن لادن په دې هېواد کې د سخت دريځو مسلمانانو لپاره ډیرې اډې جوړې کړې. د ۱۹۹۸ ز کال په فبروري مياشت کې هغه يوه فتوا ورکړه او په دغه فتوا کې يې ويلي و چې د يهوديانو او د امريکايانو د پلويانو وژل د مسلمانانو دنده ده. په ۱۹۹۸ ز کال کې القاعده په تانزانیا او کینيا کې د امریکا پر سفارتونو برید وکړ او ۳۰۰ تنه ووژل شول. په ۱۹۹۸ ز کال کې امریکا د افغانستان د القاعدې پر اډې برید وکړ مګر د القاعدې مشران ونه وژل شول په ۲۰۰۱ کال کی القاعده د نیو یورک پر تجارتی مرکز او د واشینګټن پر پنټګان برید وکړ. تر دغه برید وروسته امریکا پر افغانستان برید وکړ او اسامه بن لادین مجبور شول چه د سيمې قبایلي سيمو ته ولاړ شي. په ۲۰۰۴ ز کال کې اسامه بن لادن د ایبټ آباد په ښار کی خپل کور د څو ميليونو ډالرو په بسپنه جوړ کړ. په ۲۰۱۱ ز کال کې امریکایی ځواکونو پر دغه کور برید وکړ او اسامه بن لادن د امریکې ځواکونو لخوا ووژل شو او درې ښځې او څو کسان ېې ټپيان له ځان سره يرغمل کړل.

مدني حالت او مړينه[سمول]

سرچينې[سمول]

http://www.guardian.co.uk/world/2011/may/06/osama-bin-laden-family-compound