د هخامنشیانو ټولواکمني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

کينډۍ:Infobox former country/autocat

د هخامنشیانو ټولواکمني

 

 

 

۵۵۰ مخزېدیز–۳۳۶ مخزېږدیز

د ستر کورش رپی

د هخمانشیانو ټولوکامني ۵۰۰ کاله مخکې له زېږدیزه د داریوش ۱ د واکمني پر محال ډیر پرمختګ وکړ.
پلازمېنه پاسارګاد, هګمتانه, د جمشید پلاز, شوش, بابل
ژبه/ژبې لرغونې پاړسي
شاهي ارمني[1]
ایلامي
اکدي[2]
مذهب زرتشتيت
دولت Monarchy
شاهنشاه
 - ۵۵۹–۵۲۹ BCE (first) کوروش ۲
 - ۳۳۶–۳۳۰ BCE (last) دیریوش ۳
پیښلیک
 - Established 550 مخزېږدیز (Cyrus the Great overthrew Astages of Media)
 - Construction starts at Persepolis 515 BCE
 - Conquest of Egypt by Cambyses II 525 BCE
 - Greco-Persian Wars 498–448 BCE
 - Conquered during Wars of Alexander the Great 336 مخزېږدیز (Alexander the Great conquers Persia)
 - Darius III is killed by Bessus 330 BCE
ارز داریک او سیګلوی
نن برخه د

د هخامنشیانو پاچایی ( په مېخي ليکدود:Old Persian a.png Old Persian ya.pngOld Persian i.pngOld Persian ša.pngOld Persian i.png Old Persian na.pngOld Persian ma.png Old Persian a.png Old Persian xa.pngOld Persian ha.png ) د ۵۵۹ ق.م. څخه تر ۳۳۱ ق.م. پورې په نژدې ختیځ کی یو پاچایی وه چی مرکز یی د فارس په ولایت کی ( په ایران کی ) پروت وو. په دی وخت کی هم د ماد امپراطوری، لیدیه ( ترکیه )، بابل ( عراقباختر ( افغانستان )، یونان، او مصر د هخامنشیانو حکمرانانو په لاس کی وه. د هخامنشیانو امپراطوری په ۳۳۱ ق.م. کی د داریوش ۳ د حکومت په وخت کی د ستر اسکندر لخوا ونیول. د هختمنشیانو د واکمنی عنوان یوازې یوه تاریخی اصطلاح ده. د هخامنشیانو د حکمرانانو په وخت کی خلکو خپل هېواد د حکمران د نوم په مطابق یادوه ( مثلا : د کوروش واکمنی، د داریوش واکمنی ) دغه هېواد په یونانی متنونو کی د پېرسیس ( Persis ) نوم لری. پېرسیس په پخوانی فارسی پارسه ( Old Persian sa.pngOld Persian ra.pngOld Persian a.pngOld Persian pa.png) او په عصری فارسی د فارس معنی لری.

تاریخ

د داریوش ماڼی (آپادانا)

کوروش یا ستر کوروش ( فارسی: کوروش بزرګ) د مادی امپراطوری یو تبعه وو چه د مادی د سیاستو تر زوال وروسته د مادی پر پاچا برید وکړ او په جګړه کې یی د مادی پاچا ته ماته ورکړه. کوروش د خپل بریالیتوب وروسته خپله اردو لیدیه (ترکی)، بابل (عراق) او باختر (افغانستان) ته ولیږل او خپل پاچایی یی پراخه کړه. کوروش ډېر معرفت او زغمناک امپراتور وو.کوروش عموما په بابل کښې حکومت وکړ خو په ۵۳۰ کال کې په پاسارګادا کې نوی مقر تاسیس کړ. دکوروش تر وفات وروسته زوی یی کمبوجیه ۲ د هخامنشانو پاچا شو. کمبوجیه غوښتل چه خپل ځواک تینګ کړی او د دې لپاره یی څپل ورور چه نوم یی بردیا وو، مړ کړ. په ۵۲۵ عیسوی کال مخکی کمبوجیه ۲ پر مصر برید وکړ او د مصر پاچا ته ماته ورکړه. تر جګړې وروسته ټول مصر د کمبوجیه لاس ته ورغی.مګر په دې وخت کښې د ایران په مرکز کښې قیام پېل شو او کمبوجیه مجبور شو ایران ته پریږوی. مګر په فلسطین کې یی وفات وکړ. د کمبوجیه تر وفات وروسته داریوش ۱ د هخامنشانو پاچا شو. داریوش ۱ د هخامنشانو د امپراتوری پر اقتصاد او اداری برخه کی ښه اغېره لرل. داریوش ۱ هم نوی مقر چه د تخت جمشید په نوم يادېږی، تاسیس کړ.

ژوند د هخامنشیانو په واکمنی کی

PLATE2BX.jpg

د هخامنسیانو په پاچایی کی د پاچا ماڼی مهم مرکز وو. په ماڼی کی پاچا د کوړنی سره ژوند کاوه. په دی وخت کی د هخامنشیانو حکمرانو زیات پلازمینې لرلې پاچا هر فصل د ښار څخه ښار ته کډه کاوه. پاچا په ژمی کی په جنوبی ایران ( تخت جمشید, پاسارگاد) کی او په اوړی کی په غرونو کی ژوند کاوه. د هخامنسیانو پاچا یوازې ښکاری کاوه او جګړه کاوه. د واکمنی اوسېدونکی د پاچا رعایا ول.د هخامنشیانو د حکمرانان په نظر د انسان وضع د هخامنشیانو په تولنه کی د انسان په جټه کی ول. د دی معنی دا وه چی هر حکمران باید د حکمرانانو جټه ( وینه ) ولری. په دی وخت کی هر نارینه کولای سول زیاتی ښځی ولری. د هخامنسیانو حکمرانانو په حریم کی تقریبا ۳۰۰۰ ښځو درلودل. خلکو اجازه وه چی خپلوی واده وکړی. د تبعو د اشرافو ماشومانو مجبور شول چی د پاچا په ماڼی کی ژوند وکړی او د دی لپاره د تبعو اشراف نسول کولای د پاچا په خلاف قیام وکړی.








سرچینې

  1. Josef Wiesehöfer, Ancient Persia, (I.B. Tauris Ltd, 2007), 119.
  2. Harald Kittel, Juliane House, Brigitte Schultze (2007). Traduction: encyclopédie internationale de la recherche sur la traduction. Walter de Gruyter. pp. 1194–5. ISBN 9783110171457. http://books.google.com/?id=oD0dBqGDNscC&pg=PA1194&dq=Old+Persian+official+language+of+achaemenid+empire#v=onepage&q=Old%20Persian%20official%20language%20of%20achaemenid%20empire&f=false. 
  3. Security and Territoriality in the Persian Gulf: A Maritime Political Geography by Pirouz Mojtahed-Zadeh, page 119