داریوش ۱
داریوش ۱ |
||||||||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
|
||||||||||||
| زېږېدنه | ۵۵۰ ق.م. | |||||||||||
| مړينه | ۴۸۶ ق.م. | |||||||||||
| کوړنی | د هخامنشانو کوړنی | |||||||||||
| پلار | ویشتاسپ | |||||||||||
| زوی | خشایارشا | |||||||||||
داریوش ۱ یا ستر داریوش (په پارسی:داریوش بزرګ، په مېخي ليکدود:
)، (زېږېدنه:۵۵۰ ق.م.-مړینه:۴۸۶ ق.م.) د هخامنشیانو د کوړنی څخه یو مشهور حکمران، او فاتح وو. پلار یی ویشتاسپ، نیکه یی ارسام او غور نیکه یی هخامنش (د هخامنشیانو بنسټ ایښودونکی) وو.
د داریوش ژوند
داریوش د هخامنشیانو د اشرافو څخه وو چی د هخامنشیانو په اردو کی یی خدمت کاوه او د حکمران کمبوجیه تر ټولو پیاوړی عسکر وو. په ۵۲۵ عیسوی کال مخکی حکمران کمبوجیه پر مصر برید وکړ او داریوش په دی وخت کی د کمبوجیه څواکونو قوماندان وو. په ۵۲۵ عیسوی کال مخکی د فارس (پارس) په ولایت کی یو لوی قیام پېل شو. د قیام لارښود چی نوم یی ګئومات ووخپل ځان قانونی حکمران اعلان کړ او تر قیام وروسته کئومات هخامنشیانو حکمران شو. حکمران کمبوجیه په مصر کی جګړه بنده کړه او فارس ته ولاړ مګر په فلسطین کی وفات وکړ. داریوش د خپل جنګیوالو د ګئومات پر کلا برید وکړ او ګئومات یی وواژه. د ګئومات تر وفات وروسته داریوش د هخامنشیانو حکمران شو. داریوش د خپلو بریو (کامیابیو) په هکله په ډبره کی مظمون (خبر) هک کړ چی د بیستون د ځلی په نوم یادېږی. داریوش د هخامنشیانو واکمنۍ د اقتصاد او اداری برخه کی ډېر اغېزمن کارونه وکړل. داریوش یوه لویه لاره جوړه کړه چی د شوش څخه تر سارد پورې رسېده. په ۵۱۵ عیسوی کال مخکی داریوش پاسرګاد ته نژدی د هخامنشیانو نوی مقر تاسیس کړ چی په اوسه وخت کی د تخت جمشید په نوم یادېږی. داریوش هم خپله واکمنۍ د خشځیاوان په ۲۰ ولایتونو تقسیم کړه او هره ولایت خپله سرپرست درلودل.
سرچینې
- ترجمه
- KLÍMA, Otakar. Sláva a pád starého Íránu. Praha : Orbis, 1977. 252 s.
(چیکی ژبه)(د ایران تاریخ)



