مېخي ليکدود

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

ميخي ليکدود یو ډول ليکدود وو چې په پخوانی زمانی کې د رسمی یادښتتونو لپاره ورڅخه کار اخيستل کیده. د ميخي ليکدود څخه په ځانګړی ډول پهسومېر، بابل او ایران ( پارس ) کې کار اخيستل کیده. په دی وخت کې ميخي ليکدود او هیروغلیف ( پخوانی مصر ) تر ټولو مهم توری ول.

نيوليک

تاریخ

شومېر

په پخوانی زمانی کې ( ۳۰۰۰ زېږيز کال مخکی ) په منځنی ختیځ کې د پاچا کارمندانو دغه توری د تجارتی او رسمی یادښتونو لپاره کارول. په دی وخت کې لیکونکی عصری قلمونه او کاغذ نه لرل او د دی لپاره د نی په مرسته په خټین تختی کې لیکل کېدل. په تر ټولو پخوانو متنونو کې کاتبانو انځورونه نقاشی کول. مګر نقاشی کول د هر کاتب لپاره اسانه نه وو او د دی لپاره کاتبانو د لیک څخه کار اخيستل پیل کړل. هغه توری په اوس وخت کې د ميخي ليکدود په نوم یادېږی. تر ټولو پخوانی متن د ميخي ليکدود په مرسته چې په سومېر کې د ۳۰۰۰ زېږيز کال مخکی ولیکل شو.

لیکونکی

په پخوانی زمانی کې پهسومېر کې لیکونکی ډېر محترم انسانان ول. هر لیکونکی مخبور ؤ مدرسی ته ولاړ سی چې پکې میخی لېکنه او د خټین تختی جوړول زده کړی. تر ټولو بریالی لیکونکی کولای شول د پاچا کاکونکی واوسی. دسومېر ژبه، د عکدی ژبه، د ایلام ژبه، دبابل ژبه، د ختوش ژبه او پارسی تر ټولو مشهوری ژبې دی چې د میخی تورو څخه یی کار اخيستل.

د ختوش ژبه

د ختوش لیک


د ختوش پاچایی د ۱۷ پېړۍ څخه تر ۱۳ زېږيز مخکی پېړۍ پوری یوه پاچایی وه چې په ترکیه کې پرته وه. په ۱۹۰۶ کال کې په ترکیه کې د ختوش پایتخت کشف شو. د پاچا په ماڼی کې یو ارشیف وو چې پکې لس زره خټی تختی ولی. د ختوش لیکونکو په خپل متنونو کې د بابل اوسومېر کلمو څخه کار واخيستل او د دی په سبب د ختوش ژبه د ژبپوهانو لخوا ترجمه کېدلای شوه. د ختوش لیکونکو د میجی لیک او هیروغلیف څخه په متنونو کې کار اخيستل.

پخوانی پارسی

بیستون

پارسی یو ژبه وه چې د هخامنشیانو په پاچایی کې په هغه خبری کېدلی . د هخامنشی لیکونکو د ميخي ليکدود څخه په متنونو کې کار اخيستل. د هخامنشی لیک څخه داریوش ۱ د دوره څخه تر اردشیر ۳ تر دورې پورې کار واخيستل شو. د هخامنشی لیکونکو د هخامنشی د لیک څخه پر ماڼیو او د یادګادونو د سینګار د پاره کار اخیسته. په اوس وخت کې د هخامنشیانو ډېر یادګارونه چې په بیستون، تخت جمشید او ګنج نامه کې پراته دی لرو. هغه یادګارونه د داریوش ۱ لخوا جوړ شول. مامورانو په پخوانۍ ایران کې هم د رسمی یادښتونو لپاره د ایلام او بابل د ژبو څخه کار اخيستل. د هخامنشی لیک ۳۶ توری لری چې پکې ۳ غږېز توری دی. هغه لیک پنځه خاص علامی چې خدای، اهورامازدا ( د خدای نوم )، پاچا، خاوره، وطن معنی ورکوی.