جوهر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

یو سور رنګ په تصور کې نیسو. له دې رنګه څخه دوه شیان درک کوو: لومړی دا چې جسم دی، او دویم دا چې یو رنګ شته، چې دې جسم پورې اړوند دی، او دا جسم ددې رنګ لپاره ځای او شکل ورکوي. مالومه خبره ده، چې رنګ د خپل شتون د تحقق لپاره جسم ته اړتیا لري، یانې باید یو جسم وي، چې رنګ پر هغه باندې عارض شي او په هغه کې تحقق ومومي. حال دا، چې جسم رنګ ته اړتیا نلري. یانې که چېرې له جسم څخه رنګ لرې کړای شي، نو نوموړې جسم له خپل جسموالي څخه نه لویږي او بیا هم جسم یادېږي. په بل عبارت، که چېرې سور رنګ له منځ څخه لاړ شي او ځای یې کوم بل رنګ ونیسي، جسم په هر حال باقي پاتې دی. پداسې حال کې، چې که چېرې جسم له منځه ولاړ شي، رنګ سور رنګ یا هر ډول رنګ چې لري به هم له منځه ولاړ شي.

پدې توګه رنګ په جسم پورې تړلې، مګر جسم په رنګ پورې نه. د هر هغه څه چې د جسم په څېر یې شتون په ځان قایم وي، او د تحقق لپاره بل څیز ته اړتیا ونلري، ته جوهر ویل کېږي. او هرهغه څه، چې د رنګ په څېر په بل څه قایم او تړلی وي، ته عرض ویل کېږي. لومړی کس چې په فلسفه کې یې د جوهر ټکی یې وکاراوه، ارستو وو. ده جوهر یو له لسو مقولاتو څخه وګرځولو.

اوس د جوهر د لا زیاتې پېژندنې لپاره، چې په فلسفه او منطق کې یو بنسټیز ځای لري، له یوې بلې زاويې څخه پام وکړو: کله چې یو څیز سره مخامخېږو، له دوه ډوله پوښتنو سره پوښتو: لومړۍ پوښتنه دا چې: کوم ځانګړتیاوې ددې شي لپاره بنسټیزه او اړین اړخ لري، یانې څیز هغه څه کوي، چې دی؟ او په بل عبارت، د څیز هویت یې جوړ کړې؟

د مثال په توګه: کله چې پوښتو چې مېز حقیقتا څه دی؟ زموږ موخه دا ده، چې د هغو صفاتو او ځآنګړتیاوو څخه چې میز یې لري، کومه یوه بسټیزه ده. په دې صورت که چېرې مېز دا ځانګړتیاوې او صفات له لاسه ورکړي، نو بیا به مېز نه وي.