ازاد بازار

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ازاد بازار (انگرېزي: Free market) یو ډول وټيز غونډال دی چې کاپیتالزم (سرمایه داری) نظام هم ورته وایی چې پدې سیستم کی ټول خدمات او اجناس (ټوکي) د مالکینو یا سرمایه دارانو لخوا تولید او عرضه کیږي، ټول اقتصادي تصمیمونه د مالکینو لخوا نیول کیږي، دولت پکې سهم نلری او همدارنگه قیمت په مارکیټ کی د عرضه او تقاضا له مخې ټاکل کیږي. د تقاضا په لوړیدو سره قیمت لوړیږی او په کمیدو سره یی قیمت کمیږی. برعکس د عرضه په لوړیدو سره قیمت کمیږی او په کمیدو سره یی قیمت لوړیږی چې دا پخپله یو میکانیزم دی چې قیمت تعینوي. پس د قیمتونو په ټیټیدو سره مالکین نه غواړی چې عرضه وړاندې کړي. کله چې عرضه په مارکیټ کی کمه شوله نو پدې وخت کی په قیمتونو باندې مستقیماً تاثیر لری.

برعلاوه په ازاد بازار اقتصادي سیستم کی رقابتی مارکیټونه هم وجود لري چې دا هم په قیمت باندې تاثیر لري او دا موضوع په الگوپولي او مونوپولي پورې اړه لري.