آند

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
اندمن

اند د ماغزو هرې هغې عقلي او پوهنيزې کړنې ته وايي چې د يوه وګړي ضمير په موضوعي توګه پکې ښکېل کېږي. دا هغه وړتيا ده چې د نظرياتو په بڼه رامېنځ ته کېږي او يا هم د نظرياتو په اوډلو او تنظيم کې کارېږي. اند ته په عربي ژبه فکر وايي او کله نا کله د ادراک، ضمير، سوچ او خيال په هممانيزو هم پېژندل کېږي.[1] اند د نژدې ټولو انساني کړنو او غبرګونونو، پوهاوي او د پوهاوي فېزيکي او مېټافيزيکي آر، پروسې او تاثراتو ترلاندې نغښتی دی. دا د ډېرو اکادميکو پوهنو لکه ژونپوهنه، فلسفه، ساپوهنه او ټولنپوهنې د اوږدبنسټو موخو له اغېزو هم شمېرل کېږي.

اند په نړۍ کې د بېلابېلو معقوليتونو د پېژندلو او د هغوی تر منځ د توپيرونو د پېژندلو لپاره لاره پرانيزي چې هر معقوليت د يوه ځانګړي ښکارندوی او تعبير په بڼه ځانته ځای لري. همداراز اند د ځاني اړتياوو، ښکېلتياوو، موخو، پلانونو، ژمنو، غوښتنو او هيلو پر بنسټونو ولاړه وړتيا ګڼل کېږي.


سرچينې

  1. Webster's II New College Dictionary, Webster Staff, Webster, Houghton Mifflin Company, Edition: 2, illustrated, revised Published by Houghton Mifflin Harcourt, 1999, ISBN 0395962145, 9780395962145, pg. 1147