رسنیز پلویتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رسنیز پلویتوب د ټولیزو رسنیو د خبریالانو او خبر تولیدونکو له خوا د پېښو او مواردو په ټاکنه او د هغو د بیان په ډول کې پلویتوب یا لوري نیولو ته ویل کېږي. د «رسنیز پلویتوب» اصطلاح د یوه خبریال او یا هم یوې مقالې د ځانګړې لیدلوري پر ځای هغه ټول شموله اړخ نیولو ته اشاره لري چې د خبریالۍ له معیارونو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی. په بېلابېلو هېوادونو کې د رسنیز پلویتوب لوری او کچه د بحثونو موضوع ګرځېدلې ده.[۱]

په رسنیو کې د بې پلویتوب ساتنې په موخه عملي محدودیتونو کې د هر ډول موضوعاتو او مواردو څخه د خبر جوړونې په برخه کې د خبریالانو اجازه نه لرل او همدارنګه له یو منسجم روایت سره د ټاکل شوو حقایقو اړیکه ورکول شاملېږي. په ځینو هېوادونو لکه په چین، شمالي کوریا، سوریه او میانمار کې په رسنیو باندې ښکاره او پټ دولتي اغېز د رسنیز پلویتوب لپاره لار هواروي. ډیری مهال سیاست او رسنیز پلویتوب له یو بل سره په تعامل کې وي. رسنۍ په سیاستوالو باندې د اغېز کولو وړتیا لري او کېدای شي سیاستوال هم بیا له خپله اړخه په رسنیو د اغېز کولو واک ولري. دغه چاره کولای شي په ټولنه کې د واک د ویش په برخه کې بدلونونه رامنځته کړي. په بازار کې شته قوې هم کېدای شي د پلویتوب لامل وګرځي؛ د بېلګې په توګه د رسنیو د مالکینو له خوا ټاکل شوی دریځ چې په یوه رسنۍ کې کې د هغو د ونډه والو مالکینو لیدلوري، د کارکوونکو فرمایشي انتخاب او د پام وړ مخاطبینو درک شوي ترجیحات په کې شامل کېږي.[۲][۳][۴][۵]

له دې سره په ملي او نړیواله کچه ګڼ شمېر څارونکي بنسټونه شتون لري چې د رسنیو د پلویتوب اړوند راپورونه خپروي.

تاریخچه[سمول]

د چاپ د ماشین له اختراع را وروسته د ټولیزو رسنیو یو له ځانګړنو څخه سیاسي پلویتوب دی. د لومړني چاپ د تجهیزاتو د لګښت له امله رسنیز تولیدات د ډېر لږ شمېر کسانو له خوا کېدل. تاریخ پوهانو موندلې چې خپروندیان تر ډېره پورې د ځواکمنو ټولنیزو ډلو د ګټو په خدمت کې و. [۶]

د آریوپاجیټیکا، د بې جوازه چاپ د آزادۍ لپاره غږ (Areopagitica, a Speech for the Liberty of Unlicensed Printing) تر عنوان لاندې د جان میلټون رساله چې په ۱۶۴۴ زکال کې خپره شوه د مطبوعاتو د آزادۍ څخه د ملاتړ په موخه له لومړنیو نشریاتو څخه وه. [۷]

په ۱۹مه پېړۍ کې خبریالانو د خبریالۍ د اخلاقو د نه جلا کېدونې برخې په توګه د بې پلوه راپور ورکولو د مفهوم منلو ته مخه کړه. دغه چاره د یوې پیاوړې ټولنیزې قوې په توګه د خبریالۍ د څرګندېدو لامل وګرځېده. ورته مهال، آن نن ورځ تر ټولو پیاوړي خبریالان نه شي کولای د پلویتوب له تورونو ځان خلاص کړي.[۸]

د ورځپاڼو په څېر، غږیزې او انځوریزې رسنۍ (لکه راډیو او تلویزیون) د رامنځته کېدو له لومړیو ورځو څخه د تبلیغاتو د میکانېزم په توګه کارول کېدې، هغه لیدلوری چې د نشریاتي برخې د لومړنیو مالکینو په توګه د ملي دولتونو له خوا لا څرګند شو. په داسې حال کې چې د رسنیو پر وړاندې د مقرراتو د له منځه وړو بهیر د دې لامل ګرځېدلی چې ډېری لویدیځې رسنۍ خصوصي شي، خو بیا هم د نړۍ په ډېری هېوادونو کې په رسنیو پام وړ دولتي اغېز او یا هم دولتي رسنیز انحصار شتون لري. ورته مهال په خصوصي بڼه هغه هم د ډېر لږ شمېر کسانو په لاس کې د رسنیو د مالکیت تمرکز د رسنیز پلویتوب د تور پورې کولو لامل ګرځي.

د سیاسي وسیلې په توګه د رسنیز پلویتوب ګڼ شمېر بېلګې شتون لري چې ځینې مهال د دولتي سانسور لامل هم ګرځي.

  • په ۱۷۹۸ زکال کې د متحده ایالاتو کانګرس د پردیو او فتنې اړوند قانون تصویب کړ، د دغه قانون له مخې ټول اخبارونه د دولت پر وړاندې د «ناسمو، رسوايي رامنځته کوونکو یا تخریب کوونکو لیکنو» له نشر کولو منع شول چې په کې د هر ډول ولسمشریز اقدام او قانون پر وړاندې د عامه مخالفت ممنوعیت شامل و. دغه قانون په ۱۸۰۱ زکال کې د پلي کېدو وړ وګرځېد. [۹]
  • د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال ولسمشر ابراهام لېنکولن په سرحدي ایالتونو کې خپرېدونکي اخبارونه له سویلي آرمانونو څخه په پلویتوب تورن کړل او امر یې ورکړ چې ډیری دغه اخبارونه وتړل شي.[۱۰]
  • د یهودانو ضد سیاستوال چې د دویمې نړیوالې جګړې په نازي اړخ کې د متحده ایالاتو د ورګډ کېدو پلویان و دا یې څرګندوله چې نړیوالې رسنۍ د یهودانو په واک کې دي او له یهودیانو سره د جرمنانو د بد چلن اړوند راپورونه مغرضانه او بې بنسټه دي. هالیوډ په یهودي پلویتوب تورن شو او د چارلي چاپلېن د لوی دیکتاتور فلم د دغې ادعا د سند په توګه وړاندې کړای شو. [۱۱]
  • په متحده ایالاتو کې د کارګري اتحادیې د خوځښت او د مدني حقونو د خوځښت پر مهال له ټولنیزو لېبرال اصلاحاتو څخه ملاتړ کوونکي اخبارونه د محافظه کاره اخبارنو له خوا د کمونېزم په پلویتوب تورن شول. د فلم او تلویزیون په برخه کې رسنۍ د نژادونو د ګډولو څخه په پلویتوب تورنې شوې چې له امله یې ډېری هغه انځوریزې خپرونې چې له مختلفو نژادونو څخه ونډه والو په کې شتون درلود، لکه آی سپې (I Spy) او سټار ټرېک(Star Trek) سریالونه هېڅکله د سویلي چینلونو له خوا خپاره نه شول. [۱۲][۱۳][۱۴]
  • د شمالي ویتنام او متحده ایالاتو د جګړې پر مهال، امریکايي مرستیال ولسمشر سپیرو اګنیو اخبارونه پر امریکا ضد پلویتوب تورن کړل او په خپله مشهوره وینا کې یې چې په ۱۹۷۰ زکال کې یې په سن دیګو کې وکړه د جګړې ضد معترضین یې «د منفي پالنې د ناوړه اغېز» پایله وبلله. [۱۵]

له دې سره د رسنیز پلویتوب ټول تورونه هم سیاسي اړخ ته اړوند نه دي. علمي لیکوال مارتین ګارډنر د تفریحي مواردو لرونکې رسنۍ د پوهې پر ضد په پلویتوب تورنې کړې دي. هغه ادعا کړې چې یو شمېر تلویزیونې خپرونې لکه اکس فایل (The X-Files) خرافات ترویج کوي. بل پلو «Competitive Enterprise Institute» چې د سوداګریو له خوا یې مالي ملاتړ کېږي رسنۍ د علم په ګټه او د سوداګریزو ګټو پر ضد په پلویتوب تورنوي. دغه بنسټ استدلال کوي چې رسنۍ د علمي ژر باور کېدونکو راپورونو پر بنسټ څرګندوي چې ګلخانه یي ګازونه د ځمکې د کرې د ګرمېدو لامل ګرځي او په دې سره د سوداګرۍ ضد اړخ نیسي. [۱۶][۱۷]

تائید کوونکی پلویتوب[سمول]

د رسنیز پلویتوب په برخه کې اصلي ستونزه د تائید کوونکي پلویتوب اړوند ده. په متحده ایالاتو کې د رسنیز پلویتوب اړوند څېړنې ښيي چې لیبرال ارزونکي د داسې پایلو له ترلاسه کېدو سره لیوالتیا لري څو وښيي رسنۍ محافظه کارانه پلویتوب لري، په داسې حال کې چې محافظه کار ارزونکي بیا داسې پایلې لاسته راوړي چې څرګندوي رسنۍ لیبرال پلویتوب لري. بل پلو یو شمېر کسان چې خپل لیدلوری نه څرګندوي بیا داسې پایلو ته رسېږي چې ښيي په ډېره لږ کچه او یا هم مختلط پلویتوب شتون لري. [۱۸][۱۹]

د «رسنیز پلویتوب د معیار» تر نامه لاندې د میسوري – کلمبیا پوهنتون څخه د سیاسي کارپوه جفري ډي. میلیو او له یو.سي.ال.اې (UCLA) پوهنتون څخه د سیاسي کارپوه ټیموټي جي. ګروسکلوز ګډه څېړنه د لیبرال یا محافظه کاره ارزښتونو له مخې د خبري بنسټونو د ډل بندۍ په لټه کې ده. هغوی د امریکايي دیموکراتیکو اقداماتو (Americans for Democratic Action) د بنسټ له شمېرو څخه د ارجاعي سازمانونو د سیاسي تمایلاتو د کمیتي څرګندونکي په موخه ګټنه کړې. د دوی د تعریف له مخې په لیبرال برخه کې رانډ غیرانتفاعي څېړنیز شرکت شاملېږي چې له دفاع وزارت سره نږدې اړیکې لري. دوی د خپلو هڅو پر بنسټ ادعا کړې چې په امریکايي رسنیو کې د لیبرالېزم په ګټه پلویتوب شتون لري. [۲۰]

ملي او قومي لیدلوري[سمول]

ډېری خبري بنسټونه د اړوندې جغرافیا د نفوسو ملي او قومیتي لیدلوري منعکس کوي یا داسې انګېرل کېږي چې په یو ډول نه یو ډول د هغو استازولي کوي. د یو هېواد داخلي رسنۍ ځینې وختونه د اړوندو هېوادونو د دولتونو اړوند د دوه زړه لرونکو یا نه پوښتنه کوونکو په توګه ګڼل کېږي.

ډېری لویدیځې رسنۍ د نړۍ په نورو برخو (لکه په ختیځه اروپا، آسیا، افریقا او منځني ختیځ) کې د هغو د بېلابېلو سیاسي، کلتوري او اقتصادي بېلابېلو موضوعاتو پر بنسټ د لویدیځ پلوو رسنیو په توګه تر نیوکې لاندې نیول کېږي. د الجزیرې نړیواله رسنۍ په مکرر ډول په لویدیځ او عربي نړۍ کې د رسنیز پلویتوب په تور له نیوکو سره مخ ده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Metaliterate Learning for the Post-Truth World, Thomas P. Mackey, Neal-Schuman Publishers, 2019, کينډۍ:ISBN
  2. Newton 1989کينډۍ:Verify source
  3. "10 Most Censored Countries", Committee to Protect Journalists, 2 May 2006
  4. Merloe, Patrick (2015). "Election Monitoring Vs. Disinformation". Journal of Democracy (په انګلیسي ژبه کي). 26 (3): 79–93. doi:10.1353/jod.2015.0053. ISSN 1086-3214. S2CID 146751430. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Entman, Robert M. (2007-03-01). "Framing Bias: Media in the Distribution of Power". Journal of Communication. 57 (1): 163–173. doi:10.1111/j.1460-2466.2006.00336.x. ISSN 0021-9916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ann Heinrichs, The Printing Press (Inventions That Shaped the World), p. 53, Franklin Watts, 2005, کينډۍ:ISBN
  7. John Milton, Areopagitica And Other Prose Works, Kessinger, 2004, کينډۍ:ISBN
  8. Dale Jacquette, Journalistic Ethics: Moral Responsibility in the Media, Prentice Hall, 2006, کينډۍ:ISBN
  9. Jefferson, Thomas; Madison, James (2003). The Virginia report of 1799–1800, touching the Alien and Sedition laws: together with the Virginia resolutions of December 21, 1798, the debate and proceedings thereon in the House of Delegates of Virginia, and several other documents illustrative of the report and resolutions. The Lawbook Exchange, Ltd.
  10. "Neely, for one, believes Lincoln probably understood what had happened: The state's Republicans had used their newfound war powers not just to shut down newspapers and arrest those they considered disloyal but to intimidate and disenfranchise the Democrats, many of whom supported slavery and some of whom were sympathetic to the Confederacy.", Justin Ewers, Revoking Civil Liberties: Lincoln's Constitutional Dilemma, US News, Feb. 10, 2009, https://www.usnews.com/news/history/articles/2009/02/10/revoking-civil-liberties-lincolns-constitutional-dilemma
  11. Louis Pizzitola, Hearst Over Hollywood, Columbia University Press, 2002, کينډۍ:ISBN
  12. Nichelle Nichols, Beyond Uhura: Star Trek and Other Memories, Berkley, 1995, کينډۍ:ISBN
  13. Heather Cox Richardson, The Death of Reconstruction: Race, Labor, and Politics in the Post-Civil War North, 1865–1901, Harvard University Press, 2001,کينډۍ:ISBN
  14. Steve Estes, I Am a Man!: Race, Manhood, and the Civil Rights Movement, The University of North Carolina Press, 2005, کينډۍ:ISBN
  15. "William Safire Oral History Interview." C-SPAN.org. C-SPAN, 27 Mar. 2008. Web. 07 Feb. 2017. <https://www.c-span.org/video/?300984-1%2Fwilliam-safire-oral-history-interview>. Discusses quote around 1:24:00 Retrieved on 2017-02-07.
  16. Ronald Bailey, Global Warming and Other Eco Myths: How the Environmental Movement Uses False Science to Scare Us to Death, Prima Lifestyles; 2002, کينډۍ:ISBN
  17. Martin Gardner, The Night is Large, St. Martin's Griffin, 1997, کينډۍ:ISBN
  18. Sullivan, Meg (2005-12-14). "Media Bias Is Real, Finds UCLA Political Scientist / UCLA Newsroom". Newsroom.ucla.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Examining the "Liberal Media" Claim". Fair.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Groseclose, Tim; Milyo, Jeffrey (2005). "A Measure of Media Bias". The Quarterly Journal of Economics. 120 (4): 1191–1237. doi:10.1162/003355305775097542. JSTOR 25098770. S2CID 54066953. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kühn, Alexander (په 15 February 2013 باندې). Al Jazeera Criticized for Lack of Independence after Arab Spring. Spiegel Online. Der Spiegel
  22. Morrow, Adam (په 16 February 2009 باندې). Egypt on offensive after critical Al-Jazeera coverage. The Electronic Intifada.
  23. (په 26 August 2014 باندې). An Insider's Guide to the Most Important Story on Earth A former AP correspondent explains how and why reporters get Israel so wrong, and why it matters. Tablet Magazine.
  24. . The 7 Principles of Media Objectivity. HonestReporting