د مذهب خپلواكي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Declaration of the Rights of Man and of the Citizen in 1789.jpg




حقوق (Rights)[سمول]

د بشري ژوندانه د ودې لپاره د ځیني داسې شرطونو شتون اړین دی چې له مخې یې یو سړی د بل چا په خصوصي چارو کې بې ځایه مداخله و نشي کړی. دا حق نه یوه سړي ته ورکول کېدی شي او نه هم کومې ادارې یا دولت ته ، په بله مانا هر یو سړی باید په خپلو شخصي چارو کې پوره ازادي ولري او هغه ته باید ددې ازادۍ ضمانت ورکړ شي. د شخصي ازادۍ لپاره چې د کومو شرطونو شتوالی اړین دی هغوی ته حقوق وایي. حقوقو ته یواځې هغه مهال په سمه توګه حقوق ویل کېدی شي چې څوک د دغو حقوقو د پایمالولو اجازه ونه لري. ښکاره خبره ده چې دا ډول ضمانت حکومت ورکولی شي. په دې ډول حقوق د شخصي ژوندانه د خپلواکۍ او د هغه د ودې هغه اساسي شرطونه دي چې حکومت یې هم مني او هم د هغوی د بقا او سلامتۍ بشپړ ضمانت ورکوي.

د حقوقو تعریف:[سمول]

د دنیا مختلفو پوهانو د حقوقو مختلف تعریفونه کړي دي چې یو یو یې په لاندې ډول بیانوو. ۱- ها لینډ : له حق څخه مراد د یو چا هغه صلاحیت دی چې له مخې یې ه د ټولنې رایه او طاقت د نورو كړه وړه قابو کړي. ۲- لاسکي: حقوق د ټولنیز ژوندانه هغه شرایط دي چې له هغوی څخه پرته د ټولنې وګړي د خپل شخصیت ښه اظهار نشي کولی. ۳- ولډ: حق د خپلواکۍ معقوله دعوه ده چې پر مټ یې یو څه کیدلی شي

۴- ټي ایچ ګرین:

حق داسې اعتبار دی چې د عامه ګټو لپاره اړین ګڼل کېږي.

۵- باب هاوس: حقوق هغه دي چې موږ یې هیله له نورو څخه کوو او نور یې له موږ څخه توقع لري . ټول ریښتیني حقونه د ټولنیز ښه والي لازمي شرطونه دي

د حقوقو نظریې:(Theories of Rights)[سمول]

د حقوقو په اړه چې کومې مختلفې نظریې وړاندې شوې دي په هغو کې د نورو نظرونو په ډول اختلافي او ارتقایي کار په مخ کې راځي. ځکه چې د مختلفو سیاسي نظرونو او د هغوی د خنډونو په سوب د ازادۍ تصور په مختلفو ډولونو انځور شوى دى. په اروپا کې چې دحقوقو كوم تصور دى هغه تصور په کمونیستي هیوادونو کې نشته. په ولسواکۍ کې د حقونو په اړه شته نظریات په آمریت کې نه لیدل کېږي. ددغه اختلافونو په سوب عالمان هم د حقوقو په اړه مختلفي رایې لري چې په لنډ ډول یې وړاندې کوو.

د فطري حقونو نظریه:[سمول]

فطری حقوق د حقوقو په نظریاتو کې لومړۍ درجه لري. له دې نظریې سره سم بشري حقوق پر فطري قانون باندې مبني ګڼل شوي دي. د اتلسمې او نولسمې عیسوي پېړۍ ځیني مفکرین او د شلمې پېړۍ ډېری سیاسي مولفینو د شخصی خپلواکیو د خوندي کولو د فطري حقوقو ملاتړ وكړ. د هغوی په وینا بشر خپل ټول حقونه د خپلې زوکړې پر مهال له ځانه سره راوړي. که دولت هغه مني اوکه نه، د هغوی ارزښت نه اغېزمن کېږي. د فرانسوي پوه بوډن د ټولواکۍ په تصور کې د ابهام ستر سوب دا و چې په فکري ډول د ټولواک د مطلق العنانیت په منلو سربېره یې د هغه په واک باندې د فطري حقونو، د ژوند حق ، د جایداد حق او د خپلواکۍ په حق باندې بنديزونه و لګول. د هغه په آند فطري حقوق د کورنۍ د ژوند له پیل سره سم وپنځېدل. سیاسي مفکر لاک هم د حکومت د کار د محدودولو لپاره د طبعي حقونو نظریه وکاروله. نوموړی د فطري حقونو په لوړوالي دومره قایل دی چې د فطري حقونو ساتنه د دولت د تخلیق یو کار فرما عمل ګڼي. د لاک نظریات د بشر د حقونو په منشور او د امریکا په اساسي قانون کې بنسټیز حیثیت لري. دغې نظریې د بشر د حقونو په نوې اساسي نظریه کې ډېرستر رول ولوباوه.


۲- اخلاقي حقونه:

د اخلاقي حقوقو نظریه د حقوقو له پخوانیو نظریاتو څخه یوه ده. ددې نظریې له مخې حقوق اکثرا په مروجو ټولنیزو اقدارو باندې ولاړ و‎ي. ددې د پلي کولو لپاره د مکافاتو او مجازاتو لپاره کومه قوه نه وي بلکه عامه رایې یې خپله پلي کوي. دا حقونه هر ځای شته لیکن کوم قوانین چې د حقونو د قوانینو برخه نه وي هغه یواځې د ژبې حیثیت لري نه د قانون. دا حقوق د فطري قانون برخه هم دي.

۳- د تابعت حقونه: دا هغه حقوق دي چې د اتباعو له مراعاتو سره اړیکې لري او دولت یې په خپله اتباعو ته ورکوي او مني یې او د هغوی د حقونو ساتنه کوي. د مفکرینو په آند دولت د دغو حقوقو په اړه دوه ډوله قوانین پلي کوي : ۱- خصوصي قانون ۲- عوامي قانون ارنیسټ بارکر د تابعت د حقوقو په هکله وایي چې دا هغه حقوق دي چې له فطري كړو وړو سره اړیکې لري او له غیر قانوني قید وبند څخه ازاد دي. او په سیمیزو حدودو کې هر ځای چي وغواړي ژوند کولی شي . دا داسې حقوق دي چې د فکر له ازادۍ او عملي چارو سره تعلق لري لکه مذهبي اعتقادات او وجدان، د رایې اظهار ، د روزګار حق، د تجارت او صنعت ازادي او نور

د اقتصادي حقوقو نظریه:[سمول]

د ولسواکۍ د نظام له ودې سره سم د سیاسي حقوقو نظریه را پیدا شوه. ددې نظریې مطابق حکومت د ټولنې برخه وي. عوام حکومت جوړوي او حکومت د عوامو استازو ته ځواب وایي. د حکومتونو په بد لېدو کې هم د عوامو خوښه چلیږي او عوام د حکومت په ټولو فعالیتونو او پالیسیو باندې د انتقاد حق لري. ځکه چې ولسواکي د حکومت داسې یو شکل دی چې هره تبعه یې له نسلي ، مذهبي او ګوندي امتتیازاتو پرته په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخستلی شي. د اتباعو د غه حق په سیاست کې د هغوی برخه اخیستل ښیي. د لاسکي په وینا له سیاسي واک څخه محرومي په حقیقت کې له دغو اختیاراتو سره د تړلیو ګټو څخه د محرومي مترادف ده. په سیاسي حقوقو کې د رایې حق، په ټاکنو کې د برخې اخیستنې حق ، د دولتي مناصبو حق د سیاسي ګوند جوړولو حق او نور دي.

د اتباعو بنسټیز حقوق:( Fundamental Rights of Citizens)[سمول]

په اوسني وخت کې اتباع دوه ډوله حقونه لري. چې لومړی یې اخلاقي ( Moral) او دوهم یې قانوني (Legal) دي. دلته زموږ منظور له دوهم ډول څخه دی. ځکه چې دا حقونه په دولت کې ټولو اوسېدونکو افرادو ته ورکول کېږي. دا څلور برخې لري چې عبارت دي له مدني حقونو ، مذهبي حقونو ، اقتصادي حقونو او سیاسي حقونو څخه .

د ملګرو ملتونو د بشر د بنسټیزو حقونو په چارټر کې اقتصادي حقونه ، سیاسي حقونه، مذهبي حقونه، مدني حقونه او د تابعت حقونه لیکلي دي چې په لنډ ډول یې بیانوو.

۱- د ژوند کولو حق: دا د بشر بنسټیز حق دی. بشر دولت ځکه جوړوي چې د هغه ژوند وژغوري ځکه چې د ټولنې ټولې لوړې او ژورې په ژوندانه پورې تړلې دي. دا د دولت دنده او د اتباعو حق دی چې ساتنه یې وشي.

۲- د جایداد(شتو) حق:

د بشر د ورځني ژوند، داو استعدادونو د ودې او ټولنیزو لېوالتیاوو لپاره جایداد ډېر مهم دی ځکه نو د بشر د جایداد ساتنه هم په بنسټیزو حقونو کې شامله ده.

۳- د کورنۍ یا خاندان حق: کورنۍ د بشر د ژوند اساسي واحد دی او ښه جوړښت یې ښه ټولنه منځ ته راوړي. د واده ، طلاق، میراث او اولادونو په اړه دولت نه یواځې انسان ته خوندیتوب او مصونیت ورکوي بلکه د هغوی په اړه قوانین هم جوړوي.

۴- د لیک او بیان حق: لیک او بیان د بشر د فطري ازادۍ اظهار دی. لیک اوبیان چې په کوم ځای کې د ولسواکۍ د بري ذریعه ده په همغه ځاې کې د مطلق العنان حکومت د مخنیوي لاره هم ده. داحق د بشر د رایې اظهار هم دی. دا حق د ولسواکې ټولنې برخه ده.

۵- د انجمن جوړولو حق: انجمن جوړونه د ازادي ټولني خوی دی. وګړي د خپل زور او قوت په یو ځای کولو اود خپلې رایې او ږغ د اغېزمنولو لپاره انجمنونه جوړوي. چې د منظم منشور لرونکي وي. دوی د اجتماعو ، اجلاسونو او عامو جلسو په توسط خپل خیا لات څرګندوي.

۶- د زده کړې حق: زده کړه د هر انسان اساسي حق دی او هر حکومت دنده لري چې د بشر دغه بنسټیز حق ومني او اسانتیاوي ورته و لټوي.

مذهبي حقونه: ( Religious Rights)[سمول]

۱- د مذهب اوعقېدې د ازادۍ حق:

دا د هر دولت د اتباعو حق دی چې د خپلې عقیدې یا مذهب سره سم ژوند وکړي او پر هغوی باندې د مذهب د بدلون په خاطر فشار را نه وړل شي.

۲- د عبادت حق: دولت دنده لري چې هر وګړي ته له خپل مذهب اوعقیدې سره سم د عبادت کولو حق ورکړي او څوک یې په مخ کې خنډ ونه ګرځي.

۳- د تبلیغ حق: هر سړی باید د مذهب په سطح پرته له کوم فشار څخه د تبلیغ کولو اجازه ولري.

اقتصادي حقونه: ( Economical Rights)[سمول]

۱- د کار د وختونو ټاکل: هر کاریګر وګړی حق لري چې حکومت یې د کار کولو د وختونو ساتنه وکړي . کچېرې کومه اداره غواړي چې له کارمن نه یې تر ټاکلي وخت زیات کار واخلي نو د زیات کار په مقابل کې باید حق الزحمه ورکړي.

۲- له بېګار څخه ساتنه: د کار له اجوری نه پرته کاریګر باید په کار کولو باندې مجبور نه کړی شي او کاریګر باید له بېګار کېدلو څخه وژغورل شي او بېګار کوونکو ته باید سزا ورکول شي .

۳- معقول معاش: حکومت باید معاوضې او معاشونه وټاکي اود کار د معقولو معاوضو او معاشونو ساتنه وکړي.

۴- د نقل و حرکت د ازادۍ حق: د هر دولت اتباع باید په دولت کې هر ځای ته د تګ او راتګ او د نقل وحرکت ازادي ولري او هر چېرې چې غواړي استوګنه کولی شي او د کوم جرم له ارتکاب څخه پرته باید بندې او یا توقیف نه کړی شي.

۵- د معاهدې حق: دولت باید د افرادو تر منځ په تجارتي او اقتصادي چارو کې د معاهدو ساتنه وکړي او د عوامو ددغه حق احترام وکړي.

۶- د ژبې او کلتور (ثقافت) حق:

هر انسان له خپلې ژبې او کلتور سره مینه لري ځکه نو هغه ته باید دا حق ورکول شي چې په خپله ژبه لیک لوست او خبرې وکړي اوله خپل کلتور سره سم ژوند وکړي.

۷- د قانون حاکمیت:

له دې څخه مطلب دادی چې ټول اتباع باید له قانون سره سم د ساتنې مساوي حقونه ولري. او هغه په قضا کې له کوم توپیر څخه پرته په نورو خپل حق و مني. ۸- د عزت حق:

عزت د انسان معیار دی ځکه نو انسان په دې اړه په ځانګړي ډول ډېر حساس وي . دولت دنده لري چې د انسان ددې حق ساتنه وکړي.

۹- د خط او کتابت د اخفاء حق: حکومت دنده لري چې د اتباعو تر منځ کېدونکی خط وکتابت پټ وساتي او هغه ښکاره نه کړي.

سیاسي حقوق: ( Political Rights)[سمول]

۱- د رایي ورکولو حق: په ولسواکۍ کې دا د وګړو سیاسي حق دی چې په ټاکنو کې د رایې ورکولو د حق ساتنه ورکړل شي تر څو د خپلې رایې اظهار وکولی شي.

۲- د استازیتوب حق: کچېرې د دولت کوم تبعه د استازیتوب استعداد ولري نو هغوی ته باید په ټاکنو کې د نوماند کېدلو یا کاندیداتورۍ حق ورکول شي.

۳- د حکومتي چوکیو حق: کچېرې د دولت اتباع د یوې چوکۍ لپاره اړوند استعداد ولري نو هغوی ته باید په دولتي چوکیو کې مساوي حق ورکول شي تر څو له خپلې وړتیا څخه ګټه واخستلی شي.

۴- پر حکومت باندې د نیوکو کولو حق: دا د هر وګړي حق دی چې په ولسواکه حکومت کې د حکومت په فعالیتونو نیوکه وکړي او حکومت یې باید مخنیوی ونه کړي.

۵- په نورو هیوادونو کې د ساتنې حق:

له هیواد څخه د د باندې وتلو په صورت کې د اتباعو د ژوند او شتو ساتنه د دولت په غاړه وي.

۶- د مظاهرو حق: کچیرې حکومت د اتباعو ټولنیز، سیاسي ،مذهبي یا اقتصادي حقونه سلب کړي نو اتباع باید د مظاهرو او لاریونونو حق ولري.

د هر حق په بدل کې یوه دنده هم شته:( Every Right has a corresponding duties) دهر حق په بدل کې یوه دنده هم شته – دایوه مشهوره خبره ده او پر حقایقو مبني هم ده ځکه چې په بشري ټولنه کې که انسان په ارادي یا غیر ارادي ډول څه تر لاسه کوي نو په عوض کې یې څه نه څه شی هرومرو له لاسه ورکوي. د بېلګې په ډول که ټولنې ته اخلاق وړاندې کوي نو عزت تر لاسه کوي ، که پیسې ګټي نو کار کوي او که دروېزه کوي نو غیرت او وجدان سوداکوي. په دې ډول هر انسان له ټولنې څخه د یوه نه یوه حق غوښتونکی وي. په دې ډول که د ځان او شتو د ساتنې حق غواړي نو په بدل کې یې مالیه ور کوي ، د نورو د حقونو احترام کوي ، د حکومت د قوانینو تابع اوسي. لنډه دا چې که په یوه لاس باندې څه تر لاسه کوي نو په بل لاس څه نه څه خامخا له لاسه ورکوي. ددې جملې مفهوم چې د هر حق په بدل کې یوه دنده هم شته دا شو چې که څوک کوم حق تر لاسه کوي نو نورو ته هم ځینې حقونه ورکوي.

په اسلام کې بنسټیز حقونه:(Fundamental Rights in Islam)[سمول]

اسلام بنسټیز حقونه په بشپړه توګه له طبعي غوښتنو سره همغږي کړي دي چې له لاندې نکتو څخه معلومېږي.

۱ـ د ژوند حق: اسلام د بشر ژوند ته په ډېر احترام قایل دی . د یوه انسان وژل یې د ټول بشریت وژنه بللې ده. په قرآنکریم کې الله (ج) د انسان وژنه یو دروند جرم بللی دی. الله (ج) نه یواځې انسان د نورو انسانانو له وژلو څخه منعه کړی دی بلکه د خپل ځان په هلاکت کې د نه اچولو حکم یې هم ورکړی دی. الله (ج) فرمایي: ژباړه: او خپل ځانونه مه قتلوﺉ ( النساء : )

۲- د نورو د حقونو احترام: هر سړی دنده لري چې د نورو د حقونو درناوی وکړي . ددې کار په سوب په ټولنه کې د انتشار او تخریب فضا له منځه ځي. ۳- له نورو سره مرسته او ګډون: هر شخص دنده لري چې په ټولنه کې له نورو خلکو سره د ښېګنې په کارونو کې مرسته او ګډون وکړي. په ستونزو کې له نوروسره مرسته: که کوسړی غریب او یا ناروغه وي نوهر انسان باید د هغه خدمت وکړي. ۳- د خصوصي ژوندانه حق: په اسلامي دولت کې د دولت اتباع د خصوصي ژوند کولو حق لري. د کور څلور دېواله یوه خوندي کلا بلل کېږي چې څوک پکې د داخلېدو حق نه لري. الله (ج) فرمایي : اې خلکو چې ایمان مو راوړی دی. له خپلو کورونو څخه پرته د نورو کورونو ته مه دا خلېږﺉ تر څو پورې چې مو د کور له خاوندانو نه اجازه نه وي اخستې او د کور خاوندانو ته سلام مه وراچوﺉ. دا طریقه ستاسې لپاره بهتره ده. امید دی چې تاسې به ددې خیال وساتۍ. ( النور ) ۴- د شخصي ازادۍ حق: په اسلام کې د دولت هر سړی په شخصي توګه د ژوند کولو حق لري. هیڅ یو تبعه په قضا کې د جرم د اثبات څخه پرته نشي بندي کېدلی. الله (ج) فرمایي : ژباړه : د یوه انسان کار دا نه دی چې الله (ج) خو هغه ته کتاب ، حکم او نبوت وروبښي او هغه خلکو ته ووایي چې د الله (ج) پر ځای تاسې زما غلامان شئ. (آل عمران) . ژباړه : کله چې د خلکو تر منځ پرېکړه کوۍ نو په انصاف سره پرېکړه وکړﺉ. (النساء) په اسلام کې له معقولې لارې پرته نه څوک چاته سزا ورکولی شي او نه یې په بندي کولو سره له ازادۍ څخه محرومولی شي. ۵- د رایې د اظهارولو حق: په اسلامي دولت کې اتباع د خپلې رایې اظهار کولی شي. الله (ج) فرمایي: ژباړه: هغوی د نیکي کولو حکم ورکوي او له بدو کارونو څخه مو منعه کوي ( آلعمران) اسلام د رایې د اظهار لپاره دا حد مقرر کړی دی چې مسلمان دا ازادي یواځې دنیکۍ د ودې لپاره کارولی شي. د بدو کارونو د خپرولو لپاره د ا ازادي نشي ورکول کیدی. ۶- د ظلم پر ضد د غږ اوچتولو حق: په اسلامي دولت کې وګړي حق لري چې که په دوې ظلم کېږي نو پر خلاف یې غږ پورته کړي او له ظالم څخه ونه ډارېږي. الله (ج) فرمایي: ژباړه: او له حدودو څخه د وتونکو اطاعت مه کوﺉ (الشعراء) د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی چې : تر ټولو غوره جهاد د جابر سلطان په مخ کې د حق ویل دي . په یوه اسلامي دولت کې هیڅ یو حکومت د بیان پر ازادۍ باندې بندیز نشي لګولی ځکه چې داسې کول د هغه حق سلبول دي چې د الله (ج) له خوا څخه ورکول شوی دی. ۷- د مذهب حق: په اسلامي دولت کې هر شخص باید د مذهب ازادي ولري په دې اړه د الله (ج) ارشاد دی: ژباړه : د دین په چارو کې هیڅ جبر نشته – سمه خبره له غلطو خیالونو څخه بېله کړل شوې ده. (البقره) ژباړه: اې نبې(ص) نصیحت کوه ته یواځي نصیحت کوونکی یې ـ په هغوی باندې جبر کوونکې نه. ( الغاشیه ) اسلام د عقیدې د ازادۍ په معامله کې یواځې دا هدایت نه دی کړی چې ته په چا جبر وکړې بلکه دا حکم یې هم کړی دی چې د چا زړه مه ازاروه. د هغوی معابدو ته بد مه وایه ( الانعام) ۸- د مساوات حق: اسلام ټول انسانان سره مساوي ګڼي . په ټولنیز ژوند کې هم د دوی په منځ کې له تقوی او پرهېزګارۍ پرته د فضیلت بل معیار نشته. اسلام د ایمان پر بنسټ ټول مسلمانان سره وروڼه بللي دي او د دوی تر منځ یې بشپړ مساوات قایم کړی دی. الله (ج) فرمایي : ژباړه : ټول مسلمانان سره وروڼه دي ( الحجرات) د حجت الوداع په وخت کې رسول الله (ص) وفرمایل: نه یو عرب په عجم باندې او نه هم کوم عجم په عرب باندې ، نه تور په سپین او نه سپین پر تور باندې له تقوی او پرهېزګارۍ څخه پرته کوم فضیلت لري. ۹- د انصاف حق: د اسلامي دولت ټولو وګړو ته د انصاف حق ورکول شوی دی. اسلامي دولت ددې لپاره منځ ته راغلی چي په ټولنه کې عدل منځ ته راشي. الله (ج) خپل نبي (ص) ته هدایت ورکوي: ژباړه : • او ما ته حکم راکړشوی دی چې ستاسې په منځ کې عدل قایم کړم. ( الشوری) • اې محمد (ص) هغوی ته ووایه چې زما رب خو د ریښتیا او انصاف حکم کړی دی ( الاعراف) • عدل مه یواځې قایموﺉ بلکه د هغه بیرغ د اوچتولو لپاره بشپړ قوت صرف کړﺉ • کله چې د خلکو تر منځ منځګړتوب کوۍ نو په عدل سره یې وکړﺉ ( النساء) • کله چې خبرې کوۍ په انصاف یې کوﺉ که څه هم ستاسې د خپلوانو وي. (الانعام) رسول الله (ص) فرمایي چې د عادل امام یوه ورځ د اویاوو کلونو له عبادت څخه بهتره ده. اسلام بډای او غریب ، اعلی او ادنی ته د قانون په آند مساوي حیثیت ورکړی دی او د انصاف بنسټیز حق یې د ټولو لپاره سهل الحصول جوړ کړی دی. د اجتماع حق: په اسلامي دولت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د بنسټیز شرط تر څنګ اتباعو ته د ګوندونو جوړولو او اجتماع حق هم ورکړ شوی دی. الله (ج) فرمایي: ژباړه: تاسې بهترین امت یاست چې خلکو ته د هدایت او اصلاح لپاره پیداکړشوي یاست. تاسې د نېکۍ حکم ورکوئ له بدو کارونو څخه منعه کوئ او پر الله (ج) باندې ایمان ولرئ (آل عمران) ۱۱- د نقل و حمل ازادي: په اسلامي دولت کې د نقل و حمل ازادي ټول اتباع لري. هغوی په خپله خوښه چېرې چې غواړي استوګنه غوره کولی شي. الله (ج) خپلو بندګانو ته د استوګنې د ځای پرېښوولو او نقل و حرکت ازادي ورکړې ده. الله (ج) فرمایي: ژباړه: څوک چې د الله (ج) په لار کې هجرت وکړي هغه په ځمکه کې د پناه اخیستلو لپاره ډېر ځای او د وختونو تېرولو لپاره لوی ګنجایش پیداکوي. (النساء ۱) ۱۳ـ د معاوضې حق: په اسلامي دولت کې مزدورانو ، بزګرانو او نورو زیارکشو خلکو ته دا حق ورکول شوی چې بېګار ونه نیول شي . د هغوی د زیار معقوله معاوضه و رکړل شي، له هغوی سره ښه سلوک وشي. مزدورانو ته هم پکار ده چې د کار لوري ته پوره توجه وکړي. د رسول الله ( ص) ارشاد دی چې مزدورانو ته دي دومره مزدوري ورکول شي چې د هغه وخت د حالاتو مطابق وي، مناسبه وي او هغوی پرې خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړی شي.هغوی فرمايي: د مزدور مزدوري د هغه د خولې له اوچېدو څخه مخکې ورکړﺉ او له اجورې ورکولو پرته کار مه پرې کوﺉ. ۱۳- په سیاسي ژوندانه کې ګډون: په اسلامي دولت کې هر مسلمان ته د هیواد په امورو کې د ګډون پوره حق ورکول شوی دی آلله (ج) فرمایي: ژباړه: او د مسلمانانو کار په خپل منځ کې په مشورې سره چلېږي (الشورا) ژباړه: اې پېغمبر(ص) له هغوی څخه ( مسلمانانو څخه) په خپلو کارونو کې مشوره واخله. په اسلامي دولت کې وګړي او د هغوی استازي د تنقید ، اختلاف او د رایې د اظهار ازادي لري. عوام حق لري چې وغواړي یو څوک حکومت وکړي او چې نه یې غواړي د حکومت له منصب څخه یې بېل کړي. ۱۴- د اقتصادي ساتنې حق: اسلام افرادو ته د اقتصادي تحفظ او خوشالۍ لپاره په عملي تدبیرونو باندې تاکید کړی دی. • هر شخص ته یې په اقتصادي هڅو کې د پوره برخې اخیستنې تلقین کړی دی. • د حلالو او حرامو تر منځ یې بریدونه تعین کړي دي تر څو په ټولنه کې ټولنیزې بدۍ له منځه ولاړې شي. • په غیر شرعي مصارفو باندې یې د عوایدو لګول منعه کړي دي. • دولت دنده لري تر څو د حرام کسب ور ونه وتړي او د حلال کسب دروازې پرانيزي.