ابو حنيفه (امام اعظم)

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابو حنيفه (امام اعظم)
(اراگونېسي: أَبُو حَنِيفَةَ النُّعْمَانُ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ابو حنيفه (امام اعظم)
ابو حنيفه (امام اعظم)

د شخص معلومات
زیږون نوم (اراگونېسي: النُّعْمَانِ بْنِ ثَابِتٍ بْنِ مَرْزُبَان الكُوفِيّ التَّيْمِيّ بِالْوَلَاء د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۵ سپټمبر ۰۶۹۹[۱]
مړینه 18 جون 767 (68 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بغداد  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره بغداد  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد عطاء بن ابي رباح
انس بن مالک  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي امام محمد[۲]
عبدالله بن مبارك  د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک عالم  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي[۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فقه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امام اعظم ابو حنيفه نعمان کابلي الاصل [۴] د ثابت زوی د زوطی لمسی او د ماه کړوسی او د اهل سنت او جماعت له څلورو امامانو څخه يو ستر امام او د اسلامي مشهور تشريعي «حنيفي مذهب» موسس و چې دا مذهب تر اوسه د ده په نامه يادېږي او په دُنيا کې تر نيمو زيات مسلمانان په همدې مذهب دي.

مخينه

امام اعظم په اصل کې د کابل او د هغه د اصل په باب په ډېرو تاريخي ماخذ تذکرو او مناقبو کې راغلی دی.[۵] د امام اعظم نيکه «زوطي» د کابل د پروان د سيمې د خواجه سياران[۶] يا د استرغچ د کلي و[۷] چې له کابله بيا کوفې ته تللی دی خو د ده د تگ په باب کې دده روايتونه شته يو دا چې تر اسلام راوړلو وروسته پخپل شوق د اسلام د پېشوايانو د ليدلو لپاره يې کوفې ته چې د اسلامي خدمت مرکز و هجرت کړی دی او بل دا چې وايي د عربو له خوا د کابل د فتح په وخت کې د تيم الله بن ثعلبه د قبيلې د يو چا په لاس کښېوتلی او د مريي په توگه يې له ځانه سره بيولی و خو ابوبکر خطيب په خپل تاريخ بغداد کې چې اسماعيل د حماد ځوی او د امام اعظم لمسی و وييلي چې: «زما په خدای قسم دی چې زموږ کورنۍ ته هېڅوخت مريتوب لاره نه ده موندلې، نيکه مې په ۸۰ هـ کال کې زېږدلی او ورنيکه مې ثابت په کوچنيوالي کې د علي بن ابي طالب کرم الله وجهه په حضور مشرف شوی او حضرت علي ورته د خير دعا کړې ده.[۸]

شيخ ابوزهر په خپل کتاب ابوحنيفه کې ليکي: «ممکنه ده چې زوطي د ده د سيمې د فتح په وخت کې بندي شوی وي خو څنگه چې د خپلې سيمې له غټانو څخه و، نو مسلمانانو به دده سره د يوه بندي رويه نه وي کړې، څو چې له يوې خوا يې دده عزت او پت پرځای کړی وي او له بلې خوا يې دده د خپلوانو علاقه او مينه ځانو ته وراړولي وي، ځکه نو دده کړوسی حق لري چې د مريتوب له نسبته خپله کورنۍ مبر اوگڼي.»

زېږون او زده کړې

وييل کېږي چې د ثابت پلار د امام اعظم نيکه د خراسان د خلکو په دود د نوروز يا مهرگان په ورځ حضرت علي ته پالوده وروړې وه حضرت علي يې هديه منلې او ورته وييلي يې وه چې: «زموږ هره ورځ نوروز دی یا زموږ هره ورځ مهرگان دی.» ثابت څلوېښت کلن و چې امام اعظم په ۶۸۰ - ۶۹۹ زېږيز کال کې په کوفه کې وزېږېد او څو چې زلميتوب ته رسېده د پلار غوندې د خز په سوداگرۍ بوخت و، خو په زلميتوب کې يې د علومو زده کړې ته ملا وتړله. ځني مورخان ليکي چې امام اعظم په کوچنيوالي کې ځکه د علومو د زده کړې څخه ليرې پاته و چې دده د کوچنيوالي زمانه يوه خورا له آشوبه ډکه زمانه وه، او د حجاج بن يوسف له لاسه چې د خليفه عبدالملک له خوا د عراق حکمران و، هرې خوا ته د ظلم اور بل او د ستم قيامت جوړ و په تېره بيا چې د حجاج سفاکي او بې باکي زياتره د علم او فضل خاوندانو ته متوجه وه.

څو چې په ۹۵ هـ کې حجاج مړ شو او په ۹۶ هـ کال کې وليد هم له دُنيا ولاړ او د هغه پر ځای سليمان بن عبدالملک خليفه شو چې د مورخانو په قول د بني اُميه له خورا ښو خليفه گانو څخه و او دده د خلافت په دوره کې درس او تدريس بيا ځلانده رونق پيدا کړ او د خلکو زياته پاملرنه بيا د علومو او فنونو وخوا ته واوښته.


امام اعظم نعمان بن ثابت بن زوتا، چې په خپل کنیت سره (ابو حنیفه) سره ښه پېژندل کېده، په ۷۶۷ز کال چې له ۸۰هجري سپوږمیز کال سره سمون خوري، د کوفې ښار کې وزېږېد. دا امام د حنفي فقهی ښوونځي بنسټ اېښودونکې دۍ. دا رنگه امام صېب یو له نامتو تابعینو ( له صحابه ؤ څخه وروستنې نسل) څخه ؤ، ځکه ده په خپل ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه ؤ ( لکه امام مالک بن انس او داسې نور) سره لیدلي ول، او له هغوي څخه یې سپېڅلی احادیث هم اورېدلی ول.[۱]


زېږېدنه، نوم او کوشنیتوب

امام ابو حنيفه رحمه الله عليه وسلم په ۸۰ هجري چې له ۶۹۹زېږيز کال سره سمون خوري په کوفه کې زېږېدلې.

کوفه په هغه وخت کې د علم او پوهې مرکز ؤ، امام صېب به تل د فقهيانو او سپېڅليو حديثو حلقو ته حاضرېدو. د قرآن کريم له حفظ څخه وروسته امام صېب په کوفه کې له خپل پلار سره د سوداگرۍ په کاروبار بوخت ؤ. له سوداگرۍ سره سره به يې د وخت پوهانو مجلسونو ته هم سروښکاره کاوه. کله چې د امام عامر الشعبي نظر پېرې ولگېده، نو هغه ورته نصيحت وکړ ترڅو علم او پوهې ته مخه کړي، ځکه امام عامر رحمه الله په امام صېب کې د نبوغ، ذکاوت، د عقل پوخوالې او د هوښيارۍ نښې له ورايه وليدې نو ځکه يې دې ده وهڅاوه ترڅو د پوهانو ديني حلقو ته مخه کړي، هماغه ؤ چې امام صېب د نوموړي عالم خبره سرپه سترگو ومنله او خپله د سوداگرۍ کار يې پرېښود او علم ترلاسه کولو پسې ووت. امام صېب سپېڅلي احاديث روايت کړل، عربي ژبه او ادب يې پوره زده کړل، او وروسته لدې يې د کلام علم ترلاسه کړ تردې چې پدې علم کې لوړې پوړۍ ته ورسېد او د بې لارو ډلو له سرخېلو سره به يې په عقيدوي مسائلو کې مجادلې او مباحثې کولې چې تل به پکې بريالې راووت. څه موده وروسته يې فقهې ته مخه کړه او د حماد بن ابي سليمان په حلقه کې ورگډ شو ان تردې چې ۱۸کاله يې ورسره تېر کړل. امام صېب د به هرکال د حج فريضه ترسره کوله آن تردې چې ځينې پوهان وايي چې امام صېب ۵۵ځله د حج فريضه ادا کړې وه. د امام صېب دا سفرونه هغه دې ده ته اړ کړ چې د بېت الله الحرام او نبوي مسجد له فقهاؤ پوهانو سره وگوري او د هغوي له پوهو څخه برخمن شي، له هغوي څخه نبوي احاديث ترلاسه کړي، فقهي مسائل ترې وپوښتي، او د هغوي له درس او تدريس څخه گټه پورته کړي، پدې ډله کې چې هغه له چا سره کتلي او د هغوي له پوهې څخه يې گټه اخيستې نوموړې تابعي عامر الشعبي (۱۰۳هجري- ۷۲۱ز مړ)، عکرمه مولى ابن عباس (۱۰۵هـ- ۷۲۳ز مړ)، نافع مولىبن عمر (۱۱۷هـ - ۷۲۵ز مړ) او زېد بن علي زېن العابدين (۱۲۲هـ - ۷۴۰ز مړ) دي. ځيني پوهان د امام صېب ښوونکي آن تر ۴ زرو پورې رسوي، امام صېب له تابعينو څخه ؤ، هغه پدې مانا چې ده په خپل ژوند کې د پېغمبر صلى الله عليه وسلم له سپېڅلو اصحابو سره کتنې شوي او د هغوي له ويناؤ څخه يې گټه ترلاسه کړې، له هغوي څخه يې مبارک احاديث روايت کړي، لکه انس بن مالک، عبدالله بن ابي اوفىو سهل بن سعد او ابو الطفيل عامر بن وائله رضي الله عنهم.

Abu Hanifa (۶۹۹ — ۷۶۷ CE / ۸۰ — ۱۴۸ AH) was born in Kufa, Iraq during the reign of the powerful Umayyad caliph Abdul Malik bin Marwan. Acclaimed as Al-Imam al-A'zam (the Great Imam), Nu’man bin Thabit bin Zuta bin Mah was better known by his kunya Abu Hanifa. It was not a true kunya, as he did not have a son called Hanifa, but an epithetical one meaning pure in monotheistic belief. His father, Thabit bin Zuta, a trader from Kabul, part of Khorasan in Persia (the capital of modern day Afghanistan), was ۴۰ years old at the time of Abu Hanifa's birth.

His ancestry is generally accepted as being of non-Arab origin as suggested by the etymology of then names of his grandfather (Zuta) and great-grandfather (Mah). The historian, Al-Khatib al-Baghdadi, records a statement from Abu Hanifa's grandson, Ismail bin Hammond, who gave Abu Hanifa's lineage as Thabit bin Numan bin Marzban and claiming to be of Persian origin. The discrepancy in the names, as given by Ismail of Abu Hanifa's grandfather and great-grandfather are thought to be due to Zuta's adoption of a muslim name (Numan) upon his acceptance of Islam and that Mah and Marzban were titles or official designations in Persia. Further differences of opinion exist on his ancestry. Abu Muti, for example, describes Abu Hanifa as an Arab citing his ancestry as Numan bin Thabit bin Zuta bin Yahya bin Zaid bin Asad. The widely accepted opinion, however, is that he was of Persian ancestry.

د تابعی په توگه

Abu Hanifa was born ۶۷ years after the departure of Prophet Muhammad (Sall Allahu alaihi wasallam) but during the time of the companions of Prophet Muhammad (Sall Allahu alaihi wasallam) some of whom lived on until Abu Hanifa's youth. Anas bin Malik, the prophet's personal attendant died in ۹۳AH and another companion, Abul Tufail Amir bin Wathilah died in ۱۰۰AH when Abu Hanifa was ۲۰ years old. No evidence exists, however, to indicate Abu Hanifa had narrated any ahadith from the companions although there is no doubt he was a thabiee (one who had met a companion of Muhammad) and had met Anas bin Malik.

It is perceived this is due to the strict age requirements for learning the discipline of hadith that existed at the time in Kufa where no one below the age of ۲۰ was admitted to a hadith school. The scholars of the time felt anyone below this age would not have attained the maturity required to be able to understand the meaning of the narrations.

لومړنې ژوند او زده کړه

Abu Hanifa grew up in a period of oppression during the caliphates of Abdul Malik bin Marwan and his son Walid bin Abdul Malik. The governorship of Iraq was under the control of Hajjaj bin Yusuf, a loyal follower of Abdul Malik. During his governorship leaders in religion and learning were especially targeted by Hajjaj as they were proving to be an obstacle to Abdul Malik's establishment of his rule across Arabia and Iraq. Consequently, Abu Hanifa had no interest nor the opportunity to acquire any education in his early childhood. He was simply content with following in the footsteps of his ancestors — as a businessman.

He set up a silk weaving business where he showed scrupulous honesty and fairness. Once his agent in another country, sold some silk cloth on his behalf but forgot to point out a slight defect to the purchasers. When Abu Hanifa learned this, he was greatly distressed as he had no means of refunding their money. He immediately ordered the entire proceeds of the sale of the consignment of silk to be distributed to the poor.

Following the deaths of Hajjaj in ۹۵AH and Walid in ۹۶AH, justice and good administration began to make a comeback with the caliphates of Sulaiman bin Abdul Malik and thereafter Umar bin Abdul Aziz. Umar encouraged education to such an extent that every home became a madrassah. Abu Hanifa also began to take an interest in education which was heightened further by the unexpected advice of as-Sha'bi (d. ۷۲۲), one of Kufa's most well-known scholars.

While running an errand for his mother, he happened to pass the home of as-Sha'bi. Sha'bi, mistaking him for a student, asked him whose classes he attended. When Abu Hanifa responded that he did not attend any classes, Sha'bi said, "I see signs of intelligence in you. You should sit in the company of learned men." Taking Sha'bi's advice, Abu Hanifa embarked on a prolific quest for knowledge that would in due course have a profound impact on the history of Islam.

Abu Hanifa's early education was achieved through madrassahs and it is here that he learned the Qur'an and Hadith doing exceptionally well in his studies. He spent a great deal of time in the tutelage of Hammad a great Jurist of Kufah.

ځواني

In ۷۶۳, al-Mansur, the Abbasid monarch offered Abu Hanifa the post of Chief Judge of the State, but he declined to accept the offer, choosing to remain independent. His student, Abu Yusuf, was appointed Qadi Al-Qadat (Chief Judge of the State) of al-Mansur regime instead of himself.

In his reply to al-Mansur, Abu Hanifa excused himself by saying that he did not regard himself fit for the post. Al-Mansur, who had his own ideas and reasons for offering the post, lost his temper and accused Abu Hanifa of lying.

"If I am lying," Abu Hanifa said, "then my statement is doubly correct. How can you appoint a liar to the exalted post of a Chief Qadi (Judge)?"

Incensed by this reply, the ruler had Abu Hanifa arrested and locked in prison and tortured. Ya'qubi, vol.lll, p.۸۶; Muruj al-dhahab, vol.lll, p.۲۶۸-۲۷۰.

Even there, the indomitable jurist continued to teach those who were permitted to come to him.

In ۷۶۷, Abu Hanifa died in prison. It was said that so many people attended his funeral that the funeral service was repeated six times for more than ۵۰٬۰۰۰ people who had amassed before he was actually buried.




د نبي علیه السلام وړاندوینه

د امام ابو حنیفه رحمه الله روزنه چې په کوم پیر کې وشوه، په هغه وخت کې زیاتره فقها موالی ول.د هغوی د نسب لړۍ دومره لوړه نه وه، مگر څښتن تعالی هغوی ته د پوهې لوړه مرتبه ورکړې وه، چې له نسب څخه ډېره سپېڅلې، تل پرمختگ کوونکې او ډېر وخته پورې پاتې کېدونکې نعمت خاوندان شول.

د نبی علیه السلام دا دعا چې ډېر زر به پوهه د عجمو ته ور انتقال شي، په زبات ورسېده. که څه هم چې طبراني او شېرازي دا روایت کړې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: که چېرې د دین مقام هرڅومره هم لوړ شي، نو د پارس خلک به یې د ترلاسه کولو څخه شاته پاتې نه شي. په کومو کتابونو کې چې ددې حدیث یادونه شوې، الفاظ یې مختلف دي، مگر د مانا له مخې سره یو دي.

د علي کرم الله وجهه دعا

روایت کېږي، چې علي کرم الله وجهه د امام اعظم علیه رحمه الله پلار او د هغه اولادې ته د خیر او برکت دعا کړې وه، نو له دې خبرې څخه دا خبره په زبات ورسېده، چې د امام صېب پلار مسلمان ؤ، او د امام صېب زوکړه هم په یوه مسلمانه او متدینه کورنۍ کې شوې وه. په تاریخي کتابونو کې ددې خبرې یادونه شوې چې: د امام صېب پلار (ثابت) په مسلمانه کورنۍ کې وزېږېد، او د امام صېب پالنه هم په یوه مسلمانه کورنۍ کې وشوه.

د خپل ښوونکي ځاېناسته:

کله چې د امام صېب ښوونکې حماد بن ابي سليمان ومړ نو د هغه د حلقې په گدۍ امام ابي حنيفه رحمه الله کېناست، چې پدې وخت کې د امام صېب عمر ۴۰ کاله ؤ. امام صېب د يوه ځانگړې لارې درلودونکې ؤ، هغه مسائل او ستونزې چې په حلقه کې به خلکو دده مخې ته وړاندې کولې په يو ځانگړې انداز او طريقه حلولې، دا مسئلې به يې سمدلاسه خپله نه حوارولې، بلکه په حلقه کې به يې له ناستو خلکو څخه وپوښته، ترڅو د ټولو نظر ترلاسه کړي، بيا به امام صېب ددوي رائى سره راټولې او د هغوي له رايو څخه به يې په گډه يوه رايه د ټولو په خوښه راخپله کړه. امام صېب د ډېر مال خاوند ؤ، ډېر زده کوونکو به يې دا توان نه درلودو ترڅو خپلو درسونو ته دوام ورکړي نو امام صېب به ددوي نفقه په خپله غاړه اخيسته او د هغوي لپاره به يې يوه اندازه پېسې له خپل جېب څخه وټاکلې ترڅو هغوي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. لکه څرنگه چې ددې مذهب يو نوموړي امام ابو يوسف سرپرستي کول او د هغه جېب خرڅ ورکول. امام يوسف رحمه الله پدې اړه داسې وايي: (( امام صېب زما او زما د کورنۍ پوره ۲۰ کاله

د مذهب اصول يې

د امام صېب مذهب په کوفه کې راوټوکېد، او دد په لاسو د حنفي مذهب اصول جوړ شول، او ښائسته يې کړل لکه څرنگه چې په خپله وېنا کې وايي: (( په تحقيق سره زه د الله د کتاب څخه مسئلې حواروم، که چېرې په قرآن کې مې پېدا نکړې، نو بيا مې نبوي احاديث رااخيستي دي، که چېرې په هغې کې مې هم پېدا نکړه، نو بيا مې د اصحابو څخه ، بيا ددوي له قول څخه بهر د بل چا قول ته نه وځم، کله چې خبره ابراهيم، شعبي، حسن، ابن سيرين او سعيد بن المسيب ته ورسېده نو بيا زما خوښه چې کوښښ وکړم، لکه څرنگه چې دوي کوښښ کړې ؤ.)) او دا په رښتيا سره هغه اصول دي چې نور اماما يې هم متابعت کوي. لومړې د څښتن تعالى په کتاب، بيا نبوي احاديثو ته رجوع کوي.

د حنفي مذهب خپرېدل

د اما ابو حنيفه مذهب په مختلفو ملکونو کې خپور شو چې د نړۍ ۷۰ په سلو کې د همدې مذهب پېروان دي، ددې مذهب په خپرولو کې د امام ابو يوسف رحمه الله لوى لاس ؤ، ځکه هغه د عباسي خلافت قاضي القضات ؤ، پدې خلافت کې حنفي مذهب رسمي بڼه درلوده. همدارنگه د سلجوقيانو، غزنويانو، عثماني خلافت او داسې نورو حکومتونو لخوا رسمي پېژندل شوې مذهب ؤ. ددې مذهب زياتره پېروان په عراق، مصر، شام، يمن، افغانسان، مرکزي اسيا هېوادونه، هند،، پاکستان، چين او داسې نور دي. نوموړي زده کوونکي يې: امام ابو يوسف، زُفر، حسن بن زياد، او امام محمد بن الحسن الشيباني

ليکلي اثار

  • الفقه الاکبر: دا کتاب يې په علم کلام کې ليکلې، پدې کتاب کې د الله تعالى د صفاتو، تقدير، خېر او شر من الله زبات ته رسولو څخه بحث کړې دى.
  • المسند: دا کتاب د نبوي احاديثو په اړه دى، چې امام سيوطي رحمه الله پرې شرحه ليکلې ده او په (التعليقه المنيفه علۍ مسند ابي حنيفه) يې نومولې دى.
  • کتاب الاثار - د ۷۰۰۰۰زره سپېڅلو احادیثو ټولگه
  • 'also compiled Kitabul Assar
  • Aalim-wal-muta‘allim
  • Fiqh al-Akbar
  • جامع المسانید
  • کتاب الرد علی القدریه

مړينه

الله تعالى د امام ابو حنيفه رحمه الله په عمر کې برکت اچولې ؤ، د عباسي خليفه منصور له اړخه د قاضي القضاه د وظيفي په نه منلو سره په زندان کې واچلول شو چې هلته د ۷۰ کالو په عمر د جمادي الاول په ۱۱مه، په ۱۵۰هجري کال چې د ۷۶۷زېږيز کال جون د مياشتې له ۱۴مې نيټې سره سمون خوري لدې فاني نړۍ سترگې پټې کړى.

د امام ابو حنيفه رحمه الله فقهي اصول

دا حقيقت د هېڅ دليل محتاج ندې، چې د اسلام فقهاء ؤ او مجتهدينو د دين د ښوونکيو په توگه د مسلمان امت لپاره د قدر وړ خدمت کړې، دوي د راتلونکيو فقهي مسائلو د احکامو مالومولو لپاره علمي بحث او څېړنې کړي، او د اجتهاد او استنباط له لارې يې ددې مسئلو احکام ترلاسه کړي دي. ددوي ددې کوښښ او څېړنو ټول اسلامي امت پوروړې او منونکې دى، له الله څخه ورته د اجر غوښتونکي دي. دا خبره بايد په پام کې ولرو چې ددې امامانو علمي او فقهي څېړنو ته يو خپلواک مذهب نه بلکه د قرآن او سنتو تعبيرکوونکو او تشرېح کوونکو حيثيت ترلاسه دى. ددې فقهاؤ فقهي اختلاف د امت د يووالي منافي ندى،بلکه دا د شريعت له محاسنو څخه دي. پدې اړه قاضي ابن العربي داسې وايي: ( د ائمه ؤ فروعي اختلاف د شريعت په ښو کې شامل دى). نو موږ بايد د مجتهدينو اجتهادي رايو ته متوازي مذاهبو حيثيت ورنکړو، او نه هم لدې رايو څخه ډله ډلبندي او عصبيت ذريعه جوړه کړو. بلکه ددوي اختلاف يواځې يو اختلاف وگڼو. د اسلام ټول فقهاء او مجتهدين د درناوي وړ دي، او ددوي د احوالو او اثارو يادونه د برکت او نېکمرغۍ سبب گرځي.


د فقهې حقيقت

امام ابو حنيفه رحمه الله نه يواځې يو فقهي ؤ، بلکه د ټولو فقهاؤ امام هم ؤ، د هر فقهي يو څه اصول وي، چې دا اصول د خپلې څېړنې او تحقيق په دوران کې کارول کېږي. د امام ابوحنيفه رحمه الله هم يو څه اجتهادي اصول ول، چې دا اصول يې د فقهې د تدوين په دوران کې په نظر کې لرل. مخکې لدې چې دا اصول بيان کړو، ښه به دا وي، چې د فقهې حقيقت لږ روښانه کړو. د فقهې د ويي لغوي مانا (الشق و الفتح) ده، يانې څيرل او خلاصول، د يو شي پېژندلو لپاره اړينه ده، چې ورڅڅه پرده پورته شي، او صحيح او غلط بېل بېل کړاى شي. نو پدې ډول د فقهې ويي د پوهې او علم په ماناو استعمالېږي، مگر د اهل اسلام په عرف کې فقه د دين او شريعت پوهې ته وايي، علامه جارالله زمخشري رحمه الله (۵۸۳هـ مړ) داسې ليکي: (د فقهې حيقيقي مانا د څيرلو او خلاصولو په مانا ده. فقهي هغه څوک دى، چې د احکامو شننه او څېړنه کوي، د هغې د حقايقو پلټنه کوي او مبهم او پېچلي احکام روښانه کوي)........


د حنفي فقهې بنسټيز اخځليکونه او مصادر

  • کتاب الله
  • نبوي احاديث
  • ايا پر خبر واحد قياس غوره گڼلو لپاره د هغې د راوي فقهيتوب شرط دى؟
  • له خبر واحد څخه د قرآن د عام او مطلق حکم ځانگړي کول
  • اجماع
  • د اصحابو ويناوې
  • قياس او اجتهاد

د قياس لغوي مانا اندازه کوله، او اصطلاحي مانا يې ( د کوم مشترکه علت له مخې يو منصوص حکم په يو غېر منصوص مسئلې باندې جاري کول). امام جصاص (۳۷۰هـ مړ) د قياس په حجتوالي کې ۲۲ ايتونه او ۱۳۹ نبوي احاديث او د صحابه ؤ ويناوي د دليل په توگه راوړي دي. لدې څخه وروسته يې عقلي د دلايل بيان کړي دي، او بيا يې د قياس نه مننوکيو اعتراضونو او شبهو ته ځوابونه ورکړي. امام سرخسي رحمه الله (۴۹۰هـ مړ) فرمايي: (صحابه، تابعين، صالحين او د دين امامانو مسلک دا دى، چې د راى په ذريعه په هغو اصولو قياس کول د کومو احکام چې په نص سره ثابت دي، ترڅو د نص حکم په فروعو باندې (غير منصوص مسئلې باندې) نافذ کړاى شي جائز دى، د کومې په ذريعې چې الله تعالى اطاعت کېږي، او دا د شرعي مآخذو څڅه يو اخځ دى، مر قياس او راى کې د لومړي حکم د اثبات صلاحيت نشته.) د اجتهاد لغوي مانا : د کوم شي لټه او ترلاسه کولو لپاره خپل ټول توان په کار اچول او هر ممکن کوښښ کول. اصطلاحا: (غير منصوص مسئلو د احکامو مالوملو لپاره پوهنيزه څېړنو ترسره کول)..........


دا هم وگورئ

تړلې موضوعگانې


اخځليکونه

  • امام اعظم رحمه الله، لیکوال: استادابو زهره مصري، ژباړه: علامه وارث علی نعیمي.
  • مناقب الامام الاعظم، في ذيل المناقب للمکي، کوئټه، ۱۴۰۷هـ، ج ۲، ص ۱۲۵.
  • ابن منظو افريقي، لسان العرب، دار صادر، بېروت، ۱۳۷۴هـ، ج۱۳، ص۵۲۲.
  • شهرستاني، الملل و النحل، طبع مصطفى البابي مصر، ج۱، ص ۱۹۹.



یادونې

  1. خپرونکی: Brill
  2. سرليک: Шейбани Мухаммад ибн Хасан — نشرونه لخوا د: Islamskiy enciklopedicheskiy slovar
  3. Al-Nuʿmān ibn Ṯābit Abū Ḥanīfaẗ (0699-0767) — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. امام اعظم په اصل کې د کابل او د هغه د اصل په باب په ډېرو تاريخي ماخذ تذکرو او مناقبو کې راغلی دی چې مشهور يې دا دي:
    • الخېرات الحسان في مناقب الامام الاعظم ابوالحنيفه النعمان: د حجاز د مفتي علامه ابن حجرالهيتمی تاليف: چې په ۹۷۳ هـ کې مړ دی.
    • مناقب الامام ابو حنيفه د ابوالمويدالموفق المکي تاليف چې په ۵۱۸ هـ کې مړ دی
    • مناقب ابي حنيفه: د ابن البزازالحنفي الکردري چې په ۸۲۷ هـ کې مړ دی.
    • الدرمنظم في مناقب الامام الاعظم: د نوح افندي چې په ۱۰۷۰ هـ کې مړ دی د دې کتاب خطي نسخه د مصر د الازهر د کتابتون په ۳۳۸ لمبر کې قيد دی.
    • العقود الجماد في مناقب ابي حنيفه نعمان: د صالح دمشقي چې خطي نسخه يې د مصر د الازهر په کتابتون کې شته
    • لغتنامه: د دهخدا تاليف ا - ر ۴۳۹ مخ.
    • سکةالفضلا: ۱۲ مخ. (نور په ۳۱۸ مخ کې)
  5. امام اعظم په اصل کې د کابل او د هغه د اصل په باب په ډېرو تاريخي ماخذ تذکرو او مناقبو کې راغلی دی چې مشهور يې دا دي:
    • الخېرات الحسان في مناقب الامام الاعظم ابوالحنيفه النعمان: د حجاز د مفتي علامه ابن حجرالهيتمی تاليف: چې په ۹۷۳ هـ کې مړ دی.
    • مناقب الامام ابو حنيفه د ابوالمويدالموفق المکي تاليف چې په ۵۱۸ هـ کې مړ دی
    • مناقب ابي حنيفه: د ابن البزازالحنفي الکردري چې په ۸۲۷ هـ کې مړ دی.
    • الدرمنظم في مناقب الامام الاعظم: د نوح افندي چې په ۱۰۷۰ هـ کې مړ دی د دې کتاب خطي نسخه د مصر د الازهر د کتابتون په ۳۳۸ لمبر کې قيد دی.
    • العقود الجماد في مناقب ابي حنيفه نعمان: د صالح دمشقي چې خطي نسخه يې د مصر د الازهر په کتابتون کې شته
    • لغتنامه: د دهخدا تاليف ا - ر ۴۳۹ مخ.
    • سکةالفضلا: ۱۲ مخ. (نور په ۳۱۸ مخ کې)
  6. امام اعظم و افکار او: ۲۶ مخ
  7. مرتضی حسين بلرامي په خپل کتاب حديقه الاقاليم کې ليکي چې: «امام اعظم ابوحنيفه نعمان بن ثابت کابي استرغچي کوفي صاحب مستقل مذهب است و مذهب امام ابو حنيفه در هند بسيار شايع است» (۴۰۰ مخ)
  8. د دهخدا لغتنامه، ا - ر ۴۳۹ مخ.

سرچینې

  • نعماني, شبلي. امام ابو حنیفه رحمه الله - ژوند او کار. ژباړه: محمد هادي حسین (الطبعة ۱۹۹۸). اسلامک بک سروېس, نوې ډلي. د کتاب نړيواله کره شمېره ۸۱-۸۵۷۳۸-۵۹-۹ تأكد من صحة |isbn= القيمة: invalid character (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

سرچينې

بهرنۍ تړنې

For ground breaking research on the Hadith knowledge of Abu Hanifa see: http://www.research.com.pk/home/fmri/books/ar/imam-azam-saheefa/index.minhaj?id=0 Archived 2007-12-02 at the Wayback Machine. Re