د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټوليز مالوماتعمومي مالومات | لړۍ... |
---|
وګړو شمېر | |
---|
پکي شاملې اداري سیمې | لړۍ... |
---|
وګړنوم |
Pjongjangano — Pyongyangaise[۶] — Pyongyangais[۶] — pyongyanghesi |
---|
اداري سیمه | |
---|
هېواد | |
---|
ځایناستی د | |
---|
تاريخي اثار |
د ميراث ډول | |
---|
د ميراثېدو کال |
۲۰۰۰ |
---|
میراثونه | لړۍ...
(i) (en) — (ii) (en) — (iii) (en) — (iv) (en) — (vi) (en) |
---|
د پېژندنې شمیره | |
---|
کچه او لوړوالید ځای کچه |
۳٬۱۹۴ كيلومتر مربع |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
پيونگيانگ (په کوریایی کې: 평양 Pyongyang) د شمالي کوريا پلازمېنه ده. دا ښار د ټايډونگ د سيند په غاړه د ژېړې بحېرې تر څنگ پروت دى. د هېواد تر ټولو لرغونى ښار بلل کېږي. ٢٣٣٣ کاله له ميلاد څخه د مخه دلته يو کوچنى ښار و. ١١٢٢ کاله د ميلاد د مخه پي يونگ گانگ يې مرگز وټاکل شو. په ٦٦٨ کې چنايانو تر خپلې ولکې لاندې راوست. او په ١٥٩٢ کې چاپان په دې ښار برېد وکړ.
د بهرنيانو د پرلپسې برېدونو له کبله د بهرنيو وگړو پرمخ وتړل شو؛ خو کله چې د بهرنيو وگړو لپاره بېرته خلاص شو، نو په کوريا کې د عيسويت تبليغ ډېر زيات شو، او تر ١٠٠کليساوو څخه په کې ډېرې جوړې شوې. د سين جاپان ١٨٩٤-١٨٩٥ جگړه کې په پوره ډول ويجاړ شو. جاپان په ١٩١٠-١٩٥٠ پورې دا ښار د يو صنعتي مرکز په ډول وکاروه. په ١٩٥٠ کې د ملگرو ملتونو پوځ په دې ښار حمله وکړه؛ خو چې چين په دې جگړه کې برخه واخيستله؛ نو د ملگرو ملتونو پوځ وتلو ته اړ شول. په ١٩٥٣ کې د چين او روسيې په مرستې سره په پوره ډول ورغول شو. اوس دې ښار ډېر پرمختگ کړى دى. بوره، ربړ او بېلابيلو د لوښو ډولونه په کې جوړېږي. د ښوونې له پلوه هم ډېر پرمخ تللى دى، د توشنگ پوهنتون، چې تر ټولو نوموتى دى په ١٩٤٦ کې ورغول شو.پرته له دې طب پوهنتون هم شتون لري. ډېر پارکونه، موزيم او کتابتونونه هم په کې شتون لري. د لومړۍ پېړۍ قبرونو، بودايې عبادت ځاى او د اسونو مجسمو ددې ښار ښايست لاپسې زيات کړى دى. په ١٩٩٩ ع کال کې ددې ښار نفوس ٣١٣٦٠٠٠ وو.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.iso.org/obp/ui/#iso:code:3166:KP.
- ↑ "Korea, North". The World Factbook. بياځلي په ۱۳ مارچ ۲۰۱۷.
{{cite web}}
: سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- ↑ "City population by sex, city and city type". UNdata. بياځلي په ۱۳ مارچ ۲۰۱۷.
{{cite web}}
: سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ويل شوي په: 2008 North Korean census.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Historical Dictionary of Pyongyang". Anthem Press. ۲۰۱۴.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
- ↑ ArchINFORM location ID: 8403. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.