ناپليون بوناپارت
ناپليون بوناپارت | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د معدی سرطان |
استوګنځای | سينټ هېلېنا (۱۸۱۵–۱۸۲۱)
پاريس (۱۷۹۲–۱۸۱۴) |
تابعیت | |
قد | 168 سانتي متره |
ښځه | ماري لوئیز، د پارما دوشس (۱ اپرېل ۱۸۱۰–۵ مې ۱۸۲۱)[۱۰] |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | کورسي ژبه |
کاروونکي ژبه | فرانسوي ژبه [۱۱]، کورسي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | بريد جنرال |
جګړه/جګړې | ناپولیوني جګړې ، د فرانسې انقلابي جګړې |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ناپلیون بوناپارت (په فرانسوي: Napoléon Bonaparte؛ پيدایښت: ۱۵-اګوست-۱۷۶۹؛ مړینه: ۵-مې-۱۸۲۱ز) یو فرانسوي نظامي او سیاسي سرلاری ؤ چې د فرانسې اوښتون پر مهال یې شهرت ترلاسه کړ او د انقلابي جګړو په لړ کې یې ډېرشمېر بریالي عسکري عملیات درلودل. هغه د لومړي کنسول په توګه، له ۱۷۹۹ څخه تر ۱۸۰۴ز پورې د فرانسې جمهوریت بالفعل مشر ؤ. د لومړي ناپلیون په توګه، هغه له ۱۸۰۴ څخه تر ۱۸۱۴ز پورې او بیاځلي په ۱۸۱۵ز کې د فرانسې ټولواکمن ؤ. د ناپلیون سیاسي او هڅوبي میراث لا تراوسه هم پر ځای پاتې دی او هغه د نړۍ په تاریخ کې یو متنازع او تر ټولو ستر سرلاری دی.[۱۲][۱۳]
ناپلیون د کورسیکا په ټاپو کې، لږ موده وروسته له هغو چې د فرانسې له سلطنت سره ضمیمه شوه، وزېږېده. په ۱۷۸۹ز کې یې د فرانسې په پوځ کې خدمت کاوه او په ورته مهال کې یې د فرانسې له اوښتون څخه خپل ملاتړ وښود او هڅه یې وکړه ترڅو د اوښتون ارمانونه خپل مورني هېواد «کورسیکا» ته هم وغځوي. پر سلطنتغوښتونکو اورپکو باندې په ډزو کولو سره یې فرانسوي واکمنه مشرۍ وژغورله او په پوځ کې ډېر ژر مشهور شو. په ۱۷۹۶ز کې، هغه د اتریشیانو او د هغو ایټالیایي ملګرو او متحدانو باندې د یو لړ عسکري عملیاتو لهلارې سترې بریاوې په لاس راوړې او ملي اتل شو. دوه کاله وروسته یې، مصر ته د پوځ لېږد مشرۍ په غاړه واخېسته چې سیاسي ځواک یې لا هم وغوړېده. د ۱۷۹۹ز کال په نومبر کې د یوې کودتا لهلارې د جمهوریت لومړی کنسول شو. له بریتانیا سره یې اختلافات پهدې پیدا شول چې فرانسه تر ۱۸۰۵ز پورې د درېیمې ټلوالې له جګړې سره مخ وه. ناپلیون په «اولم» او «استرلیتز» جګړو کې له بریاوو وروسته، چې د مقدس روم ټولواکمنۍ د سقوط لامل شو، یاده ټلواله له منځه یوړه. په ۱۸۰۶ز کې، څلورمې ټلوالې د هغه پر وړاندې وسله پورته کړه، ځکه پروشیا په دغې لویه وچه کې د فرانسې له نفوذ څخه اندېښمن ؤ. په ینا او اوېرشتید جګړو کې، ناپلیون پروشیا ته ماته ورکړه، ستر پوځ یې ختیځې اروپا ته مرش کړ، په فریدلنډ کې یې روسان د ۱۸۰۷ز کال په جون کې تالا کړل او د څلورمې ټلوالې مات شوي هېوادونه یې د تیلسیت ژمنو منلو ته اړ کړل. دوه کاله وروسته، اتریشیانو د پنځمې ټلوالې د جګړې په لړ کې، بیاځلي فرانسه له ګواښ سره مخ کړه، خو ناپلیون د واګرام جګړې په ګټلو سره پر ټولې اروپا ولکه ټینګه کړه.[۱۴]
د قارهیي کلابندۍ د غځولو په ارمان، ناپلیون د بریتانیا پر وړاندې بندیزونه وضع کړل، پر اېبري ټاپووزمه یې برید وکړ او خپل ورور «جوزف» یې په ۱۸۰۸ز کې د سپانیا پاچا وټاکه. سپانیاییانو او پرتګالیانو د ټاپووزمې په جګړه کې پاڅون وکړ چې د ناپلیون د مارشالونو په ماتې سره لا هم پياوړي شول. ناپلیون د ۱۸۱۲ز په اوړي کې روسیې باندې یرغل وکړ او د جګړې په پایله کې، د ناپلیون ستر پوځ ډېر تلفات ولېد او پر شا شو. په ۱۸۱۳ز کې پروشیا او اتریش، د فرانسې پر وړاندې د شپږمې ټلوالې لهلارې روسیې سره یوځای شول. د ۱۸۱۳ز په اکتوبر کې، په لایپزیګ کې، د یوې بېنظمې جګړې په پایله کې ټلوالې د ناپلیون ستر پوځ ته ماته ورکړه. ټلوالې پر فرانسې برید وکړ او پاریس یې تر ولکې لاندې راوست او ناپلیون یې د ۱۸۱۴ز په اپرېل کې ګوښه کېدو ته اړ کړ. هغه د اېلبا ټاپو ته، چې د کورسیکا او ایټالیا ترمنځ پرته ده، تبعید شو. په فرانسه کې، د سلطنت واک بوربون کورنۍ ته وروګرځول شو. سره لهدې، ناپلیون د ۱۸۱۵ز په فبروري کې له اېلبا څخه وتښتېده او د فرانسې واک یې په لاس کې ونیوه. متحدانو د اوومې ټلوالې په رامنځته کولو سره ځواب ورکړ، چې د ۱۸۱۵ز په جون کې یې ناپلیون ته د واترلو په جګړه کې ماته ورکړه. بریتانیاییانو هغه، د اتلانتیک سمندر د سېنت هېلېنا لېرې ټاپو ته تبعید کړ، چې په ۱۸۲۱ز کې، په ۵۱ کلنۍ کې هلته مړ شو. ناپلیون پر نومهالې نړۍ باندې پراخه اغېزه درلوده، او په ډېرو فتح شویو هېوادونو کې یې (په ځانګړې توګه، د سویس او د اوسنۍ ایټالیا او آلمان ځینو برخو په څېر، کوزو هېوادونو کې) لېبرالي اصلاحات راوړل. هغه په فرانسه او لویدېځې اروپا کې لېبرالي سیاستونه پلي کړل.[۱۵][۱۶]
د ژوند لومړي کلونه
د ناپلیون کورنۍ په خټه ایټالیایي وه. پلرني نیکهګان یې «بوناپارتیان» وو، چې په توسکان کې له یوې کوچنۍ اشرافي کورنۍ څخه په شپاړلسمې پېړۍ کې کورسیکا ته کډوال شول او مورني نیکهګان یې، «رامولینوسان» د جېنوا له یوې کوچنۍ اشرافي کورنۍ څخه وو. بوناپارتیان، د ودونو او اولاد راوړلو لهلارې، د «پيتراسنتاس، کوستاس، پاراویچینیس او بونلیس» کورسیکایي کورنیو خپلوان وو. پلار او مور یې، «کارلو ماریا دو بوناپارت» او «ماریا لیتزیا رامولینو»، په آژاکسیو کې د «کازا بوناپارت» په نوم پلرنی کور درلود. ناپلیون هلته، د ۱۷۶۹ز کال د اګوست میاشتې پر ۱۵مه نېته وزېږېده. هغه د کورنۍ څلورم اولاد او درېیم زوی ؤ. مشر ورور یې جوزف او کشرې خویندې او وروڼه یې لوسین، الیزا، لویس، پاولین، کارولین او ژېروم نومېدل. ناپلیون ته د یوه کاتولیک په څېر، د ناپلیون تر نامه لاندې د تعمید غسل ورکړل شو. په ځلمیتوب کې، د هغه نوم د «Nabulione»، «Nabulio»، «Napolionne» او «Napulione» په بڼو هم لیکل کېده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
ناپلیون په همهغه کال کې پیدا شو چې د جېنوا جمهوریت (د ایټالیا پخوانی ایالت) د کورسیکا سیمه فرانسې ته وسپارله. دولت، د هغه تر پیدایښت یو کال دمخه، د واکمنۍ حقونه وپلورل او ټاپو د هغه د پیدایښت کال پر مهال د فرانسې لهخوا ونیول شوه.نوموړې ټاپو ۵۰۰ کاله د جېنوا تر واکمنۍ لاندې او ۱۴ کاله خپلواکه وه او په ۱۷۷۰ز کې د رسمي ایالت په توګه ثبت شوه. د ناپلینون مور او پلار د د کورسیکا مقاومت غورځنګ سره یوځای شول او له فرانسویانو سره یې د خپلواکۍ د ساتنې په پار جګړه وکړه، ان هغه مهال چې ماریا په ناپلیون امېدواره وه. پلار یې یو څارنوال ؤ چې په ۱۷۷۷ز کې د شپاړلسم لویس په محکمه کې د کورسیکا د استازي په توګه وټاکل شو. [۲۱][۲۲]
ناپلیون په ماشومتوب کې، تر ډېر د مور تر اغېزې لاندې ؤ، او په ماشومتوب کې یې تر کلک انضباط او روزنې لاندې ونیوه. ناپلیون کلونه وروسته وایي چې، «د ماشوم راتلونکی برخلیک تل په مور پورې تړلی وي». د ناپلیون د مورنۍ انا دوهیم واده له سویسي «فېش» کورنۍ سره ؤ، او د ناپلیون تره کاردینال «جوزف فېش» د څو کلونو لپاره د بوناپارت له کورنۍ څخه ساتنه وکړه. ناپلیون یوه اشرافي مخینه درلوده او په نسبي ډول هوسا ژوند یې درلود، له همدې امله د یوه معمولي کورسیکایي په پرتله، ورته د لوست او زدهکړو ښې اسانتیاوې برابرې وې.[۲۳][۲۴]
کله چې یې پښه په ۹ کلنۍ کېښوده، د فرانسې اصلي ټاټوبي ته لاړ او د ۱۷۷۹ز په جنوري کې د اوتون په دیني مدرسه کې شامل شو. په مې میاشت کې، د یوه تحصیلي بورس لهلارې د «Brienne-le-Château» یوې نظامي اکاډمۍ ته تبدیل شو. په ځوانۍ کې یو زغرد کورسیکایي ملتپال ؤ او له فرانسې څخه د دغه ایالت پر خپلواکۍ ولاړ ؤ. د ډېریو کورسیکاییانو په شان، ناپلیون په کورسیکایي (د مورنۍ ژبې په توګه) او ایټالیایي ژبو (د کورسیکا رسمي ژبې په توګه) لوستل او خبرې کولې. شاوخوا لس کلن ؤ چې په مدرسه کې یې د فرانسوي ژبې په زده کولو پیل وکړ. که څه هم په فرانسوي یې روانې خبرې کولې، خو په کورسیکایي لهجه غږېده او هېڅکله یې د فرانسوي املا سمه زده نهکړه. موده وروسته، له ناپلیون سره د ټولګيوالو لهلورې، د جلا توکم او لهجې لهامله، تبعیضي چلند وشو. که څه هم د لیک او لوست په تړاو، هغه یوازې نهؤ؛ په ۱۷۹۰ز کې د یوه اټکل لهمخې، د فرانسې له ۲۸ میلیونه وګړو څخه یوازې ۳ میلیونو په معیاري فرانسوي ژبې غږېدلای شول او د هغو وګړو شمېر لا لږ ؤ چې سم لیک او املا یې درلوده. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61z5f76 — subject named as: Napoleon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4949 — subject named as: Napoleon Bonaparte — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1350 — subject named as: Napoleon Bonaparte — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/434741 — subject named as: Napoléon I — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p11161.htm#i111604 — subject named as: Napoleón I Bonaparte, Empereur des Français — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/15536 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/2194/ — د نشر نېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ https://cs.isabart.org/person/16142 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/napoleon-napoleon-i — subject named as: Napoleon (Napoleon I.)
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p11161.htm#i111604 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12694883 — د نشر نېټه: ۱۶ جون ۲۰۲۴
- ↑ Roberts 2014, p. Introduction
- ↑ Charles Messenger, ed. (2001). Reader's Guide to Military History. Routledge. pp. 391–427. ISBN 978-1-135-95970-8.
- ↑ Roberts, A. (2016). Napoleon the Great. United Kingdom: Penguin Books Limited. (p. 1)
- ↑ Cochran, Peter (16 July 2015). Byron, Napoleon, J.C. Hobhouse, and the Hundred Days. London: Cambridge Scholars Publishing. p. 60. ISBN 978-1443877428. بياځلي په 14 June 2021.
- ↑ Forrest, Alan (26 March 2015). Waterloo: Great Battles. Oxford University Press. p. 24. ISBN 978-0199663255. بياځلي په 14 June 2021.
- ↑ McLynn 1998, p. 2
- ↑ Gueniffey, Patrice (13 April 2015). Bonaparte. Harvard University Press. pp. 21–22. ISBN 978-0-674-42601-6.
- ↑ Dwyer 2008a, p. xv
- ↑ Dwyer 2008a, ch 1
- ↑ McLynn 1998, p. 6
- ↑ Cronin 1994, pp. 20–21
- ↑ Chamberlain, Alexander (1896). The Child and Childhood in Folk Thought: (The Child in Primitive Culture), p. 385 (in انګليسي). MacMillan.
- ↑ Cronin 1994, p. 27
- ↑ International School History (8 February 2012), Napoleon's Rise to Power, خوندي شوی له اصلي څخه په 8 May 2015, بياځلي په 29 January 2018
- ↑ Johnson, Paul (2006). Napoleon: A Life (in انګليسي). Penguin. ISBN 978-0-14-303745-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 February 2018.
- ↑ Roberts 2001, p. xvi
- ↑ Roberts 2014.
- ↑ Parker, Harold T. (1971). "The Formation of Napoleon's Personality: An Exploratory Essay". French Historical Studies. 7 (1): 6–26. doi:10.2307/286104. JSTOR 286104.
- ↑ Adams, Michael (2014). Napoleon and Russia (in انګليسي). A&C Black. ISBN 978-0-8264-4212-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 February 2018.
- ↑ Murari·Culture·, Edoardo (2019-08-20). "Italians Of The Past: Napoleon Bonaparte". Italics Magazine (in American English). بياځلي په 2021-10-24.
- ↑ Grégoire, Henri (1790). "Report on the necessity and means to annihilate the patois and to universalise the use of the French language". Wikisource (in فرانسوي). Paris: French National Convention. بياځلي په 16 January 2020.
[...] the number of people who speak it purely does not exceed three million; and probably the number of those who write it correctly is even fewer.
- ↑ McLynn 1998, p. 18
- ↑ Roberts 2014، م. 11.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P26
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- د فرانسې پاچايان
- Pages using the JsonConfig extension
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 فرانسوي-language sources (fr)