مهدي (عباسي خلیفه)
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | لړۍ...
Ja'far ibn Abdallah al-Mansur (en) — Ja'far al-Ashgar (en) — Salih al-Miskin (en) — Sulayman ibn Abi Ja'far (en) — Aliyah bint al-Mansur (en) |
دین |
د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو عبدالله محمد المهدي بن عبدالله المنصور بن محمد بن علي بن عبدالله بن العباس بن عبدالمطلب الهاشمي القرشي ( ۱۲۷-۱۶۹هـ ق/ ۷۴۵-۷۸۵) AD ) چي په لنډه توګه د محمد المهدي یا مهدي په نوم پېژندل کیږي د عباسیانو دریم واکمن او د پیغمبر محمدﷺ څخه وروسته د خليفه ګانو په ترتیب کي 22م خلیفه دی. نوموړي له ۱۵۸ هـ ق/ ۷۷۵ زیږدیز څخه بیا تر ۱۶۹ هـ ق/ ۷۸۵ زیږدیز پوري د عباسي خلافت واګي په لاس کي درلودې.
خلیفه مهدي د خپل پلار ابوجعفر المنصور له مړیني وروسته په ۱۵۸ هـ ق/ ۷۷۵ زیږدیز کي د هغه ځایناستۍ سو. دده مور ام موسی بنت منصور الحمیریه نومېدل، او داچي د پلار په زامنو کي د غوره اخلاقو خاوند وو، له همدې کبله یې د هغه د واکمنۍ پر مهال د طبرستان چاري په لاس کي درلودې. د مهدي په خلافت کي د هند ایربد سیمه او د روم بېلابېل ځایونه فتحه سول، او د عباسي خلافت پلازمینه بغداد د نړۍ ګڼ نفوسه او ستر اقتصادي ښار وګرځېدی. مهدي د خپلي واکمنۍ پر مهال له ملحدینو، بې دینانو، اختلاف کوونکو او شر خوښوونکو کسانو سره ډېر سخت چلند کاوه او ددوی په وړاندي یې د فوځي زور کارولو ترڅنګ علمي لیکني او کتابونه هم خپاره کړه، ترڅو اسلامي نړۍ ددې فتنې له شره وژغورل سي. نوموړی په 169 هجري قمري کال کښي وفات سو، او د خلافت موده یې نژدې لس کاله او یوه میاشت وه.
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي