Jump to content

معتز بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
معتز بالله
محمد المعتز بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۸۴۷ (Gregorian)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۶ جولای ۰۸۶۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو عبدالله محمد المعتز بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم بن هارون الرشید بن محمد المهدی العباسی الهاشمی القرشی ( ۲۳۲ -۲۵۵ هـ سپوږمیز) ۸۴۷ – ۸۶۹ زیږدیز) چي په لنډه توګه د معتز بالله په نوم پېژندل کیږي، د عباسیانو ديارلسم خليفه وو. نوموړي په 866 زیږدیز کال کي د شلو کالو په عمر د عباسي خلافت واکمني لاسته راوړه.

واکمني او مړینه

[سمول]

معتز بالله د عباسي خلافت واکمنۍ ته هغه مهال ورسېدی کله چي یاده واکمني د یوشمېر ترک جنرالانو د زورواکیو له کبله مخ پر ناتواني روانه وه او معتز بالله ددې لپاره چي ددوی ملاتړ لاسته راوړي بله چاره یې هم نه درلوده. ترک جنرالان چي تردې مخکي یې هم څو عباسي واکمنان د زورواکیو له کبله وژل سوي وه په 866 زیږدیز کال کي یې د معتز بالله د تره د زوی تر وژني وروسته نوموړی په بغداد کي واک ته ورساوه.

د یادوني وړ ده چي د معتز بالله او مستعین بالله په زمانه کي اسلامي نړۍ څو کاله د دوو خلیفه ګانو له لوري اداره کېده چي یو یې په بغداد او بل یې په سامرا ښار کي وو. یاده پېښه په عباسي واکمنۍ د څو کلنۍ جګړې پیلامه وګرځېدل او تر خونړیو نښتو وروسته معتز بالله وتوانېدی ترڅو مستعین بالله لمړئ له واکه لیري او بیا د مرګ کندي ته وغورځوي.

د مستعین بالله تر مړیني وروسته معتز بالله د عباسي خلافت یوازینئ واکمن وګرځېدی او نژدې درې کاله، شپږ میاشتې او درویشت ورځي واکمني یې وکړه، خو دغه واکمني هیڅکله د نوموړي د ارامۍ سبب ونه ګرځېدل او په 255 هجري سپوږمیز کي د ترک جنرالانو لخوا هغه وخت تر سختو وهلو لاندي مړ سو کله چي یې هغوی ته له امتیازاتو ورکولو څخه ډډه وکړه. د تاریخونو پر اساس تر مرګ وروسته یې ترکانو د واثق بالله په نوم د عباسي کورنۍ غړۍ واک ته ورساوه او د مهتدی بالله لقب یې ورکړ.

  1. ذکر کېدنه: Alvin. Uppsala University Alvin ID: alvin-person:54042. Subject named as: abbasidisk kalif al-Mu´tazz.