متحده عرب امارات
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر | لړۍ...
۹٬۸۹۰٬۴۰۰[۳] — ۸۹٬۶۰۸[۴] — ۹۷٬۷۲۷[۴] — ۱۰۸٬۷۷۴[۴] — ۱۲۱٬۵۷۴[۴] — ۱۳۴٬۴۱۱[۴] — ۱۴۶٬۳۴۱[۴] — ۱۵۶٬۸۹۰[۴] — ۱۶۷٬۳۶۰[۴] — ۱۸۰٬۷۶۲[۴] — ۲۰۱٬۱۵۷[۴] — ۲۳۱٬۵۲۹[۴] — ۲۷۲٬۲۱۱[۴] — ۳۲۲٬۴۳۹[۴] — ۳۸۲٬۵۹۹[۴] — ۴۵۲٬۸۴۸[۴] — ۵۳۲٬۷۴۲[۴] — ۶۲۳٬۴۵۰[۴] — ۷۲۳٬۶۱۷[۴] — ۸۲۷٬۱۹۱[۴] — ۹۲۶٬۱۱۲[۴] — ۱٬۰۱۴٬۸۲۵[۴] — ۱٬۰۹۰٬۶۶۰[۴] — ۱٬۱۵۵٬۷۶۵[۴] — ۱٬۲۱۵٬۳۸۰[۴] — ۱٬۲۷۷٬۳۰۰[۴] — ۱٬۳۴۷٬۲۱۸[۴] — ۱٬۴۲۶٬۹۱۵[۴] — ۱٬۵۱۴٬۷۹۸[۴] — ۱٬۶۰۹٬۱۷۰[۴] — ۱٬۷۰۷٬۰۸۵[۴] — ۱٬۸۰۶٬۴۹۸[۴] — ۱٬۹۰۸٬۰۰۲[۴] — ۲٬۰۱۲٬۹۷۷[۴] — ۲٬۱۲۱٬۱۴۳[۴] — ۲٬۲۳۲٬۱۵۹[۴] — ۲٬۳۴۶٬۳۰۵[۴] — ۲٬۴۷۰٬۸۱۰[۴] — ۲٬۶۰۸٬۹۹۳[۴] — ۲٬۷۵۳٬۴۹۸[۴] — ۲٬۸۹۳٬۶۴۸[۴] — ۳٬۰۲۶٬۳۵۲[۴] — ۳٬۱۳۲٬۱۰۴[۴] — ۳٬۲۲۳٬۹۶۹[۴] — ۳٬۳۶۹٬۲۵۴[۴] — ۳٬۶۵۸٬۶۵۸[۴] — ۴٬۱۴۸٬۸۸۳[۴] — ۴٬۸۷۵٬۶۳۹[۴] — ۵٬۷۹۷٬۳۴۷[۴] — ۶٬۷۹۸٬۶۳۵[۴] — ۷٬۷۱۸٬۳۱۹[۴] — ۸٬۴۴۱٬۵۳۷[۴] — ۸٬۹۲۵٬۰۹۶[۴] — ۹٬۲۰۵٬۶۵۱[۴] — ۹٬۳۴۶٬۱۲۹[۴] — ۹٬۴۰۰٬۱۴۵[۵] |
پکي شاملې اداري سیمې | لړۍ...
Emirate of Dubai (en) — ابوظبۍ (امارت) — Emirate of Sharjah (en) — Emirate of Ajman (en) — Emirate of Ras Al Khaimah (en) — Emirate of Fujairah (en) — Emirate of Umm Al Quwain (en) |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | لړۍ...
egyesült arab emírségekbeli — Emirati — Emirian — Emiri — إماراتي — إماراتية — إماراتيون — emirieni — emirian — emiriană — আমিরাতি — emiratino — emiratina — emiratini — emiratine — amirati — emiratí — d’Emiratos Árabes — d’Emiratos Árabes Xuníos — Arabemirlandano — اماراتی — Émirien[۱] — Émirienne[۱] — אמירתי — אמירתית — emiratina — emiratine — emiratini — emiratin — إماراتي — إماراتية — إماراتيين — إماراتيات — Eimíríteach |
غړی د | لړۍ...
ملگري ملتونه (۱۹۷۱ – ) عربي ټولنه (۱۹۷۱ – ) د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اسلامي همکاريو سازمان[۷] (۱۹۷۲ – ) د بيارغونې او پراختيا نړيوال بانک (۱۹۷۲ – ) نړيواله پرمختياېې ټولنه (۱۹۸۱ – ) نړيواله مالي مؤسسه (۱۹۷۷ – ) د پانګونې څواړخيز تضمين نړيوال اژانس (۱۹۹۳ – ) International Centre for Settlement of Investment Disputes (en) (۱۹۸۲ – ) African Development Bank (en) Arab Bank for Economic Development in Africa (en) Arab Fund for Economic and Social Development (en) Arab Monetary Fund (en) نړيوال پوليس[۸][۹] (۱۹۷۳ – ) کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان[۱۰][۱۱] (۲۰۰۰ – ) International Hydrographic Organization (en) [۱۲] يونيسکو[۱۳] (۱۹۷۲ – ) Group on Earth Observations (en) پوست نړيواله ټولنه[۱۴][۱۵] (۱۹۷۳ – ) مخابراتو نړيواله ټولنه[۱۶] (۱۹۷۲ – ) اوپک (۱۹۶۷ – ) International Civil Defence Organisation (en) (۱۹۹۹ – ) هواپېژندنې نړيوال سازمان[۱۷] (۱۹۸۶ – ) د روغتيا نړيوال سازمان[۱۸] ګومرک نړيوال سازمان[۱۹] (۱۹۷۹ – ) |
هېواد | |
ځایناستی د |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه |
u.ae (عربي ژبه، انګرېزي ژبه) |
---|---|
کورډينېشن |
عربي متحده امارات د نړۍ یو له پرمختللو هیوادون څخه دی چې سعودی عربستان په ټاپووزمه کې موقیعت لري. د یاد هیواد پلازمینه ابوظبۍ او رسمي ژبه یې عربي ده او همدارنګه انګلیسي پکی هم مهم رول لري. یاد هیواد ۶۰۰'۸۳ مساخت او ۰۰۰'۱۰۶'۸ وګړي لري، د پیسو واحد یې اماراتي درهم دی.
د عربو موقيعت
د عربو موقيعت عموماً عربي هېوادونه د اسيا په جنوب لويديځ کې پراته دي او د يوي ټاپوزمې شکل لري چې د لغت لمخې عرب د دښتي صحرا او هغي وچي معنى ورکوي چي نه پکې اوبه موجودي وي او نه پکې شنه بوټي وجود ولري . د عربي وچي اوسيدونکو ته يې دا نوم له خورا ډيري پخوا زماني څخه ايښودل شوى دى د دې ټاپوزمي لويديځ خوا ته د سري بحيري او سينا ټاپوزمه پوري د ختيځ خوا ته يې عربي خليج جنوب ته عراق زياتو برخو پوري د جنوب لخوا يې عربي بحيرې چې وروسته ورته د هند بحر ويل کېږي او د شمال خوا ته يې د سوريې او عراق د ځينو برخو پوري اوږدوالي لري . دا وچه د خپلر طبعي او جغرافي موقيعت له مخي خورا زيات ارزښت لري د داخلي جوړښت له مخي د صحرا او شګو ديوالونو تر منځ واقع ده چې يو خارجي دښمن ته خورا سخته ده چې د لاس ته راوړلو او غلامولو لپاره يې هڅه وکړي نو ځکه د تاريخ په اوږدو کې ددي وچي اوسيدونکي تل ازاد پاتي شوي دي که څه هم د دوئ د دوه لويو امپراطوريو ګاونډيان وو او دوي ته به ګرانه وه چې د شګو ديوالونه نه واى ژغورلي د هغوئ له ټکولو څخه به ځانونه ساتلي نه واى . د باندنيو اړيکو په رڼا کې بايد ووايو :- دا چه د پخوانۍ زمانې د مشهورو برخو په منځ کې پرته ده چې د وچې او اوبو لاري ورسره تړلي دي په دې معنى چې غرنۍ څنډه يې د افريقا ته د ننوتلو دروازه او شمال شرقي برخه اروپا ته د اخليدلو کيلي او ختيځ څنډه يې د بحيره عربو قومونو منځنى ختيځ او ليري ختيځ دراوزي دي چي تر هند او چين خلاصيدلي او په همدي ډول ټولي لوي وچي يې له عربي وچي سره د اوبو په واسط تړلي دي چې د هغوئ بحري کشتۍ په مستقيم ډول د عربي وچي له بحري بندرونو کې داخليدلي شي همدا مهم جغرافيوي موقيعت دى چي د دې وچې شمال او جنوب تل ولسونو د راټوليدلو ځاى د تجارت مرکز د ثقافت ، دين ، هنرونو او راکړي ورکړي اساسي مرکز ګرځيدلي دى .(٧) مخونه ١-٢ ) عربي متحده امارات : United Arab Emirates – UAE
د نوم لنډيز : UA
رسمي نوم : عربي متحده امارات ، United Arab emirates نړيوال نوم : UAE محلي نوم : الامارات العربيه المتحده ، Alemarat alarabiyahas mutahidah
( (٥) م ١٣ )
جغرافيايې موقيعت
د عربي متحده اماراتو پراخوالى ٨٣٦٢٣ km2 کيلومتر مربع دى د اسيا په سويل لويديځ کې او د فارس د خليج او د عمان د بحيري په سويل غاړه کې پ پروت دى شمال اوختيځ خوا ته يې عمان ، لويديځ ته يې عربستان او شمال لويديځ ته يې قطر پروت دى .په شمال نيمه کره، په ختيځ طوالبلدونو کې ٢٥،٢٣، او ختيځ طوالبلد ٥٧،٥ ــــ ١٥٠ درجو تر منځ موقيعت لري . له هغه ځايه چې د عربي متحده اماراتو پولې په سمه توګه نه دې روښانه نو ځکه بيل بيل اخځونه راز راز ارقام وړاندي کوي د انټرنيټ د معلومات له مخي دا رقم2 km ٨٢٨٨٠ يا ٣١٨٧٧ m2 ميل مربع يې وچه ده .او اوبه يې ٨٢٨٨٠km2 يې ښودل شويدي . په مجموعي ډول د عربي متحده اماراتو د اووګوني فدرالي اماراتو مساحت داسي ښودل شويدى . ١- ابوظبى : km2 ٧١،٧٧ يا %٨٦
٢ - دوبۍ km2 ٤١،٤٤٠ يا % ٥
٣- راس الحيمه : km2 ٦٥٧ يا %٠،٢ ٤: فجيره km2٢٤٣ يا %٠،١،٥ ٥ – ام لکوين : km2 ٨،٢٨٨ يا %١
٦- شارجه km2 ٢،٩٠٠،٣ يا%٣،٥ .
٧- عمان km2 ٢٧٣ يا %٠،٣٣ ښودل شويدى . ( (١) مخونه ١٤-١٦) څلوخواوې :د متحده اماراتو شمال خوا ته فارس خليج ( عربي خليج) او عمان Oman ، شمال ختيځ ته يې عمان Oman ،شمال لويديځ ته يې قطر Qatar ،جنوب ته يې سعودي عربستان Saudi Arabia ، او عمان ( شمال او شمال ختيځ پولي په ګډون )ختيځ ته يې د عمان خليج Gulf Oman او لويديځ ته يې سعودي عربستان ( جنوب پولي په ګډون ) د عربي متحده اماراتو د پولو ټول اوږدوالى په وچه کې km2 ٩٣١دى .دغه هېواد د اوبو سره km ١٣١٨ پوله لري . د اسيا په سويل لويديځ کې او د فارس د خليج او عمان بحيري په سويلي غاړه کې پروت دى . ختيځ او شمال ختيځ خواته يې عمان ، سويل او لويديځ ته يې عربستان او شمال لويديځ ته يې قطر هېواد پروت دى .( (١) مخونه ١٦٤-١٦٥ )
مهم غرونه :
مهم غرونه نلري يوازې يې د ( جبل يبيرjabelybir څخه يې يادونه کولي شو چي په جنوب ختيځ کې موقيعت لري نور د پام وړ غرونه نلري لوړه څوکه يې د جبل يبير نوم سره ياديږې .
مهم سيندونه : متحده امارات کوم لوى او مشهور سيند نلري . اقليم : عربي متحده اماراتو اقليم په عمومي توګه وچ او نيم دښتې دى د اماراتو هوا عموماً په سواحلو کې د ورښت د کموالي سره سره د فارس او عمان خليجونه د ګاونډيتوب له امله لنده او د استوا له کرښې سره د نژدي والي سره هوا توده ده .د سرطان کرښه د دي هېواد له منځه ( خصوصا د ابوظبي ) له منځه څخه تيريږي .د عربي متحده اماراتو په دوبي کې د تودوخي منځنۍ درجه د سانتي ګريد (٤٨) ته اوچتيږې او په ژمي کې د دوبۍ هوا 0 c ١٠-١٤ ته رسېږي د دغه هېواد په سواحلو کې د هوا لندبل له %٨٥ څخه جګيږي د اماراتو په جګو سيمو کې ورښت وي او په اوارو سيمو له ( هغه هم نا څارپي تيز بادونه ) وي په متحده اماراتو کې اوبه لږ او تل وچکالي وي چي د نباتاتو د کموالي سبب ګرځې . .د دغه هېواد په جنوب ختيځو سواحلو کې هر دوبي ډير تيز بادونه لګېږي چې شرقي ( نومېږي ) او د دغه سيمي هوا يې توده کړي او خاوري او شګي له ځانه سره راوړي چې خصوصاً په کروندو باندي بدي اغيزي کوي .( (٢) مخونه ١٦٥-١٦٦)
جغرافياوي ځانګړتياوي
عربي متحده امارات له اووه ( ٧) اماراتونو څخه تشکيل او منځ ته راغلي چې عبارت دي له ١- ابوظبى ٢-راس الحيمه ٣-فجيره ٤- ام الکوين ٥- شارجه ٦- دوبۍ ٧- عمان دي .د استوا کرښه د دغه هېواد له مينځه ( ابوظبى) څخه د فارس خليج په جنوبي برخه د اماراتو په شمال کې پرته ده . د فارس په خليج کې د اماراتو پوله د قطر له جنوب ختيځ څخه ( خورالعديه ) د هرمز تنګي تر جنوبي څنډې ( د راس مسندم ) پورې km ٧٧٧ اوږدوالې لري پدي اوږد واټن کې ډير غټ او کوچني ټاپوګان پراته دي چي په اماراتو پوري اړه لري د عربي متحده اماراتو ډير اوږدوالي له شمال ختيځ څخه تر جنوب لويديځ برخو پوري km٥٤٤ پوري رسېږي او ډير پلنوالې يې له جنوب ختيځ څخه تر شمال لويديځ پوري ( km٣٦١) ته رسېږي .د عربي متحده اماراتو موقيعت د عمان خپلواکه عربي هېواد په دوو برخو ويشلي دى لکه چي په نقشه کې ښکاري د اماراتو شمال او شمال ختيځ ته دعمال شمالي برخه اود اماراتو په جنوب او جنوب ختيځ کې د عمان اصلي خاوره موقيعت لري عربي متحده امارات په خپلو منځو کې د پولو يا خاوري د پراخوالي په سر دعواوي نلري مګر د دوي تيت يا شيندل شوي موقيعتونه داسي دي چې د خپل منځي پولو پوره ټاکل يې سخت او ګران ښکاري د شارجي او عمان اماراتونه هر يو له دريو (٣) جلا جلا سيمو څخه جوړ شويدي ، دوبۍ،فيجره ،او راس الحيمه هر يو له دوه دوه برخي لري .ام لکوين او ابوظبۍ هر يو يې يوازي يوه يوه سيمه لري . د متحده اماراتو هغه سيمي او ځايونه چې په خلکو اباد دي زياتره د فارس د خليج اود عمان د خليج په څنډو کې پراته دي .چي پرمختللي کارخاني په همدي سيمو کې موقيعت لري يدغه سيمو کې اقتصادي فعاليتونه ډير تر سره کېږي .چې د همدي فعاليتونو نتيجه ده چې د نفوسو ګڼوالي تر سترګو کېږي .د بهرنيو هېوادونو راغلي مهاجر همدغه سيمو کې ميشت کېږي . د دغه هېواد لوى ښارونه : ابوظبۍ ، عجمان ، راس الحيمه ،فجيره ، ام الکوين او نور ټول په سواحلو کې موقيعت لري .پاتي سيمي زياتره بيدياوي دښتي ، شګلني ، او يا داسي سيمي دي چې هيڅ قسمه کرنه ، اوبه او هيڅ قسمه اقتصادي او زراعتي فعاليتونه پکې نه تر سترګو کېږي او په کيلو مترو کيلو مترو کې يو انسان هم نه ليدل کېږې او يوازي د پروتو بينتا prothobinta په نوم يوازي هغه نباتات ليدل کېږي چې ډيرو کمو اوبو ته ضرورت لري .؛ په عمومي توګه د سمندر له سطحي څخه د عربي متحده اماراتو تر ټولو ټيټه سيمه د فارس خليج ده صفر متر ته رسېږي او تر ټولو جګه سيمه په متحده اماراتو کې د جبل يبير ( jabletibir ) غر لوړه څوکه ده چې د سمندر د سطحي څخه ١٥٢٧ متره لوړوالي لري .( (١) مخونه ٦٠-٦٤)
سياسي او بشري وضعه
( اداري ويش )
پايتخت يې د ابوظبى ښار دى Abu Dhabi ، نوټ : عربي متحده اماراتو د جوړښت له مخې د هر امارات مرکز د څه مودي لپاره د ټول هيواد پايتخت وي . نفوس :٢،٣٤٤،٤٠٢ تنه په کال (١٩٩٩م کال کې حساب شويدي يا په بل عبارت د ٢٠٠٠ م کال د احصايې لمخي ٢،٤ ميليونه تنه ښودل شويدي البته يوازي د ابوظبى نفوس . د بهرنيو اوسېدونکو شمېر (١،٥٧٦،٥٨٩) تنه چې په کار په بيلابيلو کسبونو مشغول دي ښودل شويدي .((١) م٥)
د عربي متحده اماراتو د نفوسو ديموګرافي ځانګړتياوي په لاندي دول سره.
١ د نفوسو ګڼوالي 2 km١ کې ٢٨ تنه
٢ د نفوسو ګڼوالي په يو ميل مربع کې ٧٣،٥ تنه
٣ ښاري وګړي %٩٠
٤ کليوال وګړي %١٠
٥ ٥- ١٤ کلن %٣١نارينه٣٦٨،٨٤٤ ښځي ٣٥٣،١
٦ ١٥- ٦٤ کلن %٦٧نارينه ١٥،٦٩ښځي ٥٥٨،٩٠٢
٧ له ٦٥ کلن څخه پورته %٢ نارينه٣٢،٦٥٣ ښځي ١٤،٨٤٨ (١٩٩٩م)
٨ د جنسيت تناسب د زيږيدلو په وخت کې %١،٠٤٩ تنه
٩ د جنسيت تناسب له ١٥ څخه ٦٤کلنۍ پورې %١،٨٢ تنه
١٠ له ٦٥ کلنۍ څخه پورته %٢،٢٢ تنه
١١ په ټول نفوس کې %١،٥٣ تنه
١٢ په ١٠٠٠ کسانو کې زيږيدنه %١٨،٨٦ تنه
١٣ په ١٠٠٠ کسانو کې مړينه %٣،١٣ ماشومان
١٤ د نفوسو زياتوالي کلنۍ وده %١،٧٨ (١٩٩٩ م )
١٥ په ١٠٠٠ زيږيدلو ماشومان کې مړينه ٣،١٣ ماشومان
١٦ د ژوند سطحه په منځنۍ توګه ٧٥،٢٤ کاله
١٧ په نارينه وو کې ٧٣-٨٣ کاله
١٨ په ښځو کې ٧٦-٧٨ کاله
١٩ د ښځو حمل په ١٠٠٠ کې ٣،٥ ماشومان
اداري ويش
عربي متحده امارات يو فدراسيون دي federation دى د عربو متحده امارات د اوو شيخ د نشينو له يووالي څخه منځ ته راغلي دي چې له ابوظبى ام الکوين، دوبۍ ، راس الحيمه، شارجه ، عجمان او فيجره څخه عبارت دي پلازمينه يې د ابوظبى ښار دى . ډاکټر محمد رازق بهير وايې متحده امارات عبارت دي له . ١- ابوظبى Abudubi ٢- عجمان Ajman ٣- الفجيره Alfajayrah ٤- الشارجه Sharjah ٥- دوبۍ Dubai ٦- راس الحيمه Rasal kheymah ٧- ام الکوين ummal qaywan . مهم ښارونه يې: عبارت دي له ابوظبى ،عجمان ، راس الحيمه ، دوبۍ، ام الکوين ، شارجه ،وحيدا ، تارواينا، لاتبر ، نيمارياnimairya حمام Humam او بوريمي Burimi څخه عبارت دي .( (٤) مخونه ٩٤-٩٦)
د اماراتو مهم بندرونه :
ابوظبى، فجيره ، عجمان راس لحيمه ، دوبۍ ، ام الکوين ، شارجه ، چې ټول د فارس خليج او دعمان د خليج پر څنډو پراته دي چې هر يو يې د خپل متعلقه امارات مرکز بلل کېږي . اوداس ، حورفکان Khawrfakan ، جبل علي jabal ali ، مينا خالد Mina khalid ، مينارشيد Minarasid او نور دي . لکه مخکي مو يادونه وکړه چې د متحده اماراتو زياتره تجارتي مراکز د بندرونو سره نژدې لکه د نورو هېوادونو په اقتصاد کې د ملا تير رول لوبوي د متحده اماراتو حکومت د بندرونو له لاري ډيرکله سودا ګريزي راکړي ورکړي سرته رسوي . بندرونه د اموالو په وړلو راوړلو کې يا صادراتو او وارداتو کې تر ټولو ښه اسانه او ارزانه تمامېږي چې د اماراتو حکومت د همدي بندرونو له لاري د نړۍ سوداګريزو مارکيټونو سره زياتره ارطباتات نېسي او خوراکي مواد د همدې بندرونو او باروړونکو کشتيو له لارې خپل هېواد ته راواردوي . د اماراتو يوازيني حکومت دى چې اقتصادي ستونزي د ټکس له لاري حل او پوره کوي .
نژاد
په عربي متحده اماراتو کې مختلف نژادونه او د نورو ملکونو مهاجر اوسيدونکي ژوند کوي او په بيلا بيلو نژادونو پوري اړه لري چې د ځينو څخه يې په لاندي توګه يادونه کولي شو . محلي عرب %١٩ ،نور عرب او ايرانيان %٢٣ ،د جنوبي اسيا خلک %٥٠ افغانان ، پاکستانيان ، هندوستانيان ،بنګلاديشيان ،اروپايان ،امريکايان او د ختيځي اسيا خلک %٨ تشکيلويا په ١٩٨٧ م کال کې. د پورته معلوماتو داسي معلوميږي د نژادونو له مخي يا د زياتوالي له مخي يې په لومړئ درجه کې د جنوبي اسيا خلک دي چې په سلو کې % ٥٠ تشکيلوي او په دوهم قطار کې نور عرب او ايرانيان دي چې په سلو کې %٢٣ تشکيلوي البته په دريم قطار کې د نژاد د ډيروالي له مخي محلي عرب دي چي په سلو کې %١٩ تشکيلوي او تر ټولو کم وګړي يا اوسيدونکي د ګډ نژاد خاوندان يا اروپايان ، امريکايان ، افغانان ، پاکستانيان ، هندوان ،او د ختيځي اسيا خلک تشکيلوي لکه مخکې يادونه وشوه چې د متحده اماراتو زياتره اوسېدونکي د نورو ملکونو څخه راغلي مهاجر دي يعني خپل اوسېدونکي تر مهاجرو کم ليدل کېږي .( (٨) مخونه ٥٠-٥١)
دين او مذهب
د عربو متحده اماراتو اکثره اوسېدونکي مسلمانان دي لکه مخکي چې ورڅخه يادونه وشوه د عربي متحده اماراتو اکثره اوسيدونکي مسلمانان او د مسلمانانو ملکونو څخه ورغلي مهاجردي چې د مسلمانانو ملکونو مهاجر يې نسبت هغه ملکونو ته غير مسلمانان دي زيات دي .چې مسلمانان يې %٩٦ تشکيلوي او په مسلمانانو کې شيعه مذهب پيروان هم شته. %١٦ د نورو دينونو او مذهبونو لرونکي دي لکه مسيحان ، هندوان ، او نور يې يوازي %٤ تشکيلوي . د ذکر شويو معلوماتو له مخي داسي معلوميږي تر ټولو زيات اوسيدونکي مسلمانان دي او هغه دوم قدم کې شيعه مذهب لرونکي او په دريم قطار کې د مختلفو دينونو او مذهبونو لرونکي دي . . ژبه :د عربي متحده اماراتو اکثره اوسيدونکي لکه چې د نوم څخه يې معلومېږي عربان دي يعني په عربي ژبه خبري کوي چې رسمي ژبه يې عبارت ده له عربي څخه ده ،انګليسي ، اردو،فارسي،او پښتو ژبي هم پکې ويل کېږي د عربي متحده اماراتو اکثره هغه وګړي دي چې په عربي ژبه خبري کوي د نورو ملکونو راغلي مهاجر له ځانه سره نوري ژبي رانتقال کړي لکه چي پورته ورڅخه يادونه وشوه .
ليک او د حکومت ډول يي
١- د عربي متحده اماراتو اکثره اوسيدونکي عربان او يا له عربي هېوادونو راغلي خلک دي چې د ليک رسمي ډول يې عربي او انګريزي دى .
٢- د حکومت طرز يې :
عربي متحده امارات داسي يو فدراسيون Federation په نتيجه کې منځ ته راغلي چې د اوو شيخ نشينو د يووالي له امله منځ ته راغلي دي چې واکونه يې UAE فدرالي حکومت ته ورکړ شوي او ځيني نور د هر امارات لپاره خوندي پاته شوي دي د عربي متحده اماراتو د جوړښت د اصولو له مخي د هر غړي امارات مشر د څه مودي لپاره د فدراسيون د مشر او د همغه د امارات د مرکز د ټول فدراسيون د پايتخت په توګه ټاکل کېږي .
د عربي متحده اماراتو اوسنى مشر شيخ زايد بن سلطان آلنهيان Zayid sultan alnahayan دى چې د ١٩٩٦ م د اکتوبر په (٨)نائب سلطان ښاغلي مکتوم بن شيدال مکتومMaktuhm bin rashal maktum دى . ( (٤) ٥٠-٥١ ) د کال ١٩٩٠ د اکتوبر (٨) صدراعظم الوزرا مرستيال سلطان زايد النهيان د کال ١٩٩٠ د نومبر په ٢٠ دى ،.پاتې دې نه وي چي شيخ زايد بن سلطان په ال نهيان د ابوظبى او مکتوم بن رشيد ال مکتوم د دوبۍ د اماراتو مشران دي د UAE د کابيني وزيران د فدراسيون د مشر لخوا ټاکل کيږي هر امارات يو فډرالي شوراى Federal supreme council (fsc) لري چې د فدراسيون او اووه ګونو اماراتو له سلاطينو څخه جوړه شويده .د دغه هېواد شوراى د فدراسيون د قانون جوړولو او واک تر ټولو لوړ ارګان بلل کېږي .د فدراسيون عالي شوراى په کال کې څلور ځلي غونډه کوي د قانون د جوړولو او تصويب حق لري په شوراى کې د ابوظبى او دوبۍ د امارات مشران د ويتو ( رد) کولو ځانګړي حق لري . د UAE پارلمان يوه جرګه يا يوه برخه يې ( فدرالي ملي شوراى Nations federal council يا مجلس الاتحناد ابوظبى لري چې د (٤٠) تنه غړي لري د اوو ګونو اماراتو د سلاطينو لخوا د دوه کلنو لپاره ټاکل کېږي او واک ته رسېږي د UAE قضايې نظام په سر کې ځاى لري قاضيان يې د امارات د سلطان له خوا ټاکل کېږي .UAE د مشرتابه د تاکلو لپاره وروستۍ ټاکني په کال (١٩٩٦م ) د اکتوبر (٨) نيټه تر سره شويدي . او وروسته بيا پنځه کاله په کال ٢٠٠١ م تر سره شي د هر يو ټاکنى موده يې پنځه کاله وي يعني د متحده اماراتو د قانون له مخې هر پنځه کاله وروسته بيا انتخابات ( ټاکني) تر سره کېږي ، په ډيرو پخوانيو ټاکنوکې شيخ زايد د اوراو په اتفاق د UAE سلطان او نائب سلطان په توګه ټاکل شوي وو . سياسي ډلي : د اماراتو د قانون له مخي هيڅ يوه دله د هيڅ قسمه سياسي فعاليت حق نلري يعني په متحده اماراتو کې سياسي ډلي وجود نلري يوازي د شيخ زايد سلطان کورنۍ تر اوسه پکې قدرت په لاس کې لري په UN ملګرو ملتونو کې د غړيتوب نيټه (١٩٧١ م دسمبر (٩) نيټه ښودل شويده . په نړيواله ټولنه کې غړيتوب : 0177-FAO-ESCWA/CCC-CAEU-AMF-AL-AFEDB-ABECAIHO-IFRCS-IFC-IFAD- ISO-10C-INTERPOL-IKMARSAT- IDA-ICRM-ICAO-IAEA-GCC-RRU INTELSAT-MO-IMF-ILO-UNIOP-UNESCO-UNCTAP-OPEC-OPCW-OIC-OAPE CNM-WTRO-WMOWLPO
په متحده اماراتو کې د خپلواکۍ ورځ . د نړۍ د زياتو ملکونو پشان متحده امارات دنورو تر اسارات ( غلامۍ ) شيبي او ورځي تيري کړي دي . د نړۍ زور واکو ملکونو لکه ، امريکامتحده ايالات ، انګلستان ، فرانسه ، هالينډ او شوروي اتحاد پشان ملکونو امپراطورانو تل غريب او بې دفاع ملکونه د خپل اسارت لاندي ساتلي او پر هغوئ د ټوپک پر زور او د پيسو په زور حکومت کړيدى او دا لړۍ تر دوهم نړيوال جنګ پوري روانه وه چې د دوهم نړيوال جنګ نه وروسته زيات هېوادونه خپلواک شول چې د هغوئ له ډلي څخه متحده امارات هم شامل دي يعني متحده اماراتو خپله خپلواکي له انګلستان څخه تر لاسه کړيده چې د خپلواکۍ ورځ يې په ( کال ١٩٧١ م ) د دسمبر دوهمه نيټه له انګلستان څخه ښودل شويده ( (٧) ١-٣ ) ګوګل نړۍ هنداره ) د متحده اماراتو ملي بيرغ : بيرغ يعني څه ؟ بيرغ ډيري معنى ګاني لري چې پوهان او مورخين يې بيلا بيلو مقصدونو او نښانونو لپاره استعمالوي ،لکه څنګه مورخين بيرغ ته د نشان معنى ورکوي او ځيني مورخين وايې چې بيرغ د پيژندلو معنى لري او ځيني نور يې د نورو سره توپير کولو په معنى استعمالوي . خو اصلاً زما په شخصي مطالعه کې او دا په بيرغ د کنترول ، زړورتيا، حکومت کولو او حکم چلولو معنى لري . خو دا موضوع چې څومره څېړنه پري کوي زياتيږي او دا چې اصلي موضوع رانه اوږده نه شي د متحده اماراتو د بيرغ په اړه معلومات ستاسو په خدمت درکړم . د متحده اماراتو UAE ملي بيرغ د دريو مساوي افقي ټوټو ( پاسنۍ شنه ، منځنۍ سپنه ،او لاندينۍ يې توره ده ) او د هغو په کيڼه خوا کې له يوې پيړي عمودي سري ټوټي څخه جوړه شويدي .
==د متحده اماراتو اقتصادي اوضاع== UAE د ازاد مارکيټ اقتصادي نظام په متحده اماراتو کې دي د سړي سر کلنى عايد يې د نړۍ دنورو پر مخ تللو ملکو پشان لوړ اقتصادي لري ، په نړيوال سوداګريز مارکيټ کې دپام وړ رول لوبوي او د خپلو طبعي زيرمو څخه يې په کافي اندازه ګټه پورته کړيده او په بهرني سياست کې د پاملرنې وړ ازاد surphis لري .
د UAE شتمني ( غير خالص کورنى توليد%٣٣) دى د دغه هېواد د تيلو او ګازو څخه لاسته راځي . د دغه هېواد اقتصادي اوضاع د تيلو او ګازو د بيو له نوسان fhactuate سره ښکته او پورته کېږي ، له کال ١٩٧٣م څخه راپديخوا UAE له وړوکو وړوکو وروسته او بيو له اماراتو څخه د ژوندانه د سوئې تر اوسني ډير جګ ستندرد پوري ستونزمنه لاره ووهله ، داوسني توليد اندازه يې له مخي UAE د تيلو ګازو زيرمي تر سلو کالو پوري دوام مومې يعنې عربي متحده امارات دومره پراخه طبعي زيرمي لري چي تر سلو (١٠٠) کلونو پورې د استفادې وړ دي د عربي متحده اماراتو په اقتصادي خصوصي پانګه اچونه د په (٩٧-١٩٩٨ م )کلونو کې صنعتي پرمختګ ګړندى وو . خو په ١٩٩٨ م کال کې د تيلو نړيوال مارکيټ د ټيټو بيو د متحده اماراتو کورنى توليد %٥ زيانمن کړ . غير خالص کورنې توليد GDP : ٤٠ بيلون ډالره (١٩٩٨ م ) کال کې .د غيري خالص کورني توليد وده %٥ – ١٩٩٨ م کال کې .د سړي سر کلنى عايد : $١٧٤٠٠ ډالره ښودل شويدى . غيري خالص کورنى توليد سکتوري جوړښت :
د متحده اماراتو په نفوسو کې په هرو سلو کسانو کې يوازي %٣ فيصده خلک يې په کرهنه پوخت دي ¸په متحده اماراتو کې صنعت %٥٢ ښودل شويدى د صنعت تر څنګ يې خدمات هم د پر مخ تللو ملکو په قطار کې دي چي مجموعاً اندازه %٤٥ په (١٩٩٧ م ) کال کې ښودل شويده .انفلاسيون ريټ %٥ په ١٩٩٧ م کال ښودل شويده ( (٢) مخونه ٣٠-٣١ )
په متحده اماراتو کې د کارکولو قوت :
په متحده اماراتو کې د کارکولو (١٣) مليون تنه (١٩٩٧م) حساب شويدي چې دغه قوت له (١٥-٦٥ ) کلنو پوري په اوسط ډول سره ښودل شويدى په هرو سلو (١٠٠) کار کوونکو کې يې %٧٥ هغه کار کوونکي دي چې د بهرنيو ملکونو څخه متحده اماراتو ته تللي . خدمات %٦٠ په اوسط ډول حساب شويدي البته په سلو کې خدماتو تر څنګ په متحده اماراتو کې صنعت %٣٢وده کړيده او د دغه هېواد کرنه يې %٨ ياده شويده په (١٩٩٦م ) کال کې .د دغه هېواد د وزګارتيا اندازه د (NA) سره ښودل شويده .
په متحده اماراتو کې بوديجه (٥،٤) ميلون ډالر او د لګښتو بيلون ډالر (٣٥٠) ميلون ډالر سرمايوي لګښت په ګډون سره .
صنعت : عربي متحده امارات د نړۍ د صنعتي ملکونو په قطار کې ولاړ يو صنعتي هېواد دى چې مهم صنعت يې د تيلو قيمتي ماده ده چې عربي متحده امارات د تيلو د درلودلو له امله يو غني هېواد دى چې د تيلو تر څنګ د ګازو پراخه زيرمي لري او د دي تر څنګ د تيلو ، ګازو ايستلو چاڼ کولو ، د ګازو اوبلن کولو ، پتروشيمي ، محصولات ، د کبانو پروسي ، د المونيم ويلي کول ، سمنټ او نور د ساختماني موادو ، د بيړيو جوړول ، فولاد ، په لږه اندازه خوراکي مواد ، لاسي صنايع او نور د داسي نور د دى هېواد د مهمو صنعتي موادو څخه شميرل کېږي د عربي متحده اماراتو د طبعي زيرمو د درلودلو له امله يو شتمن هېواد دى چې د پورته ذکر شوو موادو د درلودلو له امله ېې د نړيوالو پام د ځان په لور اړولى دى په ذکر شوى هېواد کې د صنعتي توليداتو اندازه په چټکۍسره وده کړېده .چې د نړيوالي احصايې لمخي يې د توليداتو کلنۍ اندازه : %٥ په کال (١٩٩٧م ) کې ښودل شويده . د بريښنا د توليد اندازه (٨١) بليون K.W.H په کال ١٩٩٦م کې له اومه تيلو څخه %١٠٠ ښودل شويده .( (٤) مخونه ٩٤-٩٦
کرنه
(زراعت ) د عربي متحده اماراتو د کرني وړ ځمکه ډيره کمه اندازه لري او په عمومي توګه د اماراتو خاوره د کرني وړ نده لوي دښتي د دي هېواد زياته برخه تشکيلوي . داسي اټکل کېږي په راتلونکو _٢٠-٣٠ کلونو پوري ددى هېواد %١٠ ځمکه د کرلو وړ ګرځي، چې د نهرونو ويالو او يا د ځمکي د لاندي د اوبو راويستلو لپاره کار روان دى د عربي متحده اماراتو د ځمکي زياته برخه بيدياوي ، ښارونه ، بندرونه ، او د استوګني وړ ځايونو نيولي ده د دغه نږدي %٩٠ تشکيلوي .يوازي %٢ ځمکه د څړځايونه لري . په اوس وخت کې د عربي متحده اماراتو کې km2١٥٠ خاوره د ابوظبى ، راس الحيمي او شارجې په سيمو کې کرل کېږي . په (١٩٩٣م ) UAE %٨ فيصده خلک په دي سکتور کې په کار بوخت وو ، او د دغه هېواد يوازي %٣ فيصده غير خالص کورنې توليد جوړوي . مهم پيداوار يې : خرما ، سابه ، هندواڼي ، چرګان ، هګۍ،غوښه او کبان دي عربي متحده اماراتو مهم کرنيز محصولات بلل کېږي . د ګټي وړ څاروي يې : په متحده اماراتو کې لکه څنګه چې د کرنې وړ ځمکه نلري او يايې په لږ اندازه لري همدارنګه څاروي چې په کرنه پورې تړلي دي لږ لري ، اوښان ، اسونه او اوزي دي .( (٢) مخونه ٩٨-٩٩)
کانونه
عربي متحده امارات په اسيا کې د نفوسو له پلوه (٤٠) هېواد د مساحت له پلوه په اسيا کې (٨) هېواد حساب شويدى .چې د کانونو له مخې تيل او ګازو زيرمو په درلودلو له امله په ټوله نړۍ کې (١٢) او په منځني ختيځ هيوادونو کې (٥) پنځم ستر د نفتي موادو توليدونکى هېواد بلل کېږي .اوسپنه ، کروم ، ګاز ، تيل ، يې ستر کانونه شميرل کېږي . د صادراتو بيه : ٣٨ بليون ډالره ( FOB- ١٩٩٧ م ) کې حساب شويده اومه تيل %٤٥ چې د عربي متحده اماراتو د صادارتو په سر کې يعني تر ټولو ډير صادرات يې اومه تيل دي چې وروسته ګاز ، کبان ، خرمااو نور بلل کېږي . د عربي متحده اماراتو غټ تجارتي شريکان : جاپان %٣٦، جنوبي کوريا %٩، سنګاپور%٥ ،هندوستان ،%٥ ، عمان %٣، د امريکا متحده ايالات %١٤، فرانسه %٨ ، غټ تجارتي شريکان بلل کېږي . د عربي متحده اماراتو د دوبۍ او ابوظبي په مهمو بندرونو او نورو اماراتو کې د مالولو پر صادراتو او وارداتو هيڅ ډول څاروي او کنټرول نشته ،د دوبۍ خپل ٥٠-٤٠ فيصده مالونه بيرته عراق ، ايران ، قطر ، عمان ، افغانستان ، پاکستان ، او د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو ته صادروي
( (٤)مخونه ٧٠-٧١)
واردات
د عربي متحده اماراتو واردات ٢٩،٧ بليون ډالرهFOB- ١٩٩٧ م حساب شويدي امارات نقليه وسايط ، خوراکې مواد ، د تيلو او ګازو د رايستلو چاڼ او د ګازو اوبلن کولو ماشين الات ، عصري ماشينونه ، دارو درمل ، سګريټ ، ساختماني مواد ، ټوکران ، فولاد ، استهلاکي شيان ، کيمياوي مواد او لنډه دا چې د تيلو او ګازو څخه پرته نور ټول د ضرورت وړ شيان له نورو ملکونو څخه خپل هېوا ته واردوي او خپل روزمره ضرورتونه د همدي لاري پوره کوي چې د اخستلو غټ بازارونه : د امريکامتحده ايالات %٩ ، جاپان %٩، المان %٦ ، هندوستان %٦ ، انګلستان ، هالينډ ، ايټاليه شميرل کېږي . په عربي متحده اماراتو بهرني پورنه : يوازي (١٤) بليون ډالر (١٩٩٦ ) کې حساب شويدي د مرستو ورکړه : UAE متحده امارات لکه څنګه چې مخکي ذکر شو د طبعي زيرمو له پلوه يوغني هېواد دى چې په اقتصاد کې ډير رول لوبوي چې ځيني عربي هېوادونو او افريقايې هېوادونو او په اوس مهال کې له افغانستان سره اقتصادي مرستي کړيدي چې ارقام يې معلوم ندي . په عربي متحده اماراتو کې ترانسپورت :
په عربي متحده اماراتو کې UAE د اور ګاډي پټلۍ وجود نلري دغه هېواد km٤٨٣٥ لوي لاري لري په عمومي ډول ټولي په پاخه او اساسي ډول جوړي شويدي چې په کال (١٩٩٦ م ) کې حساب شويدي .
چې د اوومه تيلو km ٨٣٠ پايپ لين لري او د تيلو لېږدونه پکې جريان لري د دي تر څنګ د ګازو او اوبلن Km ٨٧٠ پايپ لاينونه لري . د عربي متحده اماراتو لاندي ٧٤ تجارتي بيړۍ ګانې لري GRT ١٠٠٠ يا تر دي زياتي لري .
١-غټي کارګو بيړۍ ګانې bulk = ٤ . ٢- کارګوcargo = ٢٠ دانې .
٣- د کيمياوي موادو ټانکرونه chemical tanker = ٤ دانې . ٤- کانټينر لېږدونکي container =٨ دانې . ٥- اوبلن ګاز ټانکر liguefiedas tanker = ١ دانه . ٦- livestock carrier = ١ دانه ٧- تيلو ټانکر :oil tanker (٢٨) دانې . ٨- يخچالي کارګو refrigerated cargo ١ دانه . ٩- off cargo on /roll Roll ( ٧- په ١٩٩٨ م کال کې ښودل شويدي هوايې ډګرونه : په عربي متحده اماراتو کې ټول (٤١) هوايې ډګرونه شميرل شويدي چې د دي جملې څخه ( ٢١) پاخه او په اساسي ډول جوړ شويدي ، خامه يې (٢٠) دي د نوې له m ٣٠٤٧ څخه اوږد پاخه = ٨ خامه=١ د نوې له m ١٥٢٤ m- ٢٩٣٧ پاخه =٣ خامه =٤ د نوې له m٩١٤ – m١٥٣٧ پاخه =٣ خامه =٩ د نوې له m ٩١٤ څخه لنډ پاخه =٤ خامه =٥ د پورته رقم تر څنګ د هليکوپترونو ډګرونه ٢ پاخه ١٩٩٨ م کال کې .
د پيسو واحد
په عربي متحده اماراتو کې UAE درهم Emirain dirham =١٠٠ فلس fils يو امريکايې ډالر ( رسمي نرخ ) = ٣،٦٧ (٢٠٠٠م ) مارچ کې مالي کال : هجري قمري او عيسوي ( ګريګوري ) دى . د وزن سيستم : متريک او انګليس دى .( (٥) م ١٧٠
په عربي متحده اماراتو کې مخابرات :
عربي متحده امارات لکه څنګه چې مخکې ورنه يادونه وشوه د نړۍ د پرمختللو هېوادونو څخه شميرل کېږي چې د مخابراتو په برخه کې يې کافي پرمختګ کړى او پرمخ تللى او عصري مخابرات لري په تيره ابوظبى او دوبۍ د مايکروويف راډيو ديلي کاکسل coaxial xable ډير عصري سيستمونه لري دغه هېواد د خپل بهرني ارتباط لپاره په ارام سمندر او هند سمندر کې د انتلسات او عربسان Arab sat يو سټلايټ زمکني سيستمونه لري .
عربي متحده امارات له هندوستان ، پاکستان ، بحرين ، او قطر سره د اوبو لاندي کيبل submarine cable له سعودي عربستان سره دمايکروويف راډيو ديلي او له بحرين سره Troposphere scoffer له لاري ارتباط لري . د راډيو يې خپرونو مرکزونه :, AM .( ٨ ) او FM. (٣) راډيوګانو شميره ٥٤٥ زره په (١٩٩٢م کال کې حساب شويدى. د تلويزيوني خپرونو مرکزونه : (١٥) په ١٩٩٧م کال کې د ټلويزيونونو شميره (١٧٠) زره په (١٩٩٣ م ) کال کې .
د اقتصادي ، اجتماعي ودي ارقام
UAE عربي متحده امارات يو له هغو هېوادونو په نړۍ او اسيا کې ډير لوړ سړي سرکلنى عايد لري يعني د عايداتو شمير ډير لوړ دى او د پرمخ تللو هېوادونو په قطار کې شميرل کېږي . د اماراتو له ١٥ کلنۍ خلکو څخه پورته %٧٩،٢ نفوس نارينه ( %٧٨،٩ ښځې % ٧٩،٨ کسان يې په ليک لوست پوهېږي ( ١٩٩٥ م ) په دغه هېواد کې زده کړه له ٥-١٩ کلنو پوري جبري او ټوله وړيا ده په عربي متحده اماراتو کې پر خلکو ماليات ( ټکس ) نشته او د دوئ لپاره ټول روغتيايې او ټولنيز خدمات وړيا وړاندې کېږي . په دغه هېواد کې د هرو ٣٢٦ کسانو ته د روغتون يو کټ او د هرو ٩٩٥ کسانو ته يو ډاکټر ٤،٣ کسانو ته يوه راډيو ١٣،٨ کسانو ته يې يو تلويزيون وي ١٠٠٠ کسانو ٨ ورځپاڼي او ١٨ زده کوونکو ته يو ښوونکى رسېږي . پوځ : د عربي متحده اماراتو د خپل ملک د ساتلو او دفاع لپاره ښه پرمخ تللي فوځ لري چې عبارت دي له : ځمکنى فوځ ، سمندري فوځ ، هوايې فوځ ، مدافعي فوځ او مايشي ( فدرالي پوليسو په ګډون) د عسکري خدمت سن : نارينه ١٨ کلن دى د عسکري خدمت لپاره د احتياطي کسانو زخيره نارينه ١٥ -٤٩ کلن پوري . ٧٩١،٠٩٧ تنه ١٩٩٩ م کال کې د عسکري خدمت لپاره وړکسان ١٥-٤٩ نارينه ٤٢٥٣٤٨ تنه د هغه ځوانانو شمير چې هر کال د عسکري خدمت سن ته رسېږي نارينه ٢٣،٣٥٨ تنه . عسکري لګښت يې : ٢١١٨ بيليون په ١٩٩٩ $ ښودل شوى .په غيرى خالص کورنې توليد کې د عسکري لګښـت ونډه %٥ ده .
د عربي متحده اماراتو نړيوالي لانجي
د عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان د پولو څرنګوالي او موقيعت لانجه من دي سره لدي چې دواړه هېوادونه د کال ١٩٧٤ م د تړون له مخي خپلي پولي په موقتي توګه defeccto په رسميت پيژندلى دى .
له عمان سره هم د متحده اماراتو پولي په هيڅ قسمه نه دي په نښه شوي څو کال د مخه ايران په هغه دريو ټاپوګانو حمله وکړه چې UAE متحده اماراتو يې لا هم خپل ملکيت بولي دا ټاپوګان تومب کبير Tombekabir تومب صغير Tomebsaghir او ابو موسى Abumusa نومېږي . ( (١) مخونه ١٧٢-١٧٣ )
==
د عربي متحده اماراتو تاريخ==
د فارس خليج د جنوبي سواحلو ډير لرغوني تاريخ روښانه نه دى له ميلاد څخه ١٢-١٣ پيړۍ مخکي عربي کوچيانو د عربستان د ټاپوزمي له منځنيو برخو څخه دفارس د خليج پر څنډو يرغل وکړ او دا سيمي يې ونيوي . له ميلاد څخه ٣٢٣ ق م کال مخکې مقدونې سکندر دا سيمي لاندي کړي له ميلاد څخه مخکي ١٧٤ او ٣٦ق م) کلونو تر منځ اشکانيانو او وروسته بيا ساسانيانو د اسلام د مقدس دين تر راتګ پوري د فارس د خليج پر جنوبي سواحلو واکمني درلوده . د اسلام مبارک دين دحضرت محمد ص په وخت کې د عمرو بن عاص په واسطه دغو سيمو ته رسول شوى دى، له ساسانيانو څخه وروسته دې ساحلي سيمو څو پيړۍ د شيخانو او سيمه ايزو مشرانو په ملوک الطوايفي کې تيري کړي په لسمه ميلادي پيړۍ کې سلجوقيانو او ورپسي اتابکسانو پردغو سواحلو پاچاهي کړيده له ١٢ څخه تر ١٤ م پيړۍ پوري دبني عبدالقيس د شمالي عربو قبيلي چې په ١٢٣١ م کال مسلمانه شوې او بحرين ته لېږلي وه سيمه ايز واکمن مات کړ او د فارس د خليج پر ټولو لويديځو ټاپوګانو لاسبر ي شول .
کله چې د عثماني امپراطورۍد فتوحاتو له امله د ختيځ او لويديځ تر منځ د سوداګرۍ لاري وتړل شوه پرتګاليان د فارس خليج ته متوجه شول او په هغه يې په ١٦ م پيړۍ کې ونيوه وروسته نورو اروپايې ځواکونه لکه هالينډيان او انګليسان په خليج لاسبري شول د ١٨ م پيړۍ په پاى کې د عربستان د ټاپوزمي د ال سعود او وهابيانو اغيزه په خليج کې پراخه شوه او سمندري غلاوي ډيري شوي تر کال ١٨٠٩ م پوري وهابيانو د خليج څنډي ونيوي انګليسانو چې خپلې ګټي پدې سيمه کې له لاسه ورکړې وي د سمندري غلو او مرئيو د سوداګرو د ځپلو په پلمه خليج ته خپل فوځونه واستول (١٨-١٨١٩ م ) انګليسانو د فارس د خليج په جنوبي km ٢٤٠ اوږده سواحلو کې د سيمه ايزو واکمنو ټغر ټول کړو . په ١٨٥٣م د انګلستان او سيمه ايزو شيخانو تر منځ د سولي او خپل منځي ښو اړيکو يو تړون لاسليک شو او ددي تړون په اساس د سمندري غلا او مرئيو سوداګري کمه شوه .
د ١٩ م پيړۍ په وروستيو وختونو کې روسيه ، المان ، او فرانسه هم د فارس په خليج کې د اډو پيدا کولو ته وهڅيدل له همدي امله انګليسانو د متصالحه اماراتو (اوسنيو عربي متحده اماراتو ) له مشرانو (١٨٩٢م او کويټ ١٨٩٩ سره داسي تړونونه لاس ليک کړل چې د بهرنيو اړيکو په برخه کې د اماراتو د شيخانو واک له مينځه يوړو او پدي توګه دا سيمي رسما د انګستان تحت الحمايه شوي په را وروستيو پنځوسو کلونو کې د متصالحه اماراتو په حدودو کې څو ځلي بدلون راغي په کال ١٩٥٢ م کې انګليسانو د عربي اوو متصالحه اماراتو د شيخانو شوراى جوړه شوه پريکړه وشوه چې دا شوراى به هر کال دوه ځلي غونډه کوي او ځينې کوچني کارونه به سرته رسوي د دوهمي نړيوالي جګړي تر وروستيو وختونو پوري انګلستان چې يوازي دغه امارات په ساحلي څنډو کې سوله او امنيت وساتې او د دوى کورنى ژوند او پرمختګ سره يې مينه نه ښوده ان تر دي چې دوي شيخانو ته اجازه ورکړيوه چې په وچه کې يو له بل سره وجنګېږي (١) مخونه ١٧٤-١٧٥
له دوهمي جګړي څخه وروسته وضع بدله شوه په بوظبى کې تيل پيدا شول اروپايې او انګليسي متخصصين دي سيمي ته راورسېدل ، انګليسى الوتکي اماراتو ته والوتي انګليسى د عربي شيخانو د ساتني او د ځان د ګټو د پاره (٧٠٠٠) تنه فوځيان يې په شارجه او بحرين کې ځاى په ځاى کړل . د کال ١٩٦٨ م له فبرورۍ کې د ابوظبى او دوبۍ مشرانو د فارس د خليج د اماراتو د فدراسيون جوړيدل اعلان کړل دوي د متصالحه اماراتو له نورو مشرانو وروسته بيا د قطر او بحرين له مشرانو څخه وغوښتل چې پدي فدراسيون کې شامل شي .دا غوښتنه د انګليسانو په منځګړيتوب ومنل شوه د عربي متحده اماراتو د فدارسيون د جوړيدلو تړون لاسليک کړ . د کال ١٩٦٩ م په اکتوبر کې ايران په بحرين باندي د مالکيت دعوى وکړه د عربي اماراتو تر منځ هم د پولو نامعلوموالي له امله ډيري ستونزي موجودي وي او له بلي خوا بحرين او ابو ظبي دواړه په فدراسيون کې د غټي اداري ونډې لپاره هڅي کولي د عربي هېوادونو لکه مصر سعودي عربستان او عراق د فدراسيون د کاميابې لپاره کارکاوه ايران په کال (١٩١٧م ) کې د بحرين د سرنوشت ټاکل ملګرو ملتونو ته پريښـودل او خپله يې د لوى تومب او وړوکې تومب او ابوموسى ټاپوګان ونيول .بحرين د همدي کال د اګست په ١٥ او قطر د سپتمبر په لومړۍ نيټه ځانونه خپلواک وبلل او له عربي متحده اماراتو فدراسيون څخه ووتل د همدي کال د دسمبر په لومړۍ انګلستان وويل چې له متصالحه اماراتو سره خپل پخوانې تړونونه منسوخ ګڼي يوه ورځ وروسته ابو ظبى ، دوبۍ شارجي ، ام الکوين ، عجمان او فجيره يې خپل بشپړه خپلواکي او د عربي متحده اماراتو جوړيدل اعلان کړل او له انګلستان سره يې وروستى تړون لاسليک کړ . دکال ١٩٧٢ م د فبروري له (١١) راس الحيمي امارات هم له عربي متحده اماراتو سره يو ځاى شو ( ١) مخ ٨ ) له دي مخکې عربي متحده امارات د ملګرو ملتونو په غړيتوب ومنل شو (١٩٧١م) دسمبر تر کال ١٩٧٥ م پوري پخوانيو متصالحه اماراتو خپل ځانګړي دولتونه ړنګ کړل او خپل فوځونه ، پوليس ،بيرغونه ،اطلاعاتي مرکزونه ، محکمي او هر څه يې د عربي متحده اماراتو فدرالي حکومت ته وسپارل . (.(٤) مخ ٣٨ )
پايله
دا چې ما د عربي متحده اماراتو د لنډي پيژندنې په اړه لنډ او مختصر معلومات راټول کړي د عربي هېوادونو ( منځني ختيځ هېوادونو ) له جملي څخه يو هېواد ګرانو لوستونکو ته ورپيژندلي دى ما د عربي متحده اماراتو موقيعت ، څلور خواوي ، اقليم ، بشري وضعه ، دين او مذهب ، اقتصادي اوضاع ، صادرات او واردات ، د حکومت طرز او تاريخ په اړه مفصل معلومات ليکلي دي ما تر خپلې وسې کوشش کړې تر څو د معتبرو او باوري منابعو څخه استفاده وکړم . ما سره پدي اوږده لاره کې دخپل ديپارتمنت ټولو استادانو هر قسمه مرسته کړې خصوصاً زما ګران او د قدر وړ رهنما استاد ښاغلى پوهنم ل محمد عيسى خان زما سره ډير زيار ايستلي چې ورڅخه د زړه له کومي مننه او په ورځنيو چارو کې ورته د الله ج څخه کاميابي غواړم . په اخر کې د رسالي د لوستونکو او د علم د خاوندانو څخه چې دغه رساله لولي د چاپي او کمپوټري غلطيو څخه معذرت غواړم .
په درنښت ريس خان (( همکار)) د تاريخ او جغرافيې څلورم صنف محصل . کال ١٣٨٩ هـ ش .
ماخذونه
١- (ارين زئ ) احسان الله ، دنړۍ هنداره چاپ کال ١٣٧٩ هـ ق ،ساپى د پښتو څيړنو پراختيا مرکز . ٢- ( ارين زئ ) احسان الله ، د اسيا سياسي اقتصادي جغرافيه ، چاپ کال ١٣٧٥ هـ ق ، پېښور يونيورسټي . ٣- انټرنيټ ګوګل نړې هنداره . ٤-( بهير) عبدالرازق ، فني جغرافيه چاپ کال ١٣٧٤ هـ ق ،کابل دولتي مطبعه. ٥- ( عارض ) غلام جيلاني ، عربستان ټاپوزمه پيژندنه ،چاپ مال ١٣٧٩ هـ ق ٦- ( السباعى ) مصطفى ، سيرت النبي، چاپ کال ١٣٤٥ هـ ق پېښور ، ٧- ( امين ) نجيب الله فني جغرافيه .چاپ کال ١٣٧٨ هـ ش پېښور مطبعه .
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
- ↑ "Constitution of the United Arab Emirates".
- ↑ "World Bank Open Data". نړیوال بانک. بياځلي په ۲۹ اگسټ ۲۰۲۱.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ ۴٫۰۰ ۴٫۰۱ ۴٫۰۲ ۴٫۰۳ ۴٫۰۴ ۴٫۰۵ ۴٫۰۶ ۴٫۰۷ ۴٫۰۸ ۴٫۰۹ ۴٫۱۰ ۴٫۱۱ ۴٫۱۲ ۴٫۱۳ ۴٫۱۴ ۴٫۱۵ ۴٫۱۶ ۴٫۱۷ ۴٫۱۸ ۴٫۱۹ ۴٫۲۰ ۴٫۲۱ ۴٫۲۲ ۴٫۲۳ ۴٫۲۴ ۴٫۲۵ ۴٫۲۶ ۴٫۲۷ ۴٫۲۸ ۴٫۲۹ ۴٫۳۰ ۴٫۳۱ ۴٫۳۲ ۴٫۳۳ ۴٫۳۴ ۴٫۳۵ ۴٫۳۶ ۴٫۳۷ ۴٫۳۸ ۴٫۳۹ ۴٫۴۰ ۴٫۴۱ ۴٫۴۲ ۴٫۴۳ ۴٫۴۴ ۴٫۴۵ ۴٫۴۶ ۴٫۴۷ ۴٫۴۸ ۴٫۴۹ ۴٫۵۰ ۴٫۵۱ ۴٫۵۲ ۴٫۵۳ ذکر کېدنه: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
- ↑ "World Bank Open Data". نړیوال بانک. بياځلي په ۸ اپرېل ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ ذکر کېدنه: Constitution of the United Arab Emirates. Section, verse, paragraph, or clause: 7.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.oic-oci.org/states/?lan=en. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/UNITED-ARAB-EMIRATES. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-us/member-states/united-arab-emirates. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.iho.int/srv1/index.php?option=com_wrapper&view=wrapper&Itemid=452&lang=en. Publisher: International Hydrographic Organization. Retrieved: ۸ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=316. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://public.wmo.int/en/members/united-arab-emirates. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 7. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.consilium.europa.eu/en/policies/eu-list-of-non-cooperative-jurisdictions/timeline-eu-list-of-non-cooperative-jurisdictions/. Retrieved: ۹ مې ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.consilium.europa.eu/en/policies/eu-list-of-non-cooperative-jurisdictions/timeline-eu-list-of-non-cooperative-jurisdictions/. Retrieved: ۱۱ مې ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.workwithdata.com/place/united-arab-emirates. Retrieved: ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴.
- Pages using the JsonConfig extension
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P610 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- عربي متحده امارات
- CS1 errors: dates
- نخشه لرونکي مخونه