ابوظبۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوظبۍ ښار د نړۍ له پرمختللو ښارونو څخه یو دی.دا ښار د متحده عربو اماراتو پلازمینه او دویم لوی ښار دی.دلته هر کال په لکونو سیلانیان په سیل راځي.په متحده عربو اماراتو او ځانګړي توګه په ابوظبۍ ښار کې په زرګونو پښتانه افغانان خواري مزدوري کوي.

د ابوظبۍ ښار انځور

موقعیت:[سمول]

د ابوظبی ښار د خیلج فارس له ټاپوګانو څخه پر یوه ټاپو چې اوسنی نوم یې متحده عرب امارات دی موقعیت لري.

ساحه:[سمول]

د ابوظبۍ ښار ټوله ساحه نژدې ۹۷۲مربع کیلومتره ده.

ابادي:[سمول]

د نوموړي ښار ډېری ابادي د نژاد له پلوه اماراتي عرب دي خو د نورو عربو هېوادو اطبا او د نړۍ د ګوټ ګوټ خلک هم دلته د روزګار په موخه استوګن دی. د کال ۲۰۱۸ د شمېرو ترمخه ددې ښار ټوله ابادي یې ۱.۴۵ ملین ده چې له دوبۍ وروسته د متحده عربو اماراتو دویم ستر ښار دی.