لینډن بینس جانسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لینډن بینس جانسن
(انګلیسي: Lyndon B. Johnson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لینډن بینس جانسن
لینډن بینس جانسن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Lyndon Baines Johnson د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ اگسټ ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 22 جنوري 1973 (65 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای سپينه ماڼۍ (۱۹۶۳–۲۰ جنوري ۱۹۶۹)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 192 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ښوونکی (۱۹۲۸–۱۹۳۱)[۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲][۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۹]
حکومت [۱۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک (۱۹۴۱–۱۹۴۲)[۱۶]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د ویتنام جګړه
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لینډن بینس جانسن
لینډن بینس جانسن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لینډن بینس جانسن (د ۱۹۰۸ز کال د اګسټ له ۲۷مې تر د۱۹۷۳ زکال د جنورۍ ۲۲مې) ډېری وختونه د خپل نامه د لومړیو تورو (LBJ) په نوم پېژندلی کېږي، چې یو امریکایي ښوونکی او سیاستوال و. نوموړې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۹ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۳۶م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ولسمشرۍ مخکې، له ۱۹۶۱ز کال نه تر ۱۹۶۳ز کال پورې د ولسمشر جان ایف کینیډي ۳۷م مرستیال ولسمشر هم پاتې شوی دی. جانسن له ټیکساس ایالت نه د ډیموکرات ګوند غړي په توګه د متحده ایالاتو د استازي، سناتور او د سنا د اکثریت مشر په توګه هم دنده ترسره کړې.

جانسن د ټیکساس ایالت په سټون وال سیمه کې، په یوې محلي سیاسي کورنۍ کې زېږېدلی. جانسن په ۱۹۳۷ز کال کې د ولسي جرګې د ټاکنو له ګټلو دمخه د عالي لیسې د ښوونکي او د کانګرس د همکار په توګه کار کاوه. هغه په ​​​​۱۹۴۸ز کال کې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې ټاکنې وګټلې او په ورته مهال د ډیموکرات ګوند مشرې ته هم نوماند شو. هغه په ​​۱۹۵۳ز کال کې په مشرانو جرګه کې د ډیموکرات ګوند مشر او په ۱۹۵۴ز کال کې بیاد اکثریت مشر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۶۰ز کال کې جانسن له ډیموکرات ګوند نه د ولسمشري ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د کمپاین په لړ کې هغه د ډیموکرات ګوند مخکښ نوماند سناتور جان ایف کینیډي سره په شخړه شو، چې وروسته یې له یو بل سره جوړجاړی وکړ او په دې توګه د کینیډي جانسن ټکټ د ۱۹۶۰ز کال ولسمشریزو ټاکنې وګټلې. مرستیال ولسمشر جانسن په ۱۹۶۳ز کال د نومبر په۲۲ مه د ولسمشر کینیډي له وژل کېدو وروسته د ولسمشر ځایناستی وټاکل شو. په راتلونکی کال کې جانسن په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د اریزونا سناتور بیري ګولډ واټر په وړاندې یې په لوی توپیر سره وګټله. جانسن د ۱۹۶۴ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ۶۱.۱ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. [۲۰]

د جانسن د کورنۍ تګلارې موخه دا وه، چې داسې پروګرامونه رامنځته کړي، چې مدني حقونه، عامه نشرات، زده کړې او هنرونو سره مرسته، ښاري او کلیوالي پراختیا او عامه چوپړتیاوې پراخې او تضمین کړي. پر دې سربېره، هغه د «غربت پر وړاندې د جګړې» په نامه د غیر رسمي کمپاین په لاره اچولو سره د ټیټ عاید لرونکو امریکایانو لپاره د ښه ژوند شرایط رامنځته کولو هڅه وکړه، د قوي اقتصاد په مرسته د نوموړي دغو هڅو له میلیونونو امریکایانو سره مرسته وکړه، چې د فقر له کرښې پورته شي.[۲۱][۲۲]

د جانسون د ولسمشرۍ پرمهال، د ناسا هڅې یو له ملي لومړیتوبونو نه وګڼل شوې او د اپولو پروګرام د پام وړ پراختیا ومونده. هغه د ۱۹۶۵ز کال د لوړو زده کړو قانون نافذ کړ، چې د زده کوونکو لپاره ېې د داسې پورونو اسانتیا رامنځ ته کړه چې بیمه یې فډرال په غاړه درلوده. جانسن د ۱۹۶۵ز کال د کډوالۍ او تابعیت قانون لاسلیک کړ، چې تر نن ورځې پورې د متحده ایالاتو د کډوالۍ تګلارې د بنسټ حیثیت لري. د مدني حقونو په مسئله کې جانسن له نورو سپین پوستو سویلي دیموکراتانو سره د نظر اختلاف درلود. د هغه د ولسمشرۍ په لړ کې، د امریکا سیاسي منظره د پام وړ بدله شوه، هغه داسې چې سویلي سپین پوسته ډیموکراټان په تدریجي ډول جمهوري غوښتونکي ګوند ته ولاړل او تور پوستي بیا د ډیموکرات ګوند پر لور رامات شول. داسې انګېرل کېږي چې د جانسن دوره، د نوموړي دکورني سیاست له پلوه د عصري لیبرالیزم اوج و.[۲۳][۲۴]

جانسن د سړې جګړې پر مهال واک ته ورسېد او د مارکسیست او لینینیسټ حکومتونو د پراختیا مخنیوي ته ېې لومړیتوب ورکړ. له ۱۹۶۴ز کال دمخه متحده ایالاتو په ویتنام کې د پام وړ حضور درلود، چې په سیمه کې یې د کمونیستي غورځنګ د مخنیوي لپاره سویلي ویتنام ته وسلې، روزنې او مرستې چمتو کولې. په ۱۹۶۴ز کال کې له سمندري نښتې وروسته کانګرس د ټونکین خلیج پریکړه لیک تصویب کړ؛ دغه پریکړه لیک جانسن ته واک ورکړ، چې په سویل ختیځه اسیا کې بشپړ پوځي عملیات پیل کړي، چې د ویتنام په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا زیاتوالی په ډاګه کوي.

په ویتنام کې د امریکایی پوځي پرسونل شمېر په ډراماتیک ډول لوړ شو، د جګړې په پراخېدو سره د ویتنام د ملکي وګړو او امریکایانو تلفات هم لوړ شول. تاریخپوهان او څېړونکي، جانسن د هغه د کورنیو تګلارو له اړخه په لوړ پوړ کې ډلبندي کوي. د جانسن د ولسمشرۍ پر مهال ډېری لوی قوانین تصویب شول، چې د مدني حقونو، روغتیايي پاملرنې او د خلکو د هوساینې په برخه کې یې جدي پرمختګونو ته لاره هواره کړه. په هر حال، هغه د ویتنام د جګړې په زیاتولو او د دغې جګړې د پایلو، لکه د ۵۸۲۲۲امریکایي سرتیرو وژل، په ویتنام کې د ۷.۵میلیونه ټنه چاودیدونکو توکو کارول او د نباتاتو د وژونکو ایجنټ کارولو له امله په پراخه کچه وغندل شو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ژوند[سمول]

لینډن بینس جانسن د ۱۹۰۸ز کال د اګسټ په ۲۷مه د ټیکساس په سټون وال سیمې کې زېږېدلی دی. د هغه پلار سمویل ایلي جانسن جونیر او مور یې ریبیکا بینز وه. جانسون پینځه ماشومان، د سام هوسټن جانسن په نامه یو ورور او درې خویندې ربیکا، جوزفا او لوسیا درلودې.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

جانسون په ۱۹۲۴ز کال کې د جانسن ښارعالي لیسې نه فارغ شوی. د مور او پلار له خوا پر جانسن فشار نوموړی اړ کړ، تر څو کالج ته ولاړ شي. هغه د ۱۹۲۴ز کال په دوبي کې د سویل لوېدیځ ټیکساس ایالت په«فرعي کالج» کې نوم لیکنه وکړه ، خو له راتګ نه یې یوازې څو اونۍ وروسته کالج پرېښود او پریکړه یې وکړه چې سویلي کالیفورنیا ته ولاړ شې. هغه ټیکساس ته له راستنېدو دمخه د خپل د تره زوی په حقوقي دفتر او په بیلابېلو عجیبو دندو، لکه د ورځې کارګر په توګه کار کاوه.[۳۹][۴۰][۴۱]

د لینډن جانسن ولسمشري له (۱۹۶۳ ز کال نه تر۱۹۶۹ز کال پورې)[سمول]

جانسن په یوه سالمه اقتصادي فضا کې چې د ودې پرمختګ ثابت او د بېکارۍ کچه ټیټه وه، واک ته ورسېد. د نورې نړۍ په اړه، له ځواکمنو هېوادونو سره یې کومه جدي شخړه هم نه درلوده. له همدې امله ېې ډېر تمرکز پرکورنیو تګلارو او له ۱۹۶۶ز کال وروسته د ویتنام پر جګړې وو.

د لینډن جانسن لومړنۍ لوړه[سمول]

جانسن د ۱۹۶۳ز کال د نومبر په ۲۲مه د جان ایف کینیډي له وژل کېدو یوازې دوه ساعته او اته دقیقې وروسته په دالاس کې د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې د متحده ایالاتو د ولسوالۍ قاضي سارا ټي هیوز له خوا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. جانسن د کینیډی له وژنې وروسته د واک د سملاسي اړین وګاڼه، دا ځکه چې جانسن او د نوموړي استخبارات اندېښمن وو، چې کېدای شي، هغه هم د دسیسې موخه وګرځي. د نوموړي دې عمل ته ځینو خلکو ښه راغلاست وويه، خو ځینو یې بیا ادعا لرله، چې د جانسن دا ډول چټک ګامونه د واک د ترلاسه کولو په موخه وو.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

د۱۹۶۳ز کال د نومبر په ۲۹مه د کینیډي له وژنې یوازې یوه اونۍ وروسته، جانسن یو اجرائیوي امر صادر کړ، چې د ناسا د اپولو لانچ عملیاتي مرکز او د (NASA/Air Force Cape Canaveral) د لانچ تاسیسات د جان اف کینیډي فضايي مرکز په توګه ونوموي. کیپ کاناورال په رسمي ډول له ۱۹۶۳نه تر ۱۹۷۳پورې د کیپ کینیډي په نامه یاداوه.[۵۴][۵۵][۵۶]

د نومبر په ۲۹مه جانسن د کینیډي د وژنې او شاوخوا دسیسو د څېړلو لپاره د اجرائیوي کار له لارې د مشر قاضي ارل وارن په مشرۍ یو پلاوی جوړ کړ، چې د وارن کمیسیون په نامه پیژندل کېده. کمیسیون پراخې څېړنې ترسره کړې او په متفقه توګه دې نتیجې ته ورسېدل، چې لی هاروي سوالډ دکینیډي وژنه کې لاس درلود.[۵۷]

مرګ او جنازه[سمول]

جانسن د ۱۹۷۳ز کال د جنورۍ په ۱۲مه په خپل فارم کې له خبریال والټر کرونکایټ سره یو ساعت اوږده تلویزیوني مرکه ثبت کړه، په کوم کې چې هغه د خپل میراث په اړه، په ځانګړې توګه د مدني حقونو د غورځنګ په اړه خبرې وکړې. نوموړي په ​​​​دغه وخت کې هم ډېر سګرټ څکول او خبریال کرونکایټ ته یې وویل: « د هغه د زړه لپاره تر خپګان سګرټ څکول غوره دي».[۵۸]

لس ورځې وروسته، د۱۹۷۳ز کال د جنوري په ۲۲مه د ماسپښین په ۳:۳۹بجوجانسن په خپله خوب خونه کې د زړه له حملې سره مخامخ شو. جانسن په یوه الوتکه کې سان انتونیو ته یووړل شو او د بروک پوځ طبي مرکز ته انتقال شو، چیرې چې نوموړی د زړه د ناروغیو د ډاکټر جورج مک ګراناهان له خوا مړ اعلان شو. د مرګ پر مهال، هغه ۶۴کلن و او د پای مراسم یې هم د جنورۍ په ۲۵مه ترسره شول. جنازه یې د واشنګټن ډي سي په ملي ښار مسیحي کلیسا کې ترسره شوه، چیرې چې هغه ډېری وخت د ولسمشر په توګه عبادت کاوه.[۵۹]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118558153  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11961684v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tb15sg — subject named as: Lyndon B. Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/550 — subject named as: Lyndon Baines Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32361.htm#i323607 — subject named as: Lyndon Baines Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/892895 — subject named as: Lyndon B. Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Lyndon B. Johnson — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/5720767e1fb24f949f94316d249a39c5 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/johnson-lyndon-baines — subject named as: Lyndon Baines Johnson
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Lyndon_B._Johnson — subject named as: Lyndon B. Johnson — سرليک: Store norske leksikon
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034728.xml — subject named as: Lyndon Baines Johnson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lyndonbainesjohnsonl — subject named as: Lyndon B. Johnson
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=lyndon+baines;n=johnson — subject named as: Lyndon Baines Johnson
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/29191 — subject named as: Lyndon Baines Johnson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=29259 — subject named as: Lyndon Baines Johnson — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000006392 — subject named as: Lyndon B. Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/J000160 — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700826 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/51607395
  19. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700826 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  20. "Lyndon Baines Johnson, 37th Vice President (1961-1963)". US Senate. د لاسرسي‌نېټه October 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Califano Jr., Joseph A. (October 1999). "What Was Really Great About The Great Society: The truth behind the conservative myths". Washington Monthly. د اصلي آرشيف څخه پر March 26, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 21, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "George Wallace and the 1968 Election". umich.edu. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Brown, Frank (2004). "Nixon's "Southern Strategy" and Forces against Brown". The Journal of Negro Education. 73 (3): 191–208. doi:10.2307/4129605. ISSN 0022-2984. JSTOR 4129605. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Biographies of Presidents – Lyndon Johnson". The Presidents of the USA. د لاسرسي‌نېټه February 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Inc, Gallup (May 11, 2006). "Medicare". Gallup.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه May 28, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Bombing Missions of the Vietnam War". storymaps.esri.com. د لاسرسي‌نېټه May 28, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Vietnam War U.S. Military Fatal Casualty Statistics". National Archives (په انګلیسي ژبه کي). August 15, 2016. د لاسرسي‌نېټه May 28, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Dallek, Robert. "Presidency: How Do Historians Evaluate the Administration of Lyndon Johnson?". History News Network. د اصلي آرشيف څخه پر January 9, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Survey of Presidential Leadership – Lyndon Johnson". C-SPAN. د اصلي آرشيف څخه پر February 9, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Lyndon B. Johnson National Historical Park: LBJ Ranch District" (PDF). National Park Service. د لاسرسي‌نېټه June 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "JOHNSON, REBEKAH BAINES". Texas State Historical Association. June 15, 2010. د لاسرسي‌نېټه June 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Johnson, Rebekah Baines (1965). A Family Album. McGraw Hill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Newlon, Clarke (1970). L. B. J., the man from Johnson City. Dodd, Mead. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-396-04983-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Profile for Johnson City, Texas, TX". ePodunk. د اصلي آرشيف څخه پر July 3, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Dallek 1991, p. 19.
  36. Woods 2007, pp. 8–9
  37. "Lyndon B. Johnson". The Herbert Hoover Presidential Library and Museum. د اصلي آرشيف څخه پر November 13, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "George Washington Baines". Baylor University. د لاسرسي‌نېټه June 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Religion and President Johnson". Lyndon Baines Johnson Library and Museum. د اصلي آرشيف څخه پر December 5, 2000 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Banta, Joseph (January 1964). "President Lyndon B. Johnson". The Christadelphian. 101: 26. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Page 149 of Killing Kennedy: The End of Camelot by Bill O'Reilly & Martin Dugard
  42. (په November 22, 1963 باندې). JFK Assassination Coverage – Part 2: Lyndon B. Johnson Sworn in. UPI
  43. Walsh 2003, p. 74
  44. Transcript, Lawrence F. O'Brien Oral History Interview XIII, 9/10/86, by Michael L. Gillette, Internet Copy, Johnson Library. See: Page 23 at "Lyndon Baines Johnson Library Oral History Collection" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 24, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 5, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Religion and President Johnson". December 5, 2000. د اصلي آرشيف څخه پر December 5, 2000 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "The LBJ missal: Why a prayer book given to John F Kennedy was used to". The Independent. November 16, 2013. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. terHorst, Jerald F.; Albertazzie, Col. Ralph (1979). The Flying White House: the story of Air Force One. Coward, McCann & Geoghegan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-698-10930-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Walsh 2003, pp. 73–78
  49. Hardesty, Von (2003). Air Force One: The Aircraft that Shaped the Modern Presidency. San Diego, CA: Tehabi Books. د کتاب پاڼي 76–77. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Dallek 1998, pp. 49–51
  51. Walsh 2003, p. 78
  52. (په November 19, 1966 باندې). 1963 Year in Review – Transition to Johnson. UPI
  53. Walsh 2003, pp. xv, 2, 17, 73–78
  54. "The National Archives, Lyndon B. Johnson Executive Order 11129". د لاسرسي‌نېټه April 26, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. (په July 26, 1985 باندې). Why did they change the name of Cape Kennedy back to Cape Canaveral?.
  56. (په November 29, 1963 باندې). Canaveral Now Cape Kennedy; Johnson Announces Memorial Decision.
  57. Chapman, Robert D. (2014). "The Kennedy Assassination 50 Years Later". International Journal of Intelligence and CounterIntelligence. 27 (3): 615–619. Bibcode:2014AmJPh..82....5J. doi:10.1080/08850607.2014.900300. S2CID 153516704. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. (په December 4, 2012 باندې). In His Final Days, LBJ Agonized Over His Legacy. PBS NewsHour.
  59. The Age, January 23, 1973, p. 1.