لؤيس سېنټ لوران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لؤيس سېنټ لوران
لؤيس سېنټ لوران
لؤيس سېنټ لوران

د شخص معلومات
زېږون نوم
پيدايښت ۱ فبروري ۱۸۸۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 25 جولای 1973 (91 کاله)[۱][۲][۳][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (12  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۵ نومبر ۱۹۴۸  – ۲۱ جون ۱۹۵۷ 
وېلیم لیان مېکنزي کېنګ  
جان ډېفن بېکر  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لؤيس سېنټ لوران
لؤيس سېنټ لوران

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لؤيس سټېفن لوران د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) ګټونکی اوQC  (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) په فرانسوي ژبه سېنټ لوران یا سېنټ لوران (Saint-Laurent or St-Laurent ) عیسوي نوم یې لؤيس اېټين سېنټ لوران (Louis-Étienne St-Laurent)؛ د ۱۸۸۲ ز کال د فبرورۍ په لومړۍ زېږېدلی او د ۱۹۷۳ زکال د جولای په ۲۵ مه مړ شوی. یو کاناډايي سیاستوال او حقوق پوه چې له ۱۹۴۸ ز کال څخه تر ۱۹۵۷ ز کال  پورې يې د کاناډا د ۱۲م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. 

سېنټ لوران د کيوبېک په سویل ختيځ کې زېږېدلی او لوی شوی، یو مخکښ وکیل او د کاناډا د لېبرال ګوند له پلویانو څخه و. د ۱۹۴۲ ز کال په فبرورۍ کې د کیوبېک له لویديځې ټاکنیزې حوزې څخه سیاست ته د ننه شو او ټاکنې يې وګټلې او ډېر ژر د لومړي وزیر وېلیم لوین مکنزي کېنګ په اداره کې د عدلیې وزیر وټاکل شو. سېنټ لوران د ۱۹۴۶ کال په سپټمبر کې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر وټاکل شو او تر دوو نورو کالو یې په یاد پوست کې خدمت وکړ، تر هغه چې د تقاعد شوي لومړي وزیر کېنګ ځایناستی لومړی وزیر او د لېبرال ګوند مشر وټاکل شو. سېنټ لوران ګوند د ۱۹۴۹ او ۱۹۵۳ ز کلونو په فېدرال ټاکنو کې په پرله پسې ډول د اکثریت دولت بریا ته ورساوه.

سېنټ لوران دویم فرانسوی و چې د ا موقف يې پر غاړه درلود، له کمونیزم څخه يې په کلکه دفاع کړه او په ۱۹۴۹ز کال کې يې له ناټو غړو سره د کاناډا د یو ځای کېدلو له لېوالو پلویانو څخه و، چې د دغې اېډیولوژۍ سره مبارزې ته پراختیا ورکړي. د هغه دولت د کوریا په جګړه کې مرسته وکړه. د سېنټ لوران دولت په هېواد کې د ننه د تقاعد د ثبت شوې زېرمې طرحه (RRSP) معرفي کړه او د ټرانس کاناډا د لویې لارې، د سېنټ لارنس د سمندري لارې او تر ځمکې لاندې د ټرانس کاناډا د رېل تونل پر جوړېدو يې څار درلود. سېنټ لوران د کاکا لؤيس لقب ترلاسه کړی، ځکه هغه د خپلې تصدۍ په ټوله دوره کې د عامو خلکو تر منځ خورا مشهور و او د هغه د دولت شهرت د دې لامل شو چې ډېری داسې اټکل وکړي، چې هغه به د ۱۹۵۷ ز کال د فدرال ټاکنې په اسانۍ سره وګټي. که څه هم تر ځمکې لاندې د ټرانس کاناډا د رېل تونل اړوند د ۱۹۵۶ ز کال د مناظرې لپاره د هغه بېړنۍ پرېکړه چې پر دود ولاړه وه، د دې لامل شوه چې ډېری داسې فکر وکړي چې دوه لسیزې واکمنی لېبرالیان مغروره کړي او ګوند له ژورې خواشينۍ سره د پرمختللیو محافظه کارانو د مشر ډېفن بېکر له خوا له سختې ماتې سره مخامخ شو، محافظه کارانو د لېبرالیانو ۲۲ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. له ماتې څخه لږ موده وروسته سېنټ ليون له سیاست څخه تقاعد شو او بېرته خپلې د وکالت دندې ته ستون شو. هغه د شننوکو او عامو وګړو ترمنځ لوړ ځای لري، د تاريخ لیکونکي ډولانډ کرېټون په وینا: هغه ډېر منځ لاري،  محتاط سړی ... او  یو پیاوړی کانډايي ملت‌پال و. [۱۱]

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړې[سمول]

لؤيس سېنټ لوران، فرانسوي تلفظ یې ​[lwi sɛ̃ lɔʁɑ̃] دی. د ۱۸۸۲ ز کال د فبرورۍ په لومړۍ د کیوبېک د ختیځ ښارګوټي په کمپټون کلي کې د ژان - باپټېست - موزسن لوران چې یو فرانسوي کاناډایی و او ماري اني بروډریک (چې یوه ایرلنډۍ کاناډایۍ وه) په کور کې نړۍ ته راغلی. لوئس یې په اووه ماشومانو کې تر ټولو مشر و. د هغه د زېږېدلو په مهال د کمپټون ژبه په اصل کې انګلیسي وه، خو په ورو ورو د ۱۹۰۱ او ۱۹۱۱ ز کلونو تر منځ په لوی اکثریت سره په فرانسوي بدله شوه. هغه په دواړو رسمي ژبو له پوره بلدتیا سره لوی شو، ځکه د هغه پلار په فرانسوي ژبه او مور یې یوازې په انګلیسي ژبه خبرې کولې، حال دا چې د هغه انګلیسي د پام وړ ایرلنډي تلفظ او لهجه لرله، په داسې حال کې د هغه کړه وړه ( لکه د اوږو غونډول) فرانسوي وو. سېنټ لوران د یو ماشوم په توګه له انګلیسي ادبیاتو سره مینه لرله. د سېنټ لوران کور، د کلي لپاره د یوه ټولنیز مرکز په توګه خدمت کاوه.[۱۲]

د سېنټ لوران پلار ژان باپټېست په کمپټون کې دوکاندار و چې د کاناډا د لېبرال ګوند او ښاغلي وېلفرېډ لاریر سخت ملاتړی و. ژان باپټېست په ۱۸۹۴ ز کال کې د ولایتي ټاکنو لپاره نابریالۍ هڅه وکړه. کله چې په ۱۸۹۶ ز کال کې لاریر لېبرالیان بریا ته ورسول، څوارلس کلن لؤيس د خپل پلار په دوکان کې د تلیفون له لارې د ټاکنو د بېرته راګرځېدلو خبر خلکو ته ورساوه.

سېنټ لوران په ۱۹۰۲ ز کال کې د شېمېنایر سېنټ ـ چارلس برومي (Séminaire Saint-Charles-Borromée) خصوصي ښوونیز انسټیټيوټ څخه د بکلوریا سند ترلاسه کړ او په ۱۹۰۵ ز کال کې يې له لاوال پوهنتو ن څخه د حقوقو په څانګه کې د لېسانس سند (LL.L) ترلاسه کړ. د فراغت په دوام يې په ۱۹۰۵ ز کال کې له لاوال څخه د روډز  (د ماسټرۍ کچې زده‌کړو نړیوال سکالرشېپ) تحصیلي بورس ترلاسه کړ، خو ویې نه مانه.  په ۱۹۰۸ ز کال کې هغه له جين رېنال (Jeanne Renault) (زېږېدنه ۱۸۸۶-مړینه ۱۹۶۶ز کلونه) سره واده وکړ، چې له هغې څخه يې د ژان – پاول سېنټ لوران (دا هم یو کاناډايي سیاستوال و) په ګډون درې ماشومان لرل. [۱۳][۱۴][۱۵]

حقوقي دنده[سمول]

سېنټ لوران له ۱۹۰۵ ز کال څخه تر ۱۹۴۲ ز کال پورې د وکیل په توګه کار وکړ. هغه په ۱۹۱۴ ز کال کې په لاوال پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې استاد  شو. سېنټ لوران په کیوبېک کې اساسي قانون او د سوداګرۍ او شراکت قوانین پلي کړل او د هېواد له تر ټولو معتبرو سلاکارانو څخه یو شو. سېنټ لوران له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۳۲ ز کال پورې د کاناډا د وکیلانو د اتحادیې د رئیس په توګه خدمت وکړ. [۱۶] 

لوران په ۱۹۰۷ ز کال کې د داسې یو حرکت په ترسره کولو سره چې هغه مهال غیر عادي برېښېده، په کيوبېک کې د ډېری پام ځانته واړوه: هغه یو کشیش او یوه راهبه د شاهدانو ځای ته راوبلل او هغوی يې متقابلې شاهدۍ ته اړ کړل. دا پېښه د هغه د نوماندۍ په دوران کې د هغه په یوه قضیه کې پېښه شوې وه او د یوې ښځې له هغه هوډ سره په ټکر کې وه چې غوښتل يې خپله ټوله شتمني د خپلې سیمې کشیش ته پرېږدي. سېنټ لوران په ۱۹۱۲ ز کال کې د ارام سمندر د کاناډایانو پر ضد د يوې قضیې ګټونکی شو. هغه په ۱۹۱۳ز کال کې د کيوبېک د خپلواکۍ اخیستلو د مخنیوي کوونکي هري کېنډال ټاو لپاره مدافع وکیل و. سېنټ لوران په ۱۹۲۳ ز کال کې خپل حقوقي دفتر پرانیست. سېنټ لوران په ۱۹۲۶ ز کال کې له سترې محکمې څخه مخکې په یوه امتحاني قضیه کې د مذهبي اقلیتونو (غیرعیسویان) د حقوقو لپاره استدلال وکړ. هغه د پروټېستانو په پلاوي کې د مونترال ښوونځیو په کميسونونو کې د یهودیانو د استازولۍ د غوښتنې پلوی و او هم  یې د ښوونځیو له بېل يهودي سیستم څخه ملاتړ وکړ.  که څه هم د ښوونځي په مدیره پلاوي کې د یهودیانو د استازولۍ لپاره د سېنټ لوران هڅه نابریالۍ وه، خو د کيوبېک ولایت د غیر یهودیانو لپاره د جلا ښوونځيو لرل په رسمیت وپېژندل شول. [۱۷][۱۸][۱۹]

که څه هم لؤیس یو سخت سری لېبرال و، خو د خپل عمر په ډېره برخه کې له فعال سیاست څخه لرې پاتې شو او په بدل کې یې په خپل حقوقي مسلک او کورنۍ تمرکز وکړ. هغه د کیوبېک مخکښ وکیل شو او د ډېرو پام يې ځانته را واړوه، چې دوه ځله ورته د کاناډا په ستره محکمه کې د قاضي په توګه د کار وړاندیز وشو. هغه وړاندیزونه چې نوموړي ونه منل. 

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69s386p — subject named as: Louis St. Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Louis-Stephen-Saint-Laurent — subject named as: Louis Saint Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2557 — subject named as: Louis Stephen St-Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Dictionary of Canadian Biography ID: http://www.biographi.ca/en/bio/st_laurent_louis_stephen_20E.html — subject named as: LOUIS-STEPHEN ST-LAURENT — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown ، David Mackness Hayne ، Francess Halpenny ، George Ramsay Cook ، John English ، Marcel Trudel ، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Louis Stephen St-Laurent — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=8198 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/saint-laurent-louis-stephen — subject named as: Louis Stephen Saint Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb17135760x — subject named as: Louis St-Laurent — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — منښتلیک: Open License
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0057886.xml — subject named as: Louis Stephen Saint-Laurent — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=saintlaurentl — subject named as: Louis St. Laurent
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001667 — subject named as: Louis Stephen St. Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. Donald Creighton, The Forked Road: Canada 1939–1957 (1976) 159
  12. "Louis St. Laurent biography". Dictionary of Canadian Biography. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Bishop Antoine Racine (1822–1893), First Catholic Bishop of Sherbrooke". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Louis St. Laurent biography". Dictionary of Canadian Biography. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Cook او Bélanger 2007.
  16. "Canadian Bar Association: Past CBA Presidents". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wilson-Smith, Anthony (5 June 2021). "How Louis St-Laurent's visionary leadership was shaped by his Townships roots". Montreal Gazette. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The jurist - Louis S. St-Laurent National Historic Site". Government of Canada. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 28 August 1913 باندې). Dupus blocks release of Thaw. The Buffalo Commercial.