غږپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غږ ترتیب یا په ژبه کي دږغونو ترتیب(په انگريزي: Phonology) د ژبپوهنې يو ساينتېفيک بنسټ دي، لکه شمېرپوهنه(رياضي) چې د فېزيک بنسټ دی. هماغسې چې بې رياضي فېزيک د يوې پوهنې په توگه راڅرگندېدای نه شي، دغسې د ژبپوهني ترتیب یا د ږغ ترتیب له درو گونو رغښتي(سپړيزې، پرتليزې او تاريخي) څانگو سره هم بېله ترتیبي غږپوهنې، پوهنه کېدای نه شي. له تش په نامه زړې دوديزې ژبپوهنې يا اوسنيو اماتوري ژبنيو ليکنو څېړنو سره د رښتينې يا نوې ژبپوهنې لومړنۍ بريد ليکه همدغه ساينتيفيکه او بنسټيزه څانگه او ورسره تړلې(اَر پوهنه يااېتېمولوجي) ده او له همدې سره نوې ژبپوهنه د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې هغې په لومړيو کې رښتياينه مومي.