شهسوار سنگروال
شهسوار سنگروال (زوکړه ١٩٥١ زېږدي کال د لغمان ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.
مخينه
[سمول]شهسوار سنگروال پر ۱۹۵۱ ز کال د لغمان د ښکلې او شاعرانه سيمې د سنگر په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د سنگر په ښوونځي او بيا پر ١٩٦٩ ز کال له روښان ليسې څخه فارغ شو.
ښاغلي شهسوار سنگروال خپلې لوړې زده کړې د ننگرهار په لوړ ښوونتون (عالي دارالمعلمين) د تاريخ، جغرافې په څانگه او د ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه کې تر سره کړې دي. هغه لومړی د تاريخ څانگه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست. سنگروال نيازی د ښوونې او روزنې، راديو تلويزيون، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کې رسمي دندې ترسره کړې دي. پر ١٩٩٢ ز کال پېښور ته ولاړ؛ هلته يې لومړی د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې پر ١٩٩٣ ز کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې پر غاړه واخيستې. په لندن کې د افغان ادبي جرگې تاسيس او مشري، د «شمله» فرهنگي مهالنۍ بنسټ اېښوونه او مشري يې هم كړې ده.
چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]۱- شمله.
۲- هوسۍ او کيږدۍ.
۳- د شبنم ښيښه.
۴- د نکريزو پاڼه.
۵- د ډرامې تاريخ او فن.
۶- مساپر.
۷- د سپين غر له پاسه.
۸- څانگه.
۹- د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ.
۱۰- د تاريخ په تله کې.
۱۱- د افغانستان د تاریخي جغرافیی څرنگوالی. د ۲۰۰۶ ز کال، د الازهر خپرندویې ادارې پېښور چاپ.
د شعر څوبېلگې
[سمول]گـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله | څانگې دې غونچې غونچې گــــــلونـــــــه دې شمله شمله | |
بیـــــا دې ســردرو کــــې د تــــــــاوس بڼـــــکــــې وځـــــــــــلو | مسته دې ځــــوانـــي شــه نــښــتــرونـه دې شمله شمله |
اخځونه
[سمول]۱- http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.
۲- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2008/11/081102_studio7-sangarwal.shtml