شهسوار سنگروال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شهسوار سنگروال (زوکړه ١٩٥١ زېږدي کال د لغمان ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.

مخينه[سمول]

شهسوار سنگروال پر ۱۹۵۱ ز کال د لغمان د ښکلې او شاعرانه سيمې د سنگر په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د سنگر په ښوونځي او بيا پر ١٩٦٩ ز کال له روښان ليسې څخه فارغ شو.

ښاغلي شهسوار سنگروال خپلې لوړې زده کړې د ننگرهار په لوړ ښوونتون (عالي دارالمعلمين) د تاريخ، جغرافې په څانگه او د ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه کې تر سره کړې دي. هغه لومړی د تاريخ څانگه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست. سنگروال نيازی د ښوونې او روزنې، راديو تلويزيون، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کې رسمي دندې ترسره کړې دي. پر ١٩٩٢ ز کال پېښور ته ولاړ؛ هلته يې لومړی د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې پر ١٩٩٣ ز کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې پر غاړه واخيستې. په لندن کې د افغان ادبي جرگې تاسيس او مشري، د «شمله» فرهنگي مهالنۍ بنسټ اېښوونه او مشري يې هم كړې ده.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- شمله.

۲- هوسۍ او کيږدۍ.

۳- د شبنم ښيښه.

۴- د نکريزو پاڼه.

۵- د ډرامې تاريخ او فن.

۶- مساپر.

۷- د سپين غر له پاسه.

۸- څانگه.

۹- د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ.

۱۰- د تاريخ په تله کې.

۱۱- د افغانستان د تاریخي جغرافیی څرنگوالی. د ۲۰۰۶ ز کال، د الازهر خپرندویې ادارې پېښور چاپ.


د شعر څوبېلگې[سمول]

گـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله څانگې دې غونچې غونچې گــــــلونـــــــه دې شمله شمله
بیـــــا دې ســردرو کــــې د تــــــــاوس بڼـــــکــــې وځـــــــــــلو مسته دې ځــــوانـــي شــه نــښــتــرونـه دې شمله شمله

اخځونه[سمول]

۱- http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.

۲- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2008/11/081102_studio7-sangarwal.shtml

۳- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&cl=CL5.24&d=HASHaf8a81c6190bd448ecbd44&x=1‎