Jump to content

رونالد دورکین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رونالد دورکین
Ronald Dworkin (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۱ ډيسمبر ۱۹۳۱[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۴ فبروري ۲۰۱۳[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
جوړښت
د معماري سټایل
جایزې
  لړۍ...

رونالد مایلز دورکین (په انګلیسي: Ronald Myles Dworkin؛ پیدایښت: ۱۱-ډسمبر-۱۹۳۱؛ مړینه: ۱۴-فبروري-۲۰۱۳ز) د QC ویاړ ګټونکی او د بریتانیا د اکاډمۍ غړی، یو امریکایي فیلسوف، حقوقپوه او د متحده ایالاتو اساسي قانون څېړونکی ؤ. د مړینې پر مهال، په نیویارک پوهنتون کې د فرانک هنري سومر د حقوقو او فلسفې استاد او د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهنې پروفیسور ؤ. دورکین پخوا د یالې په حقوقو پوهنځي او د آکسفورډ په پوهنتون کې تدریس کړی دی او هلته د حقوقپوهنې پروفیسور او د نامتو فیلسوف «هربرت لیونل ادولفوس هارت» ځایناستی ؤ. دا چې دورکین هم په حقوقي او هم په سیاسي فلسفه کې اغېزناکه ونډه درلوده، په ۲۰۰۷ز کې یې د «ابتکاري علمي فعالیت» په پار، د هولبِرګ د یاد په ویاړ نړیواله جایزه وګټله. د حقوقي مطالعاتو مجلې د یوې پلټنې له‌مخې، دورکین د شلمې پېړۍ په لړ کې دوه‌یم ستر او مطرح حقوقي څېړونکی دی. له مړینې وروسته یې، د هاروارډ حقوقي څېړونکی «کاس سنستین» څرګنده کړه چې، «دورکین په وروستیو سلو کلنو کې تر ټولو مهم او ستر حقوقي فیلسوف پاتې شو، او کېدای شي د دغه نوملړ په سر کې پاتې شي». [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د هغه «حقوق د یوې بشپړتیا په توګه» تیوري، څرنګه چې د «قانون ټولواکمني» تر سرلیک لاندې کتاب کې یې وړاندې شوې ده، څرګندوي چې قضات قانون د منطقي اخلاقي اصولو پر بنسټ، په ځانګړې توګه عدالت او انصاف له‌مخې ژباړي، چې دغه نظریه د قانون د ماهیت په هکله تر ټولو اغېزناکه نومهاله تیوري ده. دورکین د متحده ایالاتو د اساسي قانون له «اخلاقي لوستلو» او د قانون او اخلاقو له تفسیرپالې تګلارې څخه ملاتړ ښوده. هغه په وار، وار سره پر نومهالو سیاسي او حقوقي سکالوګانو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د سترې محکمې پر اړوند مسایلو باندې تبصره کړې ده، چې ډېري یې د «The New York Review of Books» په مجله کې د موندلو وړ دي.[۱۸]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې

[سمول]

رونالد دورکین په کال ۱۹۳۱ز د امریکا د رود ایسلند په پرووېدنس کې زېږېدلی ؤ؛ پلار یې دېوېډ دورکین او مور یې مادلین (تالامو) نومېده. کورنۍ یې یهوده وه. هغه په ۱۹۵۳ز کې د هاروارډ له پوهنتون څخه د A.B. سند په ترلاسه کولو سره فارغ شو، چېرې چې په فلسفه کې یې تخصص ترلاسه کړ او د ځلمیتوب په کلونو کې «فای بېتا کپا» ته لاره ومونده. وروسته د آکسفورډ مګدالن کالج کې شامل شو او هلته د رودز څېړونکی او د «سېر روپرت کراس» او «ژ. ھ. ک. موریس» شاګرد ؤ. په آکسفورډ کې د وروستیو ازموینو په سرته رسولو سره، ازمویونکي د هغه د لیکنې تر اغېزې لاندې راغلل او لوستلو ته یې د حقوقپوهنې پروفېسور (ھ. ل. ا. هارت) راوبلل شو. وروسته ورته د لومړۍ درجې B.A سند ورکړل شو. له هغو وروسته، دورکین د هاروارډ حقوقو پوهنځي ته لاړ او په ۱۹۵۷ز کې یې د حقوقپوهنې ډوکتورا سره له ستاینلیک ترلاسه کړل. وروسته د متحده ایالاتو د دوه‌یمې حوزې په استیناف محکمه کې د قاضي «لِرند هند» منشي شو. قاضي «هند» له دورکین څخه د داسې یوه «حقوقي منشي» په توګه نوم اخلي «چې ټولو منشیانو ته یې ماته ورکړه» او دورکین هم قاضي هند خورا اغېزناک او ښه لارښود په نامه یادوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

کاري ژوند

[سمول]

دورکین ته، وروسته له‌دې چې د قاضي لِرند هَند منشي شو، وړاندیز وشو ترڅو له قاضي فلیکس فرانکفورتر سره د منشي په توګه کار وکړي. هغه دغه وړاندیز رد کړ او د نیویارک ښار له ستر حقوقي شرکت «سولیوان او کروم‌وېل» سره یې کار پیل کړ. وروسته دورکین د یالې په حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه وګومارل شو او هلته یې د وېسلي ن. هوهفېلډ پر حقوقي مسند کښېناست.[۲۲]

په ۱۹۶۹ز کې، دورکین د آکسفورډ د حقوقپوهنې بست ته وګومارل شو او هلته د ھ. ل. ا. هارت ځایناستی ؤ (چا چې په آکسفورډ کې د دورکین ازموینه په یاد وه او هغه سره یې د دغه بست په اخېستلو کې مرسته وکړه) او وروسته یې د آکسفورډ پوهنتون د کالج غړیتوب ترلاسه کړ. له آکسفورډ څخه له تقاعد وروسته د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهانو پروفېسور په توګه وټاکل شو او هلته یې د حقوقپوهنې بېنتام پروفېسور لقب ترلاسه کړ. دورکین د نیویارک پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د فرانک هنري سومر د حقوقو استاد او په نیویارک پوهنتون کې د فلسفې استاد ؤ او هلته یې تر ۱۹۷۰ز لسیزې پورې تدریس وکړ. هغه له ټوماس نېګل سره په حقوقي، سیاسي او ټولنیزو سیمینارونو کې د ښوونکي او روزونکي په توګه ونډه واخېسته. دورکین د څوګونو لسیزو په اوږدو کې د «The New York Review of Books» له مجلې سره همکار پاتې شو. هغه د اولیور وندل هومز لکچرونه هاروارډ، د ستورز لکچرونه یالې، د انساني ارزښتونه په هکله د «تانر» لکچرونه ستنفورډ او د سکرېبنر لکچرونه یې په پرېنستون کې تدریس کړل. د ۲۰۱۱ز په جون کې هغه د لندن یوه خصوصي کالج «د انساني علومو نیوکالج» سره کار پیل کړ.[۲۳][۲۴]

خصوصي ژوند او مړینه

[سمول]

له قاضي «لرند هند» سره د دندې ترسره کولو پر مهال، دورکین له خپلې راتلونکې مېرمن «بتسي رُس» سره وپېژندل او د آنتوني او جنیفر په نومونو یې دوه‌ګوني زامن وزېږېدل. بتسي د نیویارک د یوه تکړه سوداګر لور وه او له دورکین سره یې په ۱۹۵۸ز کې واده وکړ او په ۲۰۰۰ز کې د سرطان له‌امله مړه شوه. د بتسي له مړینې وروسته، دورکین د نامتو پیانوغږوونکي آلفرېد برندل له کونډې مېرمن «اېرېنه برندل» سره واده وکړ. [۲۵][۲۶]

دورکین د وینې سرطان له‌امله، د ۲۰۱۳ز کال د فبروري پر ۱۴مه نېټه، د ۸۱ کلونو په عمر، په لندن کې مړ شو او له هغه څخه دوه‌یمه مېرمن، دوه ماشومان او دوه لمسي پاتې شول.[۲۷][۲۸][۲۹]

چاپ شوي آثار

[سمول]

د لیکوال په توګه

[سمول]
  • حقونه جدي وګڼئ؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
  • یوه اصولي سکالو؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۵ز.
  • د قانون ټولواکمني؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.
  • په زړښت کې د عقل د زوال فلسفي مسایل؛ واشنګټن، ډي‌سي: د متحده ایالاتو دولتي مطبعه؛ ۱۹۸۷ز.
  • بریتانیا لپاره یو حقوقي منشور؛ آن آربور، میشیګان: د میشیګان پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۰ز.
  • د ژوند حاکمیت: د جنین سقط، اتانازي او فردي ازادۍ په هکله یو استدلال؛ نیویارک: آلفرېد ا. نوپف؛ ۱۹۹۳ز.
  • د ازادۍ قانون: د امریکا د اساسي قانون اخلاقي لوستنه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۶ز.
  • حاکم فضیل: برابري په تیوري او عمل کې؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۰ز.
  • قضات د چپنې دننه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
  • ایا دلته د دېموکراسي امکان شته؟: د یوه نوي سیاسي بحث اصول؛ پرېنستون، نیوجرسي: د پرېنستون پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
  • د سترې محکمې ډله: د سترې محکمي نوی ښي‌اړخه بلوک؛ نیویارک: د New York Review Books مجله؛ ۲۰۰۸ز.
  • د چيژګي لپاره عدالت؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۱ز.
  • دین پرته له خدایه؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۳.

د اېډېټور په توګه

[سمول]
  • د حقوقو فلسفه (په فلسفه کې د آکسفورډ مطالعات)؛ اېډېټور؛ نیویارک: د آکسفورډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
  • نیمګړې او بدې ټاکنې: د بوش او ګور مناظره، ستره محکمه او امریکایي دېموکراسي؛ اېډېټور؛ نیویارک: نیوپرېس خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۲ز.
  • له لېبرال ارزښتونه څخه دېموکراتیکو ارزښتونه ته اوښتنه: د ژانوس کیس په ویاړ د مقالو ټوله؛ اېډېټور؛ بوداپِست: د مرکزي اروپا پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۴ز.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Adam Liptak (۱۴ فبروري ۲۰۱۳). "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". The New York Times (په انګليسي ژبه). The New York Times Company. Retrieved 15 سپټمبر 2021.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Library of Congress Authorities. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: n50051675. Retrieved: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. Publisher: کانګرس کتابتون. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). Retrieved 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6fg1nfr. Subject named as: Ronald Dworkin. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". The New York Times (په انګليسي ژبه). The New York Times Company. ۱۴ فبروري ۲۰۱۳. Retrieved 15 سپټمبر 2021.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  7. Adam Liptak (۱۴ فبروري ۲۰۱۳). "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". Retrieved 15 سپټمبر 2021.{{cite web}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ذکر کېدنه: Rhodes Scholar Database. Retrieved: ۲۶ اپرېل ۲۰۲۴.
  9. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). Retrieved 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  10. CONOR.SI ID: 10360931. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  11. "LIBRIS". ۱۲ جون ۲۰۰۹. Retrieved 24 اگسټ 2018.
  12. سرچينې تړی: https://www.harvard.edu/on-campus/commencement/honorary-degrees. Retrieved: ۱۴ مې ۲۰۱۹.
  13. Guggenheim fellows ID: ronald-m-dworkin.
  14. Khouryyesterday, Jack (February 15, 2013). "Ronald Dworkin dies at 81 – Haaretz – Israel News". Haaretz.com. Retrieved May 31, 2017.
  15. "Ronald Dworkin". New York Review of Books. Nybooks.com. Accessed September 29, 2009.
  16. Shapiro, Fred R. (2000). "The Most-Cited Legal Scholars". Journal of Legal Studies. 29 (1): 409–426. doi:10.1086/468080. S2CID 143676627.
  17. "The Most Important Legal Philosopher of Our Time". Bloomberg. February 15, 2013. Retrieved May 31, 2017.
  18. Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution. Ronald Dworkin. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. 1996. via Google Books.
  19. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin obituary. The Guardian.
  20. Dworkin, Ronald (1996), Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution, Oxford: Oxford University Press, ISBN 978-0-19-826470-5.
  21. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81.
  22. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81.
  23. "Archived copy". Archived from the original on June 8, 2011. Retrieved June 8, 2017.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  24. "Ronald M. Dworkin – NYU School of Law – Overview". Its.law.nyu.edu. Retrieved February 14, 2013.
  25. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin obituary. The Guardian.
  26. (په February 15, 2013 باندې). Professor Ronald Dworkin: Legal philosopher acclaimed as the finest of his generation.
  27. (په February 15, 2013 باندې). Professor Ronald Dworkin.
  28. . Ronald Dworkin, Legal Scholar, Dies at 81. New York Times.
  29. The Associated Press (February 14, 2013). "LONDON: US legal scholar Ronald Dworkin dies in UK aged 81". MiamiHerald.com. Retrieved February 14, 2013.