رونالد دورکین
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
زدکړنځی |
Magdalen College (mul) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
ژبې | |
اغېزمن شوی له | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
غړی د |
د معماري سټایل | |
---|---|
جایزې | ![]()
|
رونالد مایلز دورکین (په انګلیسي: Ronald Myles Dworkin؛ پیدایښت: ۱۱-ډسمبر-۱۹۳۱؛ مړینه: ۱۴-فبروري-۲۰۱۳ز) د QC ویاړ ګټونکی او د بریتانیا د اکاډمۍ غړی، یو امریکایي فیلسوف، حقوقپوه او د متحده ایالاتو اساسي قانون څېړونکی ؤ. د مړینې پر مهال، په نیویارک پوهنتون کې د فرانک هنري سومر د حقوقو او فلسفې استاد او د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهنې پروفیسور ؤ. دورکین پخوا د یالې په حقوقو پوهنځي او د آکسفورډ په پوهنتون کې تدریس کړی دی او هلته د حقوقپوهنې پروفیسور او د نامتو فیلسوف «هربرت لیونل ادولفوس هارت» ځایناستی ؤ. دا چې دورکین هم په حقوقي او هم په سیاسي فلسفه کې اغېزناکه ونډه درلوده، په ۲۰۰۷ز کې یې د «ابتکاري علمي فعالیت» په پار، د هولبِرګ د یاد په ویاړ نړیواله جایزه وګټله. د حقوقي مطالعاتو مجلې د یوې پلټنې لهمخې، دورکین د شلمې پېړۍ په لړ کې دوهیم ستر او مطرح حقوقي څېړونکی دی. له مړینې وروسته یې، د هاروارډ حقوقي څېړونکی «کاس سنستین» څرګنده کړه چې، «دورکین په وروستیو سلو کلنو کې تر ټولو مهم او ستر حقوقي فیلسوف پاتې شو، او کېدای شي د دغه نوملړ په سر کې پاتې شي». [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د هغه «حقوق د یوې بشپړتیا په توګه» تیوري، څرنګه چې د «قانون ټولواکمني» تر سرلیک لاندې کتاب کې یې وړاندې شوې ده، څرګندوي چې قضات قانون د منطقي اخلاقي اصولو پر بنسټ، په ځانګړې توګه عدالت او انصاف لهمخې ژباړي، چې دغه نظریه د قانون د ماهیت په هکله تر ټولو اغېزناکه نومهاله تیوري ده. دورکین د متحده ایالاتو د اساسي قانون له «اخلاقي لوستلو» او د قانون او اخلاقو له تفسیرپالې تګلارې څخه ملاتړ ښوده. هغه په وار، وار سره پر نومهالو سیاسي او حقوقي سکالوګانو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د سترې محکمې پر اړوند مسایلو باندې تبصره کړې ده، چې ډېري یې د «The New York Review of Books» په مجله کې د موندلو وړ دي.[۱۷]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې
[سمول]رونالد دورکین په کال ۱۹۳۱ز د امریکا د رود ایسلند په پرووېدنس کې زېږېدلی ؤ؛ پلار یې دېوېډ دورکین او مور یې مادلین (تالامو) نومېده. کورنۍ یې یهوده وه. هغه په ۱۹۵۳ز کې د هاروارډ له پوهنتون څخه د A.B. سند په ترلاسه کولو سره فارغ شو، چېرې چې په فلسفه کې یې تخصص ترلاسه کړ او د ځلمیتوب په کلونو کې «فای بېتا کپا» ته لاره ومونده. وروسته د آکسفورډ مګدالن کالج کې شامل شو او هلته د رودز څېړونکی او د «سېر روپرت کراس» او «ژ. ھ. ک. موریس» شاګرد ؤ. په آکسفورډ کې د وروستیو ازموینو په سرته رسولو سره، ازمویونکي د هغه د لیکنې تر اغېزې لاندې راغلل او لوستلو ته یې د حقوقپوهنې پروفېسور (ھ. ل. ا. هارت) راوبلل شو. وروسته ورته د لومړۍ درجې B.A سند ورکړل شو. له هغو وروسته، دورکین د هاروارډ حقوقو پوهنځي ته لاړ او په ۱۹۵۷ز کې یې د حقوقپوهنې ډوکتورا سره له ستاینلیک ترلاسه کړل. وروسته د متحده ایالاتو د دوهیمې حوزې په استیناف محکمه کې د قاضي «لِرند هند» منشي شو. قاضي «هند» له دورکین څخه د داسې یوه «حقوقي منشي» په توګه نوم اخلي «چې ټولو منشیانو ته یې ماته ورکړه» او دورکین هم قاضي هند خورا اغېزناک او ښه لارښود په نامه یادوي.[۱۸][۱۹][۲۰]
کاري ژوند
[سمول]دورکین ته، وروسته لهدې چې د قاضي لِرند هَند منشي شو، وړاندیز وشو ترڅو له قاضي فلیکس فرانکفورتر سره د منشي په توګه کار وکړي. هغه دغه وړاندیز رد کړ او د نیویارک ښار له ستر حقوقي شرکت «سولیوان او کروموېل» سره یې کار پیل کړ. وروسته دورکین د یالې په حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه وګومارل شو او هلته یې د وېسلي ن. هوهفېلډ پر حقوقي مسند کښېناست.[۲۱]
په ۱۹۶۹ز کې، دورکین د آکسفورډ د حقوقپوهنې بست ته وګومارل شو او هلته د ھ. ل. ا. هارت ځایناستی ؤ (چا چې په آکسفورډ کې د دورکین ازموینه په یاد وه او هغه سره یې د دغه بست په اخېستلو کې مرسته وکړه) او وروسته یې د آکسفورډ پوهنتون د کالج غړیتوب ترلاسه کړ. له آکسفورډ څخه له تقاعد وروسته د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهانو پروفېسور په توګه وټاکل شو او هلته یې د حقوقپوهنې بېنتام پروفېسور لقب ترلاسه کړ. دورکین د نیویارک پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د فرانک هنري سومر د حقوقو استاد او په نیویارک پوهنتون کې د فلسفې استاد ؤ او هلته یې تر ۱۹۷۰ز لسیزې پورې تدریس وکړ. هغه له ټوماس نېګل سره په حقوقي، سیاسي او ټولنیزو سیمینارونو کې د ښوونکي او روزونکي په توګه ونډه واخېسته. دورکین د څوګونو لسیزو په اوږدو کې د «The New York Review of Books» له مجلې سره همکار پاتې شو. هغه د اولیور وندل هومز لکچرونه هاروارډ، د ستورز لکچرونه یالې، د انساني ارزښتونه په هکله د «تانر» لکچرونه ستنفورډ او د سکرېبنر لکچرونه یې په پرېنستون کې تدریس کړل. د ۲۰۱۱ز په جون کې هغه د لندن یوه خصوصي کالج «د انساني علومو نیوکالج» سره کار پیل کړ.[۲۲][۲۳]
خصوصي ژوند او مړینه
[سمول]له قاضي «لرند هند» سره د دندې ترسره کولو پر مهال، دورکین له خپلې راتلونکې مېرمن «بتسي رُس» سره وپېژندل او د آنتوني او جنیفر په نومونو یې دوهګوني زامن وزېږېدل. بتسي د نیویارک د یوه تکړه سوداګر لور وه او له دورکین سره یې په ۱۹۵۸ز کې واده وکړ او په ۲۰۰۰ز کې د سرطان لهامله مړه شوه. د بتسي له مړینې وروسته، دورکین د نامتو پیانوغږوونکي آلفرېد برندل له کونډې مېرمن «اېرېنه برندل» سره واده وکړ. [۲۴][۲۵]
دورکین د وینې سرطان لهامله، د ۲۰۱۳ز کال د فبروري پر ۱۴مه نېټه، د ۸۱ کلونو په عمر، په لندن کې مړ شو او له هغه څخه دوهیمه مېرمن، دوه ماشومان او دوه لمسي پاتې شول.[۲۶][۲۷][۲۸]
چاپ شوي آثار
[سمول]د لیکوال په توګه
[سمول]- حقونه جدي وګڼئ؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
- یوه اصولي سکالو؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۵ز.
- د قانون ټولواکمني؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.
- په زړښت کې د عقل د زوال فلسفي مسایل؛ واشنګټن، ډيسي: د متحده ایالاتو دولتي مطبعه؛ ۱۹۸۷ز.
- بریتانیا لپاره یو حقوقي منشور؛ آن آربور، میشیګان: د میشیګان پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۰ز.
- د ژوند حاکمیت: د جنین سقط، اتانازي او فردي ازادۍ په هکله یو استدلال؛ نیویارک: آلفرېد ا. نوپف؛ ۱۹۹۳ز.
- د ازادۍ قانون: د امریکا د اساسي قانون اخلاقي لوستنه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۶ز.
- حاکم فضیل: برابري په تیوري او عمل کې؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۰ز.
- قضات د چپنې دننه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
- ایا دلته د دېموکراسي امکان شته؟: د یوه نوي سیاسي بحث اصول؛ پرېنستون، نیوجرسي: د پرېنستون پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
- د سترې محکمې ډله: د سترې محکمي نوی ښياړخه بلوک؛ نیویارک: د New York Review Books مجله؛ ۲۰۰۸ز.
- د چيژګي لپاره عدالت؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۱ز.
- دین پرته له خدایه؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۳.
د اېډېټور په توګه
[سمول]- د حقوقو فلسفه (په فلسفه کې د آکسفورډ مطالعات)؛ اېډېټور؛ نیویارک: د آکسفورډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
- نیمګړې او بدې ټاکنې: د بوش او ګور مناظره، ستره محکمه او امریکایي دېموکراسي؛ اېډېټور؛ نیویارک: نیوپرېس خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۲ز.
- له لېبرال ارزښتونه څخه دېموکراتیکو ارزښتونه ته اوښتنه: د ژانوس کیس په ویاړ د مقالو ټوله؛ اېډېټور؛ بوداپِست: د مرکزي اروپا پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۴ز.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Adam Liptak (۱۴ فېبروري ۲۰۱۳). "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". The New York Times (in انګليسي ژبه). The New York Times Company. بياځلي په ۱۵ سېپتمبر ۲۰۲۱.
{{cite web}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link) CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: Library of Congress Authorities. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: n50051675. بياځلي سمون: ۱۵ سېپتمبر ۲۰۲۱. خپروونکی: کانګرس کتابتون. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 122775427. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6fg1nfr. Subject named as: Ronald Dworkin. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". The New York Times (in انګليسي ژبه). The New York Times Company. ۱۴ فېبروري ۲۰۱۳. بياځلي په ۱۵ سېپتمبر ۲۰۲۱.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Adam Liptak (۱۴ فېبروري ۲۰۱۳). "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". بياځلي په ۱۵ سېپتمبر ۲۰۲۱.
{{cite web}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ويل شوي په: Rhodes Scholar Database. بياځلي سمون: ۲۶ اپريل ۲۰۲۴.
- ↑ CONOR.SI ID: 10360931. ويل شوي په: CONOR.SI.
- ↑ ويل شوي په: LIBRIS. Libris-URI: khwz2bn34hgfw15. خپرېدو نېټه: ۱۲ جون ۲۰۰۹. بياځلي سمون: ۲۴ اگست ۲۰۱۸. خپروونکی: National Library of Sweden.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.harvard.edu/on-campus/commencement/honorary-degrees. بياځلي سمون: ۱۴ می ۲۰۱۹.
- ↑ Guggenheim fellows ID: ronald-m-dworkin.
- ↑ Khouryyesterday, Jack (February 15, 2013). "Ronald Dworkin dies at 81 – Haaretz – Israel News". Haaretz.com. بياځلي په May 31, 2017.
- ↑ "Ronald Dworkin". New York Review of Books. Nybooks.com. Accessed September 29, 2009.
- ↑ Shapiro, Fred R. (2000). "The Most-Cited Legal Scholars". Journal of Legal Studies. 29 (1): 409–426. doi:10.1086/468080. S2CID 143676627.
- ↑ "The Most Important Legal Philosopher of Our Time". Bloomberg. February 15, 2013. بياځلي په May 31, 2017.
- ↑ Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution. Ronald Dworkin. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. 1996. via Google Books.
- ↑ Hodgson, Godfrey (February 14, 2013). "Ronald Dworkin obituary". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په April 16, 2017.
- ↑ Dworkin, Ronald (1996), Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution, Oxford: Oxford University Press, ISBN 978-0-19-826470-5.
- ↑ Liptak, Adam (February 14, 2013). "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". The New York Times.
- ↑ Liptak, Adam (February 14, 2013). "Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81". The New York Times.
- ↑ "Archived copy". خوندي شوی له the original on June 8, 2011. بياځلي په June 8, 2017.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Ronald M. Dworkin – NYU School of Law – Overview". Its.law.nyu.edu. بياځلي په February 14, 2013.
- ↑ Hodgson, Godfrey (February 14, 2013). "Ronald Dworkin obituary". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په April 16, 2017.
- ↑ Williamson, Marcus (February 15, 2013). "Professor Ronald Dworkin: Legal philosopher acclaimed as the finest of his generation". The Independent. London.
- ↑ "Professor Ronald Dworkin". The Telegraph. London. February 15, 2013.
- ↑ "Ronald Dworkin, Legal Scholar, Dies at 81". New York Times. بياځلي په February 14, 2013.
- ↑ The Associated Press (February 14, 2013). "LONDON: US legal scholar Ronald Dworkin dies in UK aged 81". MiamiHerald.com. بياځلي په February 14, 2013.
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P737 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P135 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- CS1 maint: multiple names: authors list
- CS1 maint: numeric names: authors list
- CS1 maint: unrecognized language
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- CS1 بريتانوی انګلیسي-language sources (en-gb)
- CS1 maint: archived copy as title