Jump to content

روت بيدر ګينزبرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روت بيدر ګينزبرګ
روت بيدر ګينزبرګ
روت بيدر ګينزبرګ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۵ مارچ ۱۹۳۳[۱][۲][۳]
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکنیت د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۴]  ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) امریکايي انګرېزي ،  عبراني ژبه ،  سویډني ژبه ،  انګرېزي ژبه [۵][۶]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه د ښځو حقونه [۷]،  د جنسيت مساوات [۷]،  جندر [۷]،  نياوتون [۷]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
دندې کولمبيا پوهنتون ،  د متحده ایالاتو فدرالي حکومت   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
ټوله شتمني 4000000 امريکايي ډالر   ويکيډاټا کې (P2218) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۱۹۹۵)  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
روت بيدر ګينزبرګ
روت بيدر ګينزبرګ

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۸]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جاون روت بيدر ګينزبرګ (۱۹۳۳، مارچ ۱۵ – ۲۰۲۰ز کال، سپتمبر ۱۸) يوه امريکايۍ وکيله او قانون پوه وه، چا چې له ۱۹۹۳ز کال راهيسې په ۲۰۲۰ز کال کې تر مرګه د متحده ايالاتو د سترې محکمې غړې قاضي په توګه دنده تر سره کړې وه. هغه ولسمشر بل کلينټن د دې لپاره نومولې وه چې د تقاعد کېدونکي قاضي «بيرون وايټ» ځای ونيسي او هغه مهال ورته د يوې معتدلې اجتماع جوړونکې په سترګه کتل کېدل. کله چې د وخت په تېرېدو سره محکمه ښي اړخي لور ته بدله شوه، نو هغه د روښانفکره کیڼ اړخ برخه وګرځېده. ګينزبرګ لومړۍ يهودۍ ښځه او دويمه ښځه وه چې په محکمه کې يې کار وکړ، له هغې مخکې «سنډرا ډی» او «کونر» په محکمه کې کار کړی و. د هغې د کار پر مهال، ګينزبرګ د پام وړ اکثريت رايې وليکلې، د ويرجینيا په وړاندې متحده ايالت (۱۹۹۶)، د ايل. سي. په وړاندې «اولماسټيډ (۱۹۹۹)»، فرينډ اف د ايرت شرکت، د ليډلا چاپيرياليزو خدماتو د شرکت په وړاندې (۲۰۰۰) او «اونيډا انډين نيشن اف نيويارک» په وړاندې د «شيريل سيټي (۲۰۰۵)» په ګډون.[۹][۱۰][۱۱]

ګينزبرګ د نيويارک په بروکلين کې زېږېدلې او ستره شوې وه. په ماشومتوب کې يې مشره خور مړه شوه او له ليسې څخه د ګينزبرګ له فراغت نه لږ مخکې يې مور له نړۍ وکوچېده. هغې له «کورنل» پوهنتون څخه د لېسانس سند تر لاسه کړ او له «مارټين ډي. ګينزبرګ» سره يې واده وکړ، په هارورډ کې د حقوقو پوهنځي له پيلولو مخکې مور شوه، په دې پوهنتون کې په خپل ټولګي کې د څو ښځو له ډلې يوه وه. ګينزبرګ وروسته د کولمبيا د قانون پوهنځي ته تبديله شوه او په خپل ټولګي کې په شريکه لومړۍ درجه فارغه شوه. د ۱۹۶۰ز لسيزې په لومړيو کې، هغې د نړيوالې کړنلارې په اړوند د کولمبيا د قانون پوهنځي له پروژې سره کار وکړ، سويډني ژبه يې زده کړه او له يو سويډني «انډرس بروزيلوس» سره په ګډه يې يو کتاب وليکه، په سويډن کې کار د جنسي برابرۍ په اړه د هغې په فکر ژور اغېز پرېښود. وروسته په «روټجر قانون پوهنځي» او د کولمبيا د قانون په پوهنځي کې پروفيسره شوه او په خپل ډګر کې يوه له هغو څو مېرمنو وه چې د مدني کړنلارې تدريس يې کاوه.

ګينزبرګ د ژوند ډېره برخه د جنسيت برابرۍ او ښځو د حقوقو څخه د دفاع لپاره تېره کړه او له سترې محکمې څخه مخکې يې ډېرې مناظرې وګټلې. هغې د امريکايي مدني آزادۍ د اتحاديې لپاره د رضاکارې څارنوالې په توګه وکالت وکړ او په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د دې اتحاديې د مديره پلاوي غړې او عمومي سلاکاره وه. په ۱۹۸۰ز لسيزه کې، ولسمشر جيمي کارټر نوموړې د کولمبيا سيمې په ولسوالۍ کې د متحده ايالاتو د استئناف په محکمه کې وټاکله او دلته يې په ۱۹۹۳ کال کې په ستره محکمه کې تر ټاکنې پورې خدمت وکړ. په ۲۰۰۶ز کال کې د «اوکينر» تر تقاعد او په ۲۰۰۹ز کال کې د «سونيا سوټوماير» تر ګومارنې پورې، هغه په ستره محکمه کې یواځینۍ ښځينه قاضۍ وه. په دې موده کې، ګينزبرګ د مخالفتونو پر بنسټ لا پياوړې شوه، په ځانګړي ډول د « Ledbetter» په وړاندې د « Goodyear Tire & Rubber Co» (۲۰۰۷) په قضيه کې. د ګينزبرګ مخالف اند د «ليلي لدبيټر منصفانه قانون» د جوړېدو لامل وګرځېد، په کوم چې په ۲۰۰۹ز کال کې ولسمشر بارک اوباما لاسليک کړی و او په دې سره د کارکوونکو لپاره د حقوقي توپيري چلند دعوو ګټل اسانه شول. ګينزبرګ ته په امريکايي مشهور کلتور کې په ګڼو قضيو کې د احساساتي مخالفت له امله پام واوښت چې په پراخه کچه ورته له قانون څخه د ازاد خياله بيلګه ييز اند د منعکسوونکې په سترګه کتل کېدل. هغې ته د « Notorious R.B.G» لقب ورکړل شو او هغې وروسته دا لقب ومانه.[۱۲]

د نري رنځ(سرطان) له ناروغۍ او د روښانفکره قانون پوهانو له عامو غوښتنو سره د دوه ځلې مبارزې سره سره، هغې پرېکړه وکړه چې په ۲۰۱۳ يا ۲۰۱۴ز کال کې تقاعد نه شي، کله چې ديموکراتانو کولای شول د هغې ځای ناستی وټاکي. ګینزبرګ د ۲۰۲۰ز کال د سپتمبر په اتلسمه نېټه په واشګنټن ډي.سي کې په خپل کور کې د تريخي د سرطان ناروغۍ له امله د اوه اتيا کلنۍ په عمر مړه شوه. په ۱۱۶م کانګريس کې د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په اوه ويشتمه نېټه په اکثريت سره د هغې تشې د ډکولو لپاره «امي کوني باريټ» وټاکله، کومه تشه چې د ګينزبرګ د مرګ له امله منځ ته راغلې وه. له ۱۹۵۳ز کال راهيسې د «بيريټ» ټاکنه په محکمه کې د ښي اړخو له سترو بدلونونو څخه يوه وه، دوه نورې يې په ۱۹۹۱ز کال کې د «ترګډ مارشال» پر ځای د «کليرنس تامس» ټاکل او په ۱۹۹۶ز کال کې د «ارل وارن» پر ځای د «وارن برګر» ټاکنه وه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

جاون روت بيډر د ۱۹۳۳ز کال د مارچ په پنځلسمه نېټه د نيويارک ښار د بروکلين په «بيت موسيس روغتون» کې زېږېدلې وه، هغه د «سيليا» (née Amster) او «نتن بيډر» دويمه لور وه، څوک چې د «فلاټبوش» په سيمه کې اوسېدل. د هغې پلار د اوکراين د «اوډيسا» يهودي کډوال و چې هغه مهال د روسي سترواکۍ برخه وه، مور يې په نيويارک کې د يهودي مور او پلار څخه زېږېدلې وه چې اصلاً د پولنډ د «کراکاو» سيمې اوسېدونکې وه چې هغه مهال دا سيمه د اطريش-هنګري برخه وه. د بيډر مشره لور «ماريلين» د مغزو د پړسوب ناروغۍ له امله په شپږ کلنۍ کې مړه شوې وه چې دا مهال «روتر» يواځې څوارلس مياشتينۍ وه. دې کورنۍ «جاون روت» ته د «کيکي» نوم اخيست، دا نوم هغې ته «ماريلين»  ورکړی و، ځکه چې هغه په ماشومتوب کې لغتې وهونکی ماشوم و. کله چې کيکي ښوونځی پيل کړ، «سيليا»، د هغې مور ومونده چې د هغې په ښوونځي کې نورې داسې ډېرې انجونې شته چې «جاون» نوميږی، له همدې امله «سيليا» ښوونکي ته وړانديز وکړ چې د هغې لور ته د «روت» په نوم غږ وکړي، تر څو له نورو سره يې نوم ګډوډ نه شي. که څه هم ډېر دين دوسته نه وو، بيا هم د «بيډر» کورنۍ د ختيځ «ميډوډ» یهودي مرکز سره اړيکه درلوده، کومه چې یوه محافظه کاره کليسا وه، په دې ځای کې «روت» د يهودي عقیدې اصول زده کړل او له عبري ژبې سره بلده شوه. پر ښځو د تورات نه لوستلو د ارتودوکس د محدوديتونو له امله «بيډر» ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې «باټ ميتزوا» لمانځغونډه تر سره کړي او دې چارې هغه خفه کړه (باټ ميتزوا د يهوديانو يو ديني رسم دی چې د بلوغ پر مهال يې تر سره کوي). له څلور کلنۍ څخه يې په بهر کې د ډله ييزو رخصتيو په تېرولو پيل کړ (Camp)، روت د « Che-Na-Wah » په غونډه کې ګډون وکړ، کومه چې د نيويارک د «مينيروا» سره نژدې د «بالفور» په جهيل کې د يهوديانو د دوبي د موسم يو پروګرام و، وروسته په همدې ځای کې تر اتلس کلنۍ پورې د غونډې سلاکاره وټاکل شوه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

«سيليا» د خپلې لور په زده کړه کې فعاله ونډه درلوده، ډېر ځله به يې کتابتون ته بوتله. «سيليا» هم په خپلې ځوانۍ کې ښه زده کوونکې وه، په پنځلس کلنۍ کې له ليسې فارغه شوې وه، خو له دې امله يې د زده کړو بهير ودرېد چې د هغې کورنۍ کالج ته د هغې د ورور د استولو پرېکړه وکړه. «سيليا» غوښتل چې لور يې زياتې زده کړې وکړي او هغې فکر کړی و چې زياتې زده کړې به له «روت» سره مرسته وکړي چې په ليسه کې د تاریخ استاده شي. «روت» د «جيمز ميډيسن عالي ليسه» کې داخله وکړه چې د همدې ښوونځي د قانون پروګرام وروسته د محکمې يوه کوټه د هغې په وياړ ځانګړې کړه. د «روت» د ليسې د کلونو پر مهال «سيليا» د سرطان له ناروغۍ ځورېده او له ليسې څخه د «روت» له فارغېدو يوه ورځ مخکې مړه شوه.[۲۱]

«بيډر» د نيويارک په «اتيکا» کې د کورنل پوهنتون ته ولاړه او د «الفا-ايفسيلون-فای» غړې وه. په کورنل کې د اولس کلنۍ پر مهال هغې له «مارټين ډي. ګينزبرګ» سره وليدل. هغه د ۱۹۵۴ز کال د جون په دروېشتمه نېټه د کورنل پوهنتون د فنونو د لېسانس له دورې څخه فارغه شوه. په کورنل کې، هغې د روسي الاصله امريکايي ناول ليکونکي «ويلادمير نوبوکوف» څخه زده کړې وکړې، هغې وروسته وويل چې: «نوبوکوف» د ليکوالۍ په برخه کې د هغې په پرمختګونو ژور اغېز درلود.  هغه د «فای-بيټا-کاپا» غړې او د فراغت په ټولګي کې د لوړې درجې ښځينه محصله وه. له کورنل څخه تر فراغت يوه مياشت وروسته «بيډر» له «ګينزبرګ» سره واده وکړ. هغه او «مارټين« د اوکلاهوما «فورټ سيل» ته وکوچېدل، چېرته چې مارټين د متحده ايالاتو په منتظره ځواکونو کې د منتظره ځواک د افسرانو د روزنې د قول اردو افسر و او هلته د فعالې دندې لپاره غوښتل شوی و. په يو وېشت کلنۍ کې هغې د اوکلاهاما د ټولنيز امنيت ادارې په دفتر کې کار وکړ. په لومړي بچې د حامله کېدو له امله د هغې رتبه ښکته کړای شوه. هغې په ۱۹۵۵ز کال کې لور وزېږوله.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6db86dw — subject named as: Ruth Bader Ginsburg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. subject named as: Ruth Bader Ginsburg — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=11171 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020758 — subject named as: Ruth Bader Ginsburg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. https://www.amacad.org/person/ruth-bader-ginsburg
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2017965662 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/299782499
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2017965662 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. https://www.imdb.com/title/tt4669788/reference — د نشر نېټه: ۲۴ مارچ ۲۰۱۹
  9. "Ruth Bader Ginsburg". National Women's History Museum (په انګليسي). Archived from the original on August 11, 2021. نه اخيستل شوی 2021-08-11.
  10. "Ruth Bader Ginsburg". HISTORY (په انګليسي). Archived from the original on March 29, 2021. نه اخيستل شوی 2020-09-21.
  11. "Byron R. White". Encyclopædia Britannica, Inc. Archived from the original on October 22, 2020. نه اخيستل شوی 27 October 2020.
  12. Kelley, Lauren (October 27, 2015). "How Ruth Bader Ginsburg Became the 'Notorious RBG'". Rolling Stone. Archived from the original on January 25, 2019. نه اخيستل شوی January 24, 2019.
  13. Biskupic, Joan (August 2014). "U.S. Justice Ginsburg hits back at liberals who want her to retire". Reuters. Thomson Reuters. Archived from the original on July 11, 2021. نه اخيستل شوی 11 July 2021.
  14. Dominu, Susan; Savage, Charlie (25 September 2020). "The Quiet 2013 Lunch That Could Have Altered Supreme Court History". The New York Times. Archived from the original on January 27, 2021. نه اخيستل شوی 27 January 2021.
  15. Prokop, Andrew (September 24, 2014). "Some liberals want Ruth Bader Ginsburg to retire. Here's her response". Vox. VoxMedia. Archived from the original on July 11, 2021. نه اخيستل شوی 11 July 2021.
  16. Thomson-DeVeaux, Amelia; Bronner, Laura; Wiederkehr, Anna (September 22, 2020). "What The Supreme Court's Unusually Big Jump To The Right Might Look Like". The Washington Post. Archived from the original on September 25, 2020. نه اخيستل شوی September 26, 2020.
  17. "Women of Interest—Ruth Bader Ginsburg". The Voice. October 21, 2020. Archived from the original on October 29, 2020. نه اخيستل شوی October 26, 2020.
  18. Bader Ginsburg, Ruth; Harnett, Mary; Williams, Wendy W. (2016). My Own Words. New York, NY: Simon & Schuster. ISBN 978-1501145247.
  19. Kaplan Sommer, Allison (September 19, 2020). "Why Ruth Bader Ginsburg Had an Intimate, Yet Ambivalent, Relationship With Judaism and Israel". Haaretz. Archived from the original on December 15, 2020. نه اخيستل شوی December 11, 2020.
  20. De Hart 2020، م. 13.
  21. "Ruth Bader Ginsburg". The Oyez Project. Chicago-Kent College of Law. Archived from the original on March 19, 2007. نه اخيستل شوی August 24, 2009.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link)
  22. Galanes, Philip (November 14, 2015). "Ruth Bader Ginsburg and Gloria Steinem on the Unending Fight for Women's Rights". The New York Times. Archived from the original on November 15, 2015. نه اخيستل شوی November 15, 2015.
  23. Scanlon, Jennifer (1999). Significant contemporary American feminists: a biographical sourcebook. Greenwood Press. p. 118. ISBN 978-0313301254. OCLC 237329773.
  24. "When Vladimir Nabokov Taught Ruth Bader Ginsburg, His Most Famous Student, To Care Deeply About Writing | Open Culture" (په انګليسي). Archived from the original on January 22, 2021. نه اخيستل شوی 2021-04-04.
  25. "How Lolita Author Vladimir Nabokov Helped Ruth Bader Ginsburg Find Her Voice". www.mentalfloss.com (په انګليسي). 2020-10-26. Archived from the original on March 5, 2021. نه اخيستل شوی 2021-04-04.
  26. Hensley, Thomas R.; Hale, Kathleen; Snook, Carl (2006). The Rehnquist Court: Justices, Rulings, and Legacy. ABC-CLIO Supreme Court Handbooks (hardcover ed.). Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 92. ISBN 1576072002. LCCN 2006011011. Archived from the original on August 19, 2020. نه اخيستل شوی October 1, 2009.
  27. "A Conversation with Ruth Bader Ginsburg at Harvard Law School". Harvard Law School. Archived from the original on January 21, 2014. نه اخيستل شوی February 22, 2014.
  28. Margolick, David (June 25, 1993). "Trial by Adversity Shapes Jurist's Outlook". The New York Times. Archived from the original on March 4, 2016. نه اخيستل شوی February 21, 2016.