د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رَفَحْ (عربي
) ټوليز مالوماتعمومي مالومات | |
---|
وګړو شمېر | |
---|
وګړنوم |
رَفَحِيٌّ — Rafahian — Rafahien |
---|
اداري سیمه | |
---|
هېواد | |
---|
کچه او لوړوالید ځای کچه |
۶۴ كيلومتر مربع |
---|
نور اړين مالوماتبرخې | |
---|
برخه د | |
---|
نور مالوماتپوسټکوډ |
P970 - P999 |
---|
کورډينېشن | |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
رفح د غزې تړانګي په سویل کي یو فلسطیني ښار دی. دا ښار د فلسطین د رفح ولایت مرکز دی چي د غزې سوېل لویدیځ ته په ۳۰ کیلومتر (۱۹ ميل) فاصله کي موقعیت لري. په 2017 کي رفح 171,889 نفوس درلود. د اسرائیلو او حماس د جګړې پر مهال د غزې په ښار او خان یونس کې د پراخو بمباریو او ځمکنیو بریدونو په پایله کي د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې شاوخوا ۱.۴ میلیونه خلکو په رفح کي پناه واخیستل. [۲]
د ۱۹۴۸ کال د فلسطین له جګړې وروسته کله چي مصر په یاده سیمه باندي واکمن سو، د بې ځایه سویو فلسطینیانو لپاره د کډوالو کمپونه جوړ سول. په 1956 کي د سویز بحران په جریان کي چي اسراییل، انګلستان، فرانسه او مصر پکښي ښکیل وه، د رفح د ډله ایزې وژنې په ترڅ کي د 103 کډوالو په ګډون د اسراییلو پوځ 111 فلسطینیان ووژل. د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کي اسراییلو د سینا ټاپو وزمه او د غزې تړانګه له مصر څخه بیرته ونیول. په هغه کال کي اسرائیلي ځواکونو د رفح د کډوالو په کمپ کي ۱۴۴ کورونه په بمونو والوزول او ۲۳ فلسطینیان یې ووژل. [۳]
کله چې اسراییل په 1982 کي د سینا څخه ووتل، رفح د غزې په یوه برخه کي او د مصر په برخه کي ورسېدی، خو ترمنځ یې اغزن تارونه ولګول سوه. [۴] تر یادي پیښي وروسته د د ښار اصلي برخه د لوی بفر زون د رامنځ ته کولو لپاره د اسراییلو او مصر لخوا ویجاړه سول. [۵] [۶] [۷]
رفح اوس وخت د مصر او غزې تړانګې تر مینځ یوازینۍ تیریدونکې نقطه ده. د غزې یوازینی هوایی ډګر، یاسر عرفات نړیوال هوایی ډګر د ښار په جنوب کي موقعیت درلود. دغه هوايي ډګر له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۱ پوري رفح ته څېرمه فعالیت درلود، تر دې چي د اسرائیلي پوځ (IDF) لخوا بمبار او ونړول سو. [۸]