د بریتانیا جګړه
د بریتانیا جګړه | |
---|---|
برخه د | دويمه نړېواله جګړه |
هېواد | برېتانيا |
ځای | برېتانيا |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۴°۰′۰″N ۲°۰′۰″W |
پېښېدو نېټه | ۱يو جنوري ۱۹۴۰ |
پيل نېټه | ۱۰يو جولای ۱۹۴۰ |
پای نېټه | ۳۱يو اکتوبر ۱۹۴۰ |
ګډونوال | برېتانيا، نازي جرمني، کاناډا، آسټراليا، د اېټاليا سلطنت |
Target | انګلېنډ، English Channel |
د بریتانیا جګړه چې د انګلستان لپاره د هوايي جګړې په نوم (په جرمني کې: die Luftschlacht um England) هم پېژندل کېږي د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه پوځي عملیات و چې په کې بریتانوي سلطنتي هوايي ځواک (RAF) او د شاهي سمندري ځواک هوايي څانګې (FAA) د نازي جرمني د هوايي ځواکونو یا لوفت وافه (Luftwaffe) د پراخو بریدونو پر وړاندې د بریتانیا څخه دفاع وکړه. دغه عملیات د لومړنیو هغو لویو پوځي عملیاتو په توګه چې په بشپړه توګه د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي توصیف کېږي. بریتانیا په رسمي ډول د دغې دورې موده د ۱۹۴۰ زکال د جولای له ۱۰ مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۳۱ مې نېټې پورې ښوولې چې په کې د هغو پراخو شپنیو عملیاتو یوه برخه هم شاملېږي چې د بلیتس په نامه پېژندل کېږي او د ۱۹۴۰ زکال د سپټمبر له ۷ مې نېټې څخه یې د ۱۹۴۱ زکال د مۍ تر ۱۱مې نېټې پورې دوام درلود. جرمني تاریخ پوهان بیا دغه ویش نه مني او دغه جګړه د بلیتس عملیاتو په ګډون د ۱۹۴۰ زکال له جولای میاشتې څخه د ۱۹۴۱ زکال تر مۍ میاشتې پورې د واحدو عملیاتو په توګه په پام کې نیسي. [۱][۲][۳]
له دغې جګړې څخه د جرمني ځواکونو لومړنۍ موخه دا وه چې بریتانویان اړ کړي څو د خبرو اترو پر بنسټ د سولې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي. د ۱۹۴۰ زکال په جولای میاشت کې هوايي او سمندري محاصره پیل شوه او لوفت وافه یا د جرمني هوايي ځواک تر ډېره پورې د سواحلو په غاړه د بېړیو قطارونه او همدارنګه د بېړۍ چلونې بنادر او مراکز لکه پورتموث په نښه کړل. د اګست په لومړۍ نېټه د جرمني هوايي ځواک په بریتانوي سلطنتي ځواک باندې د برلاسي کېدو لپاره د سلطنتي هوايي ځواک د قوماندانۍ د کمزوري کولو په موخه حرکت وکړ؛ ۱۲ ورځې وروسته یې خپل بریدونه د یاد هوايي ځواک په هوايي ډګرونو او زیربناو متمرکز کړل. د جګړې په پراختیا سره لوفت وافه د الوتکو د تولید کارخونې او همدارنګه یې د هغو ستراتیژیکې زیربناوې هم په نښه کړې. بالاخره دوی په سیاسي اهمیت لرونکو برخو او همدارنګه پر ملکي وګړو باندې په وېرونکې بم غورځونې پیل وکړ. [۴]
جرمنانو په ډېرې چټکتیا سره فرانسه او تر هغو لاندې هېوادونه (بلجیم، هالنډ او لوکزامبورګ) تر خپلې ولکې لاندې راوړي و او بریتانیا هم د هغوی د سمندري برید تر ګواښ لاندې وه. د جرمني اعلی سرقومانداني د سمندري برید لوژستیکي ستونزې موندلې وې، په ځانګړې توګه دا چې سلطنتي ځواک د مانش کانال او شمالی سمندرګی واک په لاس کې لري. د جولای په ۱۶ مه هیټلر د سمندري زمري په نامه د بالقوه، ځمکنیو، سمندري او هوايي عملیاتو لپاره د چمتوالي امر ورکړ؛ څو په مانش کانال باندې د لوفت وافه د برلاسه کېدو وروسته یې تعقیب کړي. په سپټمبر میاشت کې د سلطنتي هوايي ځواک د بم غورځونکې قوماندانۍ شپنیو عملیاتو؛ د جګړې لپاره د جرمني انتقالات اخلال کړل او په سلطنتي هوايي ځواک باندې د جرمني هوايي ځواک د برلاسي کېدو ماتې هیټلر اړ کړ څو د سمندري زمري عملیات تعلیق او بالاخره لغو کړي. لوفت وافه ومنله چې نه شي کولای د ورځې پر مهال بریدونه وکړي خو شپنیو عملیاتو یې چې د بلیتس په نامه یادېدل دوام درلود. [۵][۶]
تاریخ لیکونکی سټیفن بنګای څرګندوي چې اوربند (یا حتی بشپړۍ تسلیمۍ ته) د اړ کولو په موخه د بریتانوي هوايي دفاع په له منځه وړو کې د جرمني ماته په دویمه نړیواله جګړه کې د جرمني تر ټولو لویه لومړنۍ ماته او د جګړې په لوري کې حیاتي بدلون و. د بریتانیا د جګړې نوم د عوامو جرګې ته د جون په ۱۸ مه نېټه د لومړي وزیر وینسټون چرچیل له وینا څخه واخیستل شو: «هغه چې جنرال ویګاند د فرانسې جګړه بلله هغه پای ته ورسېده، زه تمه لرم چې د بریتانیا جګړه به پیل شي». [۷][۸]
تاریخچه
[سمول]مخینه
[سمول]د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ستراتیژیکه بمباري د غیرنظامي موخو د وېرولو په موخه وپېژندل شوه او د دې لامل وګرځېده څو په ۱۹۱۸ زکال کې د بریتانیا پوځ او د سمندریز ځواک د هوايي خدماتو برخه د بریتانیا د سلطنتي هوايي ځواک (RAF) په اډانه کې ادغام شي. د دغو ځواکونو لومړنی درستیزوال هیو ترنچارد و چې د جولیودوهت په څېر چې هوايي جګړه یې د جګړو د سنګرونو د له منځه وړو په موخه نوې لار ګڼله؛ د ۱۹۲۰ مې لسیزې یو له نظامي ستراتیژي جوړونکو څخه و. د بم غورځونکو الوتکو مخه نیونه نږدې ناشونی کار و ځکه جنګي الوتکې له بم غورځونکو څخه چټکې نه وې. د دوی نظر (چې په ۱۹۳۲ زکال کې په ښه توګه بیان شو) دا و چې بم غورځونکې الوتکې تل له هغو تېرېږي او یوازې د یوې بم غورځونکې الوتکې پر وړاندې دفاع داسې بم غورځونکی ځواک کولای شي چې د غچ اخیستو وړتیا ولري. وړاندوینو دا څرګنده کړې وه چې د بم غورځونکو الوتکو برید په چټکۍ سره د زرګونو کسانو د مړینې او د غیرنظامي وګړو د وېرې لامل ګرځي چې پایله یې تسلیم کېدو ته اړ کېدل دي. له دې سره د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته وحشت د دغې چارې لپاره د منابعو برابرولو لپاره لیوالتیا کمه کړه. [۹][۱۰]
د هوايي ستراتیژیو پراختیا
[سمول]په ۱۹۱۹ زکال کې د وارسا د هوکړې له امله جرمني د هوايي ځواک له جوړولو منع شو؛ له همدې امله هغوی د خپل هوايي ځواک پیلوټان له غیرنظامي او ورزشي الوتنو څخه په ګټنې وروزل. په ۱۹۲۳ زکال کې له یوې هوکړې وروسته دویچه لوفتانزا هوايي شرکت د Junkers Ju 52 الوتکې په څېر د الوتکې جوړولو طرحه وړاندې کړه چې کولای یې شو مسافر او بار ولېږدوي، خو کېدای شو په ډېرې آسانۍ په جیټ الوتکې واوړي. په ۱۹۲۶ زکال کې د جنګي الوتکو د پیلوټانو پټ ښوونځي په لیپتسک کې په کار پیل وکړ. ارهارت میلش د چټکې پراختیا تیوري طرح او په ۱۹۳۳ زکال د نازیانو له خوا د واک په ترلاسه کولو سره د هغه ترلاس لاندې همکار رابرټ کناس مخه نیونکې تیوري جوړه کړه چې د دوهت نظریات او د تریپتز د «خطر تیوري» په کې شامله وه. دغې نظریې وړاندیز کاوه چې د فرانسې او پولنډ له احتمالي برید څخه د مخنیوي په موخه د درنو بم غورځونکو الوتکو جوړول وړاندې له دې چې جرمني په بشپړ ډول وسله وال کېږي لازمي دي. په ۱۹۳۳-۱۹۳۴ زکال کې پوځي ازمایښتي تمرینانو څرګنده کړه چې جنګي الوتکو، هوايي دفاعي ځواک او همدارنګه بم غورځونکو الوتکو ته اړتیا شتون لري. د ۱۹۳۵ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه لوفت وافه په رسمي ډول اعلان شو او والتروفر یې د درستیزوال په توګه وټاکل شو. په ۱۹۳۵ زکال کې د «هوايي جګړې د ترسره کولو لپاره» د لوفت وافه دکتورینو هوايي ځواک په ټولیزه نظامي ستراتیژۍ کې د هوایي برلاسۍ (سیمه ئېزې او موقتې) او د جګړې په ډګر کې د ځمکني او سمندریز پوځ څخه د ملاتړ کوونکې دندې په لرلو شامل کړ. د ترانسپورټي سیسټم او صنعت ستراتیژیک بمبار یې د اوږد مهال لپاره برخلیک ټاکونکې ټاکنه وګڼله ځکه چې د ځمکني او سمندریزو ځواکونو له چمتوالي سره یې اړیکه لري. د لوفت وافه د دوکتورینو پر بنسټ له دغې چارې څخه د جګړې د نه مخته تلو په حالت او یا هغه حالت کې چې د دښمن د لوري ویجاړول قطعي وي ګټنه کېدلای شوه. د بمبار په دغه لیست کې د روحیې د تضعیف په موخه د ملکي وګړو بمبار او د هغوی د کورنو ویجاړول مستثنی و، خو دغو دکتورینو اجازه ورکوله چې د جرمني په ملکي وګړو د بمبار په صورت کې غچ اخیستونکي بریدونه دې وشي. د لوفت وافه د دوکتورینو اصلاح شوې نسخه په ۱۹۴۰ زکال کې خپره شوه او تر ټول اصلي اصل یې د وسله والو دښمنانو له منځه وړل و چې تر ټولو ډېر اهمیت یې په کې درلود. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د بریتانیا سلطنتي هوايي ځواک په ۱۹۳۴ زکال کې د بیا وسله وال کولو د اې (A) پلان په وړاندې کولو سره د لوفت وافه له بدلونونو سره غبرګون وښود او په ۱۹۳۶ زکال کې یې خپل تشکیلات د بم غورځونکو قوماندانۍ، ساحلي قوماندانۍ، روزنیزې قوماندانۍ او جنګي قوماندانۍ ته واړول. وروستی مورد یې هم د هوج ډاوډېنګ پر مهال و چې له دغه نظریې سره یې مخالفت درلود چې بم غورځونکې الوتکې نه درول کېدونې دي: هغه مهال د رادار اختراع کولای شو د چټک تشخیص امکان رامنځته کړي ځکه یو پیلوټ لرونکې الوتکې په پام وړ ټوګه چټکې وې. په لومړیتوبونو بحثونه رامنځته شول، خو د ۱۹۳۷ زکال په ډسمبر میاشت کې د دفاع د همغږۍ مسئول وزیر توماس اینسکپ د ډاوډېنګ لوری ونیو او څرګنده یې کړه چې «زموږ د هوايي ځواک دنده وړاندنۍ ضربه نه ده» بلکې «له صحنې څخه زموږ د ویستلو اړوند د جرمني مخنیوي» دی او څومره چې بم غورځونکی هوايي ځواک مهم دی هماغه ډول جګړه کوونکی هوايي ځواک هم مهم دی. [۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ "92 Squadron – Geoffrey Wellum." Battle of Britain Memorial Flight via raf.mod.uk.. Retrieved: 17 November 2010, archived 2 March 2009.
- ↑ "Introduction to the Phases of the Battle – History of the Battle of Britain – Exhibitions & Displays – Research". RAF Museum. نه اخيستل شوی 5 November 2015.
- ↑ Overy 2013، مم. 73–74.
- ↑ Bungay 2000، مم. 31–33.
- ↑ Manchester & Reid 2012, pp. 132–33
- ↑ Bungay 2000.
- ↑ Stacey 1955, p. 18
- ↑ Bungay 2000, p. 388
- ↑ Murray 2002, The Luftwaffe: Origins and Preparation
- ↑ Bishop 2010، مم. 14–18.
- ↑ Overy 2013، مم. 42–43.
- ↑ Bungay 2000، مم. 36–39.
- ↑ Murray 2002، مم. 7–9.
- ↑ Murray 2002، مم. 6–7.
- ↑ Bishop 2010، مم. 18, 24–26.
- ↑ Deighton 1996، مم. 12–13.
- ↑ Bishop 2010، مم. 18–24.