د بریتانیا جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بریتانیا جګړه
برخه ددويمه نړېواله جګړه
هېوادبرېتانيا
ځایبرېتانيا
کوارډينېټي موقعيت۵۴°۰′۰″N ۲°۰′۰″W
Point in time۱ی جنوري ۱۹۴۰
د پيل موده۱۰ی جولای ۱۹۴۰
د پاي موده۳۱ی اکتوبر ۱۹۴۰
Participantبرېتانيا، نازي جرمني، کاناډا، آسټراليا، د اېټاليا سلطنت
Targetانګلېنډ، English Channel
Map

د بریتانیا جګړه چې د انګلستان لپاره د هوايي جګړې په نوم (په جرمني کې: die Luftschlacht um England) هم پېژندل کېږي د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه پوځي عملیات و چې په کې بریتانوي سلطنتي هوايي ځواک (RAF) او د شاهي سمندري ځواک هوايي څانګې (FAA) د نازي جرمني د هوايي ځواکونو یا لوفت وافه (Luftwaffe) د پراخو بریدونو پر وړاندې د بریتانیا څخه دفاع وکړه. دغه عملیات د لومړنیو هغو لویو پوځي عملیاتو په توګه چې په بشپړه توګه د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي توصیف کېږي. بریتانیا په رسمي ډول د دغې دورې موده د ۱۹۴۰ زکال د جولای له ۱۰ مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۳۱ مې نېټې پورې ښوولې چې په کې د هغو پراخو شپنیو عملیاتو یوه برخه هم شاملېږي چې د بلیتس په نامه پېژندل کېږي او د ۱۹۴۰ زکال د سپټمبر له ۷ مې نېټې څخه یې د ۱۹۴۱ زکال د مۍ تر ۱۱مې نېټې پورې دوام درلود. جرمني تاریخ پوهان بیا دغه ویش نه مني او دغه جګړه د بلیتس عملیاتو په ګډون د ۱۹۴۰ زکال له جولای میاشتې څخه د ۱۹۴۱ زکال تر مۍ میاشتې پورې د واحدو عملیاتو په توګه په پام کې نیسي. [۱][۲][۳]

له دغې جګړې څخه د جرمني ځواکونو لومړنۍ موخه دا وه چې بریتانویان اړ کړي څو د خبرو اترو پر بنسټ د سولې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي. د ۱۹۴۰ زکال په جولای میاشت کې هوايي او سمندري محاصره پیل شوه او لوفت وافه یا د جرمني هوايي ځواک تر ډېره پورې د سواحلو په غاړه د بېړیو قطارونه او همدارنګه د بېړۍ چلونې بنادر او مراکز لکه پورتموث په نښه کړل. د اګست په لومړۍ نېټه د جرمني هوايي ځواک په بریتانوي سلطنتي ځواک باندې د برلاسي کېدو لپاره د سلطنتي هوايي ځواک د قوماندانۍ د کمزوري کولو په موخه حرکت وکړ؛ ۱۲ ورځې وروسته یې خپل بریدونه د یاد هوايي ځواک په هوايي ډګرونو او زیربناو متمرکز کړل. د جګړې په پراختیا سره لوفت وافه د الوتکو د تولید کارخونې او همدارنګه یې د هغو ستراتیژیکې زیربناوې هم په نښه کړې. بالاخره دوی په سیاسي اهمیت لرونکو برخو او همدارنګه پر ملکي وګړو باندې په وېرونکې بم غورځونې پیل وکړ. [۴]

جرمنانو په ډېرې چټکتیا سره فرانسه او تر هغو لاندې هېوادونه (بلجیم، هالنډ او لوکزامبورګ) تر خپلې ولکې لاندې راوړي و او بریتانیا هم د هغوی د سمندري برید تر ګواښ لاندې وه. د جرمني اعلی سرقومانداني د سمندري برید لوژستیکي ستونزې موندلې وې، په ځانګړې توګه دا چې سلطنتي ځواک د مانش کانال او شمالی سمندرګی واک په لاس کې لري. د جولای په ۱۶ مه هیټلر د سمندري زمري په نامه د بالقوه، ځمکنیو، سمندري او هوايي عملیاتو لپاره د چمتوالي امر ورکړ؛ څو په مانش کانال باندې د لوفت وافه د برلاسه کېدو وروسته یې تعقیب کړي. په سپټمبر میاشت کې د سلطنتي هوايي ځواک د بم غورځونکې قوماندانۍ شپنیو عملیاتو؛ د جګړې لپاره د جرمني انتقالات اخلال کړل او په سلطنتي هوايي ځواک باندې د جرمني هوايي ځواک د برلاسي کېدو ماتې هیټلر اړ کړ څو د سمندري زمري عملیات تعلیق او بالاخره لغو کړي. لوفت وافه ومنله چې نه شي کولای د ورځې پر مهال بریدونه وکړي خو شپنیو عملیاتو یې چې د بلیتس په نامه یادېدل دوام درلود.  [۵][۶]

تاریخ لیکونکی سټیفن بنګای څرګندوي چې اوربند (یا حتی بشپړۍ تسلیمۍ ته) د اړ کولو په موخه د بریتانوي هوايي دفاع په له منځه وړو کې د جرمني ماته په دویمه نړیواله جګړه کې د جرمني تر ټولو لویه لومړنۍ ماته او د جګړې په لوري کې حیاتي بدلون و. د بریتانیا د جګړې نوم د عوامو جرګې ته د جون په ۱۸ مه نېټه د لومړي وزیر وینسټون چرچیل له وینا څخه واخیستل شو: «هغه چې جنرال ویګاند د فرانسې جګړه بلله هغه پای ته ورسېده، زه تمه لرم چې د بریتانیا جګړه به پیل شي». [۷][۸]

تاریخچه[سمول]

مخینه[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ستراتیژیکه بمباري د غیرنظامي موخو د وېرولو په موخه وپېژندل شوه او د دې لامل وګرځېده څو په ۱۹۱۸ زکال کې د بریتانیا پوځ او د سمندریز ځواک د هوايي خدماتو برخه د بریتانیا د سلطنتي هوايي ځواک (RAF) په اډانه کې ادغام شي. د دغو ځواکونو لومړنی درستیزوال هیو ترنچارد و چې د جولیودوهت په څېر چې هوايي جګړه یې د جګړو د سنګرونو د له منځه وړو په موخه نوې لار ګڼله؛ د ۱۹۲۰ مې لسیزې یو له نظامي ستراتیژي جوړونکو څخه و. د بم غورځونکو الوتکو مخه نیونه نږدې ناشونی کار و ځکه جنګي الوتکې له بم غورځونکو څخه چټکې نه وې. د دوی نظر (چې په ۱۹۳۲ زکال کې په ښه توګه بیان شو) دا و چې بم غورځونکې الوتکې تل له هغو تېرېږي او یوازې د یوې بم غورځونکې الوتکې پر وړاندې دفاع داسې بم غورځونکی ځواک کولای شي چې د غچ اخیستو وړتیا ولري. وړاندوینو دا څرګنده کړې وه چې د بم غورځونکو الوتکو برید په چټکۍ سره د زرګونو کسانو د مړینې او د غیرنظامي وګړو د وېرې لامل ګرځي چې پایله یې تسلیم کېدو ته اړ کېدل دي. له دې سره د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته وحشت د دغې چارې لپاره د منابعو برابرولو لپاره لیوالتیا کمه کړه. [۹][۱۰]

د هوايي ستراتیژیو پراختیا[سمول]

په ۱۹۱۹ زکال کې د وارسا د هوکړې له امله جرمني د هوايي ځواک له جوړولو منع شو؛ له همدې امله هغوی د خپل هوايي ځواک پیلوټان له غیرنظامي او ورزشي الوتنو څخه په ګټنې وروزل. په ۱۹۲۳ زکال کې له یوې هوکړې وروسته دویچه لوفتانزا هوايي شرکت د Junkers Ju 52 الوتکې په څېر د الوتکې جوړولو طرحه وړاندې کړه چې کولای یې شو مسافر او بار ولېږدوي، خو کېدای شو په ډېرې آسانۍ په جیټ الوتکې واوړي. په ۱۹۲۶ زکال کې د جنګي الوتکو د پیلوټانو پټ ښوونځي په لیپتسک کې په کار پیل وکړ. ارهارت میلش د چټکې پراختیا تیوري طرح او په ۱۹۳۳ زکال د نازیانو له خوا د واک په ترلاسه کولو سره د هغه ترلاس لاندې همکار رابرټ کناس مخه نیونکې تیوري جوړه کړه چې د دوهت نظریات او د تریپتز د «خطر تیوري» په کې شامله وه. دغې نظریې وړاندیز کاوه چې د فرانسې او پولنډ له احتمالي برید څخه د مخنیوي په موخه د درنو بم غورځونکو الوتکو جوړول وړاندې له دې چې جرمني په بشپړ ډول وسله وال کېږي لازمي دي. په ۱۹۳۳-۱۹۳۴ زکال کې پوځي ازمایښتي تمرینانو څرګنده کړه چې جنګي الوتکو، هوايي دفاعي ځواک او همدارنګه بم غورځونکو الوتکو ته اړتیا شتون لري. د ۱۹۳۵ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه لوفت وافه په رسمي ډول اعلان شو او والتروفر یې د درستیزوال په توګه وټاکل شو. په ۱۹۳۵ زکال کې د «هوايي جګړې د ترسره کولو لپاره» د لوفت وافه دکتورینو هوايي ځواک په ټولیزه نظامي ستراتیژۍ کې د هوایي برلاسۍ (سیمه ئېزې او موقتې) او د جګړې په ډګر کې د ځمکني او سمندریز پوځ څخه د ملاتړ کوونکې دندې په لرلو شامل کړ. د ترانسپورټي سیسټم او صنعت ستراتیژیک بمبار یې د اوږد مهال لپاره برخلیک ټاکونکې ټاکنه وګڼله ځکه چې د ځمکني او سمندریزو ځواکونو له چمتوالي سره یې اړیکه لري. د لوفت وافه د دوکتورینو پر بنسټ له دغې چارې څخه د جګړې د نه مخته تلو په حالت او یا هغه حالت کې چې د دښمن د لوري ویجاړول قطعي وي ګټنه کېدلای شوه. د بمبار په دغه لیست کې د روحیې د تضعیف په موخه د ملکي وګړو بمبار او د هغوی د کورنو ویجاړول مستثنی و، خو دغو دکتورینو اجازه ورکوله چې د جرمني په ملکي وګړو د بمبار په صورت کې غچ اخیستونکي بریدونه دې وشي. د لوفت وافه د دوکتورینو اصلاح شوې نسخه په ۱۹۴۰ زکال کې خپره شوه او تر ټول اصلي اصل یې د وسله والو دښمنانو له منځه وړل و چې تر ټولو ډېر اهمیت یې په کې درلود. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د بریتانیا سلطنتي هوايي ځواک په ۱۹۳۴ زکال کې د بیا وسله وال کولو د اې (A) پلان په وړاندې کولو سره د لوفت وافه له بدلونونو سره غبرګون وښود او په ۱۹۳۶ زکال کې یې خپل تشکیلات د بم غورځونکو قوماندانۍ، ساحلي قوماندانۍ، روزنیزې قوماندانۍ او جنګي قوماندانۍ ته واړول. وروستی مورد یې هم د هوج ډاوډېنګ پر مهال و چې له دغه نظریې سره یې مخالفت درلود چې بم غورځونکې الوتکې نه درول کېدونې دي: هغه مهال د رادار اختراع کولای شو د چټک تشخیص امکان رامنځته کړي ځکه یو پیلوټ لرونکې الوتکې په پام وړ ټوګه چټکې وې. په لومړیتوبونو بحثونه رامنځته شول، خو د ۱۹۳۷ زکال په ډسمبر میاشت کې د دفاع د همغږۍ مسئول وزیر توماس اینسکپ د ډاوډېنګ لوری ونیو او څرګنده یې کړه چې «زموږ د هوايي ځواک دنده وړاندنۍ ضربه نه ده» بلکې «له صحنې څخه زموږ د ویستلو اړوند د جرمني مخنیوي» دی او څومره چې بم غورځونکی هوايي ځواک مهم دی هماغه ډول جګړه کوونکی هوايي ځواک هم مهم دی. [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. "92 Squadron – Geoffrey Wellum." Battle of Britain Memorial Flight via raf.mod.uk.. Retrieved: 17 November 2010, archived 2 March 2009.
  2. "Introduction to the Phases of the Battle – History of the Battle of Britain – Exhibitions & Displays – Research". RAF Museum. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Overy 2013، صص. 73–74.
  4. Bungay 2000، صص. 31–33.
  5. Manchester & Reid 2012, pp. 132–33
  6. Bungay 2000.
  7. Stacey 1955, p. 18
  8. Bungay 2000, p. 388
  9. Murray 2002, The Luftwaffe: Origins and Preparation
  10. Bishop 2010، صص. 14–18.
  11. Overy 2013، صص. 42–43.
  12. Bungay 2000، صص. 36–39.
  13. Murray 2002، صص. 7–9.
  14. Murray 2002، صص. 6–7.
  15. Bishop 2010، صص. 18, 24–26.
  16. Deighton 1996، صص. 12–13.
  17. Bishop 2010، صص. 18–24.