Jump to content

توماس اډیسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس اډیسون
توماس اډیسون

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه اختراع [۱]،  تشبُث [۲]،  برېښنايي انجنيري [۲]،  انجينري   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
توماس اډیسون

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

توماس الوا اډیسون (د ۱۸۴۷ کال د فبرورۍ ۱۱مه - د ۱۹۳۱ز  کال د اکتوبر ۱۸مه) یو امریکايی مخترع او سوداګر و چې تر ټولو لوی امریکايی مخترع بلل کېږي. ده د برېښنا د تولید، ټولیزو اړیکو، غږ ثبتولو او متحرکو انځورونو په برخه کې ډېر وسایل جوړ کړي. دغه اختراعات چې فونوګراف [د غږ ثبتولو او بېرته اورولو وسیله]، د متحرک تصویر کمره او د برېښنا د ګروپ لومړنۍ بڼه په کې شامل دي، پر معاصره صنعتي نړۍ یې پراخ اغېز کړی. دی لومړنی مخترع و، چې د اختراع په پروسو کې یې د منظم علم اصول وکارول، ډله‌ییز کار یې وکړ او له ډېرو څېړونکو او کارکوونکو سره یې همکاري وکړه. همدا راز ده د صنعتي څېړنو لومړنی لابراتوار جوړ کړ. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

اډیسون د امریکا په منځني لویدیځ کې لوی شوی. د خپل کار په لومړیو کې يې د تلګراف د چلوونکي (اپرېټور) په توګه کار کاوه، چې ده ته یې د ځينو لومړنیو اختراعاتو الهام ورکړ. په ۱۸۷۶ ز کال کې یې د نیو جرسي په مینلو پارک کې خپل لومړنی لابراتوار جوړ کړ، چې هلته یې ډېری لومړني اختراعات مخ پر وده شول. وروسته یې د فلوریډا په فورټ مېیرز کې د دوو سوداګرو «هنري فورډ» او «هاروي فایرسټن» په همکارۍ یو نباتي لابراتوار جوړ کړ، دغه راز یې د نیوجرسي په وېسټ اورېنج کې هم د «بلک ماریا» په نامه یو لابراتوار جوړ کړ، چې د نړۍ لومړنۍ فېلمي سټوډیو شوه. دی یو بریالی مخترع و، چې په امریکا او نوره نړۍ کې ۱۰۹۳ اختراعات د ده په نامه ثبت شوي دي. اډیسون دوه ځلې واده کړی و او د شپږو بچیانو پلار و. په ۱۹۳۱ ز کال کې د شکر ناروغۍ له امله مړ شو.[۹]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

توماس اډیسون په ۱۸۴۷ ز کال کې د اوهایو په میلان کې وزیږېد، خو په ۱۸۵۴ ز کال کې یې کورنۍ د میشیګان پورټ هورون ته کډه وکړه او دی هم هلته لوی شو. دی د ساموېل اوګډن اډیسون جونیور (د نوا سکوټیا په مارشال‌ټاون کې په ۱۸۰۴ ز کال کې زېږېدلی او په ۱۸۹۶ز  کې مړ شو) او نانسي متیوس الیوټ (چې د نیویارک ایالت په چینانګو سیمه کې په ۱۸۱۰ کې زېږېدلې او په ۱۸۷۱ز  کې مړه شوې) اووم او وروستی اولاد دی. د پلار له طرفه یې کورنۍ په اصل کې هالنډي ‌توکمه وه، کورنی نوم یې «اډیسون» و. نیکه یې جان اډیسون په ۱۷۸۴ ز کال کې له نوا سکوټیا څخه نیو جرسي ته وتښتېد، پلار یې د انټاریو ویانا ته کډه وکړه او د ۱۸۳۷ ز کال په پاڅون کې تر ښکېلېدو وروسته وتښتېد.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

اډیسون لیک  - لوست او حساب له خپلې مور څخه،  چې مخکې د ښوونځي ښوونکې وه، زده کړل. دی یوازې څو میاشتې ښوونځي ته لاړ. له دې سره سره، د ژوندلیکونو یوه لیکوال، هغه یو کنجاو هلک بللی، چې ډېری شیان یې د مطالعې له لارې زده کړي وو. په ماشومتوب کې یې له تکنالوژۍ سره مینه پیدا شوه او په کور کې به یې ساعتونه ساعتونه وخت پر ازمایښتي کارونو تېراوه. [۱۶][۱۷]

اډیسون په ۱۲ کلنۍ کې د اورېدو له ستونزې سره مخامخ شو د کوڼ والي لامل یې په ماشومتوب کې سره تبه او د غوږ د منځنۍ برخې تکراري عفونت بلل شوی، چې درملنه یې نه وه شوې. وروسته يې بیا د خپل کوڼ ‌والي د لامل په اړه تخیلي کیسې جوړې کړې. دا چې یو غوږ یې په بشپړ ډول کوڼ و او بل غوږ یې په سختۍ اورېدل، ویل کېږي چې اډیسون به د سر په کوپړۍ کې د غږیزو څپو د جذب لپاره په لرګي خوله لګوله او غاښونو ته به یې فشار ورکاوه، چې په دې توګه یې موسیقۍ یا پیانو ته غوږ نیوه. کله چې اډیسون لوی شو، په دې باور شو چې کوڼ ‌والی د حواسو تیت کېدو د مخنیوي او پر کار د تمرکز لامل کېږي. اوسني تاریخ‌ پوهان او طبي متخصصین وايي چې:  کېدای شي، هغه به د کم پامۍ  او ډېر فعالیت ناروغي (ADHD) لرله.[۱۸][۱۹][۲۰]

اډیسون د خپل کار په لومړیو کې « د علم او هنرد پرمختګ لپاره د کوپر نیون کالج» د کیمیا په یوه کورس کې نوم‌لیکنه وکړه، تر څو له چارلز بټچلور سره د نوي تلګراف پر یوه سیستم خپل کار لا ښه کړي. داسې ښکاري چې دا د لوړو زده‌کړو په یوه مؤسسه کې د کورس لپاره د اډیسون یوازنۍ نوم‌ لیکنه ده.[۲۱][۲۲][۲۳]

د کار لومړي وختونه

[سمول]

اډيسون له پورټ هورون څخه ډيټرویټ ته په تلونکو اور‌‌ګاډو کې د خوږو اوبو، ورځپاڼو او سابه په پلورلو سره خپل کار پیل کړ. تر ۱۳ کلنۍ پورې یې د اونۍ ۵۰ ډالره ګټه کوله، چې ډېری برخه یې د برېښنايي او کیمیاوي ازمایښتونو د وسایلو په اخیستو لګوله. دی هغه مهال د تلګراف اپرېټور شو، چې د جیمي مکینزي په نامه درې کلن هلک یې د رېل‌ګاډي له کتارسره له لګېدو وژغوره. د جیمي پلار «جي یو مکینزي» چې د تم‌ځای مامور و، ډېر خوشحاله و چې اډیسون یې د تلګراف د اپرېټور په توګه روزلی و. له پارټ هوران څخه لرې د اډیسون لومړۍ تلګرافي دنده، په ګرنډ ټرنک اورګاډي  کې د اوټاریو په سټراټفورډ جنکشن کې وه. دی یو وار د یوه نږدې ټکر له امله پړ هم وبلل شو. همدا راز، د دندې تر پرېښودو پورې یې، د اور‌ګاډي په اړه کیمیاوي ازمویښتونه او د څرنګوالي ارزونې  مطالعه کړې. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

اډيسون پر سړک د ورځپاڼو د پلورلو انحصاري حق ترلاسه کړ، د څلورو مرستیالانو په مرسته یې (Grand Trunk Heral) ورځپاڼه ټایپ او چاپ کړه او له خپلو مقالو سره یې وپلورله. دا د اډيسون د کار پنځونې د اوږد مهال پیل و، ځکه چې د یوه سوداګر په توګه یې خپلې وړتیاوې وپېژندلې. په پای کې  د اډیسون کار پنځونې، د شاوخوا ۱۴ شرکتونو په جوړېدو کې بنسټیز اغېز درلود، چې له دې ډلې یو «جنرل الکتریک» شرکت دی، چې لا هم په نړۍ کې یو لوی عامه سهامي شرکت بلل کېږي.[۲۸][۲۹][۳۰]

اډیسون په ۱۸۶۶ ز کال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر د کنتاکي لویزویل ته لاړ، هلته یې د ویسټرن یونین د کارکوونکي په توګه د اسوشیټډ پریس دفتر د خبر په برخه کې کار وکړ. اډیسون د شپې په شفټ کې د کار غوښتنه وکړه، دغه کار ده ته موکه ورکړه چې د خپلې خوښې دوو کارونو «لوستلو» او «ازمایښت» ته لا ډېر وخت ولري.   په راوروسته کې یې دا وروستۍ مشغولا یا ازمویښتونه د شته دندې په بیه تمام شول؛ ځکه په ۱۸۶۷ ز کال کې یې یوه شپه پر سرب‌لرونکې تېزابي بېټرۍ کار کاوه، چې د بېټرۍ سلفوریک اسید پر ځمکه ترې تویې شول، دغه تېزاب یې د چت له  دړو څخه لاندې د رئیس مېز ته لاړل. په سبا سهار یې اډیسون له دفتره ویوست.[۳۱]

اډیسون د اختراع لومړنی حق د برېښنايي رایې د ریکارډر یا ثبتوونکي لپاره ترلاسه کړ، چې د ۱۸۶۹ ز کال د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ورکړل شو. دا چې د دې دستګاه لپاره غوښتنه کمه وه، څه موده وروسته نیویارک ښار ته لاړ. په لومړنیو کلونو کې يې «د فرانکلین لیونارډ پوپ» په نامه یو تلګرافر او مخترع روزونکی و، هغه بېوزلو ځوانانو ته اجازه ورکړه چې، د نیوجرسي په الیزابت کې د هغه په کور کې واوسېږي او کار وکړي، په داسې حال کې چې اډیسون په Gold Indicator شرکت کې له ساموېل لاوز سره کار کاوه. پوپ او اډیسون د ۱۸۶۹ ز په اکتوبر کې خپل شرکت جوړ کړ، چې د برېښنا د انجنیرانو او مخترعانو په توګه یې کار کاوه. اډیسون په ۱۸۷۴ ز کال کې، د یوه داسې څوګوني تلګراف د سیستم پر پراختیا پیل وکړ، چې په یوه وخت یې دوه پیغامونه لېږدولای شول.[۳۲][۳۳]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. https://www.biography.com/people/thomas-edison-9284349
  2. https://www.biography.com/people/thomas-edison-9284349 — د نشر نېټه: ۱۹ جولای ۲۰۱۸
  3. Adrian Wooldridge (September 15, 2016). "The alphabet of success". The Economist. نه اخيستل شوی September 16, 2016.
  4. Sproule, Anna (2000). Thomas Alva Edison: The World's Greatest Inventor (1st U.S. ed.). Woodbridge, CT: Blackbirch Press. ISBN 978-1-56711-331-0.
  5. "Hangout – Thomas Edison". state.nj.us. State of New Jersey.
  6. "Con Edison: A Brief History of Con Edison – electricity". Coned.com. January 1, 1998. Archived from the original on October 30, 2012. نه اخيستل شوی October 11, 2012.
  7. "The Wizard of Menlo Park". The Franklin Institute. Archived from the original on March 5, 2013. نه اخيستل شوی February 24, 2013.
  8. Walsh, Bryan (July 15, 2009). "The Electrifying Edison". Time. Archived from the original on July 18, 2009. نه اخيستل شوی December 31, 2013.
  9. Editors, History com. "Thomas Edison". HISTORY (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-20. {{cite web}}: |last= has generic name (help)
  10. Edison's Early Years
  11. "National Historic Landmarks Program (NHL)". Tps.cr.nps.gov. January 12, 1965. Archived from the original on August 8, 2011. نه اخيستل شوی December 31, 2013.
  12. Thomas Edison's Inventive Life; by Joyce Bedi. Retrieved March 31, 2018
  13. The Yankee Road: Tracing the Journey of the New England Tribe that Created Modern America, Vol. 2: Domination. Wheatmark, Inc. March 7, 2018. p. 146. ISBN 978-1-62787-519-6.
  14. Baldwin, Neal (1995). Edison: Inventing the Century. Hyperion. pp. 3–5. ISBN 978-0-7868-6041-8.
  15. "Samuel and Nancy Elliott Edison - Thomas Edison National Historical Park (U.S. National Park Service)".
  16. "Edison Biography". National Park Service. نه اخيستل شوی May 28, 2017.
  17. The Near-Death Experience That Set Thomas Edison on the Road to Fame, Barbara Maranzani, March 5, 2020
  18. The medical mystery that helped make Thomas Edison an inventor, PBS October 22, 2018
  19. "Thomas Edison's Greatest Inventio". atlantic.com. October 13, 2019. نه اخيستل شوی October 17, 2019.
  20. The Near-Death Experience That Set Thomas Edison on the Road to Fame, Barbara Maranzani, March 5, 2020
  21. Conot, Robert (1979). Thomas A. Edison: A Streak of Luck. New York: Da Capo Press.
  22. Topper, Robert Q. "Thomas Edison, Chemistry and Cooper Union". نه اخيستل شوی March 5, 2021.
  23. Thomas Edison Is An Innovative Icon, And Here's Why, Odyssey, March 26, 2018
  24. Derek Thompson (2019). "Thomas Edison's Greatest Invention". The Atlantic. نه اخيستل شوی October 17, 2019.
  25. Baldwin, p. 37
  26. "Stratford's Railway Industry" (PDF). Visit Stratford. Stratford Tourism. 2010. Archived from the original (PDF) on March 7, 2017. نه اخيستل شوی March 6, 2017.
  27. کينډۍ:Cite CAB
  28. "GE emerges world's largest company: Forbes". Trading Markets.com. April 10, 2009. Archived from the original on August 5, 2009. نه اخيستل شوی February 7, 2010.
  29. "GE emerges world's largest company: Forbes". The Indian Express. April 9, 2009. Archived from the original on March 28, 2010. نه اخيستل شوی February 7, 2010.
  30. کينډۍ:Cite CAB
  31. Baldwin, pp. 40–41
  32. The Edison Papers Archived 2007-02-05 at the Wayback Machine., Rutgers University. Retrieved March 20, 2007.
  33. "Life of Thomas Alva Edison", Inventing Entertainment: The Early Motion Pictures and Sound Recordings of the Edison Companies, Library of Congress.