بایزید یلدرم (اول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له Bayezid I نه مخ گرځېدلی)

لمړﺉ سلطان بایزید چي دبایزیدیلدرم په نامه هم یادیږي دعثماني ټولواکمني (خلافت) څلورم واکمن اودسلطان مرادخان اول زوی دی، نوموړي په ۱۳۵۴زیږدیزکال کي پیدا اوپه ۱۴۰۳زیږدیز کي وفات سوی دی . [۱] سلطان بایزید دخپل ځوانۍ په دوران کي کله چي نوموړی دعثماني خلافت شهزاده وو دخپل پلارسره یې اوږه پر اوږه په فوځي جګړوکي برخه اخیستل اویوځل یې په داناطولي په کومه جګړه کي دومره دښمن ته ډېره سخته ماته ورکړه چي له همدې کبله نوموړی ته دیلدرم یعني برېښنا لقب ورکول سو داځکه چي بایزید پخپلو بریدونو کي دبرېښنا په شان تېز اوچالاکه وو .

بایزید اول
(عثمانی ترک: بايزيد اوَّل د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بایزید یلدرم (اول)
بایزید یلدرم (اول)

دوره له ۱۳۸۹ څخه تر ۱۴۰۳زیږدیزکال پوري
د شخص معلومات
اصلي نوم سلطان بایزیدخان بن مرادخان
پيدايښت ۸ مارچ ۱۳۵۴
ادیرنه  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه ۱۴۰۳ زیږدیزکال
اکشيهر  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره بورصه  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب سني اسلام
پلار مراد (اول)  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور ګل چیچک خاتون
کورنۍ عثماني کورنۍ
ځايناستی See below
آخري معلومات
کار/مسلک شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عثماني ترکي ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عثماني ترکي ژبه
عربي
پارسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بایزید یلدرم (اول)
بایزید یلدرم (اول)

دسلطان بایزید حکومت[سمول]

سلطان بایزیدپه ۱۴۸۹زیږدیزکال کي د کوسوو ترمشهوري صلیبي جګړې وروسته دعثماني خلافت واک ته ورسېدی ځکه په دغه جګړه کي دده پلار سلطان مرادخان شهید سو اودسلطنت چاري بایزیدته پاته سولي . بایزید چي څنګه واک ته ورسېدی ترټولو لمړئ یې خپل ورور یعقوب وواژه ترڅوپه راتلونکي وخت کی هغه ورباندي راپورته نسي،تردې وروسته یې په بالکان او اناطولي کي خپل جنګي عملیات پیل کړه .

دکوسوو ترجګړې وروسته سلطان بایزید دسربیا له واکمن سره سوله وکړه اودهغه خوریې خپل ځان ته په نکاح کړه ترڅو ددغه واکمن سره خپله پخوانۍ دښمني پای ته ورسوي، ورپسې نوموړی دخپلي پلازمیني ادرنه ښار په لوري ولاړی اوهلته یې دعثماني خلافت واک په رسمي ډول لاس ته راوړ . سلطان بایزیدپه ۱۴۹۰ او۹۱کلونو کی داناطولي پرسیمه باندي خپل عملیات پیل اومهم ځایونه یې فتحه کړه اوترهغه وروسته یې په بالکان کي دعیسايي هیوادونو په وړاندي دجګړې میدان ګرم وساته، نوموړي په دې توګه غوښتل چي دبالکان ټول هیوادونه دعثماني خلافت تابع وګرځوی اوپخپله موخه کي ترډېره بریالئ هم سو . سلطان بایزید یوازي دغه هڅه نه کول بلکي دختیځ روم له واکمني سره یې هم ډغري پيل کړې اوداستانبول ښار یې ترسختي محاصري لاندي ونیوی خوڅرنګه چي عثماني خلافت هغه وخت پرمختللې وسله اوتوپونه نه درلودل له همدې کبله داستانبول محاصرې کلونه وخت ونیوی اوعثماني فوځیانو وخت پروخت بریدونه ورباندي کول . سلطان بایزیدچي دغه ستونزه یې ښه درک کړې وه خپل څه اندازه فوځ یې داستانبول لپاره پرېښودی اودپاته فوځ په مرسته یې بیرته بالکاني دولتونه ترهجوم لاندي ونیول . دبالکان عیسایان چي دسلطان بایزید سره یې دجګړې تاب نه درلودی دلویدیځي اروپا له دولتونوڅخه یې مرسته وغوښتل اوپه ۱۳۹۶زیږدیزکال کي یې دفرانسې اوغربي هیوادونوپه مرسته له عثماني خلافت سره دنایکوپولس په میدان کي ډېره خونړي نښته وکړه . په دغه نښته کي چي په لسګونه زره فرانسويانو اولویدیځوالو پکښي برخه درلودل اودترکانو شمېرډېر لږ ورته ایسېدی مسلمانانو غوڅه بریا ترلاسه کړه اودفرانسې مشهوره نوابان اوشهزاده ګان ژوندي ونیول سوه . سلطان بایزید ترنیولو وروسته دوی ځان ته راوغوښتل اوپه دې شرط یې ایله کړه چي یوځل بیابه خپل فوځ برابروي اودعثماني خلافت سره به جګړې ته رادرومي ځکه سلطان بایزید ددې هیله لري چي هرځل له خپلو دښمنانوسره په جنګي میدان کي مخامخ اوهغوی ته پخپل لاس ماته ورکړي .

دسلطان بایزید پورتنۍ غوښتنه په دې معنا وه چي ګواکي نوموړي غوښتل ټوله اروپا دعثماني سلطنت ترنفوذ لاندي راولي او نوموړي پخپلو خبروکي داهم وویل چي زه غواړم دروم په کلیسا کي خپل آس ته دانه ورکړم . نیول سوو عیسایانوچي داخبره واورېدل دسلطان بایزید سره یې له جګړې کولوڅخه دتل لپاره ډډه وکړه اونور دسلطان بایزیدپه وړاندي یوازي ختیځ رومي سلطنت اوداروپا سترهیوادونه پاته وه خودنوموړي دغه ارمان هلته لمنځه ولاړ کله چي په ۱۴۰۲زیږدیزکال کي دعثماني خلافت له ختیځ څخه تیمورلنګ دڅولکه فوځ په ملتیا باندي سلطان بایزید تربرید لاندي ونیوی اودانقره په مشهوره جګړه کي یې هغه ته ماته ورکړه . ددې ماتي په پایله کي سلطان بایزید دتیمورلنګ له لوري ژوندئ ونیول سو اوڅه عمر وروسته یې وفات وکړ .

دسلطان بایزید وفات[سمول]

سلطان بایزید یلدرم په ۱۴۰۳زیږدیزکال کی دمارچ په ۹نېټه داسي مهال وفات سوچي دتیمورلنګ په زندان کي یې شپې تېرولې . ترمرګ وروسته یې دبایزید جسد دبورسه ښار ته راوړ اوهلته یې خاوروته وسپاری .

دسلطان بایزید کورنۍ[سمول]

دسلطان بایزید مور چیچک خاتون نومېدل چی له ذاته رومۍ وه اومېرمني یې عبارت وې له دولت خاتون، شاه خاتون، حفصه خاتون، سلطان خاتون اوډیسپینا خاتون څخه چي دغه اخري مېرمن یې دسربیا دلازار لور وه . دبایزید زامن محمدچلپي، عیسی، موسی، سلیمان اومصطفی نومېدل چي دده ترمرګ وروسته یې محمدچلپي واک ته ورسېدی البته ترڅه جګړې او اختلافاتو وروسته یې دغه واک لاس ته راوړی . سلطان بایزید یوه لور هم درلودل چي دفاطمه خاتون په نامه[۳] وه .

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)
  2. Kemal Çiçek, Ercüment Kuran, Nejat Göyünç, Halil İnalcık, İlber Ortaylı, Güler Eren (2000). The Great Ottoman-Turkish Civilisation: Philosophy, science, and institutions. Yeni Türkiye. د کتاب پاڼې 31. In the letter coming with the envoy, Sultan Bayezid I became pleased for it addressed him as "Sultanu'l-Guzat ve'l-Mücahidin" (The Sultan of Ghazis and Holy Warriors)... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  3. استشهاد فارغ (مساعدة)