یولیسیز سایمن ګرانټ
| یولیسیز سایمن ګرانټ | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۲۷ اپريل ۱۸۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
| مړینه | 23 جولای 1885 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
| د مړینې لامل | کومييز سرطان [۱۱] |
| استوګنځای | نيويارک |
| تابعیت | |
| قد | 175 سانتي متره ، 173 سانتي متره |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي |
| کار/مسلک | ليکوال [۱۲]، سياستوال |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۱۳] |
| پوځي خدمت | |
| جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه ، د مکسیکو او امریکا جګړه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
یولیسیز اېس.ګرانټ ( ۲۷ اپریل ۱۸۲۲- ۲۳ جولای ۱۸۸۵ ز کال) امریکایي پوځي افسر او سیاستوال و، چې له ۱۸۶۹ ز کال څخه یې تر ۱۸۷۷ ز کال پورې د امریکې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. د ولسمشر په توګه، ګرانټ د مدني حقونو اغېزمن مدیر و چې د عدلیې وزارت یې جوړ او له راډیکال جمهوري غوښتونکو سره یې د بیارغونې د پېر پر مهال د افریقايي امریکایانو د خوندیتوب لپاره کار وکړ. هغه د پوځ د قوماندان په توګه په ۱۸۶۵ ز کال کې د امریکا په کورنۍ جګړه کې د اتحادیې ځواکونه بریا ته ورسول او له هغې وروسته یې د لنډ مهال لپاره د دفاع د وزیر په توګه خدمت وکړ.
ګرانټ په اوهایو کې لوی شو، هغه په آس زغلونه کې لوړ مهارت درلود. نوموړی ویسټ پاینټ ته شامل شو، په ۱۸۴۳ ز کال کې په ۲۱ مه درجه فارغ شو او د امریکا – مکسیکو په جګړه کې یې غوره خدمت وکړ. په ۱۸۴۸ ز کال کې یې له جولیا ډېنټ (Julia Dent) سره واده وکړ، هغوی دواړو څلور ماشومان لرل. ګرانټ په ۱۸۵۴ ز کې له پوځ څخه استعفا ورکړه او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو، خو په غربت کې یې ژوند وکړ. هغه په ۱۸۶۱ زکال کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته د اتحادیې له ځواکونو سره یوځای شو او په ویسټرن تیاتر (Western Theate) عملیاتو کې د اتحادیې د لومړنیو بریاوو په ترلاسه کولو سره یې شهرت وموند. په ۱۸۶۳ زکال کې یې وېکس برګ (Vicksburg campaign) عملیات رهبري کړل، چې له امله یې په میسي سيپي سیند (Mississippi River) کنټرول ترلاسه کړ. په چټانوګا (Chattanooga) عملیاتو کې له بریا وروسته ولسمشر ابراهام لېنکولن ورته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړه. د دیارلسو میاشتو لپاره، ګرانټ له رابرټ اي.لي (Robert E. Lee) سره په پیټرزبرګ (Petersburg) کې له تلفاتو ډکه ځمکنۍ جګړه وکړه. وروسته له هغه چې لي له پیټرزبرګ څخه وتښتېد، ګرانټ نوموړي ته په اپوموټوکس (Appomattox) جګړه کې ماتې ورکړه. د ۱۸۶۵ ز کال د اپرېل په ۹ مه نېته، لي په رسمي ډول ګرانټ ته تسلیم شو. یوه اونۍ وروسته، لېنکولن ترور شو او اندرو جانسن د ولسمشر ځای ناستی شو، هغه په ۱۸۶۶ زکال کې ګرانټ ته د ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه ارتقا ورکړه. وروسته ګرانټ په ښکاره ډول له ولسمشر جانسن سره د هغه د بیارغونې د پالیسیو اړوند مخالفت وکړ؛ ګرانټ د افریقایي امریکايي وګړو د مدني حقونو د ورکولو په برخه کې د بیارغونې له قانون ګټنه وکړه، کوم چې د جانسن د ویټو کولو له امله تصویب شوی و.
د جګړې اتل، ګرانټ د دندې پر وړاندې د هغه د احساس له امله، د جمهوري غوښتونکو ګوند له خوا د رایو په اکثریت ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند شو چې په ۱۸۶۸ ز کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ولسمشر په توګه هغه له جنګ وروسته ملي اقتصاد باثباته کړ، د کانګرس د بېرته جوړېدو ملاتړ یې وکړ، د اساسي قانون ۱۵ مه اصلاحیه یې تصویب او کو کلاس کلان (Ku Klux Klan) ترهګره ډله یې له منځه یووړه. د ګرانټ تر مشرۍ لاندې اتحادیه په بشپړه توګه بېرته ورغول شوه. هغه افریقایي امریکایان او یهود امریکایان په لوړو فدرال څوکیو وګمارل. په ۱۸۷۱ زکال کې ګرانټ د مدني خدمتونو لومړنی کمیسیون جوړ کړ، چې د پخوانیو مشرانو په پرتله یې مدني خدمتونو ته ډېر کار وکړ. لیبرال جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان د ۱۸۷۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه له سیال سره ودرېدل، خو ګرانټ په آسانۍ سره بیاځلي وټاکل شو.
ګرانټ د تقاعد پر مهال، لومړنۍ ولسمشر و چې د نړۍ د لیدو په موخه یې خپل سفر پیل کړ، له ملکې ویکټوریا سره یې سهارنۍ وخوړه او د نړۍ له ګڼ شمېر مخکښو مشرانو سره یې ولیدل. په ۱۸۸۰ ز.کال کې ګرانټ وه نه توانېد په ولسشمریزو ټاکنو کې د دریم ځل لپاره د نوماندۍ په موخه د جمهوري غوښتونکي ګوند رایه خپله کړي. هغه د خپل ژوند په وروستي کال کې له ګڼ شمېر مالي ستونزو او د ستوني له وژونکي سرطان سره لاس او ګرېوان و، هغه د خپلو خاطراتو کتاب ولیکه، چې د ده لپاره د شدیدو نیوکو او مالي برلاسي توب لامل وګرځېد. د هغه د مړینې پر مهال، نوموړی د ملي وحدت د سمبول په توګه وپېژندل شو. ګرانت یو مډرن جنرال او "ماهر رهبر و چې د ستراتېژي او تاکتیک په برخه کې یې طبیعي وړتیا لرله". د نوموړي ولسمشري د تاریخي ارزونو له مخې ټیټ ځایګی درلود، په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۶ زکلونو کې ۳۸ م، خو په وروستیو کلونو کې یې ځایګی لوړ شو په ۲۰۱۸ زکال کې یې ۲۱ او په ۲۰۲۱ ز کال کې یې ۲۰ م ځایګی ترلاسه کړ، له دې سره چې نوي تاریخ پوهان د ده دواړه پړاوه ولسمشري بریالۍ بولي. د ده د ولسمشرۍ په بریاوو کې د کلان (Klan) سره قانوني چلند، له تور پوستو سره د انسانانو او امریکایانو په توګه چلن، د اصلي امریکایانو اړوند نوښتګره پالیسي، په سوله ییز ډول د آلاباما د دعوا او په ۱۸۷۶ کال کې د جنجالي ولسمشریزو ټاکنو د ستونزو حل شاملېږي.
لومړی ژوند
[سمول]هیرم یولیسیز ګرانټ په پواینټ پلیزنټ، اوهایو(Point Pleasant, Ohio) کې د ۱۸۲۲ زکال د اپرېل په ۲۷ مه د چرم جوړونکي او تاجر جیسي روټ ګرانټ (Jesse Root Grant) او هانا سمپسون ګرانټ (Hannah Simpson Grant) په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه نیکونه متیو او پریسیکیلا ګرانت (Matthew and Priscilla Grant) په ۱۶۳۰ ز کال کې په مری او جان (Mary and John) کښتۍ کې د ماساچوستس خلیج مستعمرې ته راغلي وو. د ګرانټ نیکونو د فرانسې او انډین په جګړه کې جګړه کړې وه، د هغه نیکه، نواح (Noah) د امریکا د انقلاب پر مهال په بانکر هېل (Bunker Hill) جګړه کې خدمت کړی و. له هغې وروسته نواح په پنسلوانیا کې میشت شو او د یو آیرلنډي مخکښ له لور ریچل کیلی (Rachel Kelley) سره یې واده وکړ. د هغه زوی جیسي (د ګرانټ پلار) د ویګ ګوند ملاتړی او د یووالي کلک پلوی و. جیسي ګرانټ په ۱۸۲۰ ز.کال کې پواینټ پلیزنټ ته وکوچېد او هلته یې د چرم جوړونې په یوه فابریکه کې دنده ترلاسه کړه. هغه ډېر ژر له خپلې راتلونکې مېرمنې، حنا (Hannah) سره مخ شو، دوی دواړو د ۱۸۲۱ ز کال د جون په ۲۴ مه واده وکړ. له واده لس میاشتې وروسته هنا یولیسیز وزیږاوه چې د هغې او جیسی لومړنی ماشوم و. [۱۴]کينډۍ:Sfnmکينډۍ:Sfnm[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
ولسمشري (۱۸۶۹-۱۸۷۷ ز)
[سمول]د ۱۸۶۹ ز کال د مارچ په ۴ مه ګرانټ د قاضي القضات سالمون پی. چیس(Salmon P. Chase) پر وړاندې د امریکا د اتلسم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه په خپله لومړنۍ وینا کې د اساسي قانون د ۱۵ مې اصلاحیې د تصویب غوښتنه وکړه، هغه مهال چې ګڼ شمېر افریقايي امریکایانو یې د لوړې په مراسمې کې ګډون کړی و. هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د امریکا د داخلي جګړې پر مهال ورکړل شوي پورونه باید د سروزرو په ورکولو ادا شي، ده له بومي امریکایانو سره د غوره چلند غوښتنه وکړه او هغوی یې "متمدن کېدو او د تابعیت ترلاسه کولو" ته وهڅول.[۲۴]
د ګرانټ کابینه ټاکل هم له نیوکو او هم له هرکلي سره مخ شوه. هغه Elihu B. Washburne د بهرنیو چارو د وزیراو جان اې. راولینز(John A. Rawlins) د جګړې د وزیر په توګه وټاکل. واشبرون (Washburne) استعفا ورکړه او ګرانټ هغه د فرانسې لپاره وزیر وټاکه. وروسته له هغه ګرانټ د نیویارک پخوانی سناتور همیلټون فېش(Hamilton Fish) د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګماره. راولینز په دفتر کې ومړ او ګرانټ د هغه پر ځای ویلیام ډبلیو. بېلکنپ (William W. Belknap) د جګړې د وزیر په توګه وټاکه. ګرانټ د نیویارک سوداګر الکساندر ټي. سټیوارټ (Alexander T. Stewart) د مالیې د وزیر په توګه وټاکه خو سټیوارټ د ۱۷۸۹ ز.کال د قانون له مخې د دغې څوکۍ لپاره په شرایطو برابر نه و. له همدې امله ګرانټ د ماساچوستس استازی جورج اس. بوټوېل (George S. Boutwell) د مالیې د وزیر په توګه وګماره. د پلادلپیا (Philadelphia) سوداګر اډولف اي بوري د سمندري ځواکونو د وزیر په توګه وګمارل شو، خو هغه دغه دنده د روحي ستونزو رامنځته کوونکې وبلله او استعفا یې وکړ. ګرانټ د هغه پر ځای د نیوجرسي ایالت څارنوال جورج ام. روبیسون(George M. Robeson) د سمندري ځواکونو د وزیر په توګه مقرر کړ. د اوهایو پخواني والي جاکوب ډي. کوکس (Jacob D. Cox) د داخلې د وزیر، د مرېلنډ پخوانی سناتور جان کرېس وېل (John Creswell)(د پوستې خدمتونو د مشر) په توګه او ایبینزر راک ووډ هوار(Ebenezer Rockwood Hoar) د (لوی څارنوال) په توګه په کابینه کې وګمارل شول.[۲۵][۲۶][۲۷]
د کانفدرېشن پخوانی جنرال، جیمز لانګ سټریټ (James Longstreet) چې د ګرانټ نوماندي یې تائید کړې وه، په نیو اورلینز (New Orleans) کې د ګمرکاتو د سروې کوونکي پست ته نوماند کړای شو؛ دغه چارې ټول حیران کړل، او هغه یې د شمال او جنوب د یوځای کېدو اصلي هڅه وبلله. د ۱۸۷۲ ز کال په مارچ کې ګرانټ هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې لومړنی ملي پارک یا د یلوسټون ملي پارک (Yellowstone National Park) تاسیس شو. ګرانټ د ښځو د رایو کارولو د حق په ګډون، د هغوی له حقونو سره موافق و، ده به ویل: د ټولو وګړو لپاره مساوي حقونه غواړي.[۲۸][۲۹]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118718436 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12157552z — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/411 — سکالو پېژند: Ulysses S. Grant — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32336.htm#i323354 — سکالو پېژند: Hiram Ulysses Simpson Grant — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/grant-ulysses-simpson — سکالو پېژند: Ulysses Simpson Grant — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0030909.xml — سکالو پېژند: Ulysses Simpson Grant — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hiramulyssesgrantu — سکالو پېژند: Ulysses S. Grant
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=ulysses;n=grant — سکالو پېژند: Ulysses Grant
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/24304 — سکالو پېژند: Ulysses Simpson Grant — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=23131 — سکالو پېژند: Ulysses Simpson Grant — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ http://www.history.com/this-day-in-history/former-president-ulysses-s-grant-dies — خپرېدونېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۱۵ — وينا: his tendency to binge-drink re-emerged and he developed another unhealthy habit: chain cigar-smoking, which probably caused the throat cancer that eventually killed him
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/70582115
- ↑ Longacre 2006، مم. 6–7.
- ↑ Killanin, 1989, p. 62.
- ↑ Ulster-Scots and the US Presidents, p. 3.
- ↑ White 2016، مم. 8–9.
- ↑ White 2016، م. 8.
- ↑ Hesseltine 1957، م. 4.
- ↑ White 2016، م. 6.
- ↑ Smith 2001، مم. 21–22.
- ↑ McFeely 1981، م. 3.
- ↑ McFeely 1981، م. 6.
- ↑ White 2016، م. 472.
- ↑ Simon 2002، مم. 246–47.
- ↑ Kahan 2018، م. 48.
- ↑ Kahan 2018، مم. 46–47.
- ↑ Calhoun 2017، م. 376.
- ↑ White 2016، مم. 474–75.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1885ز مړينې
- 23 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي

