یوزف شومپیتر
یوزف شومپیتر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | کنیټیکټ [۲] |
تابعیت | P27 |
غړی | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکې ژبه | |
د کړنې څانګه | وټپوهنه |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
سمول |
یوزف الویس شومپیتر (زوکړه: ۸ فبروری ۱۸۸۳ – مړینه: ۸ جنوری ۱۹۵۰ زکال) اطریشي الاصله سیاسي اقتصاد پوه و. نوموړي په ۱۹۱۹ زکال کې د لنډ مهال لپاره د جرمني – اطریش د مالیې وزیر په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۳۲ زکال کې متحده ایالاتو ته کډوال شو څو په هاروارډ پوهنتون کې ښوونکی شي، چېرې چې نوموړی د خپل کاري ژوند تر پایه هلته پاتې شو او په ۱۹۳۹ زکال کې یې امریکايي تابعیت ترلاسه کړ.[۳]
شومپیتر د شلمې پېړۍ په لومړیو کې اغېزمن اقتصاد پوه و او د «خلاقانه تخریب» اصطلاح یې ترویج کړه چې ورنر زمبارټ ابداع کړې وه.[۴][۵][۶]
لومړنی ژوند او زده کړې
[سمول]شومپیتر په ۱۸۸۳ زکال کې د هابسبورګ موراویا په تریش سیمه کې (اوس مهال په چک جمهوریت کې د تریشت سیمه ده، هغه مهال د اطریش – هنګري برخه وه) په یوه جرمني ژب ویونکې کاتولیک کورنۍ کې وزېږېد. د هغه دواړې نیاګانې چکي وې. شومپیتر خپل چکي اصل او نصب نه تصدیق کاوه او تر ډېره پورې یې ځان په خټه جرمنی باله. پلار یې یوه کارخونه لرله خو هغه مهال چې یوزف څلور کلن و ومړ. په ۱۸۹۳ زکال کې یوزف او مور یې ویانا ته کډه وکړه. شومپیتر د اطریشي لومړي فرانتس یوزف له پیاوړو ملاتړو څخه و.[۷][۸][۹]
شومپیتر په ترزیانوم ښوونځي کې له زده کړو وروسته د ویانا پوهنتون د حقوقو په څانګه کې د اقتصادي نظریه ورکوونکي اویګن بوم فون باورک تر نظر لاندې په زده کړو پیل وکړ او په ۱۹۰۶ زکال کې یې خپله دوکتورا واخیسته. په ۱۹۰۹ زکال کې له یو شمېر علمي سفرونو وروسته د معاصر اوکراین په چرنیوتسي پوهنتون کې د اقتصاد او دولت دارۍ ښوونکی شو. په ۱۹۱۱ زکال کې د اتریش په ګراتس پوهنتون کې استاد شو او د لومړۍ نړیوالې جګړې تر مهاله همالته پاتې شو.
په ۱۹۱۸ زکال کې شومپیتر د ټولنې جوړونې د کمیسیون غړی شو هغه چې په جرمني کې د خلکو د شورا له خوا رامنځته شوی و. د ۱۹۱۹ زکال په مارچ میاشت کې له هغه وغوښتل شو څو د اتریش – جرمني په جمهوریت کې د مالیې وزیر په توګه کار وکړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د جګړې د پورونو پوره کولو په موخه دې په شتنمیو مالیه ولګول شي خو د الپ غرونو د ځمکو د ټولنیز کېدو سره یې مخالفت وکړ. په ۱۹۲۱ زکال کې هغه د بایډرمن خصوصي بانک رئیس او همدارنګه د کافمن بانک د مدیره پلاوي غړی و. په دغو بانکونو کې ستونزو شوپیتر له پور سره مخ کړ. د ۱۹۲۴ زکال په سپټمبر میاشت کې په بایډرمن بانک باندې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د هغه استعفا اړینه وه.[۱۰][۱۱]
له ۱۹۲۵ زکال څخه تر ۱۹۳۲ زکال پورې شومپیتر د جرمني په بن پوهنتون کې څوکۍ لرله. هغه د ۱۹۲۷-۱۹۲۸ او ۱۹۳۰ زکلونو پر مهال په هاروارډ پوهنتون کې درس ورکړ. په ۱۹۳۱ زکال کې نوموړی د ټوکیو په اقتصادي کالج کې د میلمه ښوونکي په توګه کار وکړ. په ۱۹۳۲ زکال شومپیتر متحده ایالاتو ته کډه شو او ډېر ژر یې په پراخه کچه د مرکزي اروپا له اقتصادي همکارانو سره چې د نازېسم له امله بې ځایه شوي و په مرسته پیل وکړ. له دې سربېره شومپیتر له مارکسېزم او سوسیالېزم سره د مخالفت له امله چې فکر یې کاوه د دیکتاتورۍ لامل ګرځي وپېژندل شو او آن د ولسمشر فرانکلین روزولټ په نیوډیل اقتصادي پروګرام یې نیوکې وکړ. په ۱۹۳۹ زکال کې شومپیتر د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ. د دویمې نړیوالې جګړې په لومړیو کې FBI له نوموړي او د هغه له ښځې الیزابت باډي (د جاپاني اقتصاد مخکښه څېړونکې) څخه له نازیانو سره د لیوالتیا لرلو په تور څېړنې وکړې، خو له نازیانو سره یې د هغوی د همدردۍ اړوند هېڅ شواهد ترلاسه نه کړل.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په هاروارډ کې شومپیتر د یو په یاد پاتې کېدونکي، عالم او آن په ټولګې کې د ځان ښودونکي شخصیت په توګه ګڼل کېده. نوموړي د تدریس په برخه کې په ځان د ډېر بوج منلو او همدارنګه له زده کوونکو سره د شخصي لیوالتیا لرلو له امله شهرت وموند. نوموړي همدارنګه له اقتصاد پوهنځي څخه د فارغو شوو زده کړیالانو د ټولنې د علمي مشاور په توګه خدمت وکړ او د دغې ټولنې لپاره یې خصوصي سیمینارونه او ګروپي بحثونه جوړل. د هغه یو شمېر همکارانو باور درلود چې نظریات یې د کینزي پالنې له امله چې هغه مهال دود وه؛ منسوخ شوي و. یو شمېر نور بیا په ده باندې پل ساموئلسون ته د مرستیال ښوونکي په توګه د وړاندیز په نه کولو ناخوښه و؛ خو هغه مهال چې فکر یې وکړ هغه په یل پوهنتون کې ځای ځانته غوره کړی له دغې چارې لاس پر سر شول. د نوموړي د ژوند دغه دوره د هغه د زیاتو هڅو او همدارنګه د سوداګریزې کړۍ په نامه د هغه د ۲ ټوکیز کتاب څخه د لږ پوهې په لرلو مشخصه کېږي. له دې سره شومپیتر په ۱۹۴۲ زکال د خپلو دوو نورو اثارو په خپرېدو چې د کپیټلېزم او د سوسیالېزم او دیموکراسۍ په نامه و، ډېر ټینګار وکړ. هغه آثار چې ډېر شهرت یې وموند او په راتلونکو لسیزو کې څو ځله په ګڼ شمېر ژبو باندې چاپ شول؛ له دې سربېره په اقتصادي چارو کې په زرګونو ځله پر هغو اتکا شوې.[۱۶][۱۷][۱۸]
مسلک
[سمول]اغېز
[سمول]له دې امله چې د نوښتونو پر بنسټ اقتصاد د اقتصاد تاریخي مکتب و؛ د شومپیتر د ډینامیک منبع په محوري ډول بدلون وکړ. په داسې حال کې چې د هغه لیکنې په دې برخه کې انتقادي وې خو د نوښتونو او کار جوړونې په برخو کې د شومپیتر چارې کېدای شي د تاریخي مکتب د هغو نظریاتو دوام وبولو چې په ځانګړې توګه یې د ګوستاو فون شمولر او ورنر زمبارټ له چارو سرچینه اخیسته. له دې سره چې په اطریش کې زېږېدلی و او د ګڼ شمېر مشابه اقتصاد پوهانو پر وړاندې یې زده کړې کړې وې، خو یو شمېر باور لري چې نه شي کولای نوموړی د اصلي شواهدو موندلو پرته د اتریشي هترودکس اقتصادي مکتب په ډله کې وګڼي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا د دغې موضوع برعکس تائید کوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د مالیاتي دولت په اړه د شومپیتر پر تحلیل باندې د اطریشي ټولنپوه روډولف ګولډشاید د مالي ټولنپوهنې مفهوم اغېز درلود. په ۲۰۱۲ زکال کې یوې مقالې څرګنده کړه چې د شومپیتر په آثارو کې د فرانسیس ګالتون د اثارو اغېز څرګند دی.[۲۳][۲۴]
تکاملي اقتصاد
[سمول]د کریسټوفر فریمن په خبره (۲۰۰۹ زکال)، «د هغه د ټول کاري ژوند مرکزي ټکی دا دی چې: کپیټلېزم یې د دوامداره تکاملي نوښتونو د بهیر او همدارنګه د خلاقانه تخریب په توګه درک کړی».[۲۵]
شخصي ژوند
[سمول]شومپیتر درې ځله واده وکړ. د هغه لومړۍ مېرمن انګلیسۍ ګلدیس ریکارډ سیور وه چې نږدې ۱۲ کاله له هغه مشره وه (په ۱۹۰۷ کې یې واده وکړ، په ۱۹۱۳ کې جلا شول او په ۱۹۲۵ زکال کې یې طلاق ورکړ). د واده په مراسمو کې یې تر ټولو نږدې ملګری اتریشي حقوق پوه هانس کلسن و. دویمه ښځه یې انار ریزینګر وه چې له ده شل کاله کوچنۍ وه او د هغه اپارتمان د ساتونکي لور وه چې دی په کې را لوی شوی و. د یو طلاق شوي نارینه په توګه هغه او ناوې یې د واده په موخه لوترېزم آئین ومانه. هغوی په ۱۹۲۵ زکال کې واده وکړ خو د واده په لومړي کال یې مېرمن د ماشوم د زیږون پر مهال مړه شوه. هغه خپله مېرمن او نوی زېږدلی ماشوم د خپلې مور له مړینې یوازې څو اونۍ وروسته له لاسه ورکړل. شومپیتر په ۱۹۳۷ زکال کې له امریکايي اقتصادي تاریخ لیکونکې الیزابت بوډي (۱۸۹۸ – ۱۹۵۳ زکال) سره واده وکړ او ورسره یې مرسته وکړه څو اثار یې محبوبیت پیدا کړي او همدارنګه یې د اقتصادي تحلیلونو د تاریخ په نامه د هغې تر ټولو ستر اثر اېډیټ کړ چې له مړینې وروسته یې خپور شو.[۲۶][۲۷]
شومپیتر ادعا وکړه چې د خپل ژوند لپاره یې درې موخې ټاکلې دي: په نړۍ کې تر ټولو مخکښ اقتصاد پوه شي، په ټول اطریش کې غوره اس زغلونکی شي او همدارنګه په ټول ویانا کې غوره مین و اوسي. هغه ویل چې خپلو دوو موخو ته رسېدلی، خو هېڅکله یې څرګنده نه کړه چې کومو دوه موخو ته رسېدلی. له دې سره داسې راپورونه شته چې څو ځله یې ویلي په خپلو ټولو موخو کې د رسېدو په لار کې ورته په اطریش کې پیاوړي اس زغلونکي شتون لري.[۲۸]
وروستی ژوند او مړینه
[سمول]شومپیتر د ۱۹۵۰ زکال د جنوري په اومه نېټه د کانکتیکات په تاکونیک سیمه کې د ۶۶ کلونو په عمر په خپل کور کې ومړ.[۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118611682 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://tritius.kkvysociny.cz/authority/894976 — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۴
- ↑ "Joseph Alois Schumpeter: Biography". Library of Economics and Liberty. Econlib.org. نه اخيستل شوی December 19, 2019.
- ↑ Westland, J. Christopher (2016). Global Innovation Management. Macmillan International. p. 192. ISBN 978-1137520197. نه اخيستل شوی December 19, 2019.[مړه لينکونه]
- ↑ Topol, Eric (2012). The Creative Destruction of Medicine: How the Digital Revolution Will Create Better Health Care. Basic Books. p. v. ISBN 978-0465025503. نه اخيستل شوی December 19, 2019.
popularized the term creative destruction.
- ↑ Stone, Brad; Vance, Ashlee (January 25, 2009). "$200 Laptops Break a Business Model". New York Times. نه اخيستل شوی September 21, 2010.
Indeed, Silicon Valley may be one of the few places where businesses are still aware of the ideas of Josephine Schumpeter, an economist from Austria who wrote about business cycles during the first half of the last century. He said the lifeblood of capitalism was 'creative destruction.' Companies rising and falling would unleash innovation and in the end make the economy stronger.
- ↑ Allen, Robert Loring (1991). Opening Doors: the Life and Work of Joseph Schumpeter: Europe (Volume 1). ASIN B00ZY8X8D4.
- ↑ Reisman, David A. (2004). Schumpeter's Market: Enterprise and Evolution. Cheltenham: Edward Elgar Publishing. p. 4. ISBN 978-1845420857. نه اخيستل شوی December 19, 2019.
- ↑ Shionoya, Yuichi (2007). Schumpeter and the Idea of Social Science: A Metatheoretical Study. Cambridge University Press. p. 14. ISBN 978-0521037969. نه اخيستل شوی December 19, 2019.
- ↑ Allen, Robert Loring (1991). Opening Doors: The Life and Work of Joseph Schumpeter. Transaction. pp. 186–189. ISBN 9781412815611. نه اخيستل شوی December 19, 2019.
Schumpeter Biedermann Bank.
- ↑ Seidl, Christian (1994). "The Bauer-Schumpeter Controversy on Socialisation". History of Economic Ideas. Accademia Editoriale. 2 (2): 54–67. JSTOR 23722217.
- ↑ Iandoli, Luca; Landström, Hans; Raffa, Mario, eds. (2007). Entrepreneurship, competitiveness and local development : frontiers in European entrepreneurship research. Edward Elgar. p. 5. ISBN 9781847203274.
- ↑ McCraw, pp. 337–343
- ↑ McCraw, pp. 317–321
- ↑ McCraw, Prophet of Innovation, pp. 231–232.
- ↑ McCraw pp. 347 et seq.
- ↑ McCraw, pp. 273–278, 306–3311.
- ↑ McCraw, Prophet of Innovation, pp. 210–217.
- ↑ "PG Michaelides, The Influence of the German Historical School on Schumpeter, 17th International Conference of the European Association for Evolutionary Political Economy" (PDF). Bremen, Germany. November 2005.
- ↑ Michaelides, Panayotis G. (2009). "Joseph Schumpeter and the German Historical School". Cambridge Journal of Economics. 33 (3): 495–516. CiteSeerX 10.1.1.903.6952. doi:10.1093/cje/ben052.
- ↑ Boehm, S. (1987). "Joseph Schumpeter and the Austrian School of Economics". 2 (2). Journal of Economic Studies: 18–28. ISSN 0144-3585. نه اخيستل شوی January 23, 2022.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Simpson, D. (1990). Neoclassical Economic Theory, 1870 to 1930. Recent Economic Thought Series, vol 20. Springer. pp. 201–249. ISBN 978-9400921818. نه اخيستل شوی January 23, 2022.
- ↑ Dannequin, Fabrice (November 1, 2012). "L'influence de l'eugénisme galtonien dans la pensée de Joseph Alois Schumpeter". Revue Interventions économiques. Papers in Political Economy (46) – via journals-openedition-org.translate.goog.
- ↑ Swedberg, Richard (1991). "Introduction: The Man and His Work". The Economics and Sociology of Capitalism. Princeton: Princeton University Press. p. 48. ISBN 978-0691042534.
- ↑ Drechsler, Wolfgang; Reinert, Erik; Kattel, Rainer, eds. (2009). Techno-economic paradigms: essays in honour of Carlota Perez. London: Anthem Press. p. 126. ISBN 9781843317852.
- ↑ Schumpeter, Joseph (1954). History of Economic Analysis. London: George Allen and Unwin.
- ↑ "Phases of the Marginalist Revolution". HET. Archived from the original on May 26, 2013. نه اخيستل شوی May 9, 2015.
- ↑ Timberlake, Richard (August 2005). "Gold Standards and the Real Bills Doctrine in U.S. Monetary Policy" (PDF). Econ Journal Watch. Archived from the original (PDF) on September 10, 2005. نه اخيستل شوی September 21, 2010.
- ↑ Giersch, H. (May 1984). "The Age of Schumpeter". The American Economic Review. American Economic Association. 74 (2): 103–109. JSTOR 1816338.
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- Pages with script errors
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- تېروتنې CS1: ناسم periodical
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P512
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي