یوجین وي ډېبس
| یوجین وي ډېبس | |
|---|---|
| [[language|]]: Eugene V. Debs | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۵ نومبر ۱۸۵۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
| مړینه | 20 اکتوبر 1926 (71 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
| د مړینې لامل | زړه نابری |
| تابعیت | |
| ګوند | د امریکا سوسیالېست ګوند (۱۹۰۱–) ديموکراتيک ګوند (تړون 1870–۱۸۹۶) |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۷]، ليکوال [۸] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| سمول |
|
یوجین وېکټور "جین" ډېبس (د ۱۸۵۵ کال د نومبر ۵مه – د ۱۹۲۶ کال د اکتوبر ۲۰مه) یو امریکایی سوسیالېست، سیاسي فعال، د کارګرانو د اتحادیې غړی، د نړۍ د صنعتي کارکوونکو (IWW) یو بنسټګر غړی او د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ لپاره د امریکا د سوسیالېست ګوند پنځه ځله نوماند و. ډېبس ولسمشرۍ ته د خپلې نوماندۍ او د کارګرو له غورځنګونو سره د مرستې له لارې په متحدو ایالتونو کې پر یوه مشهور سوسیالېست بدل شو.[۹]
ډېبس د خپل سیاسي ژوند په لومړیو کې د ډیموکراټ ګوند غړی و. په ۱۸۸۴ کال کې د اینډیانا عمومي اسمبلۍ ته د یوه ډیموکراټ په توګه انتخاب شو. ډېبس له څو کوچنیو اتحادیو سره تر همکارۍ وروسته د لوکوموتیو د اور وژنې د اتحادیې په ګډون په ۱۸۸۸ کال کې د «سيبي انډ کیو» د رېل پټلۍ پر ضد په یوه لوی لس میاشتني کاربندیز کې د خپلې اتحادیې مشري وکړه. ډېبس د امریکا د رېل پټلۍ اتحادیې په جوړولو کې اساسي رول درلود چې د امریکا له لومړنیو صنعتي اتحادیو څخه وه. کله چې د ۱۸۹۴ کال په اوړي کې د «پولمن پَلېس د موټر جوړولو شرکت» کارکوونکو د حقالزحمې د کمېدو پر سر یو پراخ کاربندیز وکړ، ډېبس د دغه شرکت له ډېری کارکوونکو سره خپلې اتحادیې ته د راتګ لپاره تړون وکړ. ډېبس د پولمن موټرو په واسطه د لېږد پر وړاندې د ARU د پرېکون مشري وکړه، دا پرېکون د پولمن پر سراسري کاربندیز بدل شو چې د ډيټرویټ پر اکثرو سوېلي کرښو او په ۲۷ ایالتونو کې یې پر څه باندې ۲۵۰۰۰۰ کارګرو اغېز وکړ. ولسمشر «ګروور کلیولنډ» د خپل مقام د ساتلو په موخه د کابندیز د ماتولو لپاره د متحدو ایالتونو پوځ وکاراوه. ډېبس د ARU د مشر په توګه د کاربندیز پر ضد د محکمې له حکم څخه د سرغړونې له امله پر فډرال تورونو محکوم او شپږ میاشتې زنداني شو.
ډېبس په زندان کې د بېلابېلو سوسیالېستي نظریو اثار ولوستل او شپږ میاشتې وروسته د نړیوال سوسیالېستي ګوند د یوه ژمن پیرو په توګه را څرګند شو. ډېبس د امریکا د سوسیال ډېموکراسۍ (۱۸۹۷)، د امریکا د سوسیال ډېموکراټيګ ګوند (۱۸۹۸) او د امریکا د سوسیالېست ګوند (۱۹۰۱) له بنسټګرو غړو څخه و. ده پنځه ځله د سوسیالېست په توګه د متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ. په ۱۹۰۰ کال کې یې (۰.۶ سلنه رایې ترلاسه کړې)، په ۱۹۰۴ کې یې (۳.۰ سلنه)، په ۱۹۰۸ کې (۲.۸ سلنه)، په ۱۹۱۲ کې (۶.۰ سلنه) او په ۱۹۲۰ کال کې یې (۳.۴ سلنه) رایې ترلاسه کړې، وروستی ځل يې هم له زندان د ننه ځان نوماند کړی و. نوموړی په ۱۹۱۶ کال کې له خپل ټاټوبي اینډیانا ایالت څخه د متحدو ایالتونو کانګرېس ته هم نوماند و.
ډېبس د خپلو ویناییزو مهارتونو له امله مشهور و. په ۱۹۱۸ کال کې یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا د ګډون غندلو په اړه وینا وکړه او دا وینا یې د دویم ځل نیول کېدو لامل شوه. دی د ۱۹۱۸ کال د سرغړونې د قانون له مخې مجرم وګڼل شو او په لس کاله بند محکوم شو. ولسمشر «وارن جي هارډېنګ» د ۱۹۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې بښنه ورته وکړه. ډېبس په ۱۹۲۶ کال کې په روغتون کې تر کم وخت بستري کېدو وروسته د زړه او رګونو د هغو ستونزو له امله مړ شو چې په زندان کې ورته پیدا شوې وې.
ژوندلیک
[سمول]د ژوند لومړي وختونه
[سمول]یوجین وېکټور «جین» ډېبس د ۱۸۵۵ کال د نومبر میاشتې په ۵مه نېټه د «اینډیانا» ایالت په «ټیر هاوټ» سیمه کې د «جین ډانیل» او «مارګریټ ماري بټریش ډېبس» په کور کې وزیږېد. دوی د فرانسې د «الساس» ښار له «کولمار» سیمې څخه متحدو ایالتونو ته را کډوال شوي وو. پلار یې له یوې شتمنې کورنۍ څخه و، د نساجي کارخانه او د غوښې مارکېټ یې درلود. ډېبس د فرانسوي لیکوالانو «یوجین سو» او «وېکتور هوګو» په ویاړ په دې نامه نومول شوی و. [۱۰]
ډېبس په ښوونځي کې شامل شو او په ۱۴ کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښود. په «وانډالیا رېلپټلۍ» کې یې ځانته د ورځې په پنځوس سېنټه د پاک کارۍ کار پیدا کړ. وروسته بیا په رېل پټلۍ کې رنګمال او موټر وینځونکی شو. د ۱۸۷۱ کال په ډسمبر میاشت کې کله چې د لوکوموټیو د اور وژنې ادارې یو کارکوونکی کار ته حاضر نهشو، ډېبس د شپې برخې د اور وژونکي په توګه وګومارل شو. ده پرېکړه وکړه چې د «ټیر هاوټ» او «اینډیانا پلیس» تر منځ د اور وژونکي په توګه پاتې شي. دلته یې درې نیم کاله کار وکړ او د شپې یې څه باندې ۱ ډالر عاید درلود. [۱۱]
ډېبس د ۱۸۷۵ کال په جولای میاشت کې د خوراکي توکو په یوه عمده پلورنځي کې کار پرېښود، هلته يې څلور کاله کار کړی و او د شپې لهخوا به په یوه سوداګریز ښوونځي کې پاتې کېده. [۱۲]
ډېبس د ۱۸۷۵ کال په فبرورۍ میاشت کې د لوکوموټیو د اور وژنې له ادارې سره یوځای شو او په دې اداره کې فعال شو. په ۱۸۷۷ کال کې يې د ادارې په ملي کنوانسیون کې د «ټېر هاټ لېژ» د استازي په توګه خدمت وکړ. په ۱۸۷۸ کال کې د اور وژنې ادارې د مجلې د برخې مرستیال اېډېټر وټاکل شو. دوه کاله وروسته د دې ادارې ستر سکرتر او خزانهدار شو او د مجلې اېډېټر وټاکل شو. د ۱۸۹۳ کال تر جنورۍ پورې یې د دغې ادارې د کارکوونکي او تر ۱۸۹۴ کال پورې یې د مجلې د اېډېټر په توګه کار وکړ.
هماغه مهال په ټولنه کې پر مشهوره څېره بدل شو. د ۱۸۷۹ کال له سپټمبر څخه یې د ۱۸۸۳ کال تر سپټمبر پورې د «ټېر هاوټ» ښار د مامور په توګه خدمت وکړ. د ۱۸۸۴ کال په مني کې د یوه ډيموکراټ په توګه د «ټېر هاوټ» او «وېګو» ښارونو په استازولۍ د اینډیانا په عمومي اسمبلۍ کې وټاکل شو او په ۱۸۸۵ کال کې یې د یوې دورې لپاره خدمت وکړ. [۱۳][۱۴]
واده او کورنۍ
[سمول]ډېبس د ۱۸۸۵ کال د جون میاشتې په ۹مه نېټه له «کاټرین کېټ مېټزل» سره واده وکړ. د دوی کور لا هم په «ټېر هاوټ» کې دی چې د اینډیانا د ایالتي پوهنتون په ساحه کې ساتل کېږي. کينډۍ:Sfnm
وروستي کلونه
[سمول]کله چې ډېبس د اتلانتا له زندانه خوشی شو، نورو زندانیانو د خوښۍ په چیغو بدرګه کړ او پنځوس زره کسانو یې له موسیقۍ سره یوځای «ټېر هاوټ» ته هرکلی وکړ. کور ته په لاره یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر هارډېنګ لهخوا د دې جملې په ویلو سره تود هرکلی وشو: «ډېر ښه، ښاغلی ډېبس ما ستا په اړه دومره ډېر اورېدلي چې اوس خوښ یم تاسو خپله له نږدې وینم.» [۱۵][۱۶]
ډېبس په ۱۹۲۴ کال کې د فنلنډي سوسیالېست «کارل اېچ وییک» لهخوا د نوبل د سولې جایزې ته نوماند شو، دلیل یې دا و چې «ډېبس د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د سولې لپاره فعالانه کار پیل کړ او جګړه یې د کپيټلېزم په ګټه بلله.»[۱۷]
ډېبس د ژوند وروستي کلونه د خپلې روغتیا ښهوالي ته ځانګړي کړل، ځکه په زندان کې یې ډېر زیان لیدلی و. د ۱۹۲۶ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د ۷۰ کلونو په عمر د زړه او رګونو د ناروغۍ له امله مړ شو. جسد یې وسوځول شو او د «اینډیانا» ایالت د «ټېر هاوټ» ښار په «هایلنډ لاون» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۱۸][۱۹]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119433812 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Eugene-V-Debs — subject named as: Eugene V. Debs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68g8nv7 — subject named as: Eugene V. Debs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/268 — subject named as: Eugene Victor Debs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/debs-eugene-victor — subject named as: Eugene Victor Debs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=debse — subject named as: Eugene V. Debs
- ↑ پیوستون : 119151499 — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://webapp1.dlib.indiana.edu/inauthors/welcome.do — سمونګر: R. E. Banta — سرليک: Indiana Authors and Their Books 1819-1916 — خپروونکی: Wabash College
- ↑ "Eugene V. Debs". Time. November 1, 1926. خوندي شوی له the original on October 12, 2007. بياځلي په 2007-08-21.
- ↑ Salvatore 1982، م. 9.
- ↑ "Biographical: Eugene V. Debs". Railway Times. Vol. 2, no. 17. Chicago. September 2, 1895. p. 2.
- ↑ "Eugene Victor Debs 1855–1926". Terre Haute, Indiana: Eugene V. Debs Foundation. خوندي شوی له the original on May 5, 2008. بياځلي په 2008-07-22.
- ↑ "Eugene Victor Debs 1855–1926". Terre Haute, Indiana: Eugene V. Debs Foundation. خوندي شوی له the original on May 5, 2008. بياځلي په 2008-07-22.
- ↑ Brevier Legislative Reports. Vol. 22. Indianapolis, Indiana. 1885. p. 16.
{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ "Eugene V. Debs Dies After Long Illness". The New York Times. October 21, 1926. p. 25. بياځلي په 2008-05-17.
- ↑ Dean 2004، مم. 128–129.
- ↑ "The Nomination Database for the Nobel Prize in Peace, 1901–1955". Nobel Foundation. خوندي شوی له the original on September 29, 2007. بياځلي په 2006-04-21.
- ↑ "Eugene V. Debs". Time. November 1, 1926. خوندي شوی له the original on October 12, 2007. بياځلي په 2007-08-21.
- ↑ "Eugene Victor Debs 1855–1926". Terre Haute, Indiana: Eugene V. Debs Foundation. خوندي شوی له the original on May 5, 2008. بياځلي په 2008-07-22.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1926ز مړينې
- 20 اکتوبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- CS1 maint: location missing publisher

