یاقوت حموي
شهاب الدین ابوعبدالله چي مشهوره په یاقوت حموي سره دی داسلامي نړۍ په تاریخ کي یوله سترو جغرافیه پوهانو او علماوو څخه ګڼل کیږي .
| زېږونځای | |
|---|---|
| زېږون نېټه |
۱۱۷۸[۱] |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| ښخولو ځای | |
| ژبې | |
| دنده | |
| بلننوم |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| دین |
دیاقوت حموي ژوند
[سمول]یاقوت حموي دخپل وړوکوالي په دوران کي دبغداد په ښار کي دیوغلام په توګه ژوند کاوه چي بیا دعسکربن ابراهیم حموي له لوري وپېرل سو اوله هغه راهیسي یاقوت هم په حموي سره ونومول سو اوله عسکر سره یې خپل لمړنئ ژوند پیل کړ . عسکربن ابراهیم چي دشام اوبغداد له سوداګروڅخه وو یاقوت یې دخپل زوی په څېرساته اوپه وړوکوالي یې دزدکړي لپاره یوې مدرسې ته داخل کړ ترڅوهلته لیک او لوست ترلاسه کړي . یاقوت چی داوخت یې شل کاله عمر درلود دومره ځیرک زده کوونکي ووچي په لنډوخت کي یې دعربي ژبې اوعلومو ترڅنګ دقرآن کریم حفظ هم سرته ورساوه اوله پوهې سره یې دومره مینه پیدا سول چي دمدرسې له امام څخه به یې کتابونه په پور غوښتل ترڅومطالعه یې کړي .
دیاقوت حموي تجارت
[سمول]په مدرسه کي دبيلابیلو علومو ترزدکړي وروسته یعقوب له خپل بادار عسکربن ابراهیم سره سوداګري پيل کړه اوپه دغه موده کي دعربي نړۍ بېلابیلو هیوادونوته لکه شام، مصر او حجاز ته ولاړی . یاقوت پخپل تجارت کي دومره پاک او امین انسان وو چي ډېر ژر یې دخپل بادار زړه په لاس باندي راوړ اوهغه به تردې وروسته یاقوت په یوازي ځان له خپلو سوداګریزو مالونو سره بېلابیلو هیوادونوته لېږی. دنوموړي دهمدغه پاکوالي او مانتدارۍ له کبله عسکربن ابراهیم په ۱۱۹۹زیږدیزکال دئ ازاد کړ ترڅو د یو خپلواک انسان په توګه ژوند پیل کړي .
دیاقوت حموي سفرونه
[سمول]دیاقوت حموي تر ازادي څه عمر وروسته عسکربن ابراهیم وفات سو اوله خپل لوري یې څه اندازه مال یاقوت ته پرېښود چي په دې سره یاقوت خپل نوی ژوندپیل کړ اودتجارت پرځای یې دهیوادونو سفرونه پيل کړه ترڅو هم علم او دپوهي کتابونه لاسته راوړي اوهم دنړې د خلکو او هیوادونو په اړه معلومات زیات کړي . یاقوت خپل سفرونه په ۱۲۱۳زیږدیزکال کي پيل کړه اوپه دې ترځ کي یې دایران، افغانستان، عراق، شام اوبېلابیلو هیوادونوڅخه لیدنه وکړه او د هرځای دجغرافیې سربېره یې کافي تاریخي اونور علمي معلومات هم لاسته راوړه، یاقوت حموي تردې وروسته غوښتل چي دافغانستان شمالي ګاونډیانوته سفر وکړي اوهلته دخوارزم له واکمني څخه هم لیدنه وکړي خوپه ۱۲۱۹ز کال کي کله چي مغولو پر خوارزم واکمنۍ باندي یرغل وکړ یاقوت مجبوره سوچي بیرته دعراق په لوري ولاړسي اوله هغه ځای څخه مخ دشام په لوري ولاړی ترڅوخپل پاته علمي کارونه هلته پای ته ورسوي .
دیاقوت حموي وفات
[سمول]یاقوت حموي په ۱۲۲۹زیږدیزکال کي داسي وخت وفات سو چي لوی شمېر علمي کارونه یې پرړزه ارمان پاته سول اوخپل یوملګري ته یې وصیت وکړ چي دده لیکل سوي کتابونه په بغداد کي دمشهدالزیدي په نوم عالم ته وسپارل سي .
دیاقوت حموي آثار
[سمول]لکه څنګه چي مویادونه وکړه یاقوت حموي پخپل ژوندکي ډېر ځیرک اوپوه انسان وو اودهمدغه ځیرکتیا په مټ یې پخپل ژوندکي ډېرمهم آثار اسلامي نړۍ اومسلمانانوته په میراث پرېښودل . دنوموړي څه کتابونه او آثار په لاندي ډول دي :
معجم الأدبا
المشترك وضعاً والمختلف صعقاً.
معجم الشعراء
کتاب الدول
کتاب فی الدیارات
اخبار المتنبي
المبدأ والمآل
مجموع كلام أبي علي الفارسي
المقتضب في النسب
معجم البلدان
په ټولو کتابونوکي یې همدغه اخري کتاب چي دهیوادونو اوښارونو دجغرافیې په هکله لیکل سوی دی ډېر شهرت لري اونن ورځ هم دجغرافیې په علم کي یوه ستره سرچینه ګڼل کیږي[۲].
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ويل شوي په: BnF authorities. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: 131894251. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ "آرشیف کاپي". ترلاسهکېدو نېټه 2021-06-16.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1449 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه