گوړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د گوړې چنگوړي

گوړه یوه خوږه ماده ده چې د گنیو د شربت باندې له یو لړ چارو ترسره کولو وروسته لاسته راځي. د گوړې جوړښت د گنیو له شربت څخه منځ ته راځي. دا شربت د گاڼۍ په وسیله له گنیو څخه راوباسي او بیا یې په سترو تشتونو کې جوشوي. تردې حده چې اړوند شربت ټولې اوبه تبخیرېږي او ټینگ شربت چې سانچق یې بولي پاتې کېږي. اړوند سانق بیا د لاسونو په وسیله غونډاری غونډاری کوي او گوړه ترې جوړوي. گوړه د افغانستان په ننگرهار ولایت کې جوړېږي. ددې د گوړولو لپاره د گاڼیو اړتیا وي چې له گنیو شربت راوکاږي.په نړيواله کچه گوړه په هند،بنگلادېش،پاکستان،نيپال او سريلانکا کې جوړېږي.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]