Jump to content

گل محمد نورزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهاند دوکتور گل محمد نورزى (١٣١٨ لمريز لېږدي کال د خوست ولايت - ) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او ژباړن وو.


زده کړې

[سمول]

پوهاند دوکتور گل محمد نورزى پر ۱۳۱۸ ل ل کال د خوست ولايت مرکز اړوند د شمل په بوگر کلي کې د سيد محمد په کور کې رېږدېدلی وو. هغه په ډېر ماشومتوب کې د کلي په جومات کې زده کړې پيل کړې او د رسمي زده کړو لپاره پر ١٣٢٥ ل ل کال د خوست د مرکزي لومړني ښوونځي په درېيم ټولگي کې شامل شو؛ د لومړنيو زده کړو تر پای ته رسولو وروسته پر ١٣٣٠ ل ل کال د نورو زده کړو لپاره پلازمېنې کابل ته ولاړ او هلته په کابل ښوونتون (دارالمعلمين) کې شامل شو. نوموړپ دغه ښوونتون پر ١٣٣٦ ل ل کال پای ته ورساوه او د فراغت سند يې تر لاسه کړ.

گل محمد نورزى پر ١٣٣٧ لمريز کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې شامل او پر ١٣٤٠ ل ل کال د ياد پوهنځي له پښتو څانگې څخه فارغ شو. نورزی پر ١٣٤٢ لمريز کال د ادبياتو په څانگه کې د لا لوړو زده کړو په موخه پخواني شوروي اتحاد ته واستول شو. هلته يې په دولتي پوهنتون کې په پښتو ادبياتو کې د خوشال پېژندنې په څانگه کې تر دوکتورا پورې زده کړې وکړې او پر ١٣٤٩ ل ل کال له دوکتورا سند سره هېواد ته راستون شو.

دندې

[سمول]

دوکتور گل محمد نورزى پر ١٣٤٠ لمريز کال د راډيو افغانستان د پښتو څانگې د نشراتو مسؤل مدير په توگه وگومارل شو. دوه کاله يې په ډېرې مينې او اخلاص دنده ترسره کړه او پر ١٣٤٢ ل ل کال د هغه وخت د دولت له خوا ورته چانس ورکړل شو تر څو په بهر کې خپلې زده کړې تعقيب کړي. پوهاند نورزي هغه وخت په پښتو ژبه يو شمېر اصلاحي راډيويي ډارمې، تبصرې او گڼې مقالې وليکلې، تر څو په کابل راډيو کې پښتو نشرات ژوندي او د پراختيا په اکر کې وساتي. پر ١٣٤٩ لمريز کال د دوکتورا تر اخيستلو وروسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخ په څانگه کې د علمي او مسلکي غړي په توگه وگمارل شو. دا دنده يې تر ١٣٥١ لمريز کاله تر سره کړه. په کابل پوهنتون کې د هغه په څېر کدرونو ته د اړتيا پر بنسټ له هغه غوښتنه وشوه چې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومونو په پوهنځي کې د تدريس دنده ومني. هغه وو چې له ١٣٥١ کاله تر ١٣٥٧ کاله د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې د استاد او د همدې پوهنځي د مشر په توگه پاتې شو. تر ١٣٥٧ ل ل کال وروسته ورته د پښتو ټولنې رياست وسپارل شو. هغه د نړۍ د علمي او څېړنيزو بنسټونو په څېر اړينه وبلله چې په افغانستان کې هم يو داسې علمي او څېړنيز بنسټ جوړ کړي چې ټولو اکاډميکو مسايلو ته لاسرسى ولري. دې هيلې ته د رسېدو په موخه يې طرحه جوړه او سره د دلايلو يې، د هغه وخت د وزيرانو شورا ته وړاندې کړه. د وزيرانو شورا تر ارزونې وروسته د هغه طرحه منظوره او پښتو ټولنې ته «د افغانستان د علومو اکاډمۍ» نوم ورکړ شو.

ښاغلي نورزي يوازې پښتو ټولنه په علومو اکاډمۍ بدله نه کړه، بلکې يو شمېر هغه بنسټونه لکه: اريانا دايرة المعارف، د تاريخ ټولنه، د پښتو څېړنو نړيوال مرکز او يو شمېر نورې علمي او څېړنيزې ادارې چې منفرد فعاليتونه يې درلودل، د افغانستان د علومو اکاډمۍ سره يو ځاى کړل، له اړتيا سره سم تشکيلات او تاسيسات يې ورته چمتو کړل او د غه لويې اکاډميکې مؤسسې د لومړي لوى سروال (رئيس) په توگه يې د هغې مشري وکړه.

نورزي د خپل علمي ژوند په بهير کې په کور دنننه او بهر د گڼ شمېر علمي او څېړنيزو مجلو مسؤل او کتنلاوى وو. هغه د سيمې او نړۍ په ډېرو علمي او اکاډوميکو سيمينارونو، سمپوزيمونو او کنفرانسونو کې د يوه اکاډميک کدر په توگه گډون کړى او گڼ شمېر څېړنيزې مقالې يې په کې اورولې دي.

نوموړی د ١٣٥٩ ل ل کاله تر ١٣٦٥ کاله بيا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استاد په توگه وگومارل شو. له يادې نېټې وروسته له استاد سره نور ژوند وفا ونه کړه او د ابد لپاره يې د ژوند کتاب وتړل شو.

مړينه

[سمول]

د استاد چاپ او ناچاپ اثار

[سمول]

١- د مغلو په دولت کې د وروستيو کودتاوو تاريخ. دا اثر په دوو ټوکو کې له روسي ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوى او د کابل پوهنتون له خوا پر ١٣٥٢ ل ل کال چاپ شوى دى.

۲- د درانيانيو امپراتوري. له روسي ژبې يې ژباړلى او پر ١٣٥٨ ل ل کال پښتو ټولنې چاپ کړي دى.

۳- مفتش. د گوگول اثر دى، استاد پښتو ته ژباړلى او د ليکوالو ټولنې چاپ کړى دى.

۴- د ماشومانو کيسې. د ماشومانو لپاره دوه کتابونه دي چې له روسي يې ژباړلي او د شوروي په مسکو ښار کې چاپ شوي دي.

۵- خوشال پېژندنه. په دې اثر کې د خوشال خان خټک ژوند او د هغه وخت ټولنيز حالت څېړل شوی، تدريسي اثر دى چې د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوى دى.

۶- د پښتو ادبياتو ژانرونه. دا اثر تدريسي کتاب دى چې د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوى دى.

۷- ادبي مکتبونه. دا تدريسي اثر د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوى دى.

۸- د افغان کلاسيک شاعر خوشال خان خټک ژوند او هنري تخليق. دا په روسي ژبه ليکل شوى د دکتورا تيسس دى چې د روسيې دولتي پوهنتون چاپ کړى دی.

۹- په ١٧٤٧ ز کال کې د افغاني ملي دولت جوړښت او د هغه د داخلي، خارجي، اجتماعي، اقتصادي او سياسي عواملو مطالعه. دا د احمد شاه بابا د واکمنۍ څېړنه ده چې کابل پوهنتون چاپ کړى دى.

۱۱- د معاصرو سياسي جرياناتو لنډ تحليل، ناچاپه قلمي نسخه.

ليکوال نورزي په اريانا مجله، وږمه مجله، پښتو مجله، کابل مجله، زيري جريده، او يو شمېر نورو مهمو څېړنيزو مجلو کې يې په لسگونه علمي او څېړنيزې مقالې په پښتو ژبه سربيره په فارسي، روسي او انگليسي ژبو چاپ شوې دي.

اخځليک

[سمول]

١- دوکتور نورزى، گل محمد. (زما لار) کابل مجله، د علومو اکاډمۍ مياشتۍ مجله، درېيمه گڼه، ١٣٥٧ ل ل کال د غبرگولي مياشت.

٢- يون، محمد اسماعيل. پښتو کتاب ښود. ١٣٨٧ لمريز کال.

٣- يون، محمد اسماعيل. استاد زيار د پښتني فرهنگ يو ځلانده ستورى. ١٣٨٧ لمريز کال.

٤- څېړنپوه ناصر، نصرالله. د افغانستان د علومو اکاډمۍ تاريخچه، ١٣٨٩ لمريز کال.

۵- شپون، وجيه الله. د افغانستان د علومو اکاډمۍ تاريخچه.


[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]] ‎