ګوف وایتلام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوف وایتلام
(انګلیسي: Edward Gough Whitlam د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوف وایتلام
ګوف وایتلام

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Edward Gough Whitlam د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۱ جولای ۱۹۱۶[۱][۲][۳][۴][۵]
آسټراليا [۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 اکتوبر 2014 (98 کاله)[۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیدنی   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 194 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ
وزير [۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۸][۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د ویتنام جګړه
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ګوف وایتلام
ګوف وایتلام

اډوارډ ګوف وایتلام د استرالیا د ملکې حقوي سلا کار او د استرالیا د نښان خاوند (په انګلیسي: Edward Gough Whitlam ، /ˈɡɒf ˈwɪtləm/؛ زوکړه د ۱۹۱۶ز کال د جولای ۱۱مه ـــ مړینه د ۲۰۱۴ز کال د اکتوبر ۲۱مه نېټه) په رسمي ډول د ۱۹۷۲ز کال څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د استرالیا ۲۱م لومړی وزیر و. هغه د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د استرالیایي کارګر ګوند (ALP) فدرال مشر پاتې شوی و. نوموړی د یو اصلاح غوښتونکي دولت مشر و کوم چې د استرالیا د نایب الحکومه سېر جان کر له خوا کله چې د استرالیا د ۱۹۷۵ز کال د اساسي قانون لانجې خپل اعظمي حد ته رسېدلې وې، د لومړي وزیر په توګه له واکه هغه په جنجالي ډول له ګوښه کېدو سره هممهاله له منځه ولاړ. وایتلام د استرالیا یوازینی هغه لومړی وزیر دی چې په داسې بڼه له واکه لرې شوی دی.

وایتلام د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې، د څلورو کلونو لپاره د استرالیا په سلطنتي هوایي ځواک کې د هوايي پوځي الوتکو د پیلوټ په توګه خدمت وکړ او له جګړې وروسته یې د مدافع و;یل په توګه کار کاوه. هغه په ۱۹۵۲ز کال کې د لومړي ځل لپاره د استرالیا د استازو مجلس ته وټاکل شو، چې په دې سره د ویراوا د ضلعې لپاره د پارلمان غړی (MP) شو. وایتلام په ۱۹۶۰ز کال کې د کارګر ګوند د رییس مرستیال شو، د ارتور کالوېل له تقاعد کېدو وروسته د نوموړي ګوند منتخب مشر او د اپوزېسیون مشر شو. وایتلام د جان ګورټون پر وړاندې د لنډې مودې لپاره د ۱۹۶۹ز کال د فدرالي ټاکنو له بایللو وروسته، د د ۱۹۷۲ز کال په ټاکنو کې له ۲۳ کالو پرله پسې ائتلافي حکومت وروسته کارګر ګوند بریا ته ورساوه.

د وایتلام حکومت د جبري عسکري خدمت د خاتمې، د نړیوال روغتیایي مراقبت او د پوهنتون وړیا زده کړو او د حقوقي مرستو د پروګرامونو د پلي کولو په ګډون یو زیات شمېر نوي پروګرامونه او د پالیسۍ بدلونونه پلي کړل. له دې امله چې د اپوزېسیون له خوا د اداره کېدونکې مشرانو جرګې د بودیجې پاس کول له ځنډ سره مخ کړي وو، وایتلام په ۱۹۷۴ز کال کې د یو دوه اړخیزه انحلال د ټاکنو اعلان وکړ، په کومو کې چې هغه د استازو په مجلس کې یو څه راښکته شوی اکثریت تر لاسه کړ، او د سنا په مجلس کې یې درۍ چوکۍ خپلې کړې، که څه هم چې دا شمېر په سنا کې د اکثریت لپاره کافې نه و. د وایتلام حکومت له هغه وروسته لومړنۍ او یوازینۍ هغه ګډه ناسته چې د اساسي قانون د ۵۷مې برخې له مخې د دوه اړخیز انحلال د یوې برخې په توګه ممکنه شوې وه، راوغوښته.

د حکومت په دویمو ټاکنو کې له بریا سره سره، اپوزیسیون د حکومت د رسواییو او مخ پر ځوړ اقتصاد پر وړاندې د عکس العمل په توګه چې د ۱۹۷۳ز کال د نفتو د کړکېچ له کبله او د ۱۹۷۳ز کال څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د نړیوال رکود له کبله رامنځته شوی و، په مشرانو جرګه کې یې د دولت د برنامو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو ته ادامه ورکړه.

د ۱۹۷۵ز کال په وروستیو کې، د اپوزیسیون سناتورانو د دولت تخصیصي بودیجو ته د رایې ورکولو اجازه ورنکړه او هغه یې له دولت څخه د پارلماني انتخاباتو ټاکنو ته د تګ له غوښتنې سره پارلمان ته مستردې کړې او په پایله کې یې د دولت عرضه رد کړه. وایتلام له هغه استدلال سره چې د ده دولت په پارلمان کې غوڅ اکثریت په واک کې درلود، دا کار د مشرانو جرګې له خوا باج اخیستنه وبلله او له یادې غوښتنې سره یې موافقت ونکړ. کړکېچ د نومبر میاشتې په نیمایي کې هغه وخت پای ته ورسېد چې نایب السلطنه سر جان کر هغه له خپل موقف څخه ګوښه او پر ځای یې د اپوزیسیو مشر مالکولم فریزر د سرپرست لومړي وزیر په توګه وګماره. کارګر ګوند په راتلونکو ټاکنو کې په غوڅه سره ماتې وخوړه. وایتلام د ۱۹۷۷ز کال په ټاکنو کې له یو ځل بیا ماتې وروسته، د کارګر ګوند له مشرۍ څخه استعفا وکړه او په ورپسې کال کې یې له پارلمان څخه تقاعد وکړ. په ۱۹۸۳ز کال کې د هاوک د حکومت په ټاکل کېدو سره، هغه په یونېسکو کې د سفیر په توګه وګمارل شو، هغه موقف چه ده په متمایز ډول ډک کړ او د یونېسکو د اجرایي کمېټې د غړي په ټوګه وټاکل شو. نوموړی د خپل ژوند د ۹مې لسیزې تر لومړیو پورې فعال پاتې شو. د هغه د وړتیا او له موقف څخه یې د ګوښه کېدلو د شرایطو او د هغه د دولت د میراث په اړه یې د ولسمشرۍ له پرېښودلو څخه ووسته د لسیزو لپاره څو څو ځله بحثونه شوي دي. سره له دې، ژورنالېست پاول کېلي ویلي دي چې، "په دې کې هېڅ شک نشته چې د هغه درۍ کلن دولت، د اصلاحاتو او نوښتونو په تړاو د استرالیا په تاریخ کې له بل هر دولت څخه ډېر مسئول و.[۱۰]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

اډوارډ ګوف وایتلام د ۱۹۱۶ز کال د جولای په ۱۱مه نېټه د ملبورن په یوه اطراف کې د کیو  په رولنډ په ۴۶ سړک کې په په ناګرا کې د خپلې کورنۍ په کورکهول کې زیږېدیلی دی، د دوو ماشومانو (د هغه خور فرېدا له هغه څخه څلور کاله وروسته زيږېدلې ده) په منځ کې مشر دی، چې خور یې (د زیږون پر وخت مادوکس) او فرېد وایتلام نومېده. پلار یې د فدرال حکومت کارکوونکی و چې وروسته یې د مشترک المنافع ټولواکۍ د حقوقي وکیل په توګه خدمت کاوه، او د بشري حقونو په مسایلو کې د مشر وایتلام ښکېلتیا د هغه په زوی باندې ژور اغېز درلود. څرنګه چې د هغه مورنی نیکه هم اډوارډ نومېده، نو نوموړی د خپل ماشومتوب له لومړیو څخه د هغه په منځني نامه ګوف باندې یادېده، چې یاد نوم په خپل وار د هغه په پلرني نیکه باندې له برتانوي جنګیالي فیلډ مارشال هیو ګوف، لومړي وایکونټ ګوف سره په تړاو اېښودل شوی و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۹۱۸ز کال کې، فرېد وایتلام د ټولواکۍ د حقوقي وکالت معاونیت ته ارتقا وکړه او سیډني ته واستول شو. د ده کورنۍ لومړی د شمالي ساحل په موسمن څنډه کې او وروسته په تورامورا کې استوګنه شوه. ګوف په ۶ کلنۍ کې، د انګلنډ د نجونو د ښوونځي (په هغه وخت کې د هلکانو لپاره د نجونو په ښوونځي کې د ابتدایي زده کړو تر لاسه کول کومه غیر معمولي خبره نه وه) د چاتسووډ په کلیسا کې خپلې زده کړې پیل کړې. هلته د یو کال له تېرولو وروسته، هغه د سېډني په څنډو کې د موبرای هاوس په ښوونځي (Mowbray House School) او د کناکس ګرامر په ښوونځي کې زده کړې وکړې.[۱۵]

فرېډ وایتلام په ۱۹۲۷ز کال کې يو ځل بیا ارتقا وکړه، دا ځل یې ارتقا د سلطنتي حقوقي وکیل مرستیالی ته وه. دا موقف یې په نوې ملي پلازمېنه کانبېرا کې و، او د وایټلام کورنۍ هماغه ځای ته نقل مکان وکړ. تر ۲۰۰۸ز کال پورې، وایتلام یوازینی هغه لومړی وزیر و چې د خپل ژوند لومړني وختونه یې په کانبېرا کې تېر کړي وو. په هغه وخت کې د هغه ځای شرایط بدوي وو، او یاد ځای "د بوټو د پلازمېنې " او "د مچانو د ځمکې" په نامه یادېده. ګوف د ټېلوپي پارک په دولتي ښوونځي (Telopea Park School) کې زده کړې پیل کړې. په ۱۹۳۲ز کال کې، د وایتلام پلار هغه د کانبېرا ګرامر ښوونځي ته تبدیل کړ چېرته چې د هماغه کال د ویناوو د ورځې د لمانځنې په ترڅ کې هغه ته د استرالیا د نایب السلطنه ښاغلي اسحاق الفرېد اسحاقس له خوا یوه جایزه ورکړل شوه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

وایتلام په ۱۸ کلنۍ کې د سیډني د پوهنتون په سنټ پاول کالج کې نوم لیکنه وکړه. او خپله لومړنۍ تنخوا یې د ماتې نغمې د فلم د میخانې په یوه صحنه کې د څو نورو پاولینانو سره یو ځای په راڅرګندېدو سره تر لاسه کړه ـــ زده کوونکي ځکه انتخاب شوي وو چې سنټ پاول د ماښامنۍ پر وخت رسمي جامو ته اړتیا لرله، نو ځکه زده کوونکو خپلې جامې تیارولی شوی. وایتلام د کلاسیکو هنرونو په څانګه کې په دویمه درجه ویاړ سره د لېسانس د سند له تر لاسه کولو وروسته، په سنټ پاول کې پاتې شو تر څو په حقوقو کې زده کړې پیل کړي. هغه په لومړیو کې د یوې اکادمیکې دندې په اړه فکر کاوه، اما د نوموړي ټیټو نمرو دا کار ناشونی کړی و. هغه د یوناني ژبې په ټولګیو کې په نه برخه اخیستنې سره، د خپل ځان په اړه داسې ویل چې، نشي کولی د انوچ پاول "د غبار په څېر وچ او کلکو" لکچرونو ته پام ولري. [۱۹][۱۷][۲۰][۲۱]

په پوځ کې خدمت[سمول]

وایتلام په ۱۹۳۹ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې له پیل کېدو څخه ژر وروسته، د سیډني پوهنتون په کنډک کې د ملېشې د یوې برخې په توګه نوم لیکنه وکړه. نوموړی د ۱۹۴۱ز کال په وروستیو کې، په پرل هاربر باندې د جاپانیانو له حملې وروسته، او د یو کال لپاره په خپلو حقوقي زده کړو کې په پاتې کېدو سره، د استرالیا په سلطنتي هوايي ځواک (RAAF) کې د داوطلب په توګه کال پیل کړ.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sb45km — subject named as: Gough Whitlam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/137597120 — subject named as: Edward Gough Whitlam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4701414 — subject named as: Gough Whitlam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/whitlam-edward-gough — subject named as: Edward Gough Whitlam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000011600 — subject named as: Gough Whitlam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016916930 — د نشر نېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016916930 — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۲
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016916930 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  9. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/97580643
  10. Kelly, Paul (1994). The Unmaking of Gough (الطبعة 2nd). St Leonards, NSW: Allen & Unwin. د کتاب پاڼې 424. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-86373-788-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "National Trust Heritage Citation". n.d. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hocking 2008، ص. 25.
  13. Oakes او Solomon 1973، ص. 49.
  14. "Freda Whitlam: educationalist passionate about her girls". The Sydney Morning Herald. 1 June 2018. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Hocking 2008، صص. 27–28.
  16. Hocking 2008، صص. 55–56.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Oakes او Solomon 1973، ص. 48.
  18. Hocking 2008، صص. 33–37.
  19. Grosz, Chris; Maloney Shane: "Gough Whitlam & Enoch Powell", The Monthly, No 77, April 2012.
  20. Hocking 2008، صص. 59, 64.
  21. Hocking 2008، صص. 66–67.
  22. Hocking 2008، ص. 73.
  23. Hocking 2008، ص. 80.
  24. Mitchell 2014، صص. 64–66.
  25. Oakes او Solomon 1973، صص. 48–49.