ګریګوري زینوویف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګریګوري زینوویف
(روسي: Григо́рий Евсе́евич Зино́вьев د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګریګوري زینوویف
ګریګوري زینوویف

د شخص معلومات
زیږون نوم (روسي: Овсей-Гершон Аронович Радомысльский د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۱ سپټمبر ۱۸۸۳
مړینه 25 اگسټ 1936 (53 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم [۷]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگر
سياستوال [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي [۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه اوښتون
سياستوال
سياست [۹]
کمونيزم [۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګریګوري یوسیویچ زینوویف (۲۳ سپټمبر ۱۸۸۳- ۲۵ اګست ۱۹۳۶ زکال) چې د اوېسي – ګرشون آرنونوویچ رادومیسلسکي په نوم هم پېژندل کېږي، یو روسي سیاستوال او انقلابي و. همدارنګه نوموړی له لرغونو بلشویکانو او د ولادمیر لینین له نږدې کسانو څخه و. د ۱۹۲۰ مې ز لسیزې پر مهال زینوویف د شوروي په رهبرۍ کې یو له ډېرو مخکښو کسانو او د کمونېست انټرنشنال مشر و.

زینوویف چې د اوکراین په یوه یهودي کورنۍ کې زیږېدلی و، خپلې انقلابي چارې یې په ۱۹۰۱ زکال کې د روسیي له کارګر سوسیال دیموکرات ګوند (RSDLP) سره له یوځای کېدو وروسته پیل کړې. په ۱۹۰۳ زکال کې RSDLP د ژولیوس مارتوف تر مشرۍ لاندې منشویکانو او د ولادمیر لینین تر مشرۍ لاندې بلشویکانو ترمنځ ووېشل شو. زینوویف د لینین له څانګې سره مل شو او په خپل دغه کار سره په یو اصلي بلشویک واوښت. د یو بلشویک په توګه زینوویف په روسیه او د هېواد په بهر کې په انقلابي فعالیتونو لاس پورې کړ. هغه لینېن ته د خپلې کلکې وفادارۍ له امله مشهور و. په ۱۹۱۷ زکال کې د لینین او زینوویف ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا دوره هغه مهال پیل شوه، کله چې زینوویف د بلشویکانو له هغې طرحې ملاتړ ونه کړ؛ چې د واک د ترلاسه کولو په موخه یې د وسله وال پاڅون وړاندیز کاوه. د نوموړي په مخالفتونو سربېره بلشویکانو د لنډ مهالي دولت پر وړاندې پلان شوې کودتا د اکتوبر په انقلاب کې ترسره کړه.

د اکتوبر له انقلاب وروسته، بلشویکانو په کافي کچه قلمرو او واک په لاس کې درلود، څو خپل دولت RSFSR رامنځته کړي. لینین په ۱۹۱۷ زکال کې زینوویف له دې امله چې له اوږد مهاله بلشویکانو سره ولاړ و، د پتروګراد د شورا مشر وټاکه. د بلشویکانو له خوا د واک ترلاسه کولو له امله بالاخره د روسیې کورنۍ جګړه پیل شوه. په داسې حال کې چې د لینین دولت په کورنۍ جګړه کې بوخت و، خو RSFSR له هېواده بهر د تازه په پښو درېدلو کمونیستي خوځښتونو لپاره په پام وړ کچه منابع ځانګړي کړل. لومړۍ نړیواله جګړه په اروپايي نفوسو کې د بدلون لامل وګرځېده او په مستقیم ډول یې د کمونیستي ګوندونو رامنځته کېدو او راډیکال کېدو ته لار برابره کړه. لینین کمونېست انټرنشنال؛ هغه بنسټ چې له دغو ګوندونو او ملیشه ډلو سره یې د شوروي په مرستو څارنه لرله، رامنځته کړ. په ۱۹۱۹ زکال کې نوموړي زینوویف د دغه بنسټ مشر وټاکه او انقلاب یې ټولې ته اروپا ته خپور کړ.

له دغه ځایګي څخه زینوویف په کمونیستي دولتونو باندې د اروپایي پاچاهیو او جمهوریتونو د اوښتون په لټه کې و. د هغه هڅې، چې غوښتل یې له هېواده بهر کمونیستي انقلاب په خوځښت راولي، له ماتې سره مخامخ شوې. بلشویکانو په شدت سره په جرمني کمونیستانو له دې امله پانګونه کوله، څو هغوی وکولای شي، د وایمار نوی رامنځته شوی جمهوریت راوپرځوي. په دغو هڅو کې د رهبري ونډې زینوویف د نړیوالو پر وړاندې بدنامه کړ. د یو راپرځونکي په توګه د هغه شهرت په بریتانیا کې د یوې سیاسي رسوايي لامل وګرځېد. په ۱۹۲۴ زکال کې د بریتانیا له پارلماني انتخاباتو یوازې ډېره لنډه موده وړاندې، په ښکاره ډول زینوویف یو لیک ولیکه او په هغه کې یې ادعا وکړه چې شوروي اتحاد په بریتانیا کې د دیموکراسۍ د له منځه وړو او کمونیستي انقلاب د پیل په موخه له کارګر ګوند څخه کار اخلي. دغه لیک په پراخ ډول د یو جعلي لیک په توګه وغندل شو، خو له دې سره یې په ټاکنو د پام وړ اغېز وکړ چې له امله یې محافظه کار ګوند په ۲۰ مه پېړۍ کې خپله تر ټولو لویه بریا خپله کړه. [۱۰][۱۱]

په ۱۹۲۳-۱۹۲۴ زکال کې د لینین د وروستۍ ناروغۍ پر مهال زینوویف د لئون تروتسکي پر وړاندې له پخوانیو بلشویکانو، لکه: لو کامنف او ژوزف ستالین سره یو لاس شو. دغو کسانو بریالي مثلث رامنځته کړ چې له امله یې د تروتسکي زوال پیل شو. په ۱۹۲۵ زکال کې تروتسکي د دفاع وزارت له چوکۍ ګوښه کړای شو، څلور کاله وروسته هغه د کمونیست ګوند له سیاسي کمېټې هم وایستل شو او په ۱۹۲۹ زکال کې د ستالین په حکم تبعید شو. د تروتسکي ماته د ستالین او زینوویف ترمنځ د اتحاد پای و. هغه مهال چې ستالین په ۱۹۲۸ زکال کې د ګوند مشري ترلاسه کړه، بېرته یې خپلو پخوانیو متحدینو ته مخ واړوه. له زینوویف سره د هغه دښمني په ټولې ۱۹۲۰ مې لسیزې کې دوام درلود او په ۱۹۲۵ زکال کې له ګوند هم وایستل شو. وروسته بیا دغه دواړه سره جوړ راغلل او زینوویف یوځل بیا ګوند ته لار ومونده. د زینوویف او ستالین ترمنځ اړیکې بېرته ترینګلې شوې او درې ځله (په ۱۹۲۷، ۱۹۳۲، ۱۹۳۴ زکلونو کې) هغه بیا له ګونده وایستل شو.[۱۲]

په ښکاره ډول له ستالین سره د هغه فاصلې نوموړی له لئون تروتسکي سره همکارۍ ته وهڅاوه، چې له امله یې د هغه برخلیک معلوم شو. په ۱۹۳۴ زکال کې د سرګي کیروف له ترور وروسته د شوروي څېړنې دې پایلې ته ورسېدي چې زینوویف په دغه ترور کې لاس درلود او د ستالین د راپرځولو په موخه یې نقشه جوړه کړې. زینوویف په ۱۹۳۶ زکال کې د اصلي تورن په توګه د تروتسکي – زینوویف ترهګریز مرکز په محکمه کې محاکمه او مجرم وپېژندل شو. زینوویف له لئوکامنف سره یوځای محاکمه شو او دواړه په اعدام محکوم شول. د ۱۹۳۶ زکال د اګست په ۲۵ مه ګریګوري زینوویف د شوروي اتحاد د داخلي امنیت د ادارې له خوا اعدام شو. شپاړسمه محکمه د شوروي اتحاد په تاریخ کې د بدلون ټکی و، ځکه د لویې تصفیې پیل ترې وشو او ستالین هم وکولای شول، خپله توتالیتر دیکتاتوري په شوروي اتحاد کې رامنځته کړي. [۱۳][۱۴]

بیوګرافي[سمول]

د ۱۹۱۷ زکال له انقلاب وړاندې (۱۹۰۱-۱۹۱۷ زکال)[سمول]

ګریګوري زینوویف د روسي سترواکۍ د یلیزاووتګراد (اوس مهال کروپیونیتسکي، اوکراین) په یوه یهودي فارم لرونکې کورنۍ کې وزیږېد او په کور کې یې زده کړې وکړې. ګریګوري زینوویف په خپل ماشومتوب کې د اپفلباوم یا رادومیسلسکی تر روزنې لاندې و او له همدې امله پېژندل کېده. وروسته هغه بېلابېل نومونه، لکه: شاتسکي، ګریګوریف، ګریګوري او زینوویف ځانته وټاکل چې تر ډېره هغه په وروستیو دوو مواردو یادول کېږي. هغه فلسفه، ادبیات او تاریخ ولوستل. له سیاست سره یې لېوالتیا پیدا شوه او په ۱۹۰۱ زکال کې د شوروي اتحاد له کارګري سوسیال دیموکرات ګوند سره یوځای شو. هغه په ۱۹۰۳ زکال کې په دغه ګوند د بلشویکي ډلې له رامنځته کېدو وروسته له همدغې ډلې سره یوځای شو. له ۱۹۰۳ زکال څخه د ۱۹۱۷ زکال په فبروري میاشت کې د روسي سترواکۍ د راپرځېدو تر مهاله، هغه یو له مخکښو بلشویکانو او د ولادمیر لینین له نږدې ملګرو څخه و چې د اړتیا په حالت کې یې اجازه لرله ،هم په روسیه کې دننه او هم بهر فعالیت وکړي. هغه په ۱۹۰۷ زکال کې د ګوند د مرکزي کمېټې غړی شو او په ۱۹۰۸ زکال کې هغه مهال چې بلشویکي ډله له لینین او د الکساندار بوګدانف د پلویانو په خوا کې ودرېده، دی هم له لینین سره ودرېد. زینوویف تر ۱۹۱۷ زکال پورې په بېلابېلو سوسیالیستي سازمانونو کې د لینین ثابت استازی پاتې شو.[۱۵]

۱۹۱۷ زکال[سمول]

زینوویف د لومړۍ نړیوالې جګړې درې لومړي کلونه په سویس کې تېر کړل. د روسیې د پاچهۍ له نسکورېدو وروسته د فبروري د انقلاب پر مهال د ۱۹۱۷ زکال په اپرېل میاشت کې په یوه مهر شوي ریل کې له لینین او د جګړې له نورو مخالفو انقلابیونو سره روسیې ته بېرته راوګرځېد. هغه د دغه کال ډېره موده په بلشویک رهبري کې تېره کړه او له دغې دروې وروسته د جولای د ورځو پر مهال اړ شو ځان پټ کړی، هغه یو موده له لینین سره تېره کړه. له دې سره زینوویف او لینین ډېر ژر د لینین د دغې ټول غوښتنې له امله چې وګړي یې د لنډ مهالي دولت پر وړاندې وسله وال پاڅون ته هڅو،ل سره مخالف شول. د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر په ۱۰ مه هغه او لئوکامنف د ګوند د مرکزي کمیټې یوازني دوه غړي وو چې د وسله وال پاڅون پر ضد یې رایه ورکړه. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12047506d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Grigory-Yevseyevich-Zinovyev — subject named as: Grigory Yevseyevich Zinovyev — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68642ms — subject named as: Grigory Zinoviev — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sinowjew-grigori-jewsejewitsch — subject named as: Grigori Jewsejewitsch Sinowjew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Grigorij_Zinovjev — subject named as: Grigorij Zinovjev — سرليک: Store norske leksikon
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://cs.isabart.org/person/151686 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  7. سرليک: Breve historia del socialismo y del comunismo
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12047506d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19981002444 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. "Zinoviev Letter". Spartacus Educational (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bennett, Gill (2006). Churchill's Man of Mystery: Desmond Morton and the World of Intelligence (Government Official History Series). UK: Routledge. د کتاب پاڼي 118/432. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415481686. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Leon Trotsky - Exile and assassination | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. https://stars.library.ucf.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1272&context=prism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  14. https://academic.oup.com/ia/article-abstract/16/2/311/2692485. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite EB1922
  16. "Letter to Bolshevik Party Members". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lenin, Vladimir. "Letter to the Congress". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "From the C.C. to Party Members & the Working Classes". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)