اوښتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوښتون يا انقلاب هغه مثبت او بنيادي حالت دى چې د يوې ټولنې د ژوندانه په سياسي، اقتصادي او اجتماعي برخو كې په كيفي او كمي توگه منځ ته راځي. د ټولنپوهنې له نظره په يوه ټولنه كې د يوه زاړه نظام پر ځاى د نوي او مترقي نظام ټينگيدل د انقلاب څخه عبارت دى. انقلابونه عموماً د ښكته څخه پورته خواته صورت مومي. دا بنيادي تغيرات او تحولات د خلكو او ولسونو په اراده او حركت منځ ته راځي. په ټولنو كې ناانډولي، ظلم او استبداد له منځه وړي. د حقوقو برابري، ملي واكمني او ټولنيز عدالت منځ ته راوړي. د عيني او ذهني شرايطو سمون په ټولنه كې د انقلاب د برياليتوب اولني اساسات دي. كه چيرې عيني او ذهني شرايط دواړه او يا يو د دوى څخه تيار نه وي، د انقلاب منځ ته راتگ او برياليتوب ناممكنه دى. تراوسه د بشر په تاريخ كې پنځه ډوله انقلابونه سرته رسيدلي دي، اجتماعي، سياسي، كلتوري، صنعتي او ديني انقلابونه