منځپانگې ته ورتلل

ګرينلينډي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګرينلينډي ژبه
Kalaallisut (ګرينلينډي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
قومي ډلې
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۵۶٬۲۰۰ (۲۰۰۷) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
د توکمپوهنې ژبې حالت
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
kl[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
د ژبې کوډ
kl پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
هېواد

ګرینلینډي ژبه (په ګرينلينډي ژبه: kalaallisut) د ایسکیمو-الیوت ژبډلې يوه ژبه ده چې په ګرینلینډ او ډېنمارک کې د ۵۷,۰۰۰ وګړو له خوا ویل کیږي. دا ژبه په کاناډا کې د اېنويټ ژبې لکه اېنوکتېتوت ژبه ته ډېره ورته ده.

د ګرینلینډي ويوکو ډېری برخه د نیاسکیمو - الیوټ ژبې څخه سرچينه اخلي. ګرینلینډي په اتلسمه پېړۍ کې د ډېنمارکي ښکېلاک له پیل راهیسې په لاتیني ليکدود لیکل شوې او له هغه وخت راهیسې یې د ډېنمارکي ژبې څخه ډېری پور کلمې اخیستې او پدې وروستیو کې له انګلیسي څخه هم ورته ډېر لغات راننوتې دي.

د دې ژبې اصلي او غالبه وينګ، کالالیسوت یا لوېدیځه ګرینلینډي ده، چې د ۲۰۰۹ کال د جون راهیسې د ګرینلینډ د خپلواکې سیمې له خوا د رسمي ژبې په توګه غوره شوې. د دې ژبې له رسمي کولو څخه د ګرينلينډ د حکومت موخه د ډېنمارکي ژبې پر وړاندې مبارزه او د ګرينلينډي ژبې ترويج او هغې ته وده ورکول وو، معیاري ګرینلینډي د لوېدیځې ژبې د مرکزي وينګ پراساس دی چې د ګرینلینډ پلازمېنه نوک او شاوخوا سیمو کې عامه ده. د دې ژبې نور وينګونه د ټونومیسوټ یا ختیځ ګرینلینډي او انوکټون یا شمالي ګرینلینډي په نوم پېژندل کیږي.

تاريخ

[سمول]

ګرینلینډي په ۱۲۰۰ زېږديز کې ګرينلينډ ته د ټوبي خلکو کډوالۍ سره سم ګرينلينډي ژبه هم ګرينلينډ ته راغله. هغه ژبې چې پخوا په ګرینلینډ کې ویل کیدې نامالومې دي. د ګرینلینډي لومړي توضیحات د ۱۶۰۰ کلونو پورې اړه لري. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د ډېنمارکي مبلغينو په راتګ او په ګرینلینډ کې د ډېنمارکي ښکېلاک له پیل سره، د ګرینلینډي لغتونو او ګرامر کتابونو تالیف پیل شو. د پاول ایګډ په نوم یو مبلغ په ۱۷۵۰ کې لومړی ګرینلینډي قاموس او په ۱۷۶۰ کې لومړی ګرامر کتاب ولیکه.

په ۱۷۰۰ سليزه کې د ډېنمارکي ښکېلاک څخه په ۱۹۷۹ کې د ګرینلینډ د خپلواک حکومت تر پیل پورې، په ګرينلينډ کې ډېنمارکي ژبې په پوره زور او شور سره خپره شوه او ګرينلينډي ژبه تل د ډېنمارکي ژبې تر اغېز لاندې وه. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د ډېنمارکي ژبې پالیسۍ چې موخه یې د ډېنمارکي ژبې پیاوړتیا وه، د لومړنیو زده کړو وروسته، زده کړې او رسمي دندې په ډېنمارکي ژبه ترسره کېدلې.

له ۱۸۵۱ څخه تر ۱۹۷۳ پورې ، ګرینلینډي په یوه پېچلې ليکدود چې د مبلغ ژبپوه سمویل کلینشمیټ لخوا اختراع شوی و، لیکل شوې وه. په ۱۹۷۳ کې، یو نوی ليکدود معرفي شو چې هدف یې د وينګ سره د ليکلو نژدې کول وو، کوم چې د کلینشمیت د وخت راهیسې د پام وړ بدلون موندلی. دا اصلاحات اغېزمن وو، او له کلونو راهیسې په ګرینلینډ کې د سواد کچه په ډراماتیک ډول لوړه شوې ده.

بل پرمختګ چې ګرینلینډي ژبه يې پیاوړې کړې د ګرینلینډي ټولنې د "ګرینلینډ کولو" پالیسي ده چې په ۱۹۷۹ کې د کورني قانون تړون سره پیل شوې. په ښوونيزه او رسمي چارو کې د ګرينلينډي ژبې په رسمي کولو سره ، دې پالیسي هغه پخوانی تمایل بېرته واخیست چې د دې لامل شوی و چې دا حاشیه پریږدي ، او په پایله کې ، ګرینلینډي یوازینۍ ژبه شوه چې زده کونکي پرې خپلې زده کړې کوي. [۳] [۴]

د ۲۰۰۹زېږديز کال د جون څخه دمخه، ګرینلینډي د ډېنمارکي ژبې ترڅنګ د ګرینلینډ رسمي ژبه وه. له هغه وخت راهیسې، ګرینلینډي یوازېنۍ رسمي ژبه شوه. دې کار ګرینلینډي د اصلي امریکایی ژبې یو ځانګړی مثال رامینځته کړی چې د قانون لخوا د نیمه خپلواک هېواد یوازېنۍ رسمي ژبې په توګه پېژندل شوې. په هرصورت، د دې ژبې وضعیت لاهم د یونیسکو لخوا "زیانمنونکی" ګڼل کیږي. [۵] په هېواد کې د سواد کچه ۱۰۰٪ ده. [۶] د یونسکو د راپور له مخې، د لوېدیځ معیاري ژبو د پراخوالي له امله، نورې ژبې له خطر سره مخ دي، او اوس د ختیځې ګرینلینډي ژبو د ساتنې لپاره اقدامات کیږي. [۷]

سرچینې

[سمول]
  1. "اېتنولوګ" (in انګليسي ژبه). SIL International. بياځلي په ۱۰ می ۲۰۱۹.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "ژبه".
  3. Michael Jones, Kenneth Olwig.
  4. Louis-Jacques Dorais.
  5. UNESCO Interactive Atlas of the World’s Languages in Danger Archived 2009-02-22 at the Wayback Machine.
  6. "Greenland". CIA World Factbook. 2008-06-19. خوندي شوی له the original on ۹ مه ۲۰۲۰. بياځلي په 2008-07-11.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. "Sermersooq will secure Eastern Greenlandic". Kalaallit Nunaata Radioa (in ډنمارکي). 2010-01-06. بياځلي په 2010-05-19.