ګارېت هوبارت
ګارېت اګوستس هوبارت (د ۱۸۴۴ ز کال د جون له ۳ مې – د ۱۸۹۹ ز کال د نومبر تر ۲۱مې) پورې د متحده ایالاتو ۲۴م مرستیال ولسمشر و، چې د ۱۸۹۷ز کال نه تر ۱۸۹۹ ز کال پورې د خپلې مړینې تر وخته پورې دنده ترسره کړه. نوموړی د امریکا شپږم مرستیال ولسمشر و چې د دندې په اوږدو ګې له نړۍ سترګې پټوي. هوبارت د مرستیال ولسمشر له چوکۍ نه دمخه، د نیو جرسي یو اغېزمن سوداګر، سیاستوال او سیاسي فعال و. هوبارت د نیو جرسي په لانګ برنچ کې د جرسي په ساحلي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې او د دې سیمې په ګاونډۍ مارلبورو سیمه کې لوی شو. هوبارت د رتګړز په کالج کې له زده کړو وروسته، د پیترسن د سیمې له مشهور وکیل، سقراط ټوټل سره یو ځای حقوق ولوستل. نوموړي هم له ټوټل سره زده کړې وکړه او هم یې د هغه له لورجیني سره واده وکړ. که څه هم نوموړي ډېر لږ د محکمو په کوټو کې پښه کېښوده، خو د شرکتونو د وکیل په توګه یې ډېره شتمني ترلاسه کړه. هوبارت د سیمه ییز حکومت په چوکیو کې دنده ترسره کړه او وروسته يې په بریالیتوب سره د جمهوري غوښتونکي په توګه سیالۍ ته را ودانګل چې هم یې د نیو جرسي په عمومي مجلس کې خدمت وکړ، چې په دې ځای کې د مجلس رئیس و ټاکل شو او هم یې د نیو جرسي په سنا کې خدمت وکړ، چې په دې ځای کې نوموړی د مجلس رئیس شو. هغه د ګوند اوږد مهاله چارواکی و او د نیو جرسي هغه استازي چې د ۱۸۹۶ ز کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون ته تللي وو، پرېکړه وکړه چې هوبارت د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند کړي. د هوبارت سیاسي نظریاتو د مک کینلي له نظریاتو سره، چې و لسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو احتمالي نوماند و، ورته والی درلود. نیو جرسي په راتلونکو ټاکنو کې برخلیک ټاکونکی ایالت و، مک کینلي او د هغه نږدې سلاکار او راتلونکي سناتور مارک هانا پرېکړه وکړه چې کنوانسیون د هوبارت نوماندۍ ته اړ کړي. د ولسمشرۍ مرستیال نوماند د خپل ملګري د سرپوښلو کمپاینونو په بڼه هلې ځلې پیل کړې، که څه هم نوموړي د نیویارک ښار په دفتر کې په کمپاین کې ډېر وخت تیر کړ. مک کینلي او هوبارت ټاکنې و ګټلې. هوبارت د مرستیال ولسمشر په توګه په واشنګټن کې ځان یوه مشهوره څېره څرګند کړ او د مک کینلي نږدې سلاکار و. د هوبارت غوره و ړتیا او ښه چلند د ولسمشر لپاره ارزښتناکه و، لکه څنګه چې د ۱۸۹۹ ز کال په نیمایي کې، کله چې د جګړې وزیر رسل الجر په دې پوه نه شو چې مک کینلي غواړي، هغه له دندې ګوښه شي، هوبارت الجر په نیو جرسي کې د دوبي خپل کور ته را وغوښت او نوموړي ته یې دا خبره څرګنده کړه، چې الجر واشنګټن ته له راستنیدو سره سم مک کینلي ته خپله استعفا وړاندې کړه. هوبارت د ۱۸۹۹ ز کال د نومبر په ۲۱ د زړه د ناروغۍ له امله د ۵۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړي چوکۍ په ۱۹۰۰ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو په ټکټ کې د نیویارک د والي، تیوډور روزویلټ له خوا ډکه شوه. د ژوند لومړي کلونه[سمول]ګارېت اګوسټس هوبارت د نیو جرسي په لانګ برانچ کې د اډیسن ویلارډ هوبارت او سوفیا وانډر په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. اډیسن هوبارت د نیوانګلنډ د لومړیو استعماري کډوالو پښت درلود او د هوبارت کورنۍ ډېری غړي روحاني مشران وو. اډیسن هوبارت د نیو جرسي یوه ښوونځي ته، چې د نیوجرسي د مارلبورو ښارګوټي په یوه کوچني کلي کې موقعیت لري، د تدریس لپاره را کډه شوی و. د نوموړي مېرمن د هالنډي کډوالو پښت درلود، چې په ۱۷مه پېړی کې په نیوامستردام (اوسني د نیویارک ښار) کې مېشت شوي وو. وروسته نوموړې لانګ ټاپو او بیا نیو جرسي ته کډه شوې وه. کله چې په ۱۸۴۱ ز کال کې اډیسن او سوفیا هوبارت واده وکړ، دوی لانګ برانچ ته کډه شول، چې هلته اډیسن د یوه لومړني ښوونځي بنسټ کېښود. ګارېت د ۱۸۴۴ ز کال د جون په ۳ مه نېټه په لانګ برانچ کې نړۍ ته پښه کېښوده. د ماشتوب په دوره کې د دوی دری ماشومان ژوندې پاتې شول، چې ګاریټ د درېیو هلکانو له ډلې دویم و. [۵][۶][۷][۸][۹] په پیل کې هوبارت په لانګ برانچ کې د خپل پلار ښوونځي ته ولاړ. دا کورنۍ د ۱۸۵۰ ز کلونو په لومړیو کې مارلبورو ته کډه شوه او نوموړی یې د کلي ښوونځي ته واستاوه. د هغه د ماشومتوب کیسې نوموړی هم عادي زده کړو او هم په مذهبي زده کړو کې د غوره زده کوونکي په توګه په ګوته کوي او د ماشومتوب په لوبو کې د مشر په توګه را څرګندېده. پلار یې د نوموړي د وړتیاوو په پېژندلو سره، هغه د فری هولډ په سیمه کې یو مشهور ښوونځي ته ولېږه، خو هغه د ښوونکي سره د اختلاف له امله، له بېرته راستنیدو نه یې ډډه وکړه. وروسته نوموړي د مېډلټاون پاینټ په اکاډمي کې (چې په پای کې د ګلین ووډ انسټیټیوټ په نامه یاد شو) زده کړې پیل کړې. دا د نیوجرسي په مېټاوان کې یو نامتو ښوونځی و. هوبارت په ۱۵ کلنۍ کې فارغ شو، مور او پلار یې په دې اند و چې هغه کالج ته د تګ لپاره لا ډېر تنکی دی، نو د یو کال لپاره په کور کې د زده کړو لپاره پاتې شو او د برادولټ ښوونځي کې چې پلار هم په دې ځای کې کار کاوه د نیم وخت لپاره دنده پر مخ وړه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] هوبارت په ۱۸۶۰ ز کال کې د رتګړز په کالج کې لوړې زده کړې پیل کړې او په ۱۸۶۳ ز کال کې فارغ شو او په خپل ټولګي کې یې درېیم مقام ترلاسه کړ. په وروستي ژوند کې، هوبارت رتګړز ته د یو سخاوتمند مرسته کوونکي په توګه و چې د مرستیال ولسمشر د چوکۍ له لاس ته راوړو وروسته یې نوموړي ته افتخاري سند ډالی کړ او له مړینې لږ مخکې نوموړی په دې ځای کې د مشرتابه د بورد غړي په توګه وټاکل شو.[۱۵] سرچینې[سمول]
|
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1899م وفاتونه
- 21 نومبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P1971
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ