کينډۍ:غوره ليکنه/2015/20

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تور ويلنی (په لاتين: Mentha piperita) څو کلن درملي بوټی دی چې په اروپا او اسيا کې راشنه کېږي. نوموړی بوتی له درملنې پرته په سينگار، خوړو او څښاک کې د خوند ښه والي لپاره کارول کېږي.

د تاریخپوهانو په نظر چې په مصر کې په اهرام کې یې د تور ويلني پاڼې پيدا کړي، نو وايي چې تور ويلنی د لرغونو درملو بوټو څخه دی چې په لرغوني مصر کې ۳۰۰۰ کاله مخکې کارول شوی و. خو دغه بوټی په لرغوني يونان او روم کې هم کارېده. په اروپا کې تور ویلنی د درمل په توگه د ۱۸ پېړی څخه راهیسي کارول کېږي.

تور ویلنی د نعناګانو څخه دی چې د Lamiaceae په کورنی او د ويلني په جنس پورې اړه لري. د تور وليني ساقه څلور كونجه او ارغواني ته ورته سور رنگ لري او د ساقې په مخ په هره گنډه كې دوه متقابلې پاڼې خارجېږي. د تور ويلني پاڼې بيضوى ډوله، تېره څوكه او غاښوره (دندانه) لرونكې دي. گلان يې د نعناعګانو په ډول پورې اړه لري، كېداى شي چې سره، ارغواني او يا سپين وي. نوموړې بوټي په معتدلو او لمر درلودونكو ځايونو كې ښه وده كوي او د سرطان (چنگاښ) د مياشتې نه تر اسد(زمري) مياشتې پورې گلان نيسي . منتا پي پريتا ( Mentha piperita) يو يوناني ( هبريد) محصول دى چې د اولسمې پېړۍ په وروستیو كې د مشهور انگليسي بوټي پېژندونكي (جي. رى) په وا سطه تشريح شو. او داسې ښكاري چې د نعناع ټول ډولونه چې اوس مهال كرل كېږي. په كې شامل دي. تور ويلنی په پراخه پيمانه په اروپا، د اسيا په سوېل ختيځ، شمالي او جنوبي امريكا اوستراليا كې كرل كېږي. او په وحشي او خپل سر ډول هم راټوكېږي . تور ويلنی یو شمېر طبيعي توکې لکه مېنټول (۵۰ ٪)، مېنتهون (۱۰ ٪)، پيپېروټ، ټانين، فلافونويډونه، اسېټيک اسيډ لري.نور دلته ولولئ