کينډۍ:دنغا/2009-02-16

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
امير کروړ

دا د امير کروړ سوري یو پورټرېټ دی. امير کروړ د امير پولاد زوی مشهور په «جهان پهلوان» د ملک شنسپ له اولادې د غور د سوري کهاله يو نوميالی امير او د پښتو ژبې ډېر پخوانی شاعر و. که څه هم چې شعر او شاعري په پښتو ژبه کې له لرغونو وختونو راپېل شوې. خو تر دې دمه امير کروړ سوري د پښتو ژبې لومړنی شاعر گڼل کېږي. د دې اصل تر شا کېدای شي دا سبب وي چې د امير کروړ سوري نه دمخه د پخوانيو پښتنو شاعرانو آثار د بېلابېلو يرغلونو او د سيمې د ښکېلاک په وختونو کې له مېنځه تللي او تر اوسه پورې يې داسې کومې نښې نه دي تر سترگو شوي. بل سبب يې دا دی چې په افغانستان کې د بېلابېلو وختونو جگړو افغاني لرغونپوهانو ته د څېړنو ټولې لارې بندې کړي.

د انځور د امتياز خاوند: محمد طاهر کاڼی
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ