کينډۍ:تانبه:ستورپوهنه/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اسلام قرآن ځمکپوهنه تاریخ شمېر پوهنه پوهنه ټولنه ټکنالوجي فلسفه دين تانبو لړليک

ستورپوهنه د اسماني اجرامو لکه ستورو، لکۍ لرونکو ستورو، سپوږمکیو، لمریز نظام، سپوږمیو، شهابونو، کهکشانونو، ځمکې د موقیعیت، بدلونونو، حرکت او فزیکي و کیمیاوي ځانګړنو د ارزونې پوهه ده. دا څانګه له نورو څانګو لکه فیزیک، کیمیا، او شمېرپوهنې سره نېغ په نېغه اړیکې لري، او همدارنګه له د نړۍ له پیداېښت او تکامل پوهنې سره هم اړیکه لري. ستورپوهنه یوه له لرغونو پوهو څخه ده چې په لومړنیو بشري تمدنونو کې د شپې په راتلو سره خپل هر څه سمبالول. او د ستورپوهنې لومړني اوزار له هماغه لومړي پیله جوړ او کارول شوي ول. د ټېلېسکوپ په اختراع سره په دې پوهه کې یو انقلابي بدلون او لاسته راوړنې راغلی.