کوږک تونل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کوږک تونل ( انګلیسي: khojak tunnel اردو: کوجک سورنگ ) چې ۳.۹۰ کیلومیتره اوږدوالی لري د پاکستان د بلوچستان ایالت (سهېلي پښتونخوا) په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د توبې اڅکزي غره په لړۍ کې د اورګاډي تونل دی چې له چمن ښار څخه په ۱۸ کیلومیتري کې پروت دی. [۱] دا تونل د سمندر له سطحه څخه ۱٬۹۴۵ متر (۶٬۳۸۱ فوټه) پورته موقعیت لري . [۱] دغه تونل په ۱۸۹۱ کال کې د کوږک غره لاندې جوړ شوی و او د پاکستانیو کالدارو په زاړه بانکي نوټ کې انځور هم شته.

Khojak Tunnel 25 KMs Located in Khojak Mountains

دا تونل په جنوبي اسیا کې یو له تر ټولو اوږدو تونلونو څخه دی، او په پاکستان کې تر ټولو اوږد تونل و خو چې په کال ۲۰۱۸ کې د لواري ټاپ تونل چې ۸.۷۵ کیلومتره اوږوالی لري جوړ شو خو کوږک تونل دویمې شمېرې ته را ښکته شو.

دا تونل په ۳ کلونو کې جوړ شوی او دومره مستقیم(سیدا) دی چې په یوه لور کې په هنداره رڼا واچول شي رڼا بل لور ته لیدل کیږي.

د ریل پټلۍ د جوړولو او کار کولو لوی قراردادي د کراچۍ څخه واجه دره خان بلوچ و چې په اصل کې د ۱۶۰۰ په لومړیو کې د بهو کلات څخه مهاجر شوی و او لومړی قرارداد یې هغه وخت ترلاسه کړ کله چې انګریزانو د کراچۍ په بندر کې کار کاوه. وروسته بیا د بلوچستان نه تر بنګلور او ورپسی رنګون برما ته د ریل پټلۍ بیلابیل قراردادونه ورکړل شول. وروسته انګریزانو د هغه زوی واجه فقیر محمد دره خان ته د کراچۍ ښار په محکمه کې د اعزازي قاضي حیثیت ورکړ او د هغه له مړینې وروسته یې د لیري له بادشاهي سړک څخه تر ۸ چوک پورې سړک د هغه په نوم ونومول.

انځورتون[سمول]

د کوږک تونل انځورتون

Khojak Tunnel 25 KMs Located in Khojak Mountains کوږک تونل اوسنی انځور

Tunnel at Kojack Pass - western end LCCN2004707700

د کوږک تونل پخوانی انځور

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ 1998 District Census Report of Killa Abdullah, Population Census Organisation, Government of Pakistan, Islamabad, 2000. Pg 5