کونراد ادناور
| کونراد ادناور | |
|---|---|
| [[language|]]: Konrad Adenauer | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Conrad Hermann Joseph Adenauer[۱] |
| پيدايښت | ۵ جنوري ۱۸۷۶[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸] کولن |
| مړینه | 19 اپريل 1967 (91 کاله)[۲][۱۹][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳][۱۴][۱۵][۱۷][۱۸] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | قانونپوه ، قاضي ، د مقاومت جنګیالی |
| مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
| کاروونکې ژبه | جرمني ژبه [۳][۲۰] |
| جايزې | |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
کونراد هېرمن جوزف ادناور (په انګلیسي: Konrad Hermann Joseph Adenauer، په جرمني ژبه یې تلفظ: [ˈkɔnʁaːt ˈʔaːdənaʊɐ]؛ زوکړه د ۱۸۷۶ز کال د جنوري ۵مه ـــ مړینه د ۱۹۶۷ز کال د اپرېل ۱۹مه) یو جرمن سیاستوال و چې له ۱۹۴۹ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کال پورې یې د لوېدیځ جرمني د لومړني مستشار یا صدر اعظم په توګه خدمت وکړ. له ۱۹۴۶ز کال څخه تر ۱۹۶۶ز کال پورې هغه د عیسوي ډېموکراتیک اتحاد (CDU) لومړنی مشر و، نوموړی یو عیسوي دېموکراتیک ګوند و چې هغه یې په بنسټ اېښودلو کې ونډه اخیستې وه، د نوموړي تر مشرۍ لاندې په هېواد کې تر ټولو لاسبری ځواک شو.
ادناور چې یو وفادار رومن کاتولیک او د کاتولیک مرکز ګوند غړی و، د ویمار په جمهوریت کې یو مخکښ سیاستوال و، چې د کولن د ښاروال په توګه (۱۹۱۷-۱۹۳۳) او د پروشیا د ایالتي شورا د مشر په توګه (۱۹۲۲-۱۹۳۳) یې خدمت وکړ. د فدرالي جمهوریت په لومړنیو کلونو کې، هغه خپل پام له نازیزم څخه د اړولو (denazification) نه د سمون راوستلو ته واړاوه، او خپل هېواد یې د دویمې نړیوالې جګړې له ویجاړیو څخه په یو شتمن، هوسا ملت باندې تر بدلېدلو پورې داسې اداره کړ چې له فرانسې، برتانیې، او متحده ایالاتو سره یې نږدې اړیکې رامنځته کړې. د هغو کلونو په بهیر کې چې دی په واک کې و، لوېدیځ جرمني له ډېموکراسۍ، ثبات، نړیوال درناوي او اقتصادي ښېرازۍ ( Wirtschaftswunder یعنې اقتصادي معجزې) څخه برخمن شو. [۲۲][۲۳]
ادناور له خپلو شدیدو کاري عادتونو سره او له خپل عجیب سیاسي شعور سره خپل عمر غلط ثابت کړ. هغه د بازار په بنسټ د لېبرالې ډېموکراسۍ او د کمونېزم ضد پراخ لید ته خپل پیاوړی تعهد څرګند کړ. ادناور یو ځیرک او ستراتېژيک ساستوال و، هغه په ژوره بڼه یوې لوېديځ محورې بهرنۍ پاليسۍ او په نړۍ کې د لوېدیځ جرمني بیا ځای موندلو ته ژمن و. هغه هڅه وکړه چې د لوېدیځ جرمني اقتصاد د دویمې نړیوالې جګړې څخه بیا د اروپا په کچه یو مرکزي موقعیت ته ولېږدوي، چې د اقتصاد له وزیر لودینګ ارهارد سره یې یو ځای د جرمني د اقتصادي معجزې مشري په غاړه لرله، او نوموړی په ۱۹۵۵ز او ۱۹۵۶ز کلونو کې د ملي پوځي ځواکونو (the Bundeswehr) او د استخباراتي ادارې (the Bundesnachrichtendienst) د بیا رامنځته کولو محرکه ځواک بلل کېږي. ادناور د خپل سیال جرمن دېموکراتیک جمهوریت (GDR) او د اودور-نیسي کرښې دواړو د په رسمیت پېژندلو مخالفت وکړ.
نوموړي په مهارت سره په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې د سوسیال دېموکرات ګوند پر وړاندې کوم چې د جرمني د دېموکراتیک جمهوریت سره او د جګړې له مخکې پولو سره یو څه زیات خواخوږی درلود، وکارول. ادناور لوېدیځ جرمني د ناټو یو غړی کړ. سره له دې چې ادناور د اروپایي اتحاد ملاتړی هم و، خو د فرانسې پر وړاندې د د متقابل توازن د رامنځته کولو په موخه له متحده ایالاتو سره د پیاوړو اتلانتیکي (Atlanticist) اړیکو په لټه کې و.
ادناور، چې د خپل عمر په ۸۷ کلنۍ کې یې د صدر اعظم په توګه له خپل سِمت نه استعفا ورکړه او د عیسوي دېموکراتیکې اتحادیې (CDU) مشرۍ ته یې په ۹۰ کلنۍ کې تر تقاعد کېدو پورې ادامه ورکړه، زیاتره وخت "Der Alte" ("پخوانی هغه" ) بلل کېده. د برتانوي سیاستوال رای جنکینز په حواله، هغه "تر ټولو زوړ سیاستوال و چې تر اوسه یې په ټاکنیز مقام باندې فعالیت کړی دی" او د معاصرې اروپا په تاریخ کې د یوه ستر هېواد تر ټولو زوړ مشر و. د ۲۰۲۱ز کال د څېړنو پر بنسټ، ادناور تر اوسه پورې په اروپا کې د دولت د تر ټولو زاړه مشر او تر ټولو زاړه ټاکل شوي سیاستوال په توګه (چې یواځې ګیورګیو ناپولیتانو ورسره برابري کړې ده ) پاتې شوی دی. په هر ترتیب، د تونس او مالېزیا حکومتونو په ۲۰۱۰مه زېږدیزه لسیزه کې له نوموړي څخه ډېر زاړه مشران درلودل. [۲۴]
په کولن کې د اوسېدو کلونه
[سمول]د ژوند لومړني وختونه او زده کړې
[سمول]کونراد اناور د جوهان کونراد ادناور (زوکړه ۱۸۳۳ز کال ـــ مړینه ۱۹۰۶ز کال) او د هغه د مېرمنې هېلن (چې کورنی منځنی نوم یې سشارفنبرګ (Scharfenberg) و؛ زوکړه ۱۸۴۹ز کال ــ مړینه ۱۹۱۹) له پنځو اولادونو څخه د دریم په توګه د ۱۸۷۹ز کال د جنوري په ۵مه نېټه د پروشیا د راین ولایت په کولن کې زیږېدلی دی. د نوموړي وروڼه او خویندې په ترتیب سره اګوست (زوکړه ۱۸۷۲ز کال ــ مړینه ۱۹۵۲ز کال)، جوهانس (زوکړه ۱۸۷۳ز کال ــ مړینه ۱۹۳۷ز کال)، لیلي (زوکړه ۱۸۷۹ز کال ــ مړینه ۱۹۵۰ز کال) او الېزېبت وو چې الېزېبت له زیږېدو څخه لږ وروسته د ۱۸۸۰ز کال په شاوخوا کې مړه شوې ده. د ادناور ځوانۍ ته له بڼې ورکوونکو اغېزو څخه یوه یې فرهنګي مبارزه (Kulturkampf) وه، نوموړې اغېزه هغه تجربه وه چې والدینو یې ده ته نسبت کاوه او نوموړی یې د ټول عمر لپاره د "پروشیانیزم" (Prussianism) څخه کړ کرکجن او له پروشیا سره د راینلنډ ادغام نوموړی د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ د زیات شمېر نورو راینلنډي کاتولیکانو په څېر په شدت سره وځوراوه.[۲۵][۲۶]
هغه په ۱۸۹۴ز کال کې خپل ابیتور زده کړې (چې معمولاً له ۱۲ یا ۱۳ کلونو ښوونځي ویلو وروسته بشپړېږي) بشپړې کړې او د فریبروګ، میونیخ او بُن په پوهنتونونو کې یې د قانون او سیاست زده کړې پیل کړې. په ۱۸۹۶ز کال کې، هغه په ۲۰ کلنۍ کې د پروشیا پوځ ته وغوښتل شو، خو د مزمنو تنفسي ستونزو له امله یې چې له ماشومتوب څخه ورسره مل وې، ونشوی کولی چې په فزیکي ازموینه کې بریالی شي. نوموړی په بن کې د ارمینیا د کاتولیکو محصلینو ټولنې (K.St.V. Arminia Bonn) تر مشرۍ لاندې د رومن کاتولیک محصلینو د انجمنونو غړی و. هغه په ۱۹۰۰ز کال کې فارغ شو او له هغه وروسته یې د کولن په محکمه کې د یو وکیل په توګه کار کاوه[۲۷]
په کولن کې د مشر په توګه
[سمول]د یو دیندار کاتولیک په توګه، نوموړی په ۱۹۰۶ز کال کې له مرکزي ګوند (په جرمني ژبه: Zentrumspartei یا یواځې Zentrum) او په همدې کال کې د کولن ښاري شورا ته نوماند شو. په ۱۹۰۹ز کال کې، هغه د کولن مرستیال-ښاروال شو، کوم چې په ۱۹۱۴ز کال کې له ۶۳۵۰۰۰ وګړو سره یو صنعتي لوی ګڼ مېشته ښار و. ادناو له افراطي سیاسي خوځښتونو څخه چې د ده د نسل لویه برخه یې جذب کړې وه، په ډډه کولو سره، د منځنۍ طبقې نجابت، زیار ایستنې، نظم، او عیسوي اخلاقو او ارزښتونو ته ژمن و، او د بې نظمۍ، بې کفایتۍ، بې منطقۍ او سیاسي بې اخلاقۍ له منځه وړلو ته ژمن و. له ۱۹۱۷ز کال څخه تر ۱۹۳۳ز کال پورې هغه د کولن د ښاروال په توګه خدمت وکړ او د پروشیا د اعیانو د مجلس (Prussian House of Lords) غړی شو.[۲۸]
ادناور د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د کولن مشري پر غاړه لرله، هغه له پوځ سره له نږدې څخه کار کاوه تر څو د لوېدیځې جبهې لپاره د اکمالاتو او ترانسپوت د یوې شاتنۍ اډې په توګه د دې ښار رول اعظمي کړي. هغه د ملکیانو د خوراکي توکو چمتوکولو ته ځانګړې پام واړاوه، او اوسېدونکو ته یې دا زمینه برابره کړه تر څو له هغو شدیدو کمښتونو څخه وژغورل شي چې د ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ز کلونو تر منځ د جرمني زیاتره ښارونه ورسره لاس او ګرېوان وو. په ۱۹۱۸ز کال کې نوموړي دغه ښار د خوړو برابرولو په موخه د لومړي ځل لپار د سویا له ترکیب څخه یو ساسج راوویست چې د کولن د ساسج نوم ورکړل شو. د ۱۹۱۸ز کال په وروستیو کې د زاړه رژیم د ړنګېدو په درشل کې او د انقلاب د راتګ او د پراخو بې نظمیو د ګواښ پر مهال، ادناور له سوسیال دېموکراتانو سره د خپلو ښو کاري اړیکو په کارولو سره د کولن کنترول وساته. د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په یوه بیانیه کې، ادناور د پروشیا د منحلېدو او په رایش آلمان کې یې د پروسیایي راینلنډ په یو نوي خپلواک ایالت باندې د بدلېدو غوښتنه وکړه. ادناور ادعا کوله چې دا کار په راینلنډ کې د فرانسې د پرمختګ د مخنیوي یواځینۍ لاره وه. د رایش المان او پروشیا دواړه دولتونه د پروشیا د تجزيې لپاره د ادناور د دغه پلان پر وړاندې په بشپړه توګه مخالف وو. کله چې د ۱۹۱۹ز کال په جون کې جرمني ته د ویرسالیس د معاهدې شرایط وړاندې شول، ادناور یو ځل بیا په یو خپلواک ایالت باندې د راینلنډ د بدلېدو پلان برلین ته وړاندیز کړ او د نوموړي دغه پلانونه دا ځل هم د رایش جرمني د حکومت له خوا رد شول.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
هغه له جګړې څخه د راوروسته برتانوي اشغال پر مهال ښاروال و. هغه د برتانوي پوځي چارواکو سره ښې کاري اړیکې رامنځته کړې او له هغوی څخه یې د کارګرانو او سرتېرو د هغې شورا په بې طرفه کولو کې کومه چې د ښار د چپ اړخ لپاره د واک په یوې بدیلې اډې بدله شوې وه، کار واخیست. [۳۵][۳۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Adenauer-Geburtsurkunde — خپرېدونېټه: ۲۵ سېپتمبر ۲۰۲۳
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 11850066X — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120285810 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0011902/ — خپرېدونېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/374336 — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m90czm — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/konrad-adenauer — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6621 — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ catalog code: 11000009 — خپرېدونېټه: ۱۳ اپريل ۲۰۱۸ — سرليک: Stammdaten aller Abgeordneten des Deutschen Bundestages
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ سکالو پېژند: Konrad Adenauer — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/569226792da24fd68cf486cf45055358 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/adenauer-konrad — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ODIS ID: https://www.odis.be/lnk/PS_120308 — سکالو پېژند: Konrad Adenauer
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Konrad_Adenauer — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/131554 — سکالو پېژند: Konrad Adenauer
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/6851 — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=453 — سکالو پېژند: Konrad Hermann Joseph Adenauer — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=116857 — سکالو پېژند: Konrad Herman Joseph Adenauer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000120 — سکالو پېژند: Konrad Adenauer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ پیوستون : 11850066X — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Аденауэр Конрад — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/60900707
- ↑ https://www.konrad-adenauer.de/seite/orden/ — خپرېدونېټه: ۲۰ جون ۲۰۲۳
- ↑ "Konrad Adenauer (1876–1967)".
- ↑ Richard Hiscocks, The Adenauer era (1975) p. 290
- ↑ Jenkins, Roy (1993). Portraits and Miniatures. A & C Black. p. 56. ISBN 9781448202881.
- ↑ Jenkins, Roy. Portraits and Miniatures, London: Bloomsbury Reader, 2012. p. 81
- ↑ David W. Del Testa, ed. (2001). "Adenauer, Konrad". Government Leaders, Military Rulers, and Political Activists. Westport, CT: Oryx Press. p. 4. خوندي شوی له the original on 13 March 2020. بياځلي په 2 September 2017.
- ↑ "Lebenslauf – Ein kurzer Überblick" (in الماني). Konrad Adenauer Stiftung. خوندي شوی له the original on 3 August 2017. بياځلي په 28 December 2017.
- ↑ Schwarz 1995، م. 94.
- ↑ René Schlott (5 January 2015). "Konrad das Brot".
- ↑ کينډۍ:Cite patent
- ↑ Epstein 1967، مم. 540-541.
- ↑ Epstein 1967، مم. 539-540.
- ↑ Epstein 1967، م. 539.
- ↑ Schwarz 1995، مم. 97-99.
- ↑ Mitchell 2012، م. 20.
- ↑ Schwarz 1995، مم. 128-131.
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1967ز مړينې
- 19 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- CS1 الماني-language sources (de)

