کورنت توغندی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کورنت توغندی
Корнет ПТРК
AT-14 Spriggan

وسله ټانک ماتونکی توغندی
هېواد روسیه ایران
وزن ۲۷ کیلوگرامونه
اوږدوالی ۱۲۰۰ م.م.
واټن ویشتونکی ۵۵۰۰ متره
کالبر ۱۵۲ م.م.
کورنت توغندۍ د ماکس په نندارتون کی

کورنت توغندۍ (په روسي:Корнет ПТРК, 9К135 په فارسي:موشک ضد زره دهلاویه ناټو: AT-14 Spriggan) یوه روسي رهبري شوي توغندۍ ده چی د عصري ټانکونو زره پوښ او چورلکونو (هلیکوپترونو) د منځه وړلو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړي توغندۍ د پوځي موټرونو، هليکوپترونو او لاسی وړونکي تجهیزاتو څخه ویشتل کېدلای سی.

بېژندنه

کورنت توغندۍ یوه عصری ټانک ماتونکي وسله ده چی تر ویشتلو وروسته حلزونی الوتنه لری او د لیزر شعاع لخوا رهبری شوی ده. جنگي خوله یی د دوو چاودونکي برخیزو څخه جوړه شوي ده. دغه توغندۍ ۵۵۰۰ متره واتڼ ویشتونکی وهلی سی او د سوځولو (سوند) جامدو موادو څخه جوړه شوی ده.

تاريخ

د کورنت راکټي سیستم پراختيا (انکښاف) په ۸۰ کالو کی په روسيه کی د KBP په جورونکی صنعت کی پېل شو. روسی پوځ د دغی راکټي سیستم څخه د ۱۹۹۴ کال څخه کار اخیستل شوي دي. په ۹۰ کالو کی نوموړی وسله د بېلا بېلو سیمو ته هم صادره شوه. د ۲۰۱۲ کال څخه کورنت توغندۍ په ايران کی هم جوړ شوي ده او ايراني عسکران دهلاويه توغندۍ ورته وایی.

۲۰۰۳ عراق

امریکایی ټانک د کورنت د توغندی تر برید وروسته

عراقی ځواکونه په ۲۰۰۳ کال کی د عراق په جگړه کې د کورنب راکټی سیستم د آیبرامس د امریکایی ټانکونو د منځه وړولو لپاره کارېده. امريکایی پوځ وایی چی په دی جگړه کی د دغی توغندیو په مرسته تقریبا ۳۰ ټانکونه خراب شول

۲۰۰۶ لبنان

په ۲۰۰۶ کال کی د حزب الله ځواکونو د کورنت د توغندیو په مرسته د مرکاوا اسرائیلی ټانکونه خراب کړل. په ۲۰۰۶ کال کی د لبنانی جگړې په وخت کی ۴۰۰ ننه اسرائیلی ټانکونو پر جنوبی لبنان برید وکړل. د حزب الله ځواکونو په دی جگړه کی تقریبًا ۵۰ ټانکونه جراب وکړل

سرچینې